ايپ (يو ډول بیزو)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

«ايپس» (Hominoidea) د افريقا او سويل ختيځې اسيا اړوند د لرغونې نړۍ بې لکۍ بیزوګیانو(شاديانو) يوه څانګه ده. دا د لرغونې نړۍ د شاديانو غوره ډله ده چې دوی ټول په شریکه «کاترين کليډ» تشکيلوي. دوی په آزادۍ سره د اوږو په بندونو کې د پراخه خوځښت په مټ له نورو «پرايميټ» نه توپير لري، د دوی د دې ځانګړتيا لامل په مټو کې د تکامل اغېز دی. په دوديز او غیر علمي کارېدو کې، د «ايپ» له اصطلاح نه انسانان بهر دي او بې لکۍ پرايميټ په کې شاملېږي، کوم چې په ډلبندۍ کې شاديان بلل کېږي (لکه باربري ايپ او تور ايپ) او په دې ډول دوی د علمي «Hominoidea» ډلې سره يو شان نه دي. د « Hominoidea» د پياوړې کورنۍ دوه څانګې شته: چې يو یې «ګيبونز» دي، يا کوچني ايپس؛ او بل يې «هومينايډز» يا ستر ايپس دي.

  • د «Hylobatidae» کورنۍ، کوچني ايپس، کې څلور نسلونه او «لار ګيبن» او «سيامنګ» په ګډون د «ګيبن» ټول شپاړس ډوله شامل دي، دوی ټول اپه اصل کې تر اسيا پورې اړه لري. دوی په ځمکه تر ډېره بريده ګرځېدونکي او په دوو پښو ګرځېدونکي دي. دوی کوچني جسمونه او له سترو ايپس نه يو څه کوچنۍ ټولنيزې ډلې جوړوي.
  • د «Hominidae» (hominids) کورنۍ، ستر ايپس، په دوی کې څلور نسلونه شامل دي چې په دوی کې «اورنګوتانس» درې شته ډولونه او د هغوی فرعي انواع، د ګوريلا دوه شته انواع او د هغوی فرعي ډولونه، د «پينينز» دوه موجود قسمونه (بونوبوس او چمپانزي) او د هغوی فرعي ډلې او په يوه موجوده فرعي ډله کې د انسانو يو شته نوعه شامل دي[۱][۲][۳]

له ګوريلا او انسانانو پرته، «هومينايډز» په ونو تېز ختونکي دي. «ايپس» ډول ډول بوټي او د ژويو خوراکونه خوري، په کومو کې چې ډېری خوراکونه د بوټو خوراک وي، په دوی کې مېوې، پاڼې، د بوټو ډنډر، رېښې او دانې شامل دي، په دانو کې پلي او د وښو دانې شامل دي. د ټيکنالوژۍ د ودې او د پرمختګ او استوګنې د پراخې پيمانې له امله د انسانانو خوراک کله ناکله د نورو «هومينايډز» نه تر ډېره بريده مختلف وي. انسانان تر اوسه د «هومينايډ» انواعو په منځ کې تر ټولو زيات دي، په حقيقت کې د نورو «پرايميټ» نه څو زره د يو برابر دي.

ټول غیر انساني «هومينايډز» ډېر کم او له ګواښونو سره مخامخ دي. تر تولو زيات له ګواښ سره مخامخ انواعو په وړاندې ستر ګواښ په استوايي باراني ځنګلونو کې د استوګنځای له لاسه ورکول دي، په ورته وخت کې ځينو ته د خوراک لپاره د ښکار له امله هم ګواښ متوجه دی. د افريقا ستر «ايپس» د ايبولا وايرس له ګواښ سره هم مخامخ دي. ايبولا چې اوس مهال د افريقا د سترو «ايپس» لپاره تر ټولو ستر ګواښ بلل کېږي، له ۱۹۹۰ز کال راهيسې د ګوريلا د مرګ د يو په درې برخې لامل ايبولا ده.[۴]

نوم او صطلاحات[سمول]

«Ape» ټکی، چې د زړې انګليسي ژبې د «apa» ټکی نه اخستل شوی، د يو نامعلوم اصل ټکی دی. يا خو دا ټکی په ناسم ډول د کارېدو تاريخ لري – په سيمه ييزه ژبه کې په مزاحيه يا د لوبو په ډول کاريدل. د دې ټکي لومړۍ معنا د هر ډول غیر انساني «انتروپايډ» پرايميټ لپاره کارېده، لکه چې اوس په نورو جرماني ژبو کې په همدې معنا کارول کېږي. وروسته په انګليسي ژبه کې د «بیزو» اصطلاح د رواجوېدلو نه وروسته، «ايپ» د بې لکۍ (په همدې بنسټ په غیر معمولي ډول انسان ته ورته) پرايميټ لپاره ځانګړی کړای شو. په همدې بنسټ، د «ايپ» ټکي دوه بېلا بېلې معناوې تر لاسه کړې، لکه چې د ۱۹۱۱ ز د «انسايکلوپيډيا برټانيکا» په ثبت کې لیدل کېږي، شونې ده چې دا ټکی د «شادي» د مترادف په معنا وکارول شي او هم شونې ده چې په ځانګړي ډول انسان ته ورته د بې لکۍ پرايميټ لپاره وکارول شي. [۵][۶]

ځينې، يا په وروستيو کې ټولو «hominoids» ته هم د «ايپ» ټکی کارول کېږي، خو دا ټکی په پراخه معنا کارول شوی دی او په علمي او مشهورو دواړو جوړښتونو کې په بېلا بېلو معناوو کارول کېږي. «ايپ» د «بیزو» د مترادف په توګه هم کارول شوی دی، يا هر هغه «پرايميټ» ته د نوم ورکولو لپاره کارول شوی دی چې د انسان په څېر څېره ولري، په ځانګړي ډول هغه چې لکۍ نه لري. بيالوژي پوهانو په دوديز ډول د «ايپ» اصطلاح کارولې، د کوم مطلب چې له انسانانو پرته د پیاوړې کورنۍ «هومينوايډيا» غړی دی، خو په وروستيو کې ورنه د «هومينوايډيا» د ټولو غړیو معنا اخستل کېږي. په همدې بنسټ «ايپ» - بايد له «سترو ايپ» سره يو شان ونه بلل شي – اوس مهال د انسانانو په ګډون د «هومينايډ» لپاره يو بل لفظ دی چې کار ځينې اخستل کېږي. [۵]

د «ټيکسونومک» اصطلاح له «هومينايډ» نه اخیستل شوې او مطلب ځينې هومينيډز دی چې ستر اپس کورنۍ په کې شامله کړي. دواړه اصطلاحات د «ګری» (۱۸۲۵ز ) له خوا وړاندې شوي و. د «هوميننز» اصطلاح هم د ګری (۱۸۲۴ز) له امله ده، د هغه موخه په دې کې د انساني نسب داخلول و.

د «ايپس» او بیزوګیانو تر منځ توپير د بیزوګیانو د دوديزې «پارافيلي» له امله پېچلی او ستونزمن دی: ايپس په «کاتاريهين» کې د لرغونې نړۍ د بیزوګیانو د خور ډلې په توګه منځ ته راغلی دی، کوم چې یا خپله د نوې نړۍ د بیزوګیانو خور ډله ده. په همدې بنسټ، د «بیزو» د هر ډول خپلواک تعريف لپاره، په «کلاډيټيکي» ډول، د ايپ، «کتريهاينز» او د دې اړوند له منځه تللې شوې ډلې، لکه: « Parapithecidaea» هم بیزوګیان(شاديان) دي. په قانوني ډول شونې ده چې «د لرغونې نړۍ بیزو» اصطلاح د ټولو «کيتراينز» د شاملولو لپاره هم وکارول شي، د «ايپ» او له منځه تلليو نسلونو په ګډون،لکه: «Aegyptopithecus»، په دې حالت کې، د لرغونې نړۍ په بیزوګیانو کې «ايپ»، « Cercopithecoidea » او «Aegyptopithecus » درې واړه راڅرګند شوي دي.[۷][۸][۹][۱۰]

اوس مهال هغه پراميټ چې «ايپ» بلل کېږي، په اتلسمه پېړۍ کې د اروپايانو په منځ کې شهرت موندلی. څومره چې ژوپوهنې پرمختګ کړی، دا روښانه شوې ده چې بې شمېره بېلا بېل او په یو ډول له لرې نه يو له بل سره تړلي انواعو کې بې لکۍ کېدل منځ ته راغلي دي. «سر ولفرډ لي ګروس کلارک» د هغو پرايميټ پېژندونکو له جملې نه يو دی، چا چې دا اند وړاندې کړ چې د پرايميټ په تکامل کې تمايلات موجود و او شونې ده چې د شته ترتيب په غړيوکې «مخ په پورته لړۍ» په ترتيب کې منظم شي، کوم ترتيب چې له بیزو نه تر ايپ او بيا تر انسانانو پورې رسېږي. په دې دود کې «ايپ»  له انسانانو پرته د پیاوړۍ کورنۍ «هوميونوايډا» د ټولو غړيو لپاره کارول کېدای شي. په دې ډول، د «ايپ» دا کارول، د «پيرافيليټيک» ډلبندۍ استازيتوب کوي، د دې  مطلب دا دی، که څه هم د «ايپ» ټول انواع د يوه شريک اصل نه دي، په دې ډلبندۍ کې د ټولو نسلونو انواع شامل نه دي، دا ځکه چې انسانان د «ايپ» له جملې نه اېستل شوي و.[۳]

په دوديز ډول، د انګليسي ژبې سيمه ييز نوم «Apes» کې انسانان شامل نه دي، خو د «فيليوجينيټي» له اړخه، انسانان (Homo) په « Hominoidaea» کې د « Hominidae » د کورنۍ يوه برخه جوړوي. په دې ډول، د «ايپ» اصطلاح لږ تر لږه په درې عامو يا  دوديزو ډولونو کارول کيږي: شونې ده چې غیر متخصصين د بیزوګیانو او «ايپ» تر منځ توپير ونه کړای شي، په دې معنا چې دوی دا دواړه اصطلاح ګانې يو د بل پر ځای کاروي، يا شونې ده چې دوی د «ايپ» ټکی د هر ډول بې لکۍ بیزو يا غیرانساني «هومينايډ» لپاره وکاروي، شونې ده چې دوی د «ايپ» ټکی د دې لپاره وکاروي چې د غیر انساني «هومينايډز» ته اشاره وکړي.

د نوې ډلبندۍ موخه د «ټيکسونومي» درجه بندۍ لپاره د «monophyletic» ډلو کارول دي، په ځينو ادبياتو کې اوسمهال د عام نوم «ايپ» کارول کېږي، د کوم نه چې موخه د بېلګې په ډول د انسانانو په ګډون د پیاوړی کورنۍ «هومينايډيا» ټول غړي وي، «بيټن» په ۲۰۰۵ ز کې په خپل کتاب کې ليکلي دي:«ايپس، هومينايډيا، اوسمهال ګيبون او اورنګ-اوټان.... ګوريلا او چمپانزي... او انسانان». اوسني بيالوژي پوهان او لومړي پوهان د هغو ايپ چې انسانان نه دي، د غیر انساني ايپ په نوم يادوي. د لرغون انتراپولوژي پوهانو پرته، ساينس پوهان په پراخه پیمانه شونې ده چې د انساني کليډ د پېژندګلو لپاره د «هومينين» اصطلاح وکاروي، دا اصطلاح د «هومينيډ» پر ځای کاروي.

د «هومينوايډز» په اړوند په ساينسي ډلبندۍ او اصطلاحاتو کې د بدلونونو په اړه د بحث لپاره لاندې د «هومينايډ ټيکنومي» تاريخ وګورئ.[۱۱][۱۲]

سرچینې[سمول]

  1. Benton, M. J. (2005). Vertebrate Palaeontology. Wiley-Blackwell. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-632-05637-8. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جولای ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), p. 371
  2. Grehan, J. R. (2006). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Mona Lisa smile: the morphological enigma of human and great ape evolution"]. Anatomical Record 289B (4): 139–157. doi:10.1002/ar.b.20107. PMID 16865704. 
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Dixson 1981، صص. 13.
  4. (په 23 January 2015 باندې). Ebola virus 'has killed a third of world's gorillas and chimpanzees' – and could pose greatest threat to their survival, conservationists warn. The Independent.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ کينډۍ:Cite EB1911
  6. Terry 1977، صص. 3.
  7. Osman Hill, W. C. (1953). Primates Comparative Anatomy and Taxonomy I—Strepsirhini. Edinburgh University Press. د کتاب پاڼې 53. OCLC 500576914. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Martin, W. C. L. (1841). A General Introduction to the Natural History of Mammiferous Animals, With a Particular View of the Physical History of man, and the More Closely Allied Genera of the Order Quadrumana, or Monkeys. London: Wright and Co. printers. د کتاب پاڼي 340, 361. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Geoffroy Saint-Hilaire, M. É. (1812). "Tableau des quadrumanes, ou des animaux composant le premier ordre de la classe des Mammifères". Annales du Muséum d'Histoire Naturelle (Paris) 19: 85–122. https://www.biodiversitylibrary.org/item/23270#page/107/mode/1up. 
  10. Bugge, J. (1974). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Chapter 4"]. Cells Tissues Organs 87 (Suppl. 62): 32–43. doi:10.1159/000144209. ISSN 1422-6405. 
  11. Springer; D. H. (1 July 2011). An Introduction to Zoology: Investigating the Animal World. Jones & Bartlett Publishers. د کتاب پاڼې 536. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7637-5286-6. Through careful study taxonomists today struggle to eliminate polyphyletic and paraphyletic groups and taxons, reclassifying their members into appropriate monophyletic taxa الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Benton, M. J. (2005). Vertebrate Palaeontology. Wiley-Blackwell. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-632-05637-8. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جولای ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), p. 371