ايليوشين-۷۶

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ايليوشين-۷۶
Ilyushin Il-76
Ил-76
هېواد
د الوتکې ډول وړونکی الوتکه
د الوتکې تولیدونکی ايليوشين
ОКБ Ильюшина

Research Institute of Electronic Technology
لمړی الوتنه ۱۹۷۱
د الوتکې استعمالونکی روسي هوایی ځواک
د اوکرائین هوایی ځواک
د هندوستان هوایی ځواک
د ایلیوشین ۷۶ ډولونه ایلیوشین-۷۸
Beriev A-50
KJ-2000

ایلیوشین ۷۶ ( په روسی: Ил-76 ) د جت یوه روسی وړونکی ( ترانسپوړټی ) الوتکه ده چې د ۱۹۷۶ کال څخه په روسییه کې جوړیږی. د ایلیوشین لمړی ماډل الوتنه په ۱۹۷۱ کال کې عملی شوه. تر اوس وخت پورې تقریبا ۵۰۰ الوتکې جوړ شوې.

تاریخ

په ۱۹۶۵ کال کې په شوروي اتحاد کې نوی ترانسپورټی الوتکه طرح شوه. دغه الوتکه لمړی ځل په ۱۹۷۱ کال کې د پاریس په یو نندرتون کې کتل شو. د کارپوهانو په نظر د ایلیوشین الوتکه د امریکایی الوتکې ( C-141) څخه ښه ده. د ایلیوشین په الوتکه کې تانکونه، د استخراج ماشین او ډبه وړل کېدلای سی. د الوتکې پوځی ماډل یو ماشیندار لری.

د الوتکې ډولونه

  • ایلیوشین ۷۶ غیر پوځی د الوتکې ماډل دی چې په نړۍ کی تر ټولو زیاته کاردونکی ماډل دی.
  • ایلیوشین ۷۸ مینسټین ( Mainstain) یو ډول پوځی الوتکه ده چې پر هغی الوتکې باندی یو لوی د رادر آنتن نصبیږی. هغه رادر د هوایی هدفونو د څارلو دپاره کارېږی.
  • ایلیوشین ۷۸ میډاس ( Midas) یو ډول پوځی الوتکه ده چې په هوا کې د هوا نوردۍ سون د ټانک کولو لپاره کارېږی.

ځانگړنې

  • د کارولو ډول: د ترانسپورټ الوتکه
  • د الوتکې شرکت: ایلیوشین
  • اوږدوالی:۴۶،۵۹ متره
  • سور:۵۰،۵۰ متره
  • جگوالی:۱۴،۷۶ متره
  • په یوه ساه الوتنه:۵۰۰۰ کیلومتره
  • چټکتیا اخری حد:۸۵۰ کیلومتره په ساعت کې

عکسونه