ايډوارډ ډرينکر کوپ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ايډوارډ ډرينکر کوپ (جولای 28، 1840-اپريل 12، 1897) يو ژوپېژندونکی، د لرغوني ژوند پوه، تقابلي اناتومي پوه، خزنده پوه، او کب پوه امريکایی و. په يوه شتمنه «کواکر» کورنۍ کې زېږېدلی و، په ماشومتوب کې يې د بې ځيرکتيا په توګه ځان ثابت کړی چې په ساينس کې يې لېوالتيا درلوده، خپله لومړۍ علمي څېړنه يې په نولس کلنۍ کې خپره کړه. که څه هم د هغه پلار هڅه کړې وه چې «کوپ» د يو ښاغلي بزګر په توګه ستر کړي، خو بالاخره يې د خپل زوی د علمي هلو په وړاندې تسليم شو.

کوپ ډېرې کمې رسمي علمي روزنې کړې وې، او هغه په ساحه کې د کار کولو لپاره د استادۍ له دندې ډډه وکړه. نوموړي د 1870 او 1880 په لسيزو کې، ډېر ځله د امريکايي ځمکپېژندنې د څېړنو د ټيمونو د غړي په توګه، په منظم ډول امریکايي لوېديځ ته سفرونه وکړل. د کوپ او لرغوني ژوند پوه «اوتنيل چارلس مارش» تر منځ د شخصي شخړې په پايله کې، د فوسيل د لټون د سختې سيالۍ يو پړاو پیل شو، کوم ته چې اوس د «د هډوکو جګړه» ويل کېږي. په 1880ز لسيزه کې د کان کيندنې د ناکامو طرحو څخه وروسته د کوپ مالي حالت خرابه شو، او اړ شو چې د فوسيلونو د خپلې ټولګې ډېره برخه وپلوري. د 1897ز کال د اپريل په دولسمه نېټه له مړينې مخکې د مرګ پر لور نوموړي په خپل مسلک کې بيا سر پورته کول تجربه کړل.

که څه هم د کوپ ساينسي فعاليتونو نوموړی نږدې له افلاس سره مخ کړی و، د هغه مرستې د امریکا د لرغوني ژوند پوهنې څانګې په تعريف کې مرسته وکړه. نوموړی د 1400 څېړنو په خپرولو سره يو اريانونکی ليکوال و، سره له دې چې د هغه سيالانو د هغه په چټکۍ سره خپرېدونکو څېړنو دقت تر بحثونو لاندې نيولی و. نوموړي له 1000 څخه ډېر د ملا تير لرونکي انواع کشف، تشریح او نومونه يې ورکړل، چې په هغې کې سلګونه ډوله کبان او لسګونه ډايناسوران شامل دي. د تي لرونکو ژويو د وروستيو غاښونو د پيل په برخه کې د هغه وړانديزونه د هغه د نظرياتو د همکاريو په برخه کې د يادونې وړ دي. "د کوپ اصل"، دا اټکل چې د تي لرونکو نسب د جغرافيايي وخت سره په کرار کرار ستريږي، سره له دې چې د هغه په نوم دی، نه د هغه په کار کې روښانه او نه پټ ياد شوی دی.[۱]

ژوندليک[سمول]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

ايډوارډ ډرنکر کوپ د 1840ز کال د جولای مياشتې په اته ويشتمه نېټه زېږېدلی و، نوموړی د الفريډ کوپ او هانا مشر زوی و، مور يې د پنسلوانيا د چيسټر ولسوالۍ، د اوسېدونکي «تاماس ايج» لور وه. نوموړی د تاريخ پوه «ګلبرټ کوپ» لرې تربور و. د هغه منځنی نوم "ډرنکر" د هغه د پلرنۍ نيا منځنی نوم و، نوموړې د فلاډلفيا د «جان ډرنکر» لور وه. د کوم کورنۍ چې اصلاً د انګلستان وه؛ په 1683ز کال کې په امريکا کې لومړی مېشت شوی شخص «اوليور کوپ» و، نوموړی د ولټشاير په ايوبري کې يو پخوانی خياط و، چا ته چې په ډيلاوير کې دوه سوه او پنځوس جريبه ځکمه ورکړل شوې وه. داسې برېښي چې په درې کلنۍ کې د هغه د مور مړينې په کوچني ايډوارډ کم اغېز کړی و، ځکه چې هغه په خپلو لیکنو کې يادونه کړې ده چې خپله مور يې نه يادېږي. د هغه ميرنۍ مور «ربيکا بيډل»، د مور دنده تر سره کړه؛ کوپ د خپلې مېرنۍ مور او تر څنګ يې د خپل کشر ميرني ورور «جيمز بيډل کوپ» په خوښۍ سره  يادونه کړې ده. الفريد چې د ملګرو (کواکر) د مذهبي ټولنې يو ارتودوکس غړی و، په 1821ز کال کې د خپل پلار «تاماس پي کوپ» په واسطه پيل کړی د بېړۍ چلولو يوه ګټوره سوداګري پر مخ يوړه. نوموړی يو بشرپال شخص و چې د ملګرو ټولنې، د فلاډيلفيا ژوپېژندنې باغونو، او د تور پوستو ځوانانو لپاره انسټيټيوټ ته يې پيسې ورکړې وې.[۲][۳][۴][۵]

ايډوارډ د "فير فيلډ" په نوم له ډبرو جوړ يو لوی کور کې زېږېدلی، او لوی شوی و، د کوم کور موقعيت چې اوس د فلاډيلفيا په حدودو کې دی. د دې کور اته جريبه (3.2 هکتاره) پخوانيو او په زړه پورې باغونو يو داسې منظر وړاندې کړی چې ايډوارډ کولای شول ويې څېړي. د کوپ کورنۍ خپلو بچيانو ته په ډېرې کم عمرۍ کې د لوستلو او ليکلو زده کول پيل کړل، او ايډوارډ يې په ټول نيو اينګلډ او موزيمونو، ژوبڼونو، او باغونو وګرځاوه. په ژويو کې د کوپ لېوالتيا په کم عمرۍ کې راڅرګنده شوه، لکه چې د هغه طبيعي فنکارانه وړتياوې هم راڅرګندې شوې.[۶][۷][۸][۹]

الفريډ غوښتل زوی ته هماغه زده کړه ورکړي، چې هغه خپله درلوده. په نهه کلنۍ کې، ايډوارډ په فلاډيلفيا کې د ورځې له مخې يو ښوونځي کې شامل کړای شو؛ په دولس کلنۍ کې، نوموړی د پنسلوانيا د ويسټ چيسټر سره نږدې په ويسټ ټاون کې د ملګرو د ليليې يو ښوونځي کې داخل کړای شو. دا ښوونځی په 1799ز کال کې د ملګرو د ټولنې (کواکر) د غړيو له خوا د بسپنې په راټولولو سره جوړ شوی و، او همدې ښوونځي د کوپ د کورنۍ ډېريو غړيو ته زده کړه مهيا کړه. د دې معتبر ښوونځي لګښتونه لوړ و، چې الفريډ به هر کال د درس په بدل کې پنځه سوه ډالر ورکول، او په خپل لومړي کال کې، الفريډ الجبر، کيميا، سپېڅلی کتاب، فزيالوژي، ګرامر، ستور پېزندنه او لاتيني ژبه ولوستل. کور ته د ايډوارډ له خوا په استول شويو لیکونو کې چې هغه د زياتو پيسو غوښتنه کړې وه، روښانه کوي چې هغه کولای شول پلار وغولوي، او د لیکوال او د کوپ د ژوند لیکونکي «جين ډيوډسن» په وينا، هغه ډېر شوخ هلک و. د هغه په لیکونو کې روښانه ده چې هغه په ښوونځي کې يوازې و – دا لومړی ځل و چې هغه د اوږدې مودې لپاره له کوره لېرې و. له بلې خوا، د ايډوارډ زده کړه د يو عام هلک په توګه مخ په وړاندې روانه وه – هغه په پرله پسې ډول له ښو څخه کمې نومرې تر لاسه کولې، يا يې د خپلو ښوونکو د فعاليت څخه د خوښې وړ څخه کمې نومرې تر لاسه کولې، او په لاس د ليکنو په سبقونو کې يې خواري نه کوله، د کوم له امله چې کېدای شي سره له دې چې هغه يو بالغ و، بيا هم همدې چلند د هغه په لاس ليکلی ليک ډېر ځله د لوستلو وړ نه و.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

ايډوارډ په 1855ز کال کې له خپلو دوه خويندو سره ويسټ ټاون ته راستون شو. په همدې کال کې له بيالوژي سره د هغه ليوالتيا پيدا شوه، او هغه په خپل وزګار وخت کې طبيعي تاريخ متنونه مطالعه کړل. کله چې په ښوونځي کې و، نوموړي د طبيعي علومو له اکاډمۍ څخه بيا بيا ليدنه وکړه. ايډوارډ د شخړو او ناسم فعاليت له امله خرابې نومرې تر لاسه کولې. خپل پلار ته د هغه له لیکنو معلومېږي چې هغه د کروندګرۍ په کارونو کې سم کار نه کاوه او په خلق او خوی کې يې سم نه و، چې وروسته يې په همدې شهرت پیدا کړ. په 1854 او 1855ز کلونو کې د دوبي رخصتيو تېرولو لپاره کروندې ته د اويډوارډ له لېږلو وروسته، الفريډ د 1856ز کال له ژمي موسم وروسته بېرته هغه ښوونځي ته ستون نه کړ. د هغې پر ځای، الفريډ هڅه وکړه چې خپل زوی يو ښاغلی بزګر کړي، کوم چې نوموړي يو ښه مسلک باله، کوم چې کولای شول هغه ته پوره ګټه ورسوي، او يو ښه ژوند ولري، او ايډورډ ښه روغتيا ولري. تر 1863ز کال پورې، خپل پلار ته د کوپ له خوا ليکل شويو لیکونو کې د کروندګر پر ځای د يو مسلکي ساينسي مسلک هيله څرګندېده، کوم  چې هغه "تر ويرونکي بريده زړه تنګی" باله.[۱۴][۱۵][۱۶]

په کروندو کې د کار کولو پر مهال، ايډوارډ په خپله خپلې زده کړې ته دوام ورکړ. په 1858ز کال کې، نوموړي له وخت وروسته د طبيعي علومو په اکاډمۍ کې کار پيل کړ، چې د انواعو بيا ډلبندي او نوملړونه يې جوړول، او د خپلو څېړنو د پايلو لومړۍ لړۍ يې د 1859ز کال د جنورۍ په مياشت کې خپره کړه. کوپ د ويسټ ټاون د يو پخواني ښوونکي سره د فرانسوي او الماني ژبو درسونه پيل کړل. سره له دې چې الفريډ د خپل زوی د ساينسي مسلک تر لاسه کولو په وړاندې مقاومت وکړ، بيا يې هم د خپل زوی خصوصي زده کړو لګښتونه تاديه کول. هغه ته د پلار له خوا رانيول شوي کرونده کې د کار کولو پر ځای، ايډوارډ ځمکه په اجاره ونيوله، او د هغې عايد يې د خپلو نورو علمي هڅو د زياتولو لپاره وکاراوه. [۱۷][۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. Polly & Alroy, 1998
  2. Davidson, 7.
  3. Cope, Gilbert (1861). A Record of the Cope Family: As Established in America, by Oliver Cope, who Came from England to Pennsylvania, about ... 1682, with the Residences, Dates of Births, Deaths and Marriages of His Descendants as Far as Ascertained (په انګلیسي ژبه کي). King & Baird, printers. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. The Bone Sharp: The Life of Edward Drinker Cope, Jane P. Davidson, Academy of Natural Sciences of Philadelphia, 1997, p. 229
  5. Scharf and Westcott, 2216.
  6. Davidson, 7.
  7. Colbert, Edwin H. (1984). The great dinosaur hunters and their discoveries. New York: Dover Publications. د کتاب پاڼې 70. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-486-24701-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Davidson, 8.
  9. Lanham, 60–63.
  10. Davidson, 9.
  11. Osborn, 40.
  12. Davidson, 12.
  13. Davidson, 11.
  14. Davidson, 15.
  15. Osborn, 100.
  16. Lanham, 63.
  17. Davidson, 17.
  18. Lanham, 64.