Jump to content

اوږدپایه ښاري بېخبنا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اوږدپایه ښاري بېخبنا د «ښاري بېخبنا» مفهوم لارې، د «اوږدپایښت» برخې په زیاتېدلو سره، د لا پرمختللي او اوږدپایه ښاري پراختیا درلودلو په موخه، پراخېږي. په ودانیزو، فزیکي او سازماني جوړښتونو کې، چې ښارونه ته د فعالیت کولو وسه وربخښي، د اوسني نسل د اړتیاوو پوره کولو او د راتلونکي نسل د وړتیاوو پر لار د خنډونو او ننګونو نه‌رامنځ‌ته کېدلو په موخه، د «اوږدپایښت» اړخ هم په پام کې نیول کېږي.[۱]

SDG 9، د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې له‌خوا تنظیم شوې نړیوالې اوږدپایه پراختیایي موخې دي او له بېخبناوو سره سر او کار لري (سره له‌دې چې بېخبنا د نورو SDGګانو لپاره یو ودانیز بنسټ دی).[۲]

مفهوم

[سمول]

د اوږدپایه ښاري بېخبناوو په اړوند د څېړنې تدریجي ودې په هکله یوه اخځلیک‌سنجوونکې مطالعه، چې په ۲۰۱۹ ز کې خپره شوه، ټینګار لري چې دغه مفهوم په څیړنیزې ټولنه کې لا هم مخ په وده دی او د کاري ډګر محدوده یې د ټکنالوجۍ له پرمختګ سره سمه بدلون مومي. د کولورادو دېنفر پوهنتون د انجنیرۍ او تطبیقي ساینس پوهنځي د څرګندونې له‌مخې، ښاري بېخبناوې (د اوبو، انرژۍ، ترانسپورت، فاضلابو کانالیزاسیون او معلوماتي انجنیرۍ په څېر) هغو انجنیري سیسټمونو ته ویل کېږي چې یو ښار رامنځ‌ته کوي. ښاري بېخبناوو ته اړوند اوږدپایه هڅې، یوازې د ښاري ټولګټو پر ارزونه باندې ډډه نه‌لګوي، بلکې د کُره‌ییزې تودېدنې او ښاري خځلو او پاتې‌شونو پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ اقتصادي ودې ته هم هڅوونکی فکر لري. د دغو هڅو ټولنیزې-اقتصادي پایلو کې، ډېري وخت د اوږدپایه بېخبنایي پروژو پلي کېدلو پر مهال پالیسي او تنظیمي چارې نغښتې دي، او د هغو تنوع په بېلابېلو پروګرامونو باندې په ملي، سیمه‌ییزې او یا لا کوچنۍ کچې اغېزه کوي. د وګړو د شمېر لوړېدلو په پایله کې راپورته شویو ننګونو د داسې اوږدپایه بېخبناوو لپاره اړتیا رامنځ‌ته کړې ده چې لوړه کارکړنه، سپمایي-ګټورتیا، ګټورې سرچینې او له چاپېریال سره جوړجاړی ولري.[۳][۴][۵]

د متحده ایالاتو چاپېریال‌ساتنې اداره وایي چې، د دوی په اند د اوږدپایه ډیزاین د پلان‌جوړونې بهیر کولای شي داسې یوې ټولنې ته پراختیا وروبخښي چې له چاپېریالي، اقتصادي او ټولنیز اړخه اوږدپایه ده. د یوې اوږدپایه ښاري بېخبنا طرح، [د وګړو] پر ځای په ځای کېدنې او اوږدپایه استوګنې باندې ټینګار لري. د اوږدپایې پراختیا اصل ته په کتو سره، ستره موخه، په هغو سیمو کې د وګړو «د ایکولوجیکي پل‌نښو» کچې راټیټول دي، چې د نفوس ګڼوالی یې لوړ دی.[۶]

له هغه ځایه چې بېخبناوې د ډول، جوړښتي بڼې، اقلیمي شرایطو او د سیمه‌ییزو سرچینو او کاري ځواک د شتون له اړخونو څخه، سره توپیر لري، نو دا چې په دغسې ښاري چاپېریال کې کوم معیارونه په پام کې ونیول شي، په هره سیمه کې فرق کوي.

نړیوالې نوښتګرۍ

[سمول]

په ټوله کې

[سمول]

کله چې وغواړو د ترسره شویو څېړنو ډېرښت او د پرمختګونو اړخونه سره پرتله کړو، نو جوتېږي چې د امریکا متحده ایالات، انګلستان، اسټرالیا، او چین د بېخبناوو د حل‌لارو په رامنځ‌ته کولو کې تر نورو ستره ونډه لري. په بېلابېلو هېوادونو کې د بېلابېلو ملي لومړیتوبونو درلودلو له امله، [په بېخبناوو کې] د «اوږدپایښت» له اړخه د تمرکز ټکي سره توپیر لري. د شته پروژو او څېړنو د بیاکتنې له‌مخې، متحده ایالات او انګلستان د اوږدپایه حل لارو پنځولو په لړ کې، کلتور، اوبو، ناورینونو او ښاري پلان‌جوړونې ته لومړیتوب ورکوي. متحده ایالات بیا د شنو سیمو لرونکو بېخبنایي نوښتګرۍ سره پرمختګ کړی دی (د بېلګې په توګه: «د شنو کوڅو پروګرامونه»). چین او اسټرالیا هم ورته لومړیتوبونه په پام کې نیسي، خو په دې توپیر سره چې د اسټرالیا سیلاني اړخ، د ناورینونو څخه مخنیوي اړخ په پرتله په لومړیتوب کې ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې چین دولتي واک، برېښنا او د ځمکو پراختیا ته خورا ارزښت ورکوي.[۷][۸]

افریقا کې

[سمول]

د بېخبناوو او حکومتي ننګونو شتون کولای شي د اوږدپایه ښاري فعالیتونو په لوري د پرمختګونو بهیر ودروي. د ملګرو ملتونو اوږدپایې پراختیایي ۲۰۳۰ تګلاره، چې د ګڼ‌شمېر افریقایي هېوادونو لپاره د پلي کېدو وړ ده، د اوږدپایښت په خوا د ګام اخېستنې ترڅنګ له دغو ننګونو سره د مبارزې په لټه کې ده. د ملګرو ملتونو د څرګندونو پر بنسټ، په افریقایي هېوادونو کې یوازې 40 سلنه وګړي په ښاري مېنو کې استوګن دي، خو دغه ښاري مېنې او سره‌پيوستونونه یې په چټکۍ سره مخ په وده دي او اړینه ده ترڅو «اوږدپایښت» اړخ ته ځانګړې پاملرنه وشي. د دغې سکالو په رڼا کې، د افریقا ټولنې (AU) خپل اوږدپایه او بېخبنایي فعالیت د «۲۰۶۳ تګلارې» په ترڅ کې پيل کړ: هغه افریقا چې موږ یې غواړو. د افریقا ټولنې او ملګرو ملتونو په خبرو اترو کې، د یوې ښاري ټولنې په کلتوري او استقلابي بېخبناوو کې د اوږدپایښت د معیارونو په توګه، د سرچینو مناسبې رااېستنې او هغو ته د عادلانه لاسرسۍ امکان په هکله، په ځانګړې توګه، څرګندونې بیان شوې دي. سره له‌دې، د ثابتو دولتي مقرراتو او ټولنیز-اقتصادي شرایطو نه‌شتون، د ټولو افریقایي ښارونو د یوې انعطاف‌منونکې او تلپاتې متحرکې شبکې د رامنځ‌ته کولو پر وړاندې خنډ ګرځي. د یوموټي سیاستونو (چې د ګڼ‌شمېر افریقایي هېوادونو له‌خوا په لاره اچول شوي دي) رامنځ‌ته کولو لپاره یو ملي غورځنګ، د دولتي میثاق مفکورو ته هیله وربخښي ترڅو د ښاري مخ‌په‌وده سیمو په ګټه، په مشارکتي ډول ځمکو ته پراختیا ورکړل شي. [۹]

سرچینې

[سمول]
  1. Tiwari, Alok (2016). Urban Infrastructure Research: A Review of Ethiopian Cities. London: Springer. p. 2. doi:10.1007/978-3-319-30403-8. ISBN 978-3-319-30401-4. ISSN 2211-4165.
  2. "the critical role of infrastructure for the sdgs" (PDF).
  3. Du, Huibin. "Research Development on Sustainable Urban Infrastructure From 1991 to 2017: A Bibliometric Analysis to Inform Future Innovations". Advancing Earth and Space Science. 7 (7): 718-733. doi:10.1029/2018EF001117. نه اخيستل شوی 16 December 2020.
  4. Ferrer, Ana. "Sustainable urban infrastructure: A review". Resources, Conservation and Recycling. 128: 360-372. doi:10.1016/j.resconrec.2016.07.017. نه اخيستل شوی 16 December 2020.
  5. "Specialized Areas of Study". نه اخيستل شوی 5 March 2015.
  6. "Action Planning and the Sustainable Community". U.S. EPA. نه اخيستل شوی 16 March 2015.
  7. Du, Huibin. "Research Development on Sustainable Urban Infrastructure From 1991 to 2017: A Bibliometric Analysis to Inform Future Innovations". Advancing Earth and Space Science. 7 (7): 718-733. doi:10.1029/2018EF001117. نه اخيستل شوی 16 December 2020.
  8. Newell, Joshua. "Green Alley Programs: Planning for a sustainable urban infrastructure?". Cities. 31: 144-155. doi:10.1016/j.cities.2012.07.004. نه اخيستل شوی 17 December 2020.
  9. Pieterse, Edgar. "African dreams: locating urban infrastructure in the 2030 sustainable developmental agenda". Area Development and Policy. 3 (2). doi:10.1080/23792949.2018.1428111. نه اخيستل شوی 17 December 2020.