اوږد پارلمان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اوږد پارلمان ( داوږدې مودې پارلمان) د انګلستان هغه پارلمان و چې له ۱۶۴۰ تر ۱۶۶۰ ز پورې یې دوام وموند. دا پارلمان دې لنډ پارلمان  له ماتې وروسته چې یوازې د دری اونیو لپاره یې د ۱۶۴۰ ز کال په پسرلي کې د ۱۱ کلن پارلماني غیابت څخه وروسته غونډې کولې را منځ ته شو. د ۱۶۴۰ ز کال په سپتمبر میاشت کې پا چا دویم چارلس په ۱۶۴۰ز کال کې د پارلمان د احضار فرمانونه صادر کړل چې باید د نومبر په ۳ غونډه وکړي، هغه قصد کړی وه چې په سکاتلند کې د اسقفانو د جګړې د لګښتونو د پوره کولو لپاره د یوه اړین ګام ه توګه په دې غونډه کې مالي لاېحې تصویب کړي. اوږده پارلمان خپل نوم له دې واقعیت څخه لاس ته راووړ چې د پارلمان قانون دا په ډاګه کړې وه چې یواځې د غړیو د هوکړې په صورت کې پارلامان منحل کیدای شي خو غړیو د ۱۶۶۰ز کال د مارچ تر ۱۶ پورې په انګلستان کې تر کورنۍ جګړې دمخه او د دو دورو سلطنتو تر منځ مودې پای ته رسیدو ته نژدې مودې  پورې د پارلمان له انحلال سره موافقه ونه کړه. [۱][۲]

پارلمان له ۱۶۴۰ز کال د ۱۶۴۸ ز کال پورې په داسې حال کې پاېښت وموند چې د نوې مادل اردو له خوا تصفیه کېده. له دې مرحلې وروسته، د انګلستان د عوامو مجلس پاتې غړو د رمپ پارلمان Rump Parliament ( رمپ د یوه شي د کوچني کیدو له امله د دې شي پاتې برخې ته چې لویه وی ویل کیږې) په نامه ونومول شو ، اولیور کروموېل Oliver Cromwell د رمپ پارلمان د ۱۶۵۳ز د اپرېل په میاشت کې منحل کړ چې انتصابی او انتخابی پارلمانونو یې ځای ونیو.

د ۱۶۵۸ زکال د سپتمبر په میاشت کې د کروم ویل Cromwel له مړينې وروسته اړاودوړ په ترڅ کې،  د رمپ Rump پارلامان  د ۱۶۵۹ز د مې په میاشت کې ېوځل بیا تأسیس شو، د ۱۶۶۰ ز کال په فبرورۍ میاشت کې جنرال جورجو مونک George Monck د پارلمان هغو غړو ته  چې په کال ۱۶۴۸ کې له پارلمان څخه منع شوي و اجازه ورکړه چې خپلې چوکې بیرته ونیسي ترهغوی وکولای شي هرهغه قانون تصویب کړې چې له مخې یې رمپ پارلمان بیا ژوندی کیده او د اوږده پارلمان د انحلال لامل کېده. دې کار د یوه نوي پارلمان د ټاکلو لپاره لاره هواره کړه چې د کانونسوین Convention پارلمان په نامه یادېده. د اوږده پارلمان ځینو غړي لکه سر هنری وین یونګر Sir Henry Vane او جنرال ایدموند لودلو Edmond Ludlow د اوږده پارلمان په پرېکړه لیک  کې له برخې اخیستو څخه منع کړل شول. هغوی ادعا کوله چې پارلمان په قانوني توګه نه دی منحل شوی اووروستۍ رایې د جنرال ایدموند لودلو General Edmond Ludlow له لوري د چارلس د بیا تقویې د لپاره دیوې کړنلاریزې بې نظمۍ ( هغه کلمات چې د دې لپاره په ورته وخت کې کارول شوي وه "توطیه او حیله " و) پایله وه. د چارلس د بیا مستقر کیدو په پار جنرال ایدموند لودلو General Edmond Ludlow ته د دوکدام dukedom ( د دوک د قلمرو ) جایزه ورکړل شوه ( دوک د انګلیسي اعیانو موروثي لقب دی).

اوږد پارلامان د انګلستان د ویګ Whig( دا په انګلستان کې د یوه ګوند نوم دی چې د پاچا د واک کمیدل یې غوښتل او وروسته د لبرال یا آزادي غوښتونکې ګوند په بڼه را څرګند شو) په تاریخونو کې یوه کلیدی اهمیت وبلل شو. په ویګ پورې اړوند امریکایی تاریخ پوه باور درلود چې اوږد پارلمان " د حکومت لپاره د یوشمیر سترو نوابغو ټولګه وه چې نړۍ داسې ټولګه چې د یوه ګډې موخې د لاس ته راوړلو لپاره کار وکړې نه وه لیدلې، دهغوی کړنو داسې اغیزه رامنځ ته کړه چې له مخې یې هیواد په نړۍ کې د تحسین او حیرانتیا وړوګرځید، او اغیزې یې لا تراوسه د دې هیواد له پولو ها خوا د اصلاحاتو او د خلکو د آزادي د پرمختګ لپاره احساسیږي. هغه په دې اند و چې د اوږده پارلمان جمهورې غوښتونکو قواعدو د امریکا د انقلابي جګړې جوړونکې  ماده وګرځیده.  [۳]

د سترافورد اعدام[سمول]

چارلس له مالیاتو پرته د اسقفانو د جګړې په تمویل کې ځان کمزوری ولیده، د ۱۶۴۰ ز کال د اپریل میاشت کې پارلمان  له یوولسو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره یوځل بیا راوغوښتل شو، خو کله چې پارلمان له انحصاری امتیازاتو پرته مالیې رد کړې، چارلس پارلمان یوازې له درې اونیو وروسته منحل کړ. له دوهمې ماتې وروسته سکاتلندې تړون کوونکو( دسکاتلند او انکلستان ترمنځ یوه تړون ته اشاره ده)، چارلس اړ کړ چې په نومبر میاشت کې نوي انتخابات ترسره کړي، چې دې چارې د جان پېم تر مشرۍ لاندې یواکثریت لرونکی اپوزیسیون رامنځ ته کړ.     [۴]

پارلمان سمدلاسه یولړ اساسی عرایض وړاندې کړل چې یو هم د انګستان له کلیسا څخه د اسقفانو ایستل و چې په کلیسا کې د دکاتولیکې عرفونو دودې له امله یې پراخې اندېښنې را وپارولې. په سکاتلندې پروتستانو باندې په جګړه کولود چارلس لیوالتیا او له خپل تبعید شوي وراره چارلس لویس Charles Louis سره مرسته نه کول داسې ویرې را منځ ته کړې چې نژدې وه هغه له هسپانیا سره یوائتلاف جوړکړي، دا داسې یونظر و چې د ونس د ښارتجربه لرونکوکسانو او فرانسوی سفیرانو له خوا چارلس ته ورکړل شوی و. [۵][۶]

دا په دې معنی وه چې د خپل سرۍ مستبدانه سلطې له منځه وړل نه یوازې د د انګلند لپاره مهم و بلکه په ټولیزه توګه د پروستانت د قضیې لپاره هم مهم و. څنګه چې په سلطنت باندی مستقیم یرغلونه د نه قبول وړ وبلل شول، نو معمول تګ لوری دا و چې د هغه یو شمېر شریر سلاکاران د اعدام شي. ددې چارې تر سره کول دا ښودله چې حتی که پاچا له قانون پورته وي د هغه ترلاس لاندې کسان له قانون څخه پورته نه او پاچا د هغوی ملاتړ نه کاوه، موخه داوه چې نور کسان اړکړل شي چې د خپلو اعمالو په اړوند دوه ځله فکر وکړي. [۷]

دهغوی ا صلی موخه ایرل سترافورد وه Earl Strafford و ( ایرل یولقب دی)، هغه له دې خبر و او چارلس ته يې په ټینګار وویل چې د لندن په برج باندی نظامي یرغل وکړي او د پارلمان هغه غړې او ملګري یې ونیسي چې له سکاتلندیانو سره په خاینانه مکاتباتو تورن و. په داسې حال کې چارلس په دې کې ځنډ کاوه، پېم Pym لومړی حمله وکړه ، د نومبر په ۱۱ سترافورد Strafford، لومړی احضار، بیا ونیول شو او د لندن برج ته واستول شو.  نورې موخې لکه جان فینچ John Finch بهر ته وتښتیده، سراسقف ویلیم لاودWilliam Laud د ۱۶۴۰ په دسمبر کې ونیول شو او په برج کې له سترافورد سره یوځای شو.  [۸][۹]

د۱۶۴۱ زکال په مارچ میاشت کې Earl Strafford په لومړۍ محاکمه کې په ۲۸ موردو خپل سري او بېرحمه حکومت کولو تورن شو. که څه هم دا تورونه ثابت و، خو خوا روښانه نه وه چې هغوی به د پاچا په وړاندې په جرم ( دخیانت حقوقي تعریف) لاس پورې کړی وي . که هغه خوشې شوی وای، دهغه په ځای به دهغه مخالفین برج ته استول شوي و، له همدې امله د Pym د مصادره کولو قانوني لایحه (bill of attainder) جوړ کړه چې د سترافورد جرم یې تاییداوه او د هغه د اعدام حکم یې صادراوه.   [۱۰]

که څه هم چالرلس اعلان وکړ چې هغه به د مصادره کولو قانوني لایحه (bill of attainder) لالیک نه کړي، د اپرېل په ۲۱ پارلمان د هغه داعدام په اړه ۲۰۴ مثبتې رأیې، ۵۹ مخالفې رأیې او ۲۵۰ ممتنعه رأیې وکارولې خو د مې میاشتې په لومړۍ د نظامي توطېې په لړ کې  له برج څخه  د سترافورد  د خوشې کیدود آوازو خپریدل په لندن کې د پراخو لاریونونو لامل شو. د مې د میاشتې په اومه داعیانو مجلس دهغه داعدام لپاره ۵۱ مثبتې او ۹ منفي رأیې وکارولې .  چارلس د هغه کورنۍ د خوندیدتوب د وېرې د ادعا له امله د ستارفورد د اعدام حکم  د مې میاشتې په ۱۰ لاسلیک کړ چې دوه ورځې وروسته دهغه سر غوڅ کړای شو.  [۱۱][۱۲][۱۳]

ستر مخالفت[سمول]

ښکاریده چې دې حالت د قانون د سمونونو د برنامې لپاره یو بنسټ جوړاوه او پارلمان چارلس ته د ۴۰۰۰۰۰ پوندو مرستې لپاره رأیه ورکړه. اړینه وه چې درې کلن قوانینو لپاره باید پارلمان باید کم له کمه  په هرو درې کلونو کې غونډه وکړي او که پاچا نشوای کولای چې وړ احضار نامې صادرې کړي، د پارلمان غړو کولای شو چې پخپله جلسې تر سره کړي. د پارلمان له هوکړې پرته د بېړیو په پېسو او جبري قرضونو په ګډون د مالیاتو وضع کول غیر قانوني اعلان شول په داسې حال کې چې مدني او جنایی لویه محکمه او عالی کمیسیون منسوخ کړل شول.    [۱۴]

له دې سمونونو هغو کسانو ډیر ملاتړ وکړ چې وروسته رویالیستان یا سلطنت غوښتونکي شول لکه ادوارد هیدې Edward Hyde ، ویسکنت فالکلند Viscount Falkland  او سر جان سترانګ وې Sir John Strangways . دې خلکو له پېم Pym  او دهغه له ملاتړوسره دا توپیر درلود چې هغوی داردوله چې چارلس به د مخالفت د شواهدو سره سره په خپلو ژمنو ونه دریږي. چارلس له هغو کسات واخیست چې په ۱۶۲۸ ز کال کې یې د حقونو لاس ته راوړلو عریضه وړاندې کړې وه. هغه له سکاتلندیانو سره  په ۱۶۳۹ ز کال داسې وخت کې په شرایطو هوکړه وکړه چې هغوی د بل یرغل تابیا نیوله. هغه او هنرایتی ماریا Henrietta Maria ( د انګلستان، سکاتلند او ایرلند ملکه ۱۶۰۹ تر ۱۶۶۹ز) دواړو په ډاګه بهرنیو سفیرانو ته وویل چې ټول انحصاری امتیازونه لنډ مهاله دی او که اړینه وه د زور له لارې به بیرته واخیستل شي. [۱۵][۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. Cobbett, William (1812). Cobbett's Parliamentary History of England. 2. د کتاب پاڼې 592. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. House of Commons 1802, p. 880.
  3. Upham 1842، ص. 173.
  4. Jessup 2013، ص. 25.
  5. Wedgwood 1955، ص. 248.
  6. Rees 2016، ص. 2.
  7. Wedgwood 1955، صص. 250–256.
  8. Harris 2014، صص. 457–458.
  9. Gregg 1981، ص. 325.
  10. Carlton 1995، ص. 224.
  11. Harris 2014، ص. 410.
  12. Coward 1994، ص. 191.
  13. Smith 1999، ص. 123.
  14. Gregg 1981، ص. 335.
  15. Wedgwood 1958، صص. 26–27.
  16. Harris 2014، ص. 411.