Jump to content

ايډورډ کوک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سر ايډورډ کوک (1 فبروري 1552 – 3 سپتمبر 1634) يو انګلستانی وکيل، قاضي، او سياتوال و. نوموړی د اليزابتي او جاکوبي پړاونو تر ټولو ستر قانون پوه بلل کېږي.[۱][۲]

کوک د لوړې طبقې په کورنۍ کې زېږېدلی و، د کامبريج په ټرينيټي کالج کې يې زده کړې کړې وې، له دې وروسته «انر ټيمل» (د وکيلانو د ټولنې يوه څانګه) ته ولاړ، هلته د 1578ز کال د اپريل په شلمه نېټه د وکيلانو ټولنې ته وغوښتل شو. د يو وکيل په توګه، نوموړي د «سليډ» د قضيې په ګډون په ډېرو مشهورو قضيو کې برخه واخيسته، له دې وروسته يې پارلمان ته د ټاکل کېدو لپاره پوره ملاتړ تر لاسه کړ، هلته نوموړي لمړی د عمومي وکيل او وروسته يې بيا د عوامو د مجلس د رئيس په توګه کار وکړ. د لوی څارنوال په توګه د ترفيع څخه وروسته، نوموړي په ګڼو مشهورو قضيېو کې د محاکمې مشري وکړه، چې د «رابرټ ډييرکس، سر والټر ريلي» او د بارودو د بټۍ د دسيسه ګرو پر ضد قضيې پکې شاملې وې. د نوموړي د چوپړتياوو د مکافات په توګه، هغه ته لومړی د وياړ لقب او وروسته د عمومي استئنافونو د قاضي القضات په توګه دنده ورکړل شوه.

د قاضي القضات په توګه، کوک د پخواني مسئول (سټار چيمبر) د لوړې استعمال محدود کړ، او د شاهي امتيازاتو او ډاکټر بونيم په قضيه کې يې اعلان کړه چې پاچا به د قانون تابع وي، او که د عام حق او دليل څخه سرغړونه وشي، نو د پارلمان قوانين به منسوخ وي. د دې کارونو په پايله کې نوموړی د عام قانون محکمې ته د قاضي القضات په توګه تبديل شو، چېرته چې باور کېدو نوموړی به کم زیان رسونکی وي. له دې وروسته کوک په پرله پسې ډول د خيانت تعريف محدود کړ، او يو شاهي ليک يې غير قانوني وباله، د کوم له امله چې نوموړی د 1616ز کال د نومبر په څوارلسمه نېټه له دې دندې ګوښه کړای شو. په داسې حال کې چې هغه نور د خپلو قضايي دندو د بېرته تر لاسه کولو هېڅ فرصت نه درلود، هغه بېرته پارلمان ته ولاړ، او هلته په چټکۍ سره د اپوزيسيون يو مخکښ غړی شو. په پارلمان کې د غړيتوب پر مهال، نوموړي د انحصاراتو د اساسنامې په اړه لیکل او تبليغات وکړل، کوم چې د پاچا له خوا افرادو ته د دولت په وړاندې د ځانګړو خونديتوبونو ورکولو واک تر ډېره برده کم کړ، د حق غوښتنې قانون يې ولیکه او د هغې په تصويب کې يې مهمه ونډه درلوده، دا يو سند دی چې د انګلستان د اساسي قانون له درې مهمو اسنادو څخه يو بلل کېږي، دوه نور يې «ميګنا کارټ» او د حقوقو مقرره 1689 دي.

کوک په عصري وخت کې د خپلو حقوقو رسالو له امله شهرت موندلی دی، کوم چې «جان روټلج» د "تقريباً زموږ د قانون بنسټونه" په توګه تشریح کړی دی، او د هغه راپورونه يې "ښايي د نومول شويو راپورونو واحده تر ټولو ډېره اغېزناکه لړۍ" په توګه توضيح کړي دي. له تاریخي اړخه، نوموړی په انګلستان او ويلز کې، د لوړې کچې اغېز لرونکی قاضي و؛ د هغه ويناوې او اثار د چوپتيا د حق لپاره د توجيه په توګه کارېدل، په داسې حال کې چې د انحصاراتو مقرره د پارلمان او پاچا تر منځ د شخړې د لومړيو کړنو څخه يوه بلل کېږي، د کوم له امله چې د انګلستان کورنۍ جګړه پيل شوه. په امریکا کې، د «ډاکټر بونم» په قضيه کې د کوک پرېکړه د مهر د قانون 1765 او د مرستې د اوامرو د لغوه کولو لپاره د توجيه په توګه وکارول شوه، د کوم له امله چې د امريکا د خپلواکۍ جګړه پيل شوه؛ د متحده ايالاتو له بنسټ اېښودلو وروسته د هغه پرېکړې او ليکنې د متحده ايالاتو په اساسي قانون کې په درېيم او څلورم تعديل ژور اغېز درلود، داسې حال کې چې د شپاړسم تعديل اړتیا يې وړاندې کوله.[۳][۴]

د کورنۍ شالید او د ژوند لومړي کلونه

[سمول]

د "کوک" لقب د 1150ز کال په شا او خوا کې د سويلي «ګرينهو» په «هنډرډ» کې مېشت يو «وليام کوک» ته رسېږي، چې اوس د «سوافم» د «نورفيک» ښارګوټی دی. دا کورنۍ په پرتلیز ډول شتمنه او اغېزمنه وه – له څوارلسمې پېړۍ څخه راپدېخوا په دې کورنۍ کې د حاکم مرستيال، يو پوځي قوماندان، يو وکيل او يو سوداګر شامل وو. په اليزابتي پړاو کې د نموړي لقب د «کوک» په ډول تلفظ کېدو، خو اوس د «کووک» په ډول تلفظ کېږي. د دې نوم مصدر معلوم نه دی؛ خو ويل کېږي چې د کوک د ټکي معنا په لومړيو برتانويانو کې سمندر يا مشر و، خو ډېر احتمال لري چې دا ليکدود له يوې هڅې څخه راپورته شوې ده، تر څو د کوک د ټکي بڼه بدله کړي. دا چې د cook او coke په بڼه ليکل کېدونکي نومونه سره يو شان و له دې حقيقت څخه څرګندېږي چې د کوک دويمې مېرمنې اليزابت هيټن، به خپل مېړه ته د ليک ليکلو پر مهال د هغه نوم د Cook په بڼه ليکلو.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د کوک پلار، رابرټ کوک یو وکيل او د لنکنز اين يو لوړ پوړی غړی و، چا چې د خپلې سيمې «نورفيک» د مشتريانو د استازولۍ لپاره پياوړی کار کړی و. د وخت په تېرېدو سره، نوموړي په کانګم، ويسټ ايکر او هيبيس برګ کې ګڼې ځمکې واخيستې، چې ټولې په نورفيک کې دي، او هغه ته يو ملي نښان ورکړل شوی و، چې په دې سره د خواصو يو کوچنی غړی وګرځېد. د کوک مور «ونفريډ نايټلي»، د يوې داسې کورنۍ غړې وه، چې د خپل مېړه په پرتله يې له قانون سره ژوره اړيکه درلوده. د هغې پلار او نېکه د نورفيک په سيمه کې وکالت کړی و، خور يې «اډري» له «تاماس ګاوډي» سره واده کړی و، چې وکيل او د عام قانون د محکمې قاضي القضات و، او د «ارنډيل» له ايرل سره يې اړيکې درلودې. دې اړيکو وروسته ايډورډ ته ډېره ګټه ورسوله. د «ونفريډ» پلار وروسته د «نکولسن هير» له خور «ايګنس» سره واده وکړ.[۱۱]

ايډورډ کوک د 1552ز کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د «مايلم» په نارفيک کې د خپل پلار ملکيت کې زېږېدلی و (دا ځمکه نوموړي په 1553ز کال کې خپله کړه)، او اته خوېندې يې درلودې. خوندې يې ونفريډ، ډوروتي، الیزبت، ارسولا، انا، مارګريټ او ايتلريډا وې، خو په دوی کې د عمر له اړخه مشره او کشره نه دي معلومې. د 1561ز کال د نومبر په پنځلسمه نېټه د «رابرټ کوک» له مړينې دوه کاله وروسته، د هغه کونډې له «رابرټ بوزون» سره واده وکړ، څوک چې د ځمکو سوداګر او د خپلې پرهېزګارۍ او پياوړې سوداګريزې ځېرکتيا له امله مشهور و (نوموړي يو ځل په نيکولاس بيکن اړ کړی و چې د ځمکې د يوې ټوټې لپاره خورا لوړ قيمت تاديه کړي). نوموړي د کوک په بچيانو د پام وړ اغېز درلود: کوک له بوزون څخه، "له پټېدونکو کرکه کول، ديندارو خلکو ته لومړيتوب ورکول او له کوم له خوښې وړ مشتري سره کاروبار کول" زده کړل، دا هغه څه و چې د وکيل، سياستوال، او قاضي په توګه يې د هغه د راتلونکو کړنو بڼه جوړه کړه.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

زده کړه او د وکيلانو ټولنې ته بلنه

[سمول]

په 1590ز کال کې، کله چې هغه اته کلن و، کوک د «نارويج فري ګرامر» ښوونځي کې زده کړه پيل کړه. په دې ځای کې د زده کړې اساس علم و، او ورستۍ موخه يې دا وه چې محصلين به تر اتلس کلنۍ پورې "يوه جمله په متنوع ډول بدله کړي، يو ايت سم کړي، يو ليک د فصاحت او بلاغت سره پای ته ورسوي، يوه ساده وينا په ويلو سره زده کړي، او د ټولو په پای کې د يوناني ژبې يو څه ښه پوهه تر لاسه کړي". زده کونکو ته د Rhetorica ad Herennium (يو لرغونی يوناني کتاب دی) پر اساس ويناوالي ورښودل کېده، او يوناني ژبې د «هومر» او «ورجل» پر اثارو تمرکز درلود. کوک ته په نارويچ کې د "د بيان د ازادۍ ځواکمنتيا" ارزښت وښودل شو، دا هغه څه و چې نوموړي د يو قاضي په توګه وروسته پلي کړل. يو شمېر روايتونه وايي چې هغه يو خواريکښ زده کونکی و، چا چې له ځانه په ښه توګه ګټه واخيسته.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

سرچينې

[سمول]
  1. Baker 2002, p. 167
  2. کينډۍ:Cite DNB
  3. Bodet 1970, p. 471
  4. Baker 2002, p. 183
  5. Woolrych 1826, p. 7
  6. Woolrych 1826, p. 10
  7. Boyer 2003, p. 1
  8. Boyer 2003, p. 2
  9. Campbell 1849, p. 240. A story recorded by John Aubrey suggests that the pun was intentional. Elizabeth was already pregnant when they married, and when Coke came to bed and placed a hand on her belly, he felt the child move. "What?" he said, "Flesh in the pot?" To which Elizabeth replied, "Yes, or else I would not have married a cook." (Dick 1962, pp. 67–68).
  10. Woolrych 1826, p. 7; Campbell 1849, p. 240; Randall 1956, pp. 430–431.
  11. Boyer 2003, p. 2
  12. Thrush, Andrew. "History of Parliament". Institute of Historical Research, University of London. لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Boyer 2003, p. 3
  14. Francis Blomefield, 'Launditch Hundred: Mileham', in An Essay Towards A Topographical History of the County of Norfolk: Volume 10 (London, 1809), pp. 15–25. http://www.british-history.ac.uk/topographical-hist-norfolk/vol10/pp15-25 Archived 26 October 2021 at the Wayback Machine.
  15. Woolrych 1826, p. 10
  16. Boyer 2003, p. 4
  17. Boyer 2003, p. 9
  18. Boyer 2003, p. 11
  19. Block 1929, p. 13
  20. Block 1929, p. 10
  21. Boyer 2003, p. 13
  22. Woolrych 1826, p. 19
  23. Boyer 2003, p. 16
  24. Boyer 2003, p. 14