ايستونيا په دويمه نړيواله جګړه کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ايستونيا د دويمې نړيوالې جګړې (1939-1945) په پيل سره خپل بې پریتوب اعلان کړ، خو د دې هېواد پر سر بيا بيا سيالۍ وشوې، تر بريد لاندې ونيول شو او اشغال شو، لومړی په 1940ز کال کې د ستالنستي شوروي اتحاد له خوا، او بيا په 1941ز کال کې د نازي المان له خوا، او بالاخره په 1944ز کال کې د شوروي اتحاد له خوا دويم ځل تر بريد لاندې ونيول شو او بيا اشغال شو.

شاليد[سمول]

د دويمې نړيوالې جګړې له پيل کېدو بيخي مخکې، د 1939ز کال د اګست په مياشت کې، المان او شوروي اتحاد د نازي-شوروي تړون (کوم چې د مولوتوف-ريبنتروپ تړون يا د 1939ز کال د المان-شوروي د نه تيري تړون هم بلل کېږي) او د هغې پټ اضافي پروټوکول لاسليک کړ، کوم چې د پولنډ، فنلينډ، لتوانيا، لتويا، او ايستونيا د وېش په اړه و.[۱][۲]

د ايستونيا د خپلواک جمهوريت خاوره، د 1940ز کال د جون د مياشتې په 16-17 نېټه د شوروي اتحاد تر بريد لاندې ونيول شوه او اشغال شوه. له دې وروسته د شوروي د حکومت له خوا پراخه سياسي نيونې، کډوالۍ ته اړ کول، او اعدامونه تر سره شول. په 1941ز کال کې د المان له خوا د بارباروسا د عملياتو پر مهال د دوبي په جګړه کې، خپلواکي پلوه فاريست وروڼو (دا د خپلواکۍ د جنګياليو ډله وه) په دې سيمه کې د المان د اتلسم پوځ له رسېدو مخکې د شوروي د NKVD ځواکونو او اتم پوځ څخه د سويلي استونيا ډېرې برخه ونيولې. په ورته وخت کې، د 1941 زکال د جون-اګست په مياشتو کې، شوروي نيمه پوځي ويجاړونکو لواءګانو په ايستونيا کې د جوزف سټالين د سوځول شوې ځمکې د تدبير پر بنسټ، د لوټ تالان او وژنو په ګډون، جزايي عمليات تر سره کړل. ايستونيا د المان له خوا اشغال شو، او په 1941–1944 کلونو کې په «Reichskommissariat Ostland» شامل کړای شو.

په 1914ز کال کې پر شوروي اتحاد د المان له بريد سره سم، زرګونه ايتسونيايان د شوروي اتحاد په پوځ کې په دندو وګومارل شول (د شوروي د اتم ايستونيايي رايفل قول اردو او نورو واحدونو په ګډون)، او په 1941–1944ز کلونو کې د المان په وسله والو ځواکونو کې داخل کړای شول. يو شمېر هغو ايستونيايانو چې له دې اجباري ګومارنې څخه یې دډه کړې وه، ويې کولای شول چې فينلينډ ته وتښتي او له د وی څخه چډيريو يې بيا د فنلنډ د پلي کنډک 200 جوړ کړ. له جګړې مخکې د ايستونيا نږدې 40% سمندري ځواک برتانوي چارواکو وغوښتل او د اتلانتيک سمندر په قافلو کې يې وکارول. شا او خوا زر ايستونيايي سرتيرو د برتانيې په سوداګريز سمندري ځواک کې خدمات تر سره کړل، دوه سوه يې افسران شول. يو کم شمېر ايستونيايانو د برتانيې د پوځ په شاهي هوايي ځواک کې دنده تر سره کړه، او يو شمېر يې د متحده ايالاتو پوځ کې په دنده بوخت شول. [۳]

د 1944ز کال د فبرورۍ د مياشتې څخه د سپتمبر تر مياشتې پورې، د «ناروا» په نوم د الماني پوځ ډلګۍ په ايستونيا کې د شوروي عملياتو مخه ونيوله. د «Emajõgi» سيند څخه ورهاخوا د دويم پوځي قول اردو د دفاع له سرغړونې او د خپلواکۍ پلوه استونيايي پوځونو سره له ټکر وروسته، شوروي ځواکونو د 1944ز کال د سپتمبر په مياشت کې د استونيا مرکزي سيمې بېرته ونيولې. له جګړې وروسته، ايستونيا تر 1991ز کال پورې د ايستونيا SSR په توګه په شوروي اتحاد کې شامل پاتې شو، سره له دې چې اتلانتيک منشور ويلي و چې هېڅ ډول ځمکني تنظيمات به نه کېږي.

په استونيا کې د دويمې نړيوالې جګړې تاوانونه، چې طد اټکل تر مخې د نفوس د 25% په شا اوخوا کې و، په اروپا کې د د دې زيانونو تر ټولو لوړ تناسب و. په اوسنيو راپورونو کې ثبت د جګړې او اشغال څخه منځ ته راغليو مړينو ټول شمېر 81000 تنه وو. په دې کې د 1941ز کال د شوروي له خوا د شړلو (له هېواده تبعيد) پر مهال مړينې، د شوروي له خوا اعدامونه، او په استونيا کې د هالوکاسټ قربانيان شامل دي.[۴]

سريزه[سمول]

له دويمې نړيوالې جګړې مخکې، د ايستونيا جمهوريت او USSR په لاندې تړونونو لاسليک کړی او تايید کړي وو:

د کيلوګ-بريانډ تړون[سمول]

د 1928ز کال د اګست په اوه وېشتمه نېټه، د Kellogg-Briand تړون، "د ملي تګلارې د يوې وسيلې په توګه له جګړې ډډه کول". د 1929ز کال د جولای د مياشتې په څلور وېشتمه نېټه، د ايستونيا او شوروي اتحاد له خوا تاييد شوې و.[۵]

د نه تيري تړون[سمول]

د 1932ز کال د مۍ د مياشتې په څلورمه نېته له شوروي اتحاد سره.[۶]

د تيري د تعريف لپاره کنوانسيون[سمول]

د 1933ز کال د جولای په درېیمه نېټه، د نړيوالو اړیکو په تاريخ کې په لومړي ځل، تيری په يو لازمي تړون کې لاسليک شو، کوم چې په لندن کې د شوروي په سفارت کې د شوروي اتحاد او نورو تر منځ، چې د ايستونيا جمهوريت هم پکې و، لاسليک شوی و.[۷][۸]

دويمه ماده يې د تيري بڼې تعريفوي. "هغه دولت به د تيري کونکي په توګه وپېژندل شي، کوم چې په لومړي ځل د لاندې کارونو مرتکب شي":

اړوند څپرکي:

  • "دويم – ان د جګړې له اعلان پرته هم، د کوم بل هېواد پر سيمه د وسله وال پوځ بريد".
  • "څلورم – د کوم بل هېواد د ساحلونو يا بندرونو سمندري محاصره يا بندول".

د بې پرې توب اعلان[سمول]

ايستونيا، ليتويا او لتوانيا د 1938ز کال د نومبر په اتلسمه نېټه، په «ريګا» کې د بالټيک د بهرنيو چارو د وزيرانو په کانفرانس کې په شریکه سره د خپل بې پریتوب اعلان وکړ، او د همدې کال په وروستيو کې د دې هېوادونو اړوندو پارلمانونو د بې پريتوب قوانين تصويب کړل. ايستونيا د 1938ز کال د ديستمبر په لومړۍ نېټه د خپل بې پريتوب تاييد کونکی قانون تصويب کړ، کوم چې د 1938ز کال د مۍ مياشتې په نهه ويشتمه نېټه د سويډن له خوا د بې پريتوب د اعلان د بېلګې پر بنسټ جوړ شوی و. همدا راز مهمه دا وه چې ايتونيا په خپل لومړي اساسي قانون کې پر خپل بې پريتوب ټينګار وکړ، همدا راز د «تارټو» په تړون کې چې د 1920ز کال کې ايستونيا جمهوريت او د روسي SFSR تر منځ تر سره شوی و.[۹]

د مولوتوف-ريبنتروپ تړون[سمول]

د 1939ز کال د اګست د مياشتې د څلور ويشتمې نېټې په سهار، شوروي اتحاد او نازي المان د لسو کلونو لپاره د نه تيري تړون لاسليک کړ، کوم چې مولوتوف-ريبنتروپ تړون بلل کېدو. د يادونې وړ دا ده چې دې تړون يو پټ پروټوکول درلود، چې يوازې په 1945ز کال کې د المان له ماتې وروسته څرګند شو، د کوم تړون تر مخې چې د شمالي او ختيځې اروپا دولتونه د المان او شوروي د نفوذ په داېرو سره وېشل شوي وو. په شمال کې فينلينډ، ايستونيا، او ليتويا د شوروي اتحاد دايرې ته سپارل شوی وو. پولنډ د دې هېواد دسياسي بیا تنظم په صورت کې سره وېشل کېدو، ناريو، ويستولا او سان ريورز ختيځې سيمې شوروي اتحاد ته رسېدې، په داسې حال کې چې المان به لوېديځې سيمې نيولې. له ختيځې پروشيا سره نښتی لتويا به د المان د نفوذ سيمه وای، که څه هم د 1939ز کال د سپتمبر په مياشت کې په دويم پټ پروتوکول کې موافقه شوې وه چې د ليتوانيا ډېرې برخې به شوروي اتحاد ته سپارل کېږي.[۱۰][۱۱]

د دویمې نړیوالې جګړې پيل[سمول]

دويمه نړيواله جګړه د المان له خوا پر پولنډ له بريد سره پیل شوه، چې د ايستونيا يو مهم سيمه ييز اتحادي و. که څه هم د جګړې په لومړيو کې د المان او شوروي اتحاد تر منځ يو څه همغږۍ موجودې وې، شوروي اتحاد نازي المان ته د المان له بريد څخه اولس ورځې وروسته د خپل بريد پيل کولو د پرېکړې خبر ورساوه، د کوم په پايله کې چې په جزوي ډول په غېر متوقع توګه په چټکۍ سره د پولنډ پوځ سقوط وکړ.[۱۲][۱۳]

  • د 1939ز کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه، المان د مولوتوف-ريبينټروپ تړون تر مخې د پولنډ پر خپله برخه بريد وکړ.
  • د سپتمبر په درېیمه نېټه، لويې برتانيې، فرانسې، استراليا، او نيوزيلينډ د المان پر ضد د جګړې اعلان وکړ.
  • د سپتمبر په څوارلسمه نېټه، د «ORP Orzel» په نوم د پولنډ اوبتل د ايستونيا تالين ته ورسېد.
  • د سپتمبر په اولسمه نېټه، شوروي اتاحد د مولوتوف-ريبينټروپ تړون د پټ پروتوکول تر مخې په پولنډ کې په خپله برخه بريد وکړ. د دې بريد په ا وږدو کې، د المان او شوروي اتحاد د پوځي فعاليتونو کې نږدې همغږي موجوده وه. [۱۴][۱۵][۱۶]
  • د سپتمبر په اتلسمه نېټه، د Orzel پېښه؛ پولنډی اوبتل په تالين کې له محاصره کېدو ووت، او بالاخره انګلستان ته ورسېد؛ د ايستونيا په بې پريتوب شوروي اتحاد او المان اعتراض وکړ.

سرچينې[سمول]

  1. The New Encyclopædia Britannica. Encyclopædia Britannica. 1993. د کتاب پاڼې 698. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-85229-571-7. The fate of Estonia was decided by the German-Soviet Nonaggression Pact of August 1939 between Nazi Germany and the USSR الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. کينډۍ:Harvard citation no brackets
  3. Estonia in World War II by Hannes Walter. Historical Text Archive, Mississippi. Retrieved link on July 6th 2020.
  4. The White Book: Losses inflicted on the Estonian nation by occupation regimes. 1940–1991
  5. Kellogg-Briand Pact Archived July 3, 2007, at the Wayback Machine. at Yale University
  6. League of Nations Treaty Series, Vol. CXXXI, pp. 297–307.
  7. "Aggression Defined". Time. July 17, 1933. د اصلي آرشيف څخه پر September 30, 2007 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. League of Nations Treaty Series, 1934, No. 3391.
  9. Estonian Neutrality Law of December lst, 1938
  10. Text of the Nazi-Soviet Non-Aggression Pact Archived 2014-11-14 at the Wayback Machine., executed August 23, 1939
  11. Christie, Kenneth, Historical Injustice and Democratic Transition in Eastern Asia and Northern Europe: Ghosts at the Table of Democracy, RoutledgeCurzon, 2002, کينډۍ:ISBN
  12. Nekrich, Aleksandr Moiseevich; Ulam, Adam Bruno; Freeze, Gregory L. (1997). Pariahs, Partners, Predators: German-Soviet Relations, 1922–1941. Columbia University Press. د کتاب پاڼي 130–1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-231-10676-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Roberts, Geoffrey "The Soviet Decision for a Pact with Nazi Germany". Soviet Studies, Vol. 44, No. 1 (1992), pp. 57–78
  14. Molotov–Ribbentrop Pact's secret additional protocol
  15. Kitchen, Martin (1990). A World in Flames: A Short History of the Second World War. Longman. د کتاب پاڼې 74. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-582-03408-2. The joint invasion of Poland was celebrated with a parade by the Wehrmacht and the Red Army in Brest Litovsk الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Raack, Richard (1995). Stalin's Drive to the West, 1938–1945. Stanford University Press. د کتاب پاڼې 58. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8047-2415-9. The generals of the two invading armies went over the details of the prearranged line that would mark the two zones of conquest for Germany and Soviet Russia, subsequently to be rearranged one more time in Moscow. The military parade that followed was recorded by Nazi cameras and celebrated in the German newsreel: German and Soviet generals cheek by jowl in military homage to each other's armies and victories. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)