اوښلن لوګی
ښکارېدونکې بڼه
(له اوښلن لوگی نه مخ گرځېدلی)
اوښلن لوګی يا اوښلن ګاز، (په انگرېزي: Tear gas) چې په رسمي توګه لاکريمېټوري اجېنټ يا لاکريماټور (د lacrima نه راوتلی چې په لاتين کې د "اوښکې" په مانا دی) هم يادېږي، يو ناوژونکی کيميايي مرکب دی چې د سترګو قرنيوي وژي راپاروي او همدا پارېدنه د اوښکو، درد او آن د ړوندوالي سبب کېږي. د او سي, سي اس, سي ار, سي ان, نانيوامايډ, برومواسيتون, فېناسيل برومايد, زيليل برومايد او سين-پروپان ايتايل-اس-اکسايد (چې له پيازو په لاس ته راځي) عام اوښلن توکي دي. د لاکريماټورانو يا اوښلن توکو کيميايي جوړښت تر ډېره حده يو بل ته سره ورته دی او د دوی د جوړښت ګډ عنصر Z=C-C-X دی، چې په دغه جوړښت کې د Z سمبول د کاربن يا اکسيجن ښکارندوی، او د X سمبول د برومايد يا کلورايد عنصر ښکارندوی دی.
دا هم وګورۍ
سرچينې
نورې لوستنې
- د سي اس گاز په اړه د بي بي سي مالومات
- د سي اس گاز سره څه وکړو Archived 2012-06-18 at the Wayback Machine. په eco-action.org کې
- Brone et al (2008)