ايوني روڼ اندي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ايوني روڼ‌اندي د علمي افکارو پرمختللې ټولګه، چې د عقلي او طبیعي لاملونو په رڼاکې د لیدونکو پديدو، طبعيت، طبیعي پرمختګونو او کشفياتو په اړه د وضاحت په لټه کې وه،  په پخواني يونان کې د شپږمې ميلادي پېړۍ څخه وړاندې پيل شوه. دا غورځنګ د لږ شمېر مخکښ فکرلرونکو يونانيانو(په دې اړه د معلوماتو لپاره ماليزيايي او ايوني ښوونځي وپلټئ) له خوا د لويديځې اناتولۍ په سمندرغاړې کې د ملېتوس، سموس او هيليکارناسوس ښارونو څخه پيل شو. هغوی نړۍ ته د پوهېدلو وړمنظم شي په نظر کتل، چې تاريخي دورې يې په منظم سيستم کې د بېلابېلو برخو د ترتيب په باب وضاحت ورکوي. ډېری تاريخ پوهان په دې اند دي چې، ټالېس (د يونان له اووه پوهانو څخه يو)و. دا غورځنګ د لمرنيولو ( خسوف) له وړاندوينې سره چې په ريښتيا هم پېښ شوی پيل کړی.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

ملېتوس[سمول]

د يونان ملېتوس ښار، د يوناني فلسفې او لویديځو علمي افکارو زېږن‌ځای و. دا د فکري انقلاب د سپړېدلو لپاره ښېرازه ځای و، ځکه چې د مصر، بين النهرين او اناتولي له لويو تمدنونو سره يې اړيکه لرله او د مديترانې او درېيو قارو تر منځ يې د نظريو او تجارتي مالونو د بدلولو لار جوړوله. د دغه ښار کلتور د يونان له غوره تمدنونو څخه دی چې،  د مصر او منځني ختيځ له ګډ کلتور څخه اخيستل شوی. په داخل کې د ماليزيايانو سياسيت د شخړه‌کوونکو او خونړي انقلاب  ډلې په واک کې و. له خارجي اړخه دوی د دوو ځواکمنو او ګواښوونکو امپراتوريو (لويډانس او مېډس) ګاونډيان وو. د دا ډول نامناسبو شرايطو سره سره ماليزيايان د سوداګرۍ په برخه کې نه ستړي کېدونکي وو. هغوی د خپلو ختيځو امپراتوريو، مصر او د ايټاليا په سويلي برخه کې له سيبارس (د ښار نوم) سره سوداګريزې اړيکې لرلې. هغوی د تور سمندرګي او تراس (د لرغوني يونان شمالي برخې) ځينې سيمې ولکه کړې. ملېتوس ښار، د يونان درې لومړني فليسوفان (ټالېس، اناګزيمانډر او اناګزيمېنس) روزلي دي.

د فلسفې رامنځته کېدل[سمول]

تردې مهاله (له شپږمې ميلادي پېړۍ څخه د مخه) يونانيانو او د هغوی د مخه ګڼو نورو سترواکیو، د نړۍ پېښې اسماني او له خدايي عواملو سره تړلي بيانولې. دا د دوو نوم‌ وتو يوناني شاعرانو (هومېر او هېزويد) په شعرونو کې ليدل کېږي. د عقلي او طبیعي تفکر د معرفت سره سم د ماليزيا پېرسوکراتيک فليسوفانو هڅه وکړه ترڅو  پرمختللي او منطقي الهايات/ سپېڅلې باورونه د انسان دوديزه (انټرومورفيک او اولمپيک پېنټون) د باورونو پرځای وده وکړي، خو د دوی الهاياتو د دين سره ځانګړې اړيکه نه درلوده، هغوی ډېری دوديزې کړنې لکه تندر، توپان او د اسمان تنېدل له خدايانو څخه لرې کړل او نور زييوس او پوزېډون (د يونانيانو د دوو سترو خدايانو نوم) د تندر او توپان لامل نه وو. دغې نوې پرېسوکراتيکې (لومړنۍ يوناني فلسفه)  کړنلاې دوديز کلتور ته هېڅ ډو ل مستقيم باور نه ورکاوه او پردې سربېره، فليسوفانو په ډېرې اسانۍ سره هغه څرکندونې چې په خرافاتو کې نغښتې دي، له پامه وغورځولې او د دليل پر اساس پرمخ لاړل، نه د دود پر بنسټ. د دوی کړنلارې د هر ډول طبیعي پروسو د کنټرول لپاره فوق العاده کړنو ته اجازه نه ورکوله. د مافوق طبعيت د ردولو دغه چارې فليسوفان ګمراه/ملحد نه کړل بلکې هغوی يې د طبعيت د قانون (فېزس) تابع کړل، دغو فليسوفانو لومړی د خپلو نظريو لپاره دلايل وړاندې کړل او وروسته يې د خپلو نظريو لپاره بحث وکړ، هغوی د نظر وړاندې کولو په لټه کې نه، بلکې د پیاوړي استدلال سره نظر په لټه کې وو.

احتمالي اغېزې[سمول]

تاريخ پوهان دې ته تمايل لري، تر څو په دې اړه بحث وکړي چې، ايا د يونان لومړني فليسوفان  د شپږمې ميلادي پېړۍ په لړ کې د نورو لرغونو امپراتوريو تر اغېز لاندې وو؟ لومړني کسان وو چې نورو علومو لکه فال کتلو ته يې مخه کړه. د ايوني فکري انقلاب ځينې احتمالي اغېز لرونکي په لاندې ډول ياد شوي. 

بابل[سمول]

بابليان له اسمان څخه د پراخې پوهې په لرلو کې مشهور وو. د معبدونو کاهنانو به  اسمان ته په غور سره کتل او له اسمان څخه به يې د شومو پېښو په وړاندوينه کې کار اخيست. د ميلاد څخه ۷۴۷ ز کاله مخکې د کسوف په اړه معلومات موندل شوي. د  بابليانو د رياضياتو لپاره د ۶۰ شمېرې پر اساس، يو پېچلی سيستم رامنځته کړ چې له هغه څخه يې د لمر او سپوږمۍ د حرکتونو په څارنه کې کار اخيست. د بابليانو ارشيفونو، د رياضي او ستورپوهنې په باره کې د معلوماتو زېرمې لرلې، چې د ميخي خط پر لوحو ليکل شوي. هغه کسوف چې ټالېس يې وړاندوينه وکړه او د دې کار پيلووونکی و، ښايي د بابليانو د لوحو پر بنسټ ترسره شوی وي.  

مصر[سمول]

مصريان په حساب کې د پراخې پوهې په لرلو سره مشهور وو. ښايي ټالېس د هندسې پوهه له مصر څخه اخيستې وي. د يوناني کلمو ريښه، د ځمکې اندازه کولو په معنا ده چې د هغه علم ښودنه کوي، چې دی په هغه ځای کې ورسره مخامخ شوی، په نقشه اخيستلوکې مصريانو هغه ډله کاتبان ګومارل، چې د حساب لومړنۍ زده کړې يې لرلې، تر څو د تدارکاتو او ورته مسايلو پوښتنې د هغوی پر مټ حل کړي. هغوی د ۳۶۵ ورځني ساده خو اغېزمن کال ځخه کار واخيست او ساده ستورپوهنيزې( نجومي )کتنې يې ترسره کړې.

ماليزيايي ښوونځی[سمول]

دغه فکري ښوونځی، د درېيو لومړنيو فليسوفانو (ټالېس، اناګزيمانډر او اناګزامينس) له فلسفې څخه جوړ شوی. د دوی فلسفه همغه څه ده، کوم څه چې ايوني روڼ‌اندۍ پيل کړل.

ټالېس له ۶۲۵ تر ۵۴۵ ميلادي کال څخه مخکې[سمول]

د ارستو په وينا:  ميلېټس ټالېس د طبیعي فلسفې بنسټ اېښودونکی و، ډېر هغه څه چې موږ د هغه او د هغه د فلسفې په اړه پرې پوهېږو، د بحث وړ دي، ځکه هغه له ځان څخه هېڅ کومه ليکنه پر ځای نه ده پرېښې. له سېون سېګ (اووه مخکښو پوهانو) څخه يو پوه ټالېس د سياسي سلاکار،رياضي‌پوه،عالم او انجينر په توګه پېژني. ويل کېږي چې، هغه په ټوله مديترانه کې په بېلابېلوسيمو لکه مصر، فونېشا(احتمالاٌ په فعلي لبنان کې پرته سيمه) او بابل کې زده کړې کړې چې دغو ټولو د هغه پر فلسفه او زده کړو اغېز درلود. ټالېس د هندسې بنسټ کېښود. که څه هم ښايي هغه په مصر کې زده کړې وي، هغه د ستورپوهنې په برخه کې هم زده کړې وکړې. ټالېس د هر څه د طاق سرچينې په لټه کې و، تر څو يې داسې پایله ترلاسه کړه چې، د اوبو په اړه داسې تصور کېږي، چې ټول ژوندي موجودات او ټول مهم شيان له اوبو څخه سرچينه اخلي، نو په دې اساس اوبه د هر څه اساس او د پيل ټکی دی.    

اناګزيمانډر له ۶۲۵ تر ۵۴۵ ميلادي کال څخه مخکې[سمول]

اناګزيمانډر د ټالېس شاګرد و، ځينې تاريخ پوهان يوناني فلسفه او ايوني روڼ‌اندي له اناګزيمانډر څخه پيلوي، ځکه ټالېس هېڅ ډول کتبي راپور له ځان څخه نه دی پرېښی. اناګزيمانډر د يونان د فلسفې څخه د تر لاسه شوي تر ټولو پخوانۍ ټوټې(اثر) مسؤل دی. هغه د ټالېس په څېر په هغه څه چې د طاق په اړه  پوهېده، خپله نظريه وړاندې کړه. د هغه لپاره اپېريون (يوناني کلمه چې د نامحدود په معنا ده) وه. هغه دغه نه محدوديت، د هغه اصل په توګه بيان کړ چې نه اوبه او نه هم هېڅ کوم بل عنصر دی، بلکې د دې پر ځای نامحدود متفاوت طبعيت دی. د هغه د نه محدوديت اصل په دې معنا و، که چېرې حجم هر ځای کې وي، هغه هر ځای شته، په عين  حال کې که چېرې تشه فضا نامحدوده ده، بدن هم بايد نامحدود وي.  

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Warren, James. Presocratics. Berkeley: University of California Press, 2007.
  2. Graham, Daniel W. The Texts of Early Greek Philosophy. New York: Cambridge University Press,
  3. Graham, Daniel W. Explaining the Cosmos: The Ionian Tradition of Scientific Philosophy.
  4. Cline, Eric H., and Mark W. Graham. Ancient Empires: From Mesopotamia to the Rise of Islam. New York: Cambridge University Press, 2011.
  5. Barnes, Jonathan. Early Greek Philosophy. New York: Penguin, 2001.
  6. John Freely, Flame of Miletus, I.B. Tauris, 2012, p. 5.