Jump to content

اِرګون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اِرګون (عبري: ארגון، اِرګون؛ بشپړ سرلیک: عبري: הארגון הצבאי הלאומי בארץ ישראל، هَ‌اِرګون هَ‌تسوای هَ‌لئیومي ب‌ارِتس یِسرائل) یعنې، د اسرائيل په خاوره کې ملي نظامي سازمان، یو صهیونېست نیمه نظامي سازمان ؤ، چې د ۱۹۳۱ او ۱۸۴۸ کلونو تر منځ یې په فلسطین باندې د برېتانیې په قیمومیت کې فعالیت کاوه. دا سازمان د اېټزل (عبري: אצ"ל) په نوم هم یادېږي، چې د عبري لومړنیو تورو لنډیز دی یا د IZL مخفف په نوم هم پېژندل کېږي. دا سازمان د زاړه او لوی یهودي نیمه نظامي سازمان، هاګانا یا Haganah (عبري: הגנה, دفاع)  څانګه وه. کله چې دا ډله له هاګانا څخه ووتله، د هاګانا بېټ (عبري: کلمه په کلمه: بي دفاع یا دوهمه دفاع) یا په بل عبارت د haHaganah haLeumit (عبري: ההגנה הלאומית) یا حماماد (عبري: המעמד) په نوم وپېژندل شوه. د ۱۹۴۸ کال د عرب – اسرائیل جګړې په پیل کې د اِرګون غړي د اسرائیل په دفاعي ځواکونو کې جذب شول.   [۱]

د اِرګون سیاست د هغه وخت د اصلاح پاله صهیونیزم پر بنسټ چې د زیف جبوتنسکي له خوا رامنځته شوی ؤ، ولاړ ؤ. د هاوارډ ساچار په خبره، "د نوي سازمان سیاست دقیقاً د جبوتنسکي پر تعلیماتو ولاړ ؤ: هر یهود حق درلود چې فلسطین ته ننوځي؛ یوازې فعال غچ د عربانو مخه نیوله؛ یوازې یهود وسله وال ځواک د یهود دولت ساتنه کوله".   [۲]

دوه عملیاتونه چې په پار یې اِرګون زیات مشهور دی، د ۱۹۴۶ کال د جولای په ۲۲ په بیت المقدس کې د کنگ ډېوېډ هوټل بمبارول او د دیر یاسین عام وژنه دي، چې دا عام وژنه د ۱۹۴۸ کال د اپریل په ۹ د لیهي (Lehi) ډلې سره په ګډه ترسره شوه.  

اِرګون ته د یوه ترهګر سازمان یا د هغه سازمان په سترګه کتل کېږي چې تروریستي کړنې یې ترسره کړې. د برېتانیکا دایره المعارف له مخې، په ځانګړې توګه دې سازمان "د برېتانویانو پر وړاندې چې غیرقانوني اشغالګر یې ګڼل، په ترهګریزو او وژونکو کړنو لاس پورې کړ او سخت د عربو پر ضد هم ؤ". اِرګون د ملګرو ملتونو، د برېتانیې او متحده ایالاتو حکومتونو له لوري، په رسنیو لکه په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې؛ همدارنګه د انګلیس - امریکایي څېړنو کمېټې، د ۱۹۴۶ کال صهیونیسټ کانګرس او د یهود آژانس له خوا یو ترهګر سازمان وبلل شو. خو علمي شخصیتونو لکه بروس هوفمن او مکس ابراهامز لیکلي دي چې اِرګون ملکيانو ته د زیان نه رسېدو په پار د پام وړ هڅې وکړې، لکه له برید وړاندې خبرداری ورکول؛ د هوفمن په خبره، د اِرګون مشرتابه غوښتنه وکړه چې "د برېتانیې واکمنۍ فزیکي نښانې په نښه کړي پداسې حال کې چې د قصدي وینې تویونې مخه ونیسي." البرټ انشټاین په ۱۹۴۸ کال کې نیویارک ټایمز ته په یوه لیک کې اِدرګون او د هغه ځای ناستی هیروت ګوند له «نازي او فاشیست ګوندونو» سره پرتله کړل او اِرګون یې ترهګر، ښی اړخه، افراطي وطن پال سازمان وباله. زیاتره یهودانو ته د اِرګون تاکتیکونو په زړه پورې وو، دا یهودیان په دې باور وو چې د یهودي دولت د رامنځته کولو په پار د تروریزم په ګډون هر ډول ګام موجه دی.   [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

اِرګون د اسراییل د ښي اړخه هېروت (یا "آزادۍ") ګوند څخه مخکینۍ سیاسي ګوند ؤ، چې په اوسني لېکود (Likud) ګوند باندې بدل شو. لېکود له ۱۹۷۷ کال راهیسې د اسرائیلو د زیاتره حکومتونو مشري کړې او یا یې یوه برخه اوسېدلی.   [۱۷]

تاریخ  

[سمول]

د اِرګون غړي اکثراً د بېتار (Betar) غورځنګ او د اصلاح  پاله ګوند څخه وو چې هم په فلسطین کې او هم له هېواد نه بهر وو. اصلاح پاله غورځنګ د دې پټ سازمان لپاره عمومي ملاتړ رامنځته کړ. زیف جبوتنسکي، د اصلاح پاله صهیونیزم بنسټګر، په ۱۹۹۰ کال کې تر خپلې مړینې پورې دا سازمان اداره کاوه. هغه د هاولاګا (مخنیونه) او د هغې د پای ته روسولو په اړه د عملیاتو عمومي ولکه جوړه کړه او په ټولیز ډول د سازمان لپاره الهام ؤ. د آیډیولوژیکي الهام یوه بله لویه سرچینه د اوري زوي ګرینبرګ (Uri Zvi Greenberg.) شاعري وه. د سازمان نښان چې شعار یې רק כך (یوازې په دې توګه) ؤ او لاندې یې په یوه لاس کې یو ټوپک دی او په شالید کې یوه نقشې ده چې هم برېتانیې تر قیمومیت لاندې فلسطین او هم د اردن ختیځ امارت په کې ښکاري (هغه مهال دواړه د فلسطین باندې د برېتانیې قیمومیت شرایطو لاندې اداره کېدل)، په دې معنی ؤ چې ځواک د "وطن د آزادولو" لپاره یوازینۍ لار وه.[۱۸]

د اِرګون د غړو شمېر له څو سوو څخه تر څو زرو پورې توپیر درلود. زیاتره غړي یې هغه کسان وو چې د سازمان له قومندې سره یوځای شول، چې د تر قومندې لاندې یې بېلابېل عملیات ترسره کړل او تر ډېره حده د برېتانوي قانون سره په مخالفت کې یې پوستونه ډک کړل. زیاتره یې "عادي" کسان وو چې منظمې دندې درلودې او یوازې څو سلګونو یې پوره وخت په اِرګون کې کار کاوه.  

اِرګون هم د ستراتیژۍ او بنسټیزې آیدولوژي او هم د پي آر او پوځي تاکتیکونو په رابطه، لکه د صهیونیستي موخو ته رسېدلو لپاره د وسله وال ځواک څخه کار اخیستل، د بغاوتونو په ترڅ کې د عربانو په وړاندې عملیات او د برتانوي قیم حکومت سره اړیکې، د یشوف له سیاستونو او له صهیونیستي نړیوال سازمان سره اختلاف درلود. له همدې امله اِرګون تمایل درلود چې د صهیونیست مشرتابه او د یشوف  بنسټونو په پرېکړو سترګې پټې کړي. دا کار د دې لامل شو چې ټاکل شوي پلاوی دا خپلواک سازمان په رسمیت ونه پیژني او د شتون په زیاتره وختونو کې یې دا سازمان نامسؤل لیدل کېد، نو د هغې کړنې د شنډولو وړ وې. په همدې اساس، اِرګون د خپلو وسله والو عملیاتو ترڅنګ د عامه اړیکو کمپاین هم پیل کړ چې موخه یې د اِرګون له طریقې او د یشوف د رسمي سیاسي مشرتابه له ستونزو د خلکو قانع کول وو. اِرګون زیات شمېر تبلیغات خپاره کړل، یوه پټه ورځپاڼه او حتی د عبري راډیو لومړی خپلواک سټیشن، کول زیون هالوچیمیت (Kol Zion HaLochemet) یې په لاره واچول.  

سرچينې

[سمول]
  1. Jacob Shavit, Jabotinsky and the Revisionist Movement 1925–1948 p. 97 Routledge 1988 ISBN 978-0-7146-3325-1
  2. Howard Sachar: A History of Israel: From the Rise of Zionism to Our Time, pp. 265–266
  3. Dr. Yvonne Schmidt (May 2008). Foundations of Civil and Political Rights in Israel and the Occupied Territories. p. 254. ISBN 978-3-638-94450-2.No 33 of 5708-1948 – 23 September 1948
  4. Bell, J. Bowyer (1979). Terror out of Zion : Irgun Zvai Leumi, LEHI, and the Palestine underground, 1929-1949. Dublin: Academy Press. ISBN 978-0-906187-11-1.
  5. Whittaker, David (2012). The Terrorism Reader (4th ed.). Routledge. p. 29. ISBN 978-0415687317.
  6. Kushner, Harvey W. (2002). Encyclopedia of Terrorism. Thousand Oaks: SAGE Publications. p. 181. ISBN 145226550X.
  7. "Irgun Zvai Leumi | Jewish right-wing underground movement". Encyclopædia Britannica. نه اخيستل شوی 2016-01-02.
  8. Pope Brewer, Sam. Irgun Bomb Kills 11 Arabs, 2 Britons. New York Times. December 30, 1947.
  9. Irgun's Hand Seen in Alps Rail Blast. New York Times. August 16, 1947.
  10. W. Khalidi, 1971, 'From Haven to Conquest', p. 598
  11. Terry, Janice (2008). Encyclopedia of world history Vol 5 pg 20. Infobase Publishing.
  12. "Jewish Terrorism and Jewish Resistance". The Jewish Plan for Palestine—Memoranda and Statements presented by The Jewish Agency for Palestine to the United Nations Special Committee on Palestine. The Jewish Agency for Palestine, Jerusalem. 1947. pp. 20–26.
  13. "Major Political Developments". The Jewish Plan for Palestine—Memoranda and Statements presented by The Jewish Agency for Palestine to the United Nations Special Committee on Palestine. The Jewish Agency for Palestine, Jerusalem. 1947. p. 32.
  14. Abrahms, Max (2018). Rules for Rebels: The Science of Victory in Militant History. Oxford University Press. pp. 44–45, 118–120. ISBN 9780192539441.
  15. Einstein, Albert (2007). Rowe, David E. (ed.). Einstein on Politics: His Private Thoughts and Public Stands on Nationalism, Zionism, War, Peace, and the Bomb. Princeton University Press. p. 350. ISBN 9780691120942.
  16. Cleveland, William L. A History of the Modern Middle East. Boulder, CO: Westview, 2004. Print. p. 243
  17. Eisenstadt, S.N. (1985). The Transformation of Israeli Society. London: Weidenfeld and Nicolson. pp. 173–4. ISBN 0-297-78423-4. One of the main developments in the initial period of the State was the growth of the Herut party.... It developed from the older Revisionist groups, the 'terrorist' groups of the Irgun Zvai Leumi and members of the Revisionist party ... in 1965 Herut founded, together with the great part of the Liberals, a parliamentary bloc ... in 1973, with the addition of other small groups, it became transformed into Likud
  18. Mitchell, Thomas G. (2000). Native vs. Settler: Ethnic Conflict in Israel/Palestine, Northern Ireland, and South Africa. Greenwood. p. 172. ISBN 9780313313578.