ايټالوي فلسفه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د يونانيانو او روميانو څخه په پيليدو سره او بشري رنسان، د ويښتابه د پړاو نوې فلسفې څخه په تېرېدو ايټاليا له زمانو راهيسې په لويديځه فلسفه ژور اغېز لري.

یوناني رېښې[سمول]

ايټاليې ته فلسفه فيثاغورس راوړې وه، څوک چې په کروټون کې د فلسفې د ايټالوي مکتب فکر بنسټګر دی. د «زينوفانيس، پارمينيډيس، زينو، امپيډوکلس» او د وروستي په توګه د «ګورجيس» په ګډون د يوناني پړاو لوی ايټالوي فيلسوفان، اتن ته د فلسفې د راړولو مسئول دي.

لرغونی روم[سمول]

د سيسرو (۱۰۶-۴۳ مخزېږديز)، لوکريتيوس (۹۴-۵۵مخزېږديز)، سنيکا (۴مخزېږديز -۶۵ ز)، موسونيوس روفوس (۳۰ – ۱۰۰ ز)، پلوتارک (۴۵ – ۱۲-ز)، اپيکتيتوس (۵۵ -۱۳۵ز)، مارکوس اورليوس (۱۲۱ -۱۸۰ز)، د اسکندريې کليمينټ (۱۵۰-۲۱۵ز) السينيوس (دويمه زېږديزه پېړۍ)، سکتوس امپریکوس (درېيمه زېږديزه پېړۍ)، د افروديسياس الکساندر (درېیمه زېږديزه پېړۍ)، امونيوس ساکاس (درېیمه زېږديزه پېړۍ)، پلوټينيسو (۲۰۵ – ۲۷۰ز)، پورفري (۲۳۲ – ۳۰۴ز)، ايامبليوکوس (۲۴۲ – ۲۱۷ز)، تمستيوس (۳۱۷- ۳۸۸ز)، د هيپو ايوګستاين (۳۵۴ – ۴۳۰ز)، پروکلس (۴۱۱ – ۴۸۵ز)، د اسکندريا فيليوپونس (۴۹۰ – ۵۷۰ز)، دماسکيوس (۴۶۲ – ۵۴۰ز)، بيوتيوس (۴۷۲ – ۵۲۴ز) او د سليسيا سيمپليوسيوس (۴۹۰-۵۶۰ز) په څېر ګڼ رومي فيلسوفان موجود وو. رومي فلسفه تر ډېره بريده د يونان د فلسفې تر اغېز لاندې وه.

منځنۍ پېړۍ[سمول]

د ايټاليې د منځنيو پېړيو فلسفه تر ډېره بريده مسيحي وه چې د «سينټ تاماس اکويناس» په څېر ګڼ مهم فيلسوفان او الاهيات پوهان په کې شامل وو. اکويناس د «ستر البرټ» شاګرد و، څوک چې يو پياوړی تجربه پېژندونکی ډومينيکي و، په ديارلسمه پېړۍ کې د اکسفورډ فرانسسکن «راجر بيکن» ته ډېر ورته و. اکويناس ارستويي فلسفه يو ځل بيا مسيحيت ته راوړه. هغه باور درلود چې د عقيدې او لادينيت دليل تر منځ هېڅ ټکر نه شته. هغه باور درلود چې ارستو د حقيقت لپاره په انساني هلو ځلو کې لوړې څوکې ته رسېدلی دی، او په همدې بنسټ يې د خپل الاهي او فلسفي لرليد د چوکاټ جوړولو لپاره د ارستو فلسفه غوره کړه. هغه د پاريس په معتبر پوهنتون کې پروفيسر و.

رنسانس[سمول]

رنسان په بنسټيز ډول يو ايټالوي (فرورانسي) خوځښت و او تر څنګ يې د هنرونو او فلسفې يو ستر پړاو و. د رسنانس  فلسفې ته د امتياز ورکونکو عناصرو په منځ کې د  کلاسيک تمدن او زده کړې بيا راژوندي کېدل (د رنسانس معنا ده «بيا زېږېدنه») په ارستو باندې د اپلاتون د نسبي واکمنۍ بيا راګرځېدل، څوک چې د وروستيو منځنيو پېړيو په فلسفه واکمن شوی و، او د ځينو فلسفيانو په منځ کې له جادو او هرميټيسيزم سره ليوالتيا شامل دي.

د ټولو پړاوونو په څېر، په دې پړاو کې هم د نېټو د ډلبندۍ او پولو لپاره د لاملونو پراخه ميلان شته. په ځانګړي ډول د وروستيو پړاونو څخه خورا زيات، د رنسانس په اړه باور کېږي چې په ايټاليا کې د ايټالوي رانسانس سره پيل او د اروپا له لارې ولېږدېد.

بشرپالنه[سمول]

د رنسانس بشرپالنه يو اروپايي فکري خوځښت و، کوم چې د رنسانس مهمه برخه وه چې د څوارلسمې پېړۍ په وروستۍ نيمايي کې په «فلورانس» کې پيل شو او د ايټاليې په ډېره برخه يې اغېز پرېښود. د لاتيني ادبي او يوناني ادبي متنونو د اروپايي پوهانو د بيا موندنو څخه د بشرپالنې خوځښت جوړ شو. په لومړيو کې یو بشرپال د لاتيني ادبياتو يو ساده عالم يا ښوونکی و. د پنځلسمې پېړۍ تر نيماي پورې بشپالنې يو منهج وړاندې کړ - the studia humanitatis – چې له ګرامر (د ژبې لارښود)، بلاغت، اخلاقي فلسفې، شعر او تاريخ څخه هغه ډول جوړ شوی و، څنګه چې لاتيني او يوناني ادبي ليکوالانو په مټ مطالعه شوی و.

بشرپالنې د متنونو د لومړيو تنقيدي متنونو د تحليلونو لپاره اړين فکري او لغوي وسايل وړاندې کړل. د «لورينزو والا» له خوا د متني نقد لومړۍ بريا وموندله چې د قسطنطين هديه (پاپ ته د واک د لېږد په اړه يو جعلي رومي شاهي فرمان و) په منځنيو پېړيو کې لومړۍ جعل کاري ده چې په «کيوريا» کې جوړه شوې وه. دې متني نيوکې هغه مهال سخته لانجه پيدا کړه، کله چې «ايراسمس» د «عهد جديد» (صحيفې) د «ولګيټ» د ژباړې په کره والي په نيوکه کولو او له اصلي يوناني نسخو څخه د «عهد جديد» لوستلو ته په ودې ورکولو سره د «ويلا» پيروي وکړه.[۱]

د ايټالوي رنسانس د بشردوستانو باور و چې ازاد هنرونه (هنر، موسيقي، ګرامر، بلغات، ويناوالي،شاعري، د کلاسيکو متونو کارول او د دې يادو شويو ټولو مطالعه کول) بايد د «شتمنتيا» په ټولو کچو کې عملي شي. هغوی د ځان، انساني ارزښت او انفرادي درناوي تايید هم وکړ. دوی باور درلود چې په ژوند کې هر شی يو ټاکلی طبيعيت لري، خو د انسان امتياز دا دی چې وکولای شي خپله لاره وټاکي. «پيکو ډيلا ميرانډولا» د کايناتو او په کايناتو کېد انسان د ځای د پيدايښت په اړوند په لاندې ډول ليکلي دي:

خو کله چې کار پای ته ورسېد، مزدور دا هيله درلوده چې کاشکې داسې څوک وای چې د دومره ستر کار د طرحې په اړه يې فکر وکړي، د هغې له ښکلا سره مينه وکړي او د هغې پراختيا ته حيران پاتې شي. په همدې بنسټ، کله چې هر څه تر سره شول... هغه د انسان د پنځولو په اړه فکر وکړ...د همدې لپاره هغه انسان د يو ناټاکلي طبيعيت لرونکي مخلوق په توګه وټاکه او هغه ته يې د نړۍ په منځ کې په ځای ورکولو سره په دې ډول مخاطب کړ چې: «ای ادمه! نه مو تاته ثابت هستوګنځای درکړی او نه تر تا پورې ځانګړې بڼه او نه تر تا پورې خاصه دنده، تر پايه پورې، چې ستا د هيلې سره سم او ستا د پرېکړې سره سم له تا سره کوم هستوګنخای شته، يا کومه بڼه او د کومو کارونو چې ته خپله غوښتنه کوې. د پاتې ټولو موجوداتو طبيعیت د قانون په حدودو کې محدود او را ايسار دی. ته به د ژوند په ښکته بڼو کې د انحطاط واک ولرې، کوم چې وحشي دی. ته به د خپل روح په پرېکړه، په لوړو بڼو د پیدا کېدو قدرت ولرې، کوم چې الهي دي».[۲]

نوی اپلاتونيت[سمول]

ايټاليا همدا راز د نوي اپلاتونيت له خوځښت څخه هم اغېزمنه شوه، کوم چې هغه خوځښت و چې د کلاسيکې لرغونتيا په بيا راژوندي کېدو کې يې عمومي لېوالتيا درلوده. له اپلاتونيزم سره لیوالتيا په «فلورانس» کې په ځانګړي ډول د «مديچي» په زمانه کې پیاوړې وه.

په ۱۴۳۸-۱۴۴۵ز کلونو کې په فلورانس کې د «فيرارا فلورانس د شورا» د ناستو په اوږدو کې، د ارتودوکس او کاتوليک کليساوو تر منځ د اختلاف له منځه وړلو د ناکامو هڅو پر مهال، «کوسيمو ډي ميډيکي» او د هغه فکري کړۍ د نوي اپلاتونيت فيلسوف «جارج جيمسټوس پليتون» سره بلدتيا پيدا کړې وه، د اپلاتون او اسکندريه د صوفیانو په اړه د هغه خبرو اترو کې چې د فلورانس علمي ټولنه دومره راجلب کړې وه چې هغوی ورته د نوي اپلاتون نوم ورکړ.

په ۱۴۵۹ز کال کې «جان ارګيروپولوس» په فلورانس کې د يوناني ژبې او ادب په اړه درس ورکاوه او «مارسيلو فکينو» د هغه شاګرد شو. کله چې «کوسیمو» په فلورانس کې د اپلاتون د اکاډمۍ د بيا جوړولو هڅه وکړه، د مشرۍ لپاره يې د هغه انتخاب «فيچينو» و، چا چې له  يوناني څخه لاتيني ته د اپلاتون ژباړه وکړه (په ۱۴۸۴ ز کال کې خپره شوه)، همدا راز د «هرميټک کارپس» د هلنستي يوناني اسنادو د ټولګې د ژباړې تر څنګ يې د ګڼو نورو نيوپلاټونسټانو لیکنې وژباړلې، د بېلګې په ډول:«پورفيري، ايامبليچس، پلاټينس» او داسې نور. فيچينو د «جميستوس پلټون» د وړانديزونو په تعقيب سره هڅه وکړه چې مسيحيت او اپلاتونيزم سره يو ځای کړي.[۳]

سرچينې[سمول]

  1. See Jerry Bentley, Humanists and holy writ Princeton University, 1983, 32–69, 137–193.
  2. Pico 224–225
  3. Yates, Frances A. (1964) Giordano Bruno and the Hermetic Tradition. University of Chicago Press 1991 edition: کينډۍ:ISBN