ايتر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سريزه

 الحمدالله رب العلمين o والصلوة والسلام على سيدالمرسلين محمدوعلى اله واصحابه اجمعين o
 دلوې لايزال خداې (ج) شکر اداءکوم چې زمونږ ګران ،جنګ ځپلې هيواد افغانستان يوځل بيادپر مختګ او بيا رغونې په لور روان ګورم .دا ټولې نړۍ ته څرګنده د ه چې د يوې ټولنې  پرمختګ د علم په پوهې پورې اړه لري ،هغه ټولنې چې دښوونې اوروزنې په لوړو او بشپړوامکاناتو سمبال اوسي،دخپل هيواد ډيرې ستونزې يي دعلمي تکنالوجۍ د پرمختګ له کبله حل کړي اودهغي ټولنې وګړي دهوسا اوبسيا ژوندلرونکې وي ، د دې پرمختګونو لپاره بايد په هيواد کې درسي منظم پروګرامونه ،کتابتونونه ،مجلې،لابراتوارونه ،فابريکې ،عملي او نظري درسونه  وجود ولري .
 نولدې کارونو سره سره جوخت زه هم دښوونې اوروزنې پوهنځي دڅلورم کال محصل او دلوړو زده کړو دقوانينوله مخې ماته هم ديوې کوچنۍ رسالې (مونوګراف) دليکنې ضرورت وؤچې دکيميادڅانګی له خوا د دی ليکنی موضوع د ايترونو تر عنوان لاندې د محترم استاد الحاج پوهنوال محمد نبي خان (مددي) تر سالمې لارښونې لاندې راکړ ل شوه په نومړی موضوع کې مې ايترونه په بشپړ ډول تشريح کړي دي او ددې په څنګ کې دايترونو مرکبات ، دايترونو فزيکي او کيمياوي خواص ،دايترونو نوم ايښودنه او په اخر کې په روزمره ژوند کې دايترونو استعمال او صنعتی اهميت باندې هم رڼا اچولی ده .
 ترډير زيات حده مې کوشش کړی دی چې د نويو او تازه ماخذونو څخه ګته پورته کړم او د مينه والو  هم مسلکو لپاره يی د امکان ترحده په زړه پوری او قناعت وړ مضمون وګرځوم .

دښوونې او روزنې د پوهنځي دقدرمنو استادانو او په ځانګړی توګه دکېميا دهغو استادانو څخه په پښتنې مينه مننه کوم کومو چې زما په علمي روزنه کې خپله افغانی اوا سلامی وجيبه ښه څرګنده کړی په تيره بيا دخپل قدرمن لارښود استاد محترم پوهنوال محمد نبي خان (مددي) څخه چې ماسره يی نه ستړی کېدونکې مرستی کړي دي دزړه له کومې او په ډيرو ادبي ولولو مننه کوم.

                                                             په  درنښت
                                                   عتيق محمد حسام 
                                                            کال  ۱۳۹۲  ثور


ايترونه او د هغوی اهميت Ethers

 ايترونه هغه عضوي ترکېبونه دي چې د دوو هايدرو کاربنونو راډيکلونه د يواتوم اکسيجن په   دي او د نوموړي فرمول له  مخې R  عضوي  پاتې  شوني يا عضوي  بقيې کېداي شي  چې  سره  مساوي او يا مختلف النوع  وي. 
 که  دوه  گروپونه  د الکايل د اکسيجن سره  نښتي وي، نو ساده  ايترونه  لاس  ته راځي  په   هيپتايل  او  نور اخيستلى  شي.

چې بيلګې په لاندې ډول دي :


 ارينونه  (Arenes)  د اروماتيک هايدروکاربنونه  دي لکه  بنزين،تولوين (تولول) او نفتالين د   نفتايل او داسې  نور اخيستلي  شي.
 ايترونه کولى شو چې د اوبو د اخيستلو په څير اټکل کړو لکه  څنگه  چې  د اوبو په ماليکول کې دوه  اتومه  هايدروجن  د کوم عضوي  راډيکال  سره  تبديل  شوى  وي  او يا دا چې په الکولوکې د هايدروکسيل ګروپ  هايدروجن  کوم عضوي  راډيکال سره  تبديل  شوى  وي. لکه

 نو ويلى شو که د الکولو او ايترو عمومي فرمول يو د بل سره پرتله کړو نو ليدل کېږي  چې  که  د هايدروجن  يو اتوم  د R د يوي  عضوي  پاتې  شونی په  وسيله  تبديل کړو، ايترونه  توليديږي.
 د هر ايتر نوم د هغه  د عضوي  پاتې  شونی  يا پاتې  شونيو  د نوم او  ايتر د کليمې  څخه  اخيستل  يا  جوړ  شوی  وي.

دايترونو نوم ايښودنه : Nomen cloture of ethers په ايتروکې دوه ډوله نوم ايښودنه لروچې په لاندې ډول دي. Common Names (Alky Alkyl Ether Names IUPAC Names (Alkoxy Alkane Names

 الف:معمولي  نوم  ايښودنه(Common names) : څرنګه چې د ايترونو  وظيفه  يی  ) دی  په  معمولي  نوم  ايښودنه کې له  هغه  څخه  نوم  اخيستل  شوي  نه  دي  داسې  نوم  ايښودنه  کېږي  چې  لومړي  د    ايترو نو  ډول  ته کتل کيږي که چيرې ايترونه متناظر وی نو د کاربنو د شمير له مخې يې د ډای  الکايل ايتر په  وزن  نوموو لکه :  

  او که چير ايتر غير متناظر وي يعنې د اکسيجن دواړه خوا الکايل راديکلونه يې سره يوشان نه وي نو د نومولو لپاره يې د الکايل  راديکل دنوم لومړی توری د انګليسي ژبی د الفبا د تورو په ترتيب وايو په دی معنی که چيرې د کوم الکايل راديکل  د نوم  لومړی توری د انګليسی ژبې په الفبا ترتيب کې مخکې وي نو دهغه الکايل نوم لومړی  وايو او بيا بل وايو لکه :



 که چيری  د ايترونو فارمول کې الکايل راديکل د ايزومير شکل ولری نو د ايزو الکايل ايتر يه وزن يې نوموو لکه :
 

(ب) د (IUPAC)International Union of pure Applied Chemistry يا تجربی او خالصې کېميا د نړيوالې اتحادې نوم ايښودنې په اساس د ايترو نوم يښودنه.

 او داسې  نور 
 د بين  الملي سيستم په طريقه کې د ايترونو عمومي نوم (Alkoxy ) الکوکسي الکان دی په دې توګه چې لومړی د ايتری مرکب د وظيفوي ګروپ اکسيجن دواړه خواوو ته د کاربنو شمير ګورو د کوم خوا چې د کاربنو شمير لږ وی  هغه  الکايل د وظيفوي ګروپ اکسيجن سره يوځای د الکوکسی په نوم يادوو او د اکسيجن په بله خوا کې چې د کاربنو شمير يې زيات وي د کاربنو د شمير له مخې يې د الکان په وزن  نوموو نو ټوليز نوم  يې الکوکسي  الکان  شي لاندې مثال به ستاسو سترګې روښانه کړي.



 که چيری ايترونه  معوض لرونکې وي نو د ايوپاک  بين المللي سيستم له مخی يې  په  لاندي  ډول  نوموو.
 لومړی – د ډيرو کاربنو لرونکي الکايل راديکال د اصلي هايدرو کاربن الکان  په نوم ټاکو.
 دويم- د لږو کاربنو لرونکي  راديکال د اکسيجن سره يوځای د الکوکسی په نوم پريږ دو په ټاکل شوي اوږد ځنځير اصلي هايدرو کاربن  په کاربنو لمبرليکو او لمبر له هغه اړخه پيل کوو چې الکوکسی ګروپ  ته نږدې وي.
 د نوم اخستلو لپاره يې لومړی د معوضونو لمبرونو او نومونو او بيا د الکوکسی د اړوند کاربن لمبر بيا د الکوکسی نوم  لکه ميتوکسی،ايتوکسی او نورو  وايو او په اخر کې  د اصلي هايدرو کاربن د کاربنو د شمير له مخې يې نوم د  الکان په  وزن  وايو لاندې مثالونه به ستاسو  ذهن روښانه کړي.




نوټ : کېدای شي چې  يوډول اروماتيک  پاتې  شوني  او  بله   اليفاتيک وي لکه .


د ايترونو ايزوميرونه ايزومير(Isomer) هغه کيمياوي مرکبات چې لرونکي ديوشان ماليکولي وزن اويوشان عناصر په خپل ترکيب کې ولري مګرپه ساختماني (مشرح فارمول کې سره فرق ولري دايزومير په نوم ياديږي او دغه پيښه ته په کيمياکې ايزوميري (Isomerism) وايي چې علت يې دمختلفو اتومونوترتيب په ماليکول کې وي دلته پکارده چې دايزومير په لنډ ډول مطالعه کړو. نظر دمختلفو اتومونو ترتيب په يوماليکول کې عمدتا ايزوميرونه په دوه قسمه مطالعه کېږي. ساختماني ايزوميرونه (Structural isomerism) الف : ساختماني ايزوميرونه (Structural isomerism) دمختلفواتومونوو ترتيب په يوماليکول کې او صرف نظرد دوي فضايي موقيعت څخه د ساختماني ايزوميرونوپه نوم ياديږ.ي ياپه بل عبارت ساختماني ايزوميرونه عبارت دهغه مرکباتو څخه دي چې عين ماليکولی فارمول ولري مګرپه ساختماني او کيمياوي خواصو کې فرق وي او ساختماني ايزوميرونه په لاندې برخو ويشل شوي دي . A – ايزوميری پوزيشن (Position isomerism) په دغه ايزوميری کې همچنان مختلف کيمياوی مرکبات چې عينی ماليکولی فارمول ولری مګردوظيفوي ګروپونو موقعيت دکاربن په اتومونو باندې يوله بل سره فرق ولري لکه .



B- فنکشنل ايزوميري (Functional isomerism) هغه مرکبات چې عينی ماليکولي فرمول ولري مګرپه کاربنونوباندې مختلف وظيفوي ګروپونه ولري لکه .

C - ميتاميري هغه مرکباتو ته ويل کېږي چې عينی ماليکولي فارمول ولري مګر دکاربنونوتعداد دوظيفوي ګروپونوپه دواړه خواو کې مختلف وي لکه .

ستريوايزوميرونه (stereo isomerism) Stereo يوناني کلمه ده چې د جامدو او کلکو توکو په معنا ده نو(stereo isomerism)پرهغو مرکبونوپوری اړه لري چې کلک فضايی جوړښت ولري او د هغوی هندسي شکل په فضا کې بدلون ونه مومي په دغه ايزوميري کې همچنان مرکبات عينی ماليکولي فارمول لري مګردوظيفوي ګرپونوترتيب په فضاکې سره فرق لري مثال ګلوکوز،ګلکتوز او منوزچې درې واړه عينی ماليکولي فارمول او وظيفوي الديهايدي ګروپونه دي مګر دهايدروکسيل (OH) ګروپونوترتيب په فضا کې سره فرق لري.








هندسي ايزوميرونه (Geometrical isomerism) نوري ايزومير Optical Isomer د ايترونو فزيکي خواص: physical properties of Ethers

  ايترونه زيات بی رنګه مايع  په شکل وي يوازې ميتوکسی ميتان او ميتوکسی ايتان  د غاز په حالت وي  ايترونه خوشحالوونکې بوی  لری هغه  ايترونه چې ماليکولي وزن  يې لږ دی قوي مفر( ژر الوتونکي) خواص لري د ايترونو د جوش ټکي د الکولو پرتله  ټيټ دي ځکه چې الکول د خپلو ماليکولونو سره هايدروجني رابطی جوړولای شي مګر ايترونه هايدروجني رابطه نشي جوړولای د ايترونو دجوش ټکي د ماليکولي وزن په زياتيدو سره لوړيږي.

 په خپله ايتر  په  اوبو کې لږ {8%} مګر الکولو کې په هر نسبت حليږي خو الکول بيا اوبو کې ډير حليږي ايترونه د الکولو په پرتله لږ فعال دي ځکه چې په الکولو کې د {OH} ګروپ په کيمياوي تعاملانوکې برخه اخلي او همدارنګه د {OH} د ګروپ هايدروجن هم په تعويضی ډول بې ځايه کيږي او د نوي خواصو لرونکي مرکبونه جوړوي په داسې حال کې چې ايترونه د{OH} ګروپ نه لري نوځکه يې فعاليت يې د الکولو په نسبت لږ دي.

دالکولو او ايترو ځينی مرکبونه چې يوه د بل سره ايزومير دي د جوش ټکې يې په لاندې ډول دي.

 په پورته جدول کې ليدل کيږي چې (ډای  ميتايل ايتر ) او ايتايل الکولو يو له  بل  سره ايزومير  دي چې په څرګند ډول توپير لري.
 همدارنګه ډای ايتايل ايتراو بيو تانول يو له بل  سره ايزومير دي چې د جوش ټکي يې 

دی چې يو بل سره او ډير توپير لري. دځينو ايترونو فزيکې خواص په دغه جدول کې په ښه ډول واضح شوي دي.

د الکولونو،الکانونو او ايترونو د ويلی کېدو ټکو پرتله کول:

هايدروجني اړيکه يا Hydrogen-bond:

 هغه کېمياوي  اړيکه  ده  چې  د ماليکولونو  ترمنځ  د  هايدروجن  اتومونو د اهتزاز  په  نتيجه  کې  توليديږي کله  چې  د  هايدروجن  اتومونه  د  قوي الکترونيګاتيف  عناصرو  ترمنځ  لکه  فلورين،کلورين،نايتروجن او اکسيجن واقع  شي  اهتزاز  کوي  د يوبل  ماليکول  سره  د تعامل  سبب  ګيږي  د بيلګې  په  توګه  د  اوبو د ماليکولونو  ترمنځ   هايدروجني  اړيکې د هايدروجن  اتومونو  د اهتزاز په نتيجه  کې  جوړيږي .
 
 

هايدروجني اړيکه د ماليکولونو د راغونډيډو (Association ) سبب کېږي . Association (پيوستون) د دوه يا زياتو ماليکولونو د ټولګي جوړيدل (د هايدروجني اړيکو يا نورو بين الماليکولي قواو په واسطه ) دپيوستون يا اسوسيشن په نوم ياديږ يا د خالصي مايع يو ګروپ ماليکولونه چې هری خواته حرکت کوي د اسوسات په نامه ياديږي.

پوري  په  ايشيدو  راتلي او  په  هغه  صورت کې  ژوند به دځمکې  پرمخ  وجود نه  درلود.

په همدي ترتيب د HF په ماليکولونوکې هم هايدروجني اړيکه جوړيږي .

 دHF  ډير ماليکولونه  د (Hexamer) يعني ماليکولي موندل کېږي  بايد وويل شي  چې    واري  لږه ده .هايدروجني اړيکه د کېمياوي اړيکو څخه ضعيفه ولی دماليکولو د قواو ( wanderwal force څخه  قوي  ده.د بيلګې په ډول د کېمياوي اړيکوانرژي د 30 څخه تر 100 کېلو کالوري  في  مول  ده. هايدروجني  اړيکې  انرژي 5-7  کېلو کالوري  في  مول او د ماليکولو ترمنځ  د قواو انرژي  0-5 کېلو کالوري في مول ده.
 دا اړيکه  په  قطبي  ماليکولو کې د هايدروجن له  لارې د نورو برقي  منفي عناصرو لکه (F2,Cl2,O2 اوN2)  جوړيږي  نو ځکه  ورته  هايدروجني اړيکه  وايی دا اړيکه داکثره خالصو موادو ماليکولو ترمنځ  داسوساتو دجوړولو سبب ګرځي هايدروجني اړيکه د هايدروجن د ايونو   جسامت  ډير کوچني او الکتروني قشر نلري  نوپدې لحاظ دا  ايون  په  اسانۍ سره  او  ډيرژر د نورو اتومونو په  الکتروني  قشرونو کې ننوځي  هايدروجني اړيکه  جوړه  وي  د هايدروجني  اړيکه  تر اوسه څرګنده  نه  ده بعضې  پوهان  داسې  نظر لري چې  ګواکې  هايدروجني اړيکه د (Donor    accepter) اړيکو له  ډلي  څخه  ده. دوی  وايی .
اربيتال خالي دی  نو  هغه  په  خپل خالي  اوربيتال  کې د نورو الکترونيګاتيف  عناصرو ناپيلي  الکتروني  جوړه  په  ډير  اسانئ  سره  په خپل  خالي اربيتال کې  رانيسي او  د دونر اکسپتر اړيکه  جوړه  وي.
 بعضې  پوهان  پدې  نظر دي  چې  ګويا د قطبي  ماليکولو د مخالفو قطبونو ترمنځ الکترو ستاتيکې  جذب  قوه د  هايدروجني اړيکې  اساسي  عامل دی. 
 د سپرشني قواوي د هايدروجني اړيکې څخه  هم  په لری فاصله عمل کوي هايدروجني اړيکې دتودوخي د درجي په لوړيدو سره ارتباط لري.
 او تترا  هدرون  کرستلونه  چې  منځ  يی خالي  وي  جوړوي  دا جوړښت  د  اوبو د يولړ غيری عادي  خواصو د نورو موادو خواصو څخه فرق  لري ، سبب ګرځي مثلا د مايع  اوبو کثافت د کنګل څخه زيات دی  په داسې حال کې  چې  نورو  موادو د جامد حالت کثافت  د مايع د حالت د کثافت څخه زيات دی .
 ميتايل  ايتر او ايتايل  ايتر د غاز په حالت کې  وي  اما نور ايترونه  د  مايع(  liquid)  او  جامد (Solid)  په  حالت  کې وي .
ايترونه  په  سختۍ  په  اوبو کې  حليږي  او کثافت  يی  د يو نه  لږ دی  ځکه   په سختې حليږي  چې  يو خو قطبي خاصيت  نلري  او بل  هايدروجني  اړيکه  نشي جوړه ولي  او  کثافت  دی نو ايتر خو هايدروجني  اړيکه  نشي  جوړولي  خامخا به يی کثافت د يو څخه کم  وي.
 لدې سببه ايترونه نسبت اوبوته سپک دي ايترونه ځانګړی بوی لري اوپه اسانۍ سوځي نو ځکه ډير خطرناک دي .
 دايترونو تعامل دنورو موادو سره دالکولو په نسبت ورو دي،د اځکه چې  په الکولو کې د اکسيجن اتوم دهايدروجن سره او په ايتروکې يواځي د کاربن سره اړيکه لري يعني.

ايترونو کېمياوي خواص:The chemical properties of Ethe

 ايترونه شنډ مرکبات دي لږ کېمياوي فعاليت لري د ساده  اېترونو کېمياوي فعاليت  د الکولو  په  نسبت  کم دي او اکسيجني اړيکه په  ا ېترونو کې  ډيره  کلکه  ده  او د هغې  پرې  کېدل  په  سختۍ  سره کېږي.
  ايترونه د  ډيرې ګرمې القلي سره د ارجاع او اکسيدايز د کمزورو عواملو او همدارنګه  دفعال فلزونو لکه سوديم سره هم تعامل نه کوي خو د ځينو قوی ارجاع کوونکو او اکسيدايز کوونکو عواملو سره لږ لږ تعاملونه سرته رسوي چې په لاندې ډول يې کتنې لانې نيسو.

ځينې ايترونه په يو تيزابي چاپيريال کې د يو قوي تحمض عامل په واسطه تعامل کوي د بيلګی په توګه دای ايتايل ايتر د قوی تحمض کوونکي مادې پواسطه په يو تيزابي چاپير يال کې لومړی په الديهايد او بيا په عضوي تيزابو بدليږی.

ايترونه د هلوجني تيزابو سره يوځای کيږي الکول او الکايل هلايدونه جوړوي خو په دغه تعامل کې بايد غليظ او ګرم هلوجني تيزاب پکار واچول شي چې د تعامل عمومی معادله يې دا ده.


پورتني تعامل ته د هلوجنی تيزابو پواسطه د ايترونو د ماتولو تعامل وايې.

 پاملرنه : که چيری په پورتنې تعامل کې تودوخه زياته شي هغه الکول چې لاس ته راغلی بيا د هلوجني تيزابو سره تعامل کوي الکايل هلايد او اوبه جوړوي په دې ډول.

مثال: که چېرې 0.2mole ډاي ايتايل ايتر HBr د غليظ تيزابي محلول سره په ټاکلي کچه تعامل وکړي شي څه مقدار اړونده الکول به له هغوی څخه حاصل شي؟


1mole mole 0.2 mole n




که چېرې تيزابو مقدار زيات وي اوبه او الکايل هلايد (R-X) توليدوي .

نوټ : د.ايترونو او هايدرو هلوجنيدونو دتعامل نهايی محصولات دالکايل هلايدو او اوبوڅخه عبارت دي.


ايترونه د اوبو سره تعامل کوي او دوه ماليکوله الکول جوړوی لکه .

پورتنی تعامل د ګوګړو د نريو تيزابو په شتوالي کې ترسره کيږی او يو جمعي تعامل دی.

په شتوالي کې ډای ايتايل ايترو سره تعامل کوي ايتايل استيت او ايتايل کلورايد جوړوي.

سره تعامل کوی الکايل  کلورايد جوړوی.

دلته بايد په پوه شو چې که ايترونه متناظر وی نو يوډول الکايل کلورايد جوړيږي او که غير منتاظر وي نو دوه الکايل کلورايد جوړيږي بيلګه يې په دې ډول ده.

) ايونونو په واسطه د ګوګړو د غليظو تيزابو په شتون کې بيرته تجزيه او په عادي ايترو تبديليږي.



اروماتيک ايترونه دپورتني تعامل په شکل په ډير اسانی په فينول بدليږي.

په اروماتيک ايترونو کې تعويضي تعاملات هم د بنزين په کړۍ کې ترسره کېږي.

.

د ايترنو لاسته راوړنه( preparation of Ethers ) په لابراتواري طريقه کې د الکولو د دوه ماليکولوڅخه يو ماليکول اوبه د يوی او به جذبوونکې تودوخي په شتوالي کې وباسي او ايتر لاس ته راوړي د بيلګې په توګه که چيری ايتايل الکول د ته ورسو ډای ايتايل ايتر به د لاندې کيمياوی معادلې له مخې په لاس راشی .


د Williamson Ether synthesisپه طريقه : انګليسي عالم ويليم سن سوديم الکوکسايد او د الکايل هلايد سره يو ځای کړل او ايتر يې لاسته راوړل چې عمومی معادله يې په دې ډول ده.



که چيری وغواو يو مطلوب ايتر په دې طريقه لاسته راوړو نو بايد داسی مرکبونه سره يوځای کړو چې په سوديم الکواکسايد کې د مطلوب ايتر يو او په الکايل هلايد کې بل راديکل موجود وی لکه د ايتوکسي بيوتان د استحصال لپاره په لاندې ډول عمل کوو.

ډاى ايتايل ايتر د تودپه وخې په 130C°کې د H2SO4 سره د ايتانول ( په اضافي حالت) د تودوخې ورکولو څخه لاس ته راځي.

د ډای ايتايل ايترو لاسته راوړنه په لاندې ميخانيکت ترسه کيږې

 د Rwillisons په عقيده د ايتروجوړيدو کې پروتون د کټلست په توگه کار کوي چې په لاندې معادله کې ښودل کېږي:

د الکولو ډى هايدريشن د تيزابو په شتون کې په ځانگړي توگه د گوگړو تيزابو په شتون کې لاسته راوړل کېږي.


 په پورته تعامل کې تودوخه مهم رول لري او بايد چې د تودوخې درجه د 180 c°-170 c° پوری تر سره کېږي ځکه که تودوخه د 180 c° څخه لوړه شي، ايتايل هايدروجن سلفيت لاسته راځي چې په پاى کې له هغې نه ايتلين لاسته راځي.

5- که وغواړو القلي ايترونه جوړ کړو نو لاندې عمليه اجرا کوو:

د ويليم سن په طريقه هم مخلوط ايترونه جوړيږي

6- د ايترو د لاس ته راوړنې لپاره لومړنې الکول د گوگړو تيزابو سره يوځاى کوي او لومړى الکايل هايدروجن سلفيت جوړوي ،وروسته ددی ماليکول سره دوهم ماليکول الکول يوځاى کوي او ايتر جوړوي:

7- په صنعت کې (Ether) د (Al2O3)په شتون کې په 300 C° کې په ايتر بدلوي.

په دی طريقه کې د ايترو لوى او درانه ماليکولونه لاسته راځي. ډاى ايتايل ايتر(Di ethyl ether): د ډاى ايتايل ايترکېمياوي فرمول دى. د ډای ايتايل ايتر ساختماني فرمول په لاندې ډول دی.

ډاى ايتايل ايتر يوه بې رنگه مايع ده چې سوزيدونکې خوند لري مگر په ياد ولرئ چې بخارات يې د ډېر وخت لپاره تنفس نه کړئ ځکه چې يوه قوي بى سده کوونکې ماده ده او ژر فرار کوي او په 35.5 c° کې جوش کوي. په اوبو کې په لږه اندازه او په ايتايل الکول کې په هر نسبت حليږي او زيات عضوي مرکبونه په ځان کې حلوي. که چېرته داى ايتايل ايتر د اوږدې مودې لپاره د اکسيجن او نور په مقابل کې واقع شي په پر اکسايد تبديليږي چې يو بې پايښته ترکېب دى چې په شدت سره انفجار کوي او د زهريت له امله د بې هوشي په عملياتو کې خطر لرى نو بايد په سر تړلو لوښو او رنگه ښيښو کې تړلي وساتل شي. د ډای ايتايل ايترو کېمياوي خواص (Chemical properties of Di ethyl ether ): 1- د ډای ايتايل ايتر د قوي اکسيدايز کوونکې مادي په وسيله په يو تيزابي محلول کې لومړي په الديهايد او وروسته په تيزابو بدليږي.

2- ډای ايتايل ايتر د هايدرو ايوديک اسيد HI سره تعامل کوي الکول او ايتايل ايودايد جوړوي.

3- ډای ايتايل ايتر په يو تيزابي محيط کې د تودوخې په اغيزه د اوبو سره په الکولو بدليږي.

ډ ای ايتايل ايترو لاسته راوړنې: په لابراتوار کې د ايتايل الکولو د دوه ماليکولونو څخه د يو ماليکول اوبو په ايستلو سره ايتايل ايتر لاس ته راځي.

2- د ويليم سن په طريقه: د سوډيم ايتليت او ايتايل ايودايد د تعامل څخه لاس ته راځي.

په لابراتوار کې د ډاى ايتايل ايترو لاسته راوړني تجربه: داړتيا وړمواد چې په دې کې په کار وړل کيږي په دې ډول دي ايتايل الکول،د ګوګړو تيزاب ،شګه يا کريړ،اوبه ،انبيق ،څڅونکې (پيپت) تودوخه سنجونکې (ترمامتر) د اوبو بيکر اوږود لاستي قيف ،کاندسر،فلاسک،د ايترو زيرمه کولو لپاره استوانوي فلاسک،کارک ،د تودوخي سرچينه.


دتجربې څرنګوالی: په يو کوږ خيټور ښيښه يې نل (انبيق) کښی (150 cm3ايتايل الکول واچوئ په دغه انبيق کې تودوخه سنجوونکې او کاندنسر چې داخلي پايپ ولري نصب کړئ او د لاندې شکل سره سم يې د کاندنسر د خولې سره استوانوي فلاسک د ايترو د زيرمه کولو لپاره ونښلوئ او بيا دغه فلاسک د اوبو په بيکر کې کيږ دۍ اوس نو د انبيق پورتنۍ برخې سوري کې اوږو لاستی قيف داخل کړئ او د پيپت پواسطه H2SO4 څاڅکي څاڅکي پهب قيف کې اچوئ او دې کارته دومداره په وققوي ډول دوام ورکړئ ترڅو مصرف شوي ايتايل الکول درې برخې او يوه برخه ګوګړو تيزاب استعمال شي نو دلته بايد 50 cm3 تيزاب علاوه شي يوڅه تودوخه پخپله جوړيږي دا محلول دی يو څه وخت پری ښودل شي تر څو سوړ شي اوس انبيق په تودوخي سرچينې کيږدۍ او تودوخه ورکوئ کله چې ترمامتر کې تودوخه ته ورسيږي نو د تقطير عمل پيل کيږي په دې وخت کې کاندنسر باندې يخې اوبه ور زياتي کړئ بخار شوی ډای ايتايل ايتر د کاندنسر د منځ څخه تيريږی او په مايع بدليږي او فلاسک کې زيرمه کيږي.

170 ته ورسيږي نو ايتلين جوړ وي .

پاملرنه : د ايترونو د توليد دستګاه ته اورمه نږدې کوئ ځکه چې اور اخلي او خطر لری حاصل شوی ايتر بايد بيرته انبيق ته داخل نشي ځکه چې قوي چاودنه منځ ته راوړي. ايترونه او دهغې بخارونه مه تنفس کوئ ځکه چې ايترونه قوي بې سده کوونکي دي د ډای ايتايل ايتر د استحصال انځور.



د ايترونو د استحصال بله طريقه : که د الکايل هلايد او سپينو زرو اکسايد و محلول نه سره مخلوط کړو ايتر او د سپينو زرو هلايد لاس ته راځي دغه تعامل د لابراتوار په يو ښيښه سرته رسوي او د ښيښې د پاسه سلورهلايد رسوب کوي نو ځکه ورته د سپينو زرو پواسطه جيوه کلو تعامل يا Silver mirrore test وايي چې معادله يې دا ده.

کړيز ايترونه يا عضوي اکسايدونه: کړيز ايترونه داسې اټکل کولى شی چې يو ماليکول اوبه د گلايکول څخه جدا شوي دي. د يادولو وړ ده چې يواځې عضوي اکسايدونه کولى شي چې د گلايکولونو د ډې هايدريشن څخه حاصل شوى وى. کړيز ايترونه د په نومونو سره ياديږي لکه:



که چېري اوکسي ايتلين اساس ونيول شي په صنعت کې لاندې مرکبونه لاس ته راځي:


ايترونه په دوه ډوله دي: متناظر ايترونه: هغه ايترونه چې د اکسيجن دواړو خواو ته يې د R قيمتونه يو شان وي د متناظر ايترو په نوم ياديږي لکه:


نا متناظر ايترونه: هغه ايترونه چې د اکسيجن دواړو خواو ته د R مختلف قيمتونه ولري د نا متناظر ايترو په نوم ياديږي. لکه:


د ايترو د کاروونې ځايونه ايتر په روغتونو کې د جراحي په وخت کې د بې هوشه کوونکې مادې په حيث کارول کېږي، هغه ايتر چې ددې هدف لپاره کارول کېږي بايد ښه تصفيه شي چې د ناروغانو د مړيني سبب نشي او هم هغه ايتر چې د بيهوشي لپاره کاروول کېږي بايد زيات وخت ورباندې تير شي او بايد ښه وساتل شي. څرنگه چې ايترونه ډېر عضوي مرکبونه په ځان کې حلوي نو که عضوي مرکب په اوبو کې حل شوي وي کولى شو چې د ايتر په وسيله يې جلا کړو، په دې نوموړي محلول باندې ايتر ورډيروو او ښه يې ښورو او بيا د اوبو طبقه د ايترو د طبقې څخه د تفريقي قيف په وسيله جلا کوو.

.




دايترونو پراوکسايدونه چاوديدونکي دي او په تيره بيا که هغوی د تودوخې تر اغيزې لاندې راشي ډير ژر چوي دا چې ايترونه په کيمياوي تعاملاتی چاپيريالونو کې په تيره بيا د حل کوونکو په توګه ډير زيات پکاريږی  نو د پام وړ خبره دا ده چې ايترونه مخکې له پکارولو څخه له پراوکسايدونو  د محلولونو په مرسته ومينځل شي.

د ايترونو له ډلې څخه دای اايتايل ايتر(اايتايل ايتر)چې ډير ساده او د زيات پکارولو مهم ترکيب او ډير ژر اور اخلي او که د هوا سره د هغه مخلوط اورته نږدی شي نو چوي . دای اايتايل ايتر يوه بيهوښه کوونکې ماده ده چې په تيرو وختونو کې په جراحي کې ورڅخه کار اخيستل کيده د فينولونو ايترونه هم چې د خپلو ځانګړو بويونو لرونکي دي . عطرجوړولو په صنعت کې ور څخه کار اخيستل کيږي د دغه ډلې څخه د هغه ميتايل ايتر(انيزول)،اايتايل ايتر(فينيتول) نوم اخيستلای شو چې همدارنګه د حل کوونکو په توګه هم ورڅخه کار اخيستل کيږي.


هغه فينولي ايترونه چې د څنګ زنځير يې غير مشبوع وي په طبيعت کې ډير زيات پيدا کيږي لکه انيتول چې په باديانو او ايوګينول چې په لونګو کې پيدا کيږي.

په همدې ډول کړيوال ايترونه هم په دې لړ کې د اهميت وړ عضوي ترکيبونه شميرل کيږي د او له اوبو سره ګډيدای شي او په لاندې ډول لاسته راځي.

تترا هايدرو فوران د يوه ښه حل کوونکې په توګه په عضوي کيميا کې پکاريږي هغه کړيوال اکسايدونو) يا ايپواکسايدونو په نوم سره ياديږي همدارنګه هغوی د الکان او کسايدونو په نومونوسره هم يادوی د دې ډول ايترونو ځينې استازي دا دي .


دا چې اتلين اوکسايد د دې لړۍ يو خوارمهم ترکيب دی چې زيات شمير تعاملات سرته رسوي نو ځکه په صنايعو کې ځانګړی ځای لري او همدارنګه د کيميا پوهانو لپاره په تيره بيا د عضوي کيميا پوهانو لپاره ډير اهميت وړ عضوي ترکيب ګڼل کيږي .

تيو ايتر (Di alklysulfCide) Thio ether

د ايتري مرکبونو سره د مشابهت له مخې د Thio ايترونو مرکبونه کولای شو د مشتقات او يا د Marcaptane مرکپتان مشتق ته فکر وکړو لکه چې په هايدروجن سلفايد کې د H دواړه اتومونه د عضوي بقيو پواسطه عوض شوي او په مرکپتانونو کې د H يو اتوم د عضوي بقيي پواسطه عوض شوي دي د دې ډول مرکبو عمومي فرمولونه لکه چې مخکې وليدل شو

په دې فرمول کې R کېدای شي سره مساوي او يا غير مساوي شي او د دوي نوم ايښودونه ډاي ايتايل سلفايد (ډاي ايتايل تيو ايتر) . دتيو ايتر لاسته راوړنه: ۱ – دغه مرکبونه دالکايل هلوجنيد دقلوي مرکپتيدو سره د تودوخې په نتيجه کې استحصاليږي .


۲- دالکايل هلوجنيدو د پوتاشيم سلفايد څخه دحرارت ورکولو په نتيجه کې تيو ايترونه لاسته راځي.


دغه مرکب په دوهمه نړيواله جګړه کې د (Lost) لوست تر عنوان لاندې يا د خندقونو د غاز پنامه د يو تخريش کوونکې مادې په حيث د دښمن په مقابل کې استعماليده ځکه چې د هغی بخارات تنفسي سيستم تخريش او د پوستکي په سر د ټناکي د پيدا کېدو سبب ګرځي د لوست د خنثي کولو د پاره د بليشنګ (Blishing powder) څخه کار اخيستل کېږي. تيو ايترونو خواص (Properties of Thio ether): تيو ايترونه ډير بدبويه مرکبونه دي او په اوبو کې غير منحل دي د الکايل هلوجنيدونو سره د اکسونيم د مرکبونو د ورته والي له مخې د سلفونيم دمالګو د توليديدو سبب ګرځي مخصوصاً ( Tri alkyl sulfonium) هغه هلوجنيد چې د تيو ايتر او الکايل هلوجنيدونو څخه لاسته راځي کرستلي حالت لرونکي او ډير ثابت وي لکه :


دتيو ايتر او د مرکپتانونو اکسيديشن :


دالکايل سلفونيک اسيد عمومي فرمول دی او د دې کورنۍ سيستماتيک نومونه عبارت دي له 


 او داسې نور د سلفونيک اسيد عالي مرکبونه د پاکوونکې مادې  په حيث او يا کلسيمي مالګی په  اوبو کې منحل دي نو له همدې کبله دغه  صابونو په  سختو اوبو کې هم استعماليږي .
په موجوديت په اسانۍ سره په سلفو نو تبدليږي مثلاً لاندنې معادله کې .شته


ډای ميتايل سلف اوکسايد (Di methyl sulfoxid) چې په پورتنۍ طريقې سره استحصاليږي دي دغه مرکب د اوبو ،الکول،اسيتون ،کلوروفارم او بنزين سره مخلوط کېږي خو د پارافين په اوبو کې نه حليږي نو له دي کبله د دې مرکب څخه د يو ښه محلل په حيث د (P.V.C) پولي وينايل ګلورايد او پولي (poly acrylnitrl) او سلولوز د مشتقاتو په حلولو کې کار اخيستل کېږي پرته له داي ميتايل سلفو اکسايد (D.M.S.O) لاندني مرکبونه د دوهمي معادلې له مخې استحصاليږي او دلاندې سيستماتيک نومونو لرونکي دي.







اخځليکونه ۱ – نهالګر شيرمحمد (۱۳۸۵) ه ش کېميا عمومی عضوی انتشارات خاور

    م م (۱۴۰،۱۳۹،۱۳۸،۱۳۷،۱۳۶،۱۳۵،۱۳۴).

۲ – حکېمی محمد غوث (۱۳۸۹) ل ل عضوی کېميا خپرونکې انتشارات سعيد

   م م (۱۲۲،۱۲۱،۱۲۰،۱۱۹،۱۱۸،۱۱۷،۱۱۷،۱۱۶).

۳ – بهزادی دوکتور کرامت الله (۱۳۷۹) ه ش رهنمای شيمی عمومی ۲ نشر علوم دانشګاهی (۱۵۸،۱۵۷،۱۵۶) . ۴ -