اوګستن-جين فرنايل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اوګستن –جين فرنايل (10 مۍ 1788 – 14 جولای 1827) يو فرانسوی ملکي انجنير او فيزيک پوه و، د 1830ز لسيزې تر وروستيو پورې، او د نولسمې پېړۍ تر لومړيو پورې د «نيوټن» د جسماني نظريې له پاتې شونو پرته، د بصرياتو (د رڼا او ليد پوهنه) په اړه د هغه د څېړنو له امله د رڼا د څپې نظريه تقريپاً په متفقه ډول ومنل شوه. نوموړی شايد د کاتاديوپتريک (انعکاسي/انکساري) « Fresnel lens» د اختراع، او په سمندر کې د بې شماره ژوندونو د ژغورلو لپاره د رڼا د څليو د ليدلو د وړتيا لوړولو لپاره د "پوړيزو" لينزونو د استعمال له امله ډېر مشهور دی. ساده ډايوپيټرک (سوچه انکساري) پوړيز لينز په لومړي ځل د « Count Buffon» له خوا وړانديز شوی و، او د فرنايل له خوا په خپلواک ډول بيا جوړ کړای شو، کوم چې د سکرين په ذربينونو او د لوړ عرض وسايلو په ډبلو لينزونو کې کارول کېږي. [۱]

د «Huygens» د ثانوي څپو د اصولو او له مقداري اړخه د مداخلې د «Young» د اصولو په څرګندولو سره، او د دې په فرض کولو سره چې ساده رنګ د سينوسي څپې لرونکې وي، فرينايل د نېغو څنډو په مټ د خپرېدو لومړی د منلو وړ وضاحت وړاندې کړ، په کوم کې چې د لومړي منلو وړ څپو پر بنسټ د مستطيلي خپرېدو په اړه وضاحت هم شامل دی. د هغه د دليل يوه برخه دا ثبوت و چې د يوې فريکوينسۍ؛ خو جلا جلا پړاونو سينوسي افعالو اضافه کول، د مختلفو اړخونو لرونکو قوتونو د اضافه کولو سره ورته دی. د لا زيات اټکل په کولو سره چې د رڼا څپې سوچه عرضي (متقاطع) دي، فرينايل د قطبي کولو (د دوه قطبونو منځ تهر اوړل) نوعيت، د رنګه قطبي کولو طريقه، او دوه رڼو يو شان محيطونو په شريکه سطحه د انتقال او انعکاس معاملات هم توضيح کړل. له دې وروسته، کلسيټ لپاره، د لوري-چټکتيا-قطبي کولو د اړيکې په عامولو سره، هغه د غبرګې طبقې په دوه ګوني انکساري بلورو کې، د انکساري وړانګو د اړخونو او قطبي کولو حساب معلوم کړ (د کوم لپاره چې د Huygens ثانوي څپې مخونه متماثل محوري نه دي). د هغه د سوچه عرضي څپې اټکل په لومړي ځل خپرېدل، او د غبرګې محوري ستونزې د لومړي سم حل وړاندې کولو تر منځ موده، له يو کال څه هم کمه وه. [۲]

وروسته هغه د خطي قطبي کولو، دايروي قطبي کولو، او بيضوي قطبي کولو اصطلاحات جوړ کړل، او دا يې روښانه کړه چې څه ډول بصري تاوېدل د دايروي قطبي کولو دوه اړخونو لپاره د خپرېدو په چټکتيا کې د توپير په توګه پېژندل کېدای شي، او (د انعکاس ضريب ته د پېچلتيا د اجازې ورکولو سره) بشپړ داخلي انعکاس له امله په قطبي کولو کې د بدلون، لکه چې فرينايل په معين (متوازي الاضلاع) کې ښودل شوی دی. د شته کارپسکولر (جسمي) تيورۍ څخه دفاع کونکي، په دومره کمو اټکلونو، د دومره ډېرو ښکارندو د هغه د مقداري تشريحاتو سره سمون نه دلود.

فرينايل د ژوند تر پايله له نري رنځ ځورېدو، د کوم له امله چې په نهه دېرش کلنۍ کې ومړ. که څه هم هغه په خپل ژوند کې مشهوره څېره ونه ګرځېده، خو د خپلو ملګرو څخه د مناسبې پېژندګلو تر لاسه کولو لپاره يې پوره ژوند وکړ، د (د مرګ په بستر) لندن د شاهي ټولنې د « Rumford Medal» په ګډون او د بصرياتو او څپو په نويو اصطلاحاتو کې د هغه نوم په هر ځای کې موجود دی. په 1860ز لسيزه کې د « Maxwell» د برېښنايي مقناطيسي نظريې په مټ، د رڼا د څپو د نظريې له شاملولو وروسته، د فرينايل د شراکت د پراختيا څخه تر يو بريده توجه واوښته. د فرينايل د فزيکي بصرياتو د اتحاد او « Maxwell» د پراخه اتحاد تر منځ موده کې، يوه معاصر واک، « Humphrey Lloyd»، د فرينايل د منعکس ليد تيوري تر ټولو عمده فيزيک په توګه بيان کړه، کومه چې د فيزيکي ساينس په دايره کې تر اوسه ستايل کېږي، د « Newton» د کايناتو نظام له دې څخه مستثنی دی.

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

کورنۍ[سمول]

اوګستن-جين فرنايل (چې اګستن جين او يا په ساده ډول اوګستن هم بلل کېږي)، د 1788ز کال د مۍ په لسمه نېټه د نارمنډي، په بروګلي کې زېږېدلی و، هغه د مهندس « Jacques Fresnel» (1755–1805) له څلورو زامنو څخه دويم زوی و، د مور نوم يې Augustine و، چې په « Mérimée» (1755–1833) يې شهرت درلود. په 1790ز کال کې، له انقلاب وروسته بروګلي د « Eure» د ډيپارټمنټ برخه وګرځېده. دې کورنۍ په 1789/90ز کلونو کې دوه ځلې «چيربرګ» ته کوچ وکړ، او په 1794 ز کال کې « Jacques» پلرني ټاټوبي « Mathieu» ښار ته وکوچېده، چېرته چې « Madame Fresnel» پنځه ويشت کاله د کونډې په توګه تېر کړل او له دوه زامنو څخه يې زيات ژوند وکړ.[۳][۴][۵]

لومړی زوی يې « Louis» (1786–1809)، په « École Polytechnique» کې داخل شوی و، په توپخانه (درندو وسلو) کې دويم بريدمن شو، او د اسپانيې په « Jaca» کې د جګړې پر مهال، له خپلې درويشتمې کليزې څخه يوه ورځې مخکې ووژل شو. درېيم زوی يې « Léonor» (1790–1869)، په ملکي انجنيرۍ کې اوګستن تعقيب کړ، او له هغه وروسته د لايټ هاوس په کمیسيون کې د سکرتر په توګه وټاکل شو، او د هغه د راټولو شويو اثارو په سمون کې يې مرسته وکړه. څلورم زوی يې « Fulgence Fresnel» (1795–1855)، نوميالی ژبپوه، ديپلومات او مستشرق شو، او کله کله به يې په مذاکراتو کې له اوګستن سره مرسته کوله. « Fulgence» په 1855ز کال کې په بغداد کې هغه مهال مړ شو، کله يې چې د بايبل د لټون ماموريت مشري کوله. په څرګند ډول « Léonor» په دې څلورو کې يوازینی و چې واده یې کړی و. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د دوی د مور کشر زوی « Jean François "Léonor" Mérimée» (1757–1836)، څوک چې د ليکوال « Prosper Mérimée» (1803–1870) پلار و، د رسامۍ هنرمند و، چا چې د انځورګرۍ کيميا ته خپله پاملرنه زياته کړې وه. نوموړی د « École des Beaux-Arts» دايمي سکتر او (تر 1814) پورې په « École Polytechnique» کې پروفيسر شو، او د اوګستن او د هغه مهال د مشهورو نظري فزيک پوهانو تر منځ د اړيکې ابتدايي نقطه وه.[۱۲]

زده کړه[سمول]

فرينايل وروڼو ته په لومړيو کې خپلې مور په کور کې درس ورکړ. ناروغ اوګستن تر ټولو سست بلل کېدو، او د زده کړې لور ته يې ميلان نه درلود؛ خو دا مشهوره کيسه اختلافي ده، چې هغه تر اته کلنۍ پورې په ستونزمنه توګه لوستل پیل کړل. په نهه يا لس کلنۍ کې هغه د ونو د څانګو د لوبو په لينديو او توپکونو بدلولو د وړتيا پر درلودلو سربېره کوم امتياز نه درلود، چې ډېر ښه کار يې کاوه، او له خپلو ملګرو څخه يې د ځان لپاره د « l'homme de génie» (ځيرک سړی) لقب ګټلی و، او له خپلو مشرانو څخه په متحد ډول تادبېدو. [۱۳][۱۴][۱۵]

په 1801ز کال کې، اوګستن د « Louis» د ملګري په توګه « École Centrale at Caen» ته واستول شو. خو اوګستن خپل فعاليت زيات کړ: د 1804ز کال په وروستيو کې، نوموړی په « École Polytechnique» کې ومنل شو، او د داخلې په ازموينه کې يې اولسم مقام خپل کړ. څنګه چې د « École Polytechnique» تفصيلي تاريخچه په 1808ز کال کې پيل کېږي، موږ په دې ځای کې د اوګستن د وخت په اړه ډېر کم معلومات لرو، پرته له دې، چې که نوموړي هلته ملګري پيدا کړي وي او – د مسلسل ناوړه صحت سره سره – په رسامۍ او هندسه کې يې مهارت تر لاسه کړ: په خپل لومړي کال کې هغه د هندسې د يوې ستونزې د حل کولو لپاره جايزه تر لاسه کړه، کومه ستونزه چې « Adrien-Marie Legendre» وړاندې کړې وه. په 1806ز کال کې په فارغېدو سره، نوموړي بيا په « École Nationale des Ponts et Chaussées» (د پولونو او سرکونو ملي ښوونځی کوم چې د ENPC يا École des Ponts په نوم هم پېژندل کېدو) داخله واخيسته، له کوم څخه چې نوموړی په 1809ز کال کې فارغ شو، او په « Corps des Ponts et Chaussées» کې يې د « ingénieur ordinaire aspirant» (د روزنې برخه کې عام انجنیر) په توګه خدمت پيل کړ. په مستقيم يا غېر مستقيم ډول نوموړي خپل پاتې ژوند د « Corps des Ponts» په ماموريت کې تېر کړ.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. Darrigol, 2012, pp. 220–223.
  2. Darrigol, 2012, p. 205.
  3. Silliman, 2008, p. 166.
  4. Levitt (2013, p. 23) says "in 1790". Silliman (1967, p. 7) says "by 1790". Boutry (1948, p. 590) says the family left Broglie in 1789.
  5. Boutry, 1948, p. 590.
  6. Fresnel, 1866–70.
  7. Levitt, 2013, p. 99.
  8. Levitt, 2013, p. 72.
  9. Pillet, Maurice (1881–1964) (1922). L'expédition scientifique et artistique de Mésopotamie et de Médie, 1851–1855 (په فرانسیسی ژبه کي). Accessed from Gallica – Bibliothèque nationale de France: Libraire Ancienne Honoré Champion. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Pillet, Maurice (1881–1964) (1922). L'expédition scientifique et artistique de Mésopotamie et de Médie, 1851–1855 (په فرانسیسی ژبه کي). Accessed from Gallica – Bibliothèque nationale de France: Libraire Ancienne Honoré Champion. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. On Augustin, see (e.g.) Boutry, 1948, p. 604. On Léonor, see also Levitt, 2013, pp. 104–105.
  12. Levitt, 2009, p. 49.
  13. Levitt, 2013, p. 25; Arago, 1857, p. 402; Boutry, 1948, pp. 590–591.
  14. That age was given by Arago in his elegy (Arago, 1857, p. 402) and widely propagated (Encyclopædia Britannica, 1911; Buchwald, 1989, p. 111; Levitt, 2013, p. 24; etc.). But the reprint of the elegy at the end of Fresnel's collected works bears a footnote, presumably by Léonor Fresnel, saying that "eight" should be "five or six", and regretting "the haste with which we had to collect the notes that were belatedly requested for the biographical part of this speech" (Fresnel, 1866–70, vol. 3, p. 477n). Silliman (1967, p. 9n) accepts the correction.
  15. Levitt, 2013, pp. 24–25; Buchwald, 1989, p. 111.
  16. Levitt, 2013, pp. 25–26; Silliman, 1967, pp. 9–11.
  17. Boutry, 1948, p. 592.
  18. Silliman, 1967, p. 14; Arago, 1857, p. 403. Fresnel's solution was printed in the Correspondance sur l'École polytechnique, No. 4 (June–July 1805), pp. 78–80, and reprinted in Fresnel, 1866–70, vol. 2, pp. 681–684. Boutry (1948, p. 591) takes this story as referring to the entrance examination.
  19. Levitt, 2013, pp. 26–27; Silliman, 2008, p. 166; Boutry, 1948, pp. 592,کينډۍ:Tsp601.