Jump to content

ايټالوي-ترکي جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ترکيې ايټاليې جګړه د ايټاليې د پاچايۍ او عثماني سترواکۍ تر منځ د ۱۹۱۱ز کال د سپتمبر له ۲۹ نېټې څخه د ۱۹۱۲ز کال د اکتوبر تر ۱۸مې نېټې پورې پېښه شوې وه. د دې ټکر په پايله کې، ايټاليې عثماني طرابلس ولايت ونيو، په کوم کې چې مهم فرعي ولايتونه فيزان، سيرينيکا (برقة) او خپله طرابلس شامل وو. دا سيمې د ايټالوي طرابلس او سايرينيکا (برقة) مستعمرې وګرځېدې، کومې چې وروسته په ايټالوي ليبيا کې مدغمې شوې.

د جګړې پر مهال ايټالوي ځواکونو د «اجين» په سمندرګي کې د «دوديکانيز» تاپوګان هم ونيول. په ۱۹۱۲ز کال کې د «اوچي» په تړون کې ايټالويانو موافقه وکړه چې «ډوډيکانيز» به بېرته عثماني سترواکۍ ته وسپاري. په هر حال، د متن د ابهام او تر څنګ يې د عثماني سترواکۍ لپاره ناسمې پېښې (د بالکان جګړې او د لومړۍ نړيوالې جګړې پيل)، په دې ټاپوګانو کې په لنډمهالي ډول د ايټالوي ادارې جوړولو سره مرسته کړه او بالاخره ترکيه د ۱۹۲۳ز کال د لوزان تړون په پنځلسمه ماده کې په دې ټاپوګانو  له خپلو ټولو ادعاوو تېره شوه.[۱][۲]

که څه هم دا جګړه ډېره کوچنۍ وه، بيا هم د لومړۍ نړيوالې جګړې لپاره يوه مقدمه وه، ځکه چې د بالکان په ايالتونو کې يې ملتپالنه وزېږوله. دې ته په کتنې سره چې ايټالويانو په څومره اسانۍ سره کمزورو شويو عثمانيانو ته ماتې ورکړې وه، د بالکان د اتحاديې غړيو په عثماني سترواکۍ بريد کړ او په دې ډول يې مخکې تر دې چې دوی له ايټاليې سره جګړه پای ته ورسوي، د بالکان لومړۍ جګړه پيل کړه.[۳]

ايټالوي-ترکي جګړۍ ګڼ تخنيکي بدلونونه وليدل، تر ټولو مهم يې په جګړه کې د الوتکو کارول دي. د ۱۹۱۱ز کال د اکتوبر په درويشتمه نېټه، د « Capitano Carlo Piazza» په نوم يو ايټالوي پيلوټ د نړۍ د لومړي فضايي جاسوسي ماموريت په توګه په ترکي لیکو الوت وکړ او د نومبر د مياشتۍ په لومړۍ نېټه، په ليبيا کې د « Sottotenente Giulio Gavotti» له خوا لومړی فضايي بم په ترکانو وغوځول شو، دا بم د «Etrich Taube » ډوله الوتکې له ابتدايي ماډل څخه غورځول شوی و. ترکان لومړي هغه کسان و چې د ټوپکو په کارولو سره يې لومړۍ الوتکه رانسکوره کړه. د نوې ټيکنالوژۍ بل استعمال د بې سيم ټيليګرافي مرکزونو د شبکې کارول و، کوم چې د لومړيو کېناستلو څخه سملاسي وورسته جوړ شوي وو. د بې سيم ټيلي ګرافي مخترع  « Guglielmo Marconi» ليبيا ته ولاړ، څو د ايټاليې د انجنيرانو له قول اردو سره تجربې تر سره کړي.[۴][۵][۶][۷]

شاليد

[سمول]

پر ليبيا د ايټاليې د ادعاوو تاريخ د ۱۸۷۷-۱۸۷۸ز کلونو د جګړې پر مهال د روسانو له خوا د عثماني سترواکۍ ماتې او په ۱۸۷۸ز کال کې په برلين کې له کانګريس وروسته بحثونو سره اړيکه لري، په کومو کې چې فرانسې او انګلستان د فرانسې له خوا د تونس او د برتانيې له خوا د قبرص پر نيولو موافقه کړې وه، کومې دواړه سيمې چې له زوال سره مخ عثماني سترواکۍ برخې وې. کله چې ايټالوي ديپلوماتانو په دې اړوند د خپل دولت د ممکنه مخالفت اشاره وکړه، فرانسويانو په ځواب کې وويل چې طرابلس به د ايټاليې لپاره د دې سيمو سيال وي، کوم چې د ۱۸۸۷ز کال د فبرورۍ په مياشت کې له برتانوي حکومت سره د ديپلماتيکو يادښتونو د تبادلې له لارې یو پټ تړون وکړ. په دې تړون کې موافقه شوې وه چې ايټاليه به په مصر کې د برتانيې د نيواک څخه ملاتړ کوي او برتانيه به په همدې ډول په ليبيا کې د ايټاليې له نفوذ څخه ملاتړ وکړي. په ۱۹۰۲ز کال کې، ايټاليې او فرانسې يو پټ تړون لاسلیک کړی و، په کوم کې چې په مراکش او طرابلس کې د مداخلې د ازادۍ اجازه ورکړل شوې وه. د ايټاليې د بهرنيو چاروزير « Giulio Prinetti» او د فرانسې سفير « Camille Barrère» تر منځ د شوې دې تړون تر مخې په شمالي افريقا د واک تر لاسه کولو لپاره د دې دواړو هېوادونو تر منځ تاريخي دوښمني پای ته ورسېده. په همدې کال کې، برتانوي حکومت له ايټاليې سره ژمنه وکړه چې «د ليبيا په حيثيت کې هر ډول بدلون به د ايټاليې د ګټو په تاييد سره تر سره کېږي». د دې اقداماتو موخه د درې اړخيز اتحاد په وړاندې د ايټاليې د ژمنتيا کمول او همدا راز د المان کمزوري کول و، کومو ته چې فرانسې او برتانيې په اروپا کې د خپلو سترو مخالفينو په سترګه کتل. د انګلستان او روسيې د کنوانسيون او درې اړخيزې موافقې څخه وروسته، زار نيکولس دويم او پاچا ويکټر ايمانويل درېیم په ۱۹۰۹ز کال کې د «ريکونيګي» معامله وکړه، په کومه کې چې روسيې په باسفورس د روسيې واک لپاره د ايټاليې د ملاتړ په بدل کې په طرابلس او سايرينيکا کې د ايتلاف ګټې ومنلې. په هر حال، ايټالوي حکومت د دې فرصت د درک کولو لپاره ډېر کم څه وکړل او په همدې بنسټ د ليبيا د سيمې او سرچينو په اړوند معلومات په راتلونکو کلونو کې بې بېلګی و. په استعمار پلوۍ کې له زياتوالي سره سفارتي خنډونه لرې شول. په ۱۹۰۸ز کال کې، د ايټاليې استعماري دفتر د استعماري چارو د مرکزي رهبرۍ درجې ته لوړ کړای شو. ملتپال « Enrico Corradini» په ليبيا کې د فعاليت لپاره د ولسي بلنې مشري وکړه او په ۱۹۱۱ز کال کې د « L'Idea Nazionale» په نوم د ملتپالې ورځپاڼې سره يو ځای يې د بريد غوښتنه وکړه. د ۱۹۱۱ز کال د مارچ په مياشت کې ايټالوي رسنيو پر ليبيا د بريد لپاره د پراخې کچې مبارزې پيل کړې. دا سيمه يې په خيالي ډول به کانونو شتمنه او له اوبو ډکه وښودله چې ساتنه يې یواځې څلور زره عثماني سرتېرو کوله. همدا راز، د دې سيمې خلک د عثمانيانو مخالف او د ايټالويانو ملګري وښودل شول او داسې وړانديز يې وکړ چې په راتلونکې کې کوم بريد به د پوځي رسمي ګزشت څخه زيات څه نه وي.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

ايټالوي حکومت تر ۱۹۱۱ز کال پورې د عثماني سترواکۍ د ساتنې لپاره ژمن پاتې شو، کوم چې د دې هېواد الماني اتحادي نژدې ملګری و. لومړي وزير « Giovanni Giolitti» په عثماني البانيه ملتپالې غوښتنې رد کړې، کوم ته چې د ۱۹۱۱ز کال د دوبي د موسم تر پايه پورې د ممکنه نيواکګرې طرحې په سترګه کتل کېدل.

بيا هم، د «اګادير» بحران سياسي محاسبې بدلې کړې، د کوم پر مهال چې په ۱۹۱۱ز کال کې په مراکش کې د يو فرانسوي پوځي اقدام له امله د يو فرانسوي ساتونکي دولت د منځ ته راتلو لامل وګرځېد. له دې وروسته ايټالوي مشرتابه پرېکړه وکړه چې د نيواکګرو طرحو لپاره ولسي غوښتنې په خوندي طريقې سره منلای شي. درې اړخيز تړون ځواکونه یې تر لوړې کچې ملاتړ کوونکي و. د برتانيې د بهرنيو چارو وزير «ايډوارډ ګري» د جولای په اته ويشتمه ايټالوي سفير ته وويل چې د عثمانيانو پر ځای به له ايټاليې څخه ملاتړ وکړي. د سپتمبر په نولسمه نېټه، «ګري» د بهرنيو چارو وزير دايمي مرستيال «سر ارتور نيکلسن»، لومړي بارون کارنوک ته لارښونه وکړه چې برتانيه او فرانس بايد پر ليبيا د ايټاليې په طرحو کې لاسوهنه ونه کړي. په ورته وخت کې، د روسيې حکومت ايټاليه وهڅوله چې «په سملاسي او پرېکنده طريقه» اقدام وکړي.[۱۴]

له ايتلافي ځواکونو سره د خپلو اړيکو په خلاف، ايټاليې په سترې کچې سره په درې اړخيز ايتلاف کې خپل پوځي متحدين له نظره وغورځل. « Giolitti» او د بهرنيو چارو وزير « Antonino Paternò Castello» د سپتمبر په څوارلسمه نېټه د يو پوځي کمپاين پر پيل کولو موافقه وکړه «مخکې تر دې چې اتريشي-الماني حکومتونه ورباندې خبر شي». دا مهال المان د روم او قسطنطنيې تر منځ د درېمګړي په توګه په فعال ډول هڅې کولې او د اتريش-هنګري د بهرنيو چارو وزير « Alois Lexa von Aehrenthal» بيا بيا اټاليې ته خبرداری ورکړ چې په ليبيا کې د پوځي اقدام له امله به د عثماني سترواکۍ خپلواکي له ګواښ سره مخ شي او په ختيځه موضوع کې به بحران پيدا کړي، کوم څه به چې د بالکان ټاپووزمه او د اروپايي ځواک توازن بې ثباته کړي. ايټاليې هم د دې پايلې وړاندوينه کړې وه، ځکه چې « Paternò Castello» په جولای کې پاچا او « Giolitti» ته په يو راپور کې په ليبيا کې د پوځي اقدام او د هغې پر ضد لاملونه يې توضيح کړي وو، هغه دا اندېښنې څرګندې کړې وې چې د بالکان بغاوت چې احتمال شته پر ليبيا د ايټاليې له بريد وروسته سرراپورته کړي، شونې ده چې اتريش-هنګري اړ کړي، څو د بالکان په هغو سیمو کې پوځي اقدامات وکړي، په کومو کې چې ايټاليې ادعا کړې.[۱۵]

سرچينې

[سمول]
  1. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  2. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  3. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  4. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  5. U.S. Centennial of Flight Commission: Aviation at the Start of the First World War Archived 2012-10-09 at the Wayback Machine.
  6. James D. Crabtree: On air defense, ISBN 0275947920, Greenwood Publishing Group, page 9
  7. Wireless telegraphy in the Italo-Turkish War
  8. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  9. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  10. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  11. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  12. Clark, pp. 244-245
  13. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  14. Clark, pp. 245-246
  15. Clark, pp. 246