ايمي نيوتر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اماليا ايمي نيوتر (23 مارچ 1882 – 14 اپريل 1935) يوه المانۍ رياضي پوهه وه چې د تجريدي الجبر په برخه کې مهمه ونډه درلوده. نوموړې د نيوتر لومړۍ او دويمه تيوري کشف کړه، کومې چې په رياضياتي فيزيک کې بنسټيز حيثيت لري. نوموړې د « Pavel Alexandrov, Albert Einstein, Jean Dieudonné, Hermann Wey» او «Norbert Wiener» له خوا د رياضياتو په تاريخ کې د ټولو مهمې ښځې په توګه ياده شوې ده. د خپل وخت يوه له مخښکو رياضي پوهانو په توګه، نوموړې د "رينګ" (د حساب د جمعې د عمليې يوه څانګه ده) "فيلډ" (د حساب د ضرب او جمعې د عمليو يوه څانګه ده) او الجبر په برخو کې يو لړ اندونه وړاندې کړي دي. په فيزيک کې، د نيوتر نظريه د تناسب او ساتنې د قوانينو (قانون حفظ يا قانون الانحفاظ) تر منځ اړيکه تشریح کوي.[۱][۲][۳][۴]

نيوتر په فرانکونيايي ښار «ايرلانګن» کې په يوه يهودي کورنۍ کې زېږېدلې وه، پلار يې رياضي پوه «ميکس نيوتر» و. اصلاً په اړينو ازموينو کې له برياليتوب وروسته هغې د فرانسوي او انګليسي ژبو د تدريس (ښوولو) نيت درلود، خو د هغې پر ځای يې د ايرلانګن په پوهنتون کې د رياضياتو زده کړه وکړه، چېرته چې د هغې پلار تدريس کړی و. په 1907ز کال کې د «پال ګورډن» تر څارنې لاندې، د خپلې دوکتورا تر بشپړولو وروسته، نوموړې له معاش پرته د ايرلانګن د رياضياتو په انستيتيوت کې د اوو کلونو لپاره کار وکړ. هغه مهال ښځې په لوړه کچه له تعليمي دندو ايستل شوې وې. په 1915ز کال کې، ډيوډ هلبرټ او فيلکس کلين نوموړې ته بلنه ورکړه چې د ګوټڼګن په پوهنتون کې د رياضي له څانګې سره يوځای شي، کومې چې د رياضياتي څېړنو لپاره نړيوال شهرت درلود. خو د فلسفياتي پوهنځي اعتراض وکړ، او نوموړې د څلورو کلونو لپاره د «هلبرټ» په نوم د درسونو په ورکولو تېر کړل. په 1919ز کال کې نوموړې ته د ځای ورکولو تاييد شول، په کوم سره چې هغې وکولای شول د «Privatdozent» (په ځينو اروپايي پوهنتونونو کې يوه علمي رتبه ده) رتبه تر لاسه کړي.[۵]

نيوتر تر 1933ز کال پورې د ګوټنګن د رياضياتو د څانګې يوه مهمه غړې پاتې شوه؛ کله کله به د هغې زده کونکي د "نيوتر هلکان" په نوم يادېدل. په 1924ز کال کې، هالنډی رياضي پوه «B. L. van der Waerden» د هغې له کړۍ سره يوځای شو، او ډېر ژر د نيوتر د اندونو مخکښ وړاندې کونکی شو؛ د هغې اثار د نوموړي د 1931ز کال د اغېزناک درسي کتاب «عصري الجبر» د دويم جلد لپاره بنسټ و. په 1932ز کال کې په زيورخ کې د رياضي پوهانو په نړيواله غونډه کې د نوموړې د عمومي وينا تر وخته، د هغې الجبري ځيرکتيا په ټوله نړۍ کې پېژندل شوې وه. له هغې وروسته کال کې، الماني نازي حکومت يهوديان د پوهنتونونو له دندو لېرې کړل، او نیوتر د پنسلوانيا د براين ماور په کالج کې د دندې تر لاسه کولو لپاره متحده ايالاتو ته ولاړه، چېرته چې نوموړو د نورو تر څنګ « Marie Johanna Weiss, Ruth Stauffer, Grace Shover Quinn» او «Olga Taussky-Todd» د دوکتورا او فوق لسانس ښځينه محصلينو ته تدريس وکړ. په همدې وخت کې، نوموړې د پرنسټن، نيورجسي د لوړو زده کړو انيستيتيوت کې هم تدريس او هم څېړنې وکړې.[۶]

د نيوتر رياضياتي کار په درې "پړاونو" وېشل شوی دی. په لومړي پړاو (1908-1919) کې، نوموړې د الجبري ثابتونو او شمېرو په برخو کې ونډه درلوده. د متغيراتو په محاسبه کې د متغيرو ثوابتو په اړه د هغې کار، یعنې د نيوتر تيوري د نوي فيزیک د پرمختګ په رهنمايۍ کې ثابتې شوې تر ټولو مهمو رياضياتي تيوريانو څخه يوه بلل کېږي. په دويم پړاو (1920-1926) کې، هغې په هغه کار پيل وکړ کوم چې د [تجريدي] الجبر بڼه بدله کړه. د هغې په کلاسيکي 1921 ليکنه کې چې عنوان يې « Idealtheorie in Ringbereichen» (heory of Ideals in Ring Domains)، نيوتر په تبادلي رينګز کې د بيلګه ييزو تيورۍ ته په پراخه پيمانه د کاريالونو سره په يوه وسيله کې وده ورکړه. نوموړې پورته کېدونکې ځنځيري حالت په ښې طريقې سره استعمال کړ، او هغه شيانو ته د «نيوتريان» نوم ورکړل شوی، چې د دې په ګټه کارېدای شوای. په درېیم پړاو (1927-1935) کې، نوموړې د غېر تبادلي الجبر او سختو پېچلتياوو شمېرو په اړه اثار خپاره کړل، او د ټولګو د استازولۍ تيوري يې د نمونو او بېلګه ييزو له تيورۍ سره يوځای کړه. د نوموړې پر خپلو خپرونو سربېره، نيوتر د خپلو افکارو په اړوند مېړنۍ وه، او هغې ته د نورو رياضي پوهانو له خوا د خپرو شويو څېړنو د يو شمېر لیکنو امتياز ورکړل شوی دی، ان په هغو څانګو کې هم چې د نوموړې له مهمو کارونو څخه لېرې دي، لکه الجبري ټوپولوژي.[۷][۸][۹]

شخصي ژوند[سمول]

ایمي نيوتر د 1882ز کال د مارچ په درويشتمه نېټه زېږېدلې وه، هغه د رياضي پوه ميکس نيوتر او «ايډا اماليا کافمين» په څلورو بچيانو کې تر ټولو مشره وه، پلار او مور دواړه يې د يهودي سوداګرو له کورنيو څخه وو. د نوموړې لومړی نوم «امالي» و، خو هغې په کم عمرۍ کې د خپل منځني نوم په کارولو پيل وکړ، او په خپل بالغ ژوند او خپلو خپرونو کې يې د تل لپاره د ايمي نیوتر نوم استعمال کړ.[۱۰]

په ځوانۍ کې، نيوتر په زده کړه کې ممتازه زده کونکې نه وه، که څه هم هغه په هوښيارتيا او ملګرپالنه مشهوره وه. په کوچنيوالي کې يې د نږدې ليد ښه و او د ژبې په سر يې خبرې کولې. د دې کورنۍ يو ملګري کلونه وروسته د ځوانې نيوتر په اړه يوه کيسه وکړه چې د ماشومانو په يوه ميلمستيا کې به يې ذهني لوبې په چټکۍ سره حل کولې، او په دې ابتدايي عمر کې يې خپل منطقي ذهانت ښکاره کاوه. هغې ته د پخلي او پاکولو چل ښودل شوی و، څنګه چې هغه مهال ډېرو نجونو زده کاوه، او د پيانو غږولو درسونه يې هم ويلي و. نوموړې له دې فعاليتونو څخه هېڅ يو يې په شوق سره تعقیب نه کړ، په داسې حال کې چې هغې له نڅا سره مينه درلوده.[۱۱][۱۲]

نوموړې درې کوچني وروڼه درلودل: مشر يې الفريډ و، چې په 1883ز کې زېږېدلی و، نوموړي ته په 1909ز کال کې له ايرلانګن څخه په کيميا کې دوکتورا سند ورکړل شو، خو هغه نهه کاله وروسته مړ شو. بل ورور يې فرټز نيوتر په 1884ز کې زېږېدلی و، نوموړی د تعليمي برياليتوبونو له امله يادېږي. په ميونخ کې له زده کړې وروسته نوموړي په عملي رياضياتو کې خپل شهرت تر لاسه کړ. نوموړی په 1941ز کال کې په شوروي اتحاد کې اعدام شو. تر ټولو کشر يې ګوستاو رابرټ و چې په 1889ز کال کې زېږېدلی و. د هغه د ژوند په اړه ډېر کم معلومات موجود دي، نوموړی له اوږدو ناروغيو ځورېدو، او په 1928ز کال کې ومړ. [۱۳][۱۴]

په 1935ز کال کې، نوموړې د مبيض (تخمدان) د کڅوړې جراحي عمليات وکړل، که څه هم په هغې کې د رغېدو نښې وې، بيا هم څلور ورځې وروسته په دري پنځوس کلنۍ کې مړه شوه.[۱۵]

په پوهنتون کې ژوند او زده کړه[سمول]

نيوتر په لومړي سر کې په فرانسوي او انګليسي ژبو کې مهارت وښود. د 1900ز کال په پسرلي کې، نوموړې د دې ژبو لپاره د ښوونکو په ازموينه کې ګډون وکړ، هغې مجموعي « sehr gut» (ډېر ښه) نومرې تر لاسه کړې. د هغې فعاليت نوموړې د نجونو لپاره ځانګړو ښوونځيو کې د دې ژبو د تدريس لپاره وړ وګرځوله، خو هغې د دې پر ځای د ايرلانګن په پوهنتون کې خپلو زده کړو ته دوام ورکول غوره کړل.

دا يوه غېر دوديزه پرېکړه وه؛ له دې دوه کاله مخکې، د دې پوهنتون علمي شورا اعلان کړی و چې د نجونو او هلکانو ګډ تعلیم ته اجازه ورکولو سره به ټول تعلیمي نظام پای ومومي. د پوهنتون د 956 محصلينو په منځ کې له يوازينيو دوه ښځو څخه يوه نيوتر وه، چې په بشپړ ډول برخه اخيستلو پر ځای يوازې د درسي ټولګيو اجازه ورکړل شوه، او د هغې لپاره اړينه وه، څو د هغو پروفيسرانو انفرادي اجازه واخلي، د کومو په درسونو کې چې هغې ګډون غوښت. له دې خنډونو سره سره، د 1903ز کال د جولای د مياشتې په څوارلسمه نېټه، نوموړې د نيورمبرګ په يو ريلجمنازيوم (په المان کې هغه ښوونځی چې زده کونکي پوهنتون ته چمتو کوي) کې د فراعت ازموينه کې بريالۍ شوه.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د 1903-1904 کلونو د دوبي په سمسترونو کې، نوموړې د ګوټنګن په پوهنتون کې زده کړې وکړې، د ستورپېژندونکي « Karl Schwarzschild» او رياضي پوهانو « Hermann Minkowski, Otto Blumenthal, Felix Klein» او « David Hilbert» درسونو ته حاضرېده. له دې ډېر ژر وروسته، په دې پوهنتون کې د ښځو پر ګډون بنديزونه پای ته ورسول شول.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. Emily Conover (12 June 2018). "Emmy Noether changed the face of physics; Noether linked two important concepts in physics: conservation laws and symmetries". Sciencenews.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Einstein, Albert (1 May 1935), "Professor Einstein Writes in Appreciation of a Fellow-Mathematician", The New York Times (نشر 5 May 1935), د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۰۸ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة). Also online at the MacTutor History of Mathematics archive.
  3. Ne'eman, Yuval, The Impact of Emmy Noether's Theorems on XXIst Century Physics الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) in Teicher (1999)Teicher 1999, pp. 83–101.
  4. Alexandrov 1981، ص. 100.
  5. Ogilvie, M. B., & Harvey, J. D. (2000). The biographical dictionary of women in science: Pioneering lives from ancient times to the mid-20th century. New York: Routledge. p. 949
  6. Ogilvie, M. B., & Harvey, J. D. (2000). The biographical dictionary of women in science: Pioneering lives from ancient times to the mid-20th century. New York: Routledge. p. 949
  7. Weyl 1935
  8. Dick 1981, p. 128
  9. Lederman او Hill 2004، ص. 73.
  10. Chang, Sooyoung (2011). Academic Genealogy of Mathematicians (الطبعة illustrated). World Scientific. د کتاب پاڼې 21. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-981-4282-29-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Extract of p. 21
  11. Dick 1981، صص. 10–11.
  12. Dick 1981، صص. 9–10.
  13. Kimberling، ص. 5.
  14. Dick 1981، صص. 25, 45.
  15. Ogilvie, M. B., & Harvey, J. D. (2000). The biographical dictionary of women in science: Pioneering lives from ancient times to the mid-20th century. New York: Routledge. p. 949
  16. Dick 1981، صص. 11–12.
  17. Kimberling 1981، صص. 8–10.
  18. Lederman او Hill 2004، ص. 71.
  19. Kimberling 1981، ص. 10.
  20. Merzbach 1983، ص. 164.
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ Kimberling 1981، صص. 10–11.
  22. Dick 1981، صص. 13–17.