ايډوارډ اګسټ واينيو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ايډوارډ اګسټ واينيو (پيدايښتي نوم يې ايډوارډ لنګ و، 5 اګست 1853-14می 1929) يو فينلينډی «لايکينولوجست» و (لايکولوژي د بوټو د پپونک څېړنې او مطالعه کولو علم دی، Lichen په بوټو يا د ونو په ډډ او څانګو را شنه کېدونکې ماده چې په دري کې ګلسنګ بلل کېږي). د «ليپلينډ» د پپونک (ګلسنګ) په اړه د هغه ابتدايي کارونه د ګلسنګ د «Cladonia» جينس په اړه د هغه درې جلده مونوګراف، او په ځانګړي ډول، په برازيل کې د پپونک (ګلسنګ) د ډلبندۍ او بڼې او جوړښت په اړه د هغه مطالعې او څېړنې، د ګلسنګ پېژندنې په ډګر کې «واينيو» په نړيواله کچه يو پېژندل شوی شخص وګرځاوه.

د پوهنتون له محصل «جوهان پيټر نورلن» سره د ځوان «واينيو» ملګرتيا، څوک چې له هغه نږدې يوولس کاله مشر و، له هغه سره د سيمه ييزو رمز اېښودلو (بندکي، سرخس، اوبړۍ، او بنجس، د پپونک په ګډون) په اړه په کم عمرۍ کې د یو اغېزناک علم په پیدا کولو کې مرسته وکړه، او هغه ته يې د خپلې ټولګې او پېژندنې د تخنيکونو د ښه کولو پوره فرصت په لاس ورکړ. د همدې ملګرتيا له لارې وه چې «واينيو» د «نورلن» له استاد، پیاوړي لايکيونولوجست «وليام نايلينډر» سره وليدل، چا چې د هغه د ابتدايي بوټپېژندنې د هلو ځلو ملاتړ وکړ. د «واينيو» د ابتدايي کاورونو اړیکه د بوټو د جغرافيايي وېش له علم سره وه – د سيمه ييزو بوټو وضاحت او د هغې شمېر – او دا په فنلينډي ژبه کې د بوټو د جغرافيايي وېش د علم په اړوند لومړۍ خپرونه بلل کېږي. په دې لومړيو خپرونو کې، نوموړي د تفصيل او بشپړتيا لور ته پاملرنه څرګنده کړه، کوم چې د هغه د وروسته کار ځانګړتيا وګرځېده.

په 1880ز کال کې د هيلسنکي پوهنتون څخه تر فراغت وروسته، «وانيو» ښوونکی شو، دا معنا چې هغه له علمي اړخه د ښوونکي په توګه له منظم معاش پرته دنده تر سره کولو لپاره وړ وګرځېد. د هغه د علمي برياوو او نړيوال شهرت سره سره، چې هغه د خپلې څېړنې په مټ تر لاسه کړی و، نوموړي کله هم په دې پوهنتون کې دایمي دنده تر لاسه نه کړای شوه. هغه وايي چې دا د هغه د سخت فينلينډي ملتپالنې او دې هيلې پايله وه چې د ژبې د شخړې پر مهال يې هيله درلوده په علمي ډګر کې فينلينډي ژبې ته وده ورکړي، داسې حال کې چې لاتيني ژبه په علمي ادب غالبه وه او سويډني ژبه په اداري او تعليمي برخه کې غالبه ژبه وه. په دايمي ډول د تعليم په برخه کې د خپلې ګومارنې څخه له ناهيلي کېدو وروسته، او د خپلې کورنۍ د تمويل د حقيقت سره د مخ کېدو په منلو، هغه اړ شو چې د روسي سنسرشب ادارې سره يوه دنده ومني، کوم څه چې د فينلينډي علمي ټولنې له خوا د هغه د خارج کولو لامل وګرځېد.

«واينيو» شا اوخوا 1700 نوي انواع تشریح کړي دي، او له 100 زيات علمي اثار يې خپاره کړي دي. نوموړي د«ګلسنګ» (پپونک) مهمې علمي ټولګې چمتو کړي دي، او په هيلسنکي پوهنون او وروسته په ټورکو پوهنتون دواړو کې د بوټو د متصدي په توګه د څو کاله کار کولو په پايله کې، نوموړي د ارکټک او انترکتيکا په ګډون له ټولې نړۍ څخه د نورو ټولګو فهرست جوړ کړ، او هغه يې پروسس کړې. د استوا په کرښه او نورو موقعيتونو کې د پپونک په اړه د هغه د کارونو د اهميت له امله، نوموړی د برازيلي لايکنولوجي د پلار او لايکينولوجي د لوی د رناوي سړی بلل کېږي.

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

ايډوارډ لنګ د 1853ز کال د اګست په پنځمه نېټه د روسي سترواکۍ د برخې فينلينډ په ختيځ «ګرينډ ډچي» په «Pieksämäki» کې زېږېدلی و. نوموړی په بې وزله کورنۍ کې ستر شوی، او د «بيلف کارل جوهان لينګ» او د هغه د مېرمنې «ايډولفنا پولن» د ډېرو اولادونو له ډلې يو و. په طبيعي تاریخ کې د «ايډوارډ» ابتدايي لېوالتيا د ګلانو او د هغې په معدني زېرمه کې د هغه له لېوالتيا څخه څرګند شو؛ د هغه د خوښې وړ ګل د نمجنې ځمکې «willowherb» (Epilobium palustre) و. د هغه تر ټولو مشر ورور، «جويل نپولین لینګ» يو ماهر طبيعيت پوه و، او وروسته يو پېژندل شوی حقوقي عالم شو. د 1860ز لسيزې په لومړيو کې، دا کورنۍ د خپل پلار د کار له امله په سويلی فينلينډ کې د «Vesijärvi» جهيل سره نږدې Hollola اړوندې سیمې ته کډه شوه، او د Asikkala سره نږدې په يوه کرونده کې اباده شوه. په دې ځای کې ايډوارډ د ګاونډي له زوی «جوهن پيټر نورلن» سره وليدل. دا مهال چې «نورلن» له هغه يوولس کاله مشر و، د پوهنتون محصل و، چې د بوټو د جغرافيايي موقعيت علم يا د بوټو د انواعو جغرافيايي وېش يې لوست. نورلن په 1873ز کال کې د لنګ له خور سره واده وکړ.[۱][۲][۳][۴][۵]

امپيريل اليګزينډر پوهنتون (کوم ته چې اوس د هيلسنکي پوهنتون ويل کېږي) د مشهور لايکينولوجسټ «وليام نايلينډر» د پوهنتون د درسونو له اورېدلو وروسته «نورلن» په «کرپټوګيمز» (يو بوټی دی) کې لېوالتيا پيدا کړې وه، او هغه د «نايلينډر» محصل شو. نورلن په سيمه ييزو «کريپټوګم» نباتاتو، په ځانګړي ډول پپونک (ګلسنګ)، چې په فينلينډ کې يې انواع زيات دي، مهارت پيدا کړ. لينګ په 1868 او 1869ز کلونو کې د دوبي په موسم کې د «Vesijärvi» جهيل په شا اوخوا له ميداني سيمو څخه د ليدنو پر مهال له هغه سره ملګری او دهغه مرسته يې وکړه، چې په پوره تلوسه يې پوهه تر لاسه کوله او ټولوله. کله چې نورلن په 1870ز کال کې، د « Beiträge zur Flora des südöstlichen Tavastlands » (د سويل ختيځ Tavastia ولايت د نباتاتو په اړوند لیکنې) په نوم ليکنې خپرې کړې، نو هغه په خپل کار کې د بې شماره او قدر وړ مرستې له امله د لينګ ستاينه وکړه – چې لا هم د ښوونځي زده کونکی و.[۶][۷][۸]

زده کړه[سمول]

لينګ په 1870ز کال کې په Jyväskylä کې د Jyväskylä د ثانوي ښوونځي څخه فارغ شو. په همدې کال نوموړي په امپيريل اليګزينډر پوهنتون کې زده کړه پيل کړه، او د نورلن تر سرپرستۍ لاندې يې د بوټپېژندنې، فايټوجيوګرافي، او ليکينولوژي زده کړه وکړه. د يو ځوان محصل په توګه، په 1871ز کال کې، لنګ ته په « Societas pro Fauna et Flora Fennica» (د ساينس او بوټو لپاره د فينلينډ ټولنه) کې غړيتوب ورکړل شو، کومه چې په فينلينډ کې تر ټولو زړه ټولنه ده. لنګ په ځانګړي ډول په کرونده کې د نمونو د پېژندلو او ټولولو کې ماهر و. د 1873 او 1874ز کلونو د دوبي په موسم کې نوموړي په منځني فينلینډ کې د «لوهانکا» او «کورپيلاهټي» د بېلا بېلو سيمو څخه 472 ډول ډول پپونک انواع راټول کړل، او د راتلونکي کال د پسرلي په موسم کې، نوموړي د «وايبرګ» په شا اوخوا کې 324 انواع ثبت کړل. د نايلينډر په يوه خپرونه کې، د « E. Lang» د ټولګو پر بنسټ يوولس انواع تشریح کړای شوي وو. يو منندوی نايلينډر د 1874ز کال د دوبي په موسم کې لينګ ته د یو مايکروسکوپ د استولو امر وکړ، تر څو د هغه د بوټپېژندنې په مطالعاتو کې له هغه سره مرسته وکړي. د نايلينډر او نورلن تر منځ په ليکونو کې، نايلينډر د لينګ د راټولولو د وړتيا په ستاينې کولو سره لیکلي دي، "هغه د پپونک تېز او مناسب ټولونکی دی. په کمې خوارۍ او د يو ښه مايکروسکوپ په مرسته، شونې ده چې هغه ډېر ژر په شمال کې نور ټول تر شا پرېږدي، چېرته چې له هغه څخه په دې برخه کې هېڅوک ښه نه شته". لينګ په 1874ز کال کې د فلسفې لپاره خپله نوماندي تر لاسه کړه، او د وړتيا تر لاسه کولو په سند يې کار پيل کړ.[۲][۳][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د لوړو زده کړو د تحصيل پر مهال، «واينيو»، چا چې دا مهال خپل اصلي لقب خوشې کړی و، د فينلينډ د «ګرپټوګیمز» په اړوند دوه اثار خپاره کړل: « Lichenes in viciniis Viburgi observati» (په وايبرګ کې ليدل شوي پپنونک) (1878) او « Florula Tavastiae orientalis» (د ختيځ تاواستيا بوټي) (1878)، چې د هغه د راټولولو د سفرونو په اړوند دي. په دې خپرونو کې، واينيو د نورلن يا نايلينډر له مرستې پرته د وايبورګ له سيمې څخه راټول کړي پپونکي موادو تحليل کړل او هغه يې په ګوته کړل، په کومو کې چې د نویو انواعو کتنې هم شاملې دي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. Linkola 1934، صص. 4–5.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Vitikainen 1998، ص. 16.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Linkola 1934، ص. 5.
  4. Linkola 1934، صص. 3–4.
  5. Collander 1965، ص. 31.
  6. Magnusson 1930، ص. 5.
  7. Alava 1998، ص. 1.
  8. Linkola 1934، ص. 4.
  9. Alava 1998، ص. 2.
  10. Vitikainen 1998، ص. 17.
  11. Linkola 1934، صص. 4–6.
  12. Linkola 1929، ص. 154.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Linkola 1934، ص. 8.
  14. Uotila 2013، ص. 85.
  15. Collander 1965، ص. 30.
  16. Tarmio 2000، ص. 159.