اوټوبا کوګوانو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اوټوبا کوګوانو
اوټوبا کوګوانو
اوټوبا کوګوانو

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۷۵۷[۱][۲]
د مړينې نېټه کال 1791 (33–34 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

اوټوبا کوګوانو، د جان سټوارټ (John Stuart) په توګه هم پېژندل کېږي چې په ۱۷۵۷ ز کې زېږېدلی او له ۱۷۹۱ز نه وروسته مړ شوی دی. د لوېديځې افريقا اوټوبا د مرئيتوب له منځه وړلو پلوی، سياسي فعال او د طبيعي حقونو فيلسوف و، چې د اتلسمې پېړۍ په وروستۍ نيمايي کې په برلين کې يو فعال و. د ديارلس کلنۍ په عمر په Gold Coast [د سرو زرو ساحل] کې ونيول شو او د مریي په توګه وپلورل شو، چې په لوېديځ هند (West Indies) کې Grenada ته ولېږدول شو. نوموړی په ۱۷۷۲ ز کې د يو سوداګر له خوا وپېرل شو، چې هغه له ځانه سره انګلينډ ته یووړچې هملته يې ليک او لوست زده او خپلواک شو. د Richard او Maria Cosway دوو تنو هنرمندانو لپاره په کار کولو سره له ځينو بریتانوي سياستپوهانو او کلتوري څېرو سره اشنا شو. هغه په بریتانيا کې د افزیقا زامن[۳][۴] (Sons of Africa) په نامه، د مریيتوب له منځه وړلولپاره، له يوې افريقايي ډلې سره يو ځای شو.

د ژوند لومړي وختونه[سمول]

هغه د اوټوبا کوګوانو په نامه په ۱۷۵۷ز کې د سرو زرو ساحل (Gold Coast) [چې اوس ګانا سيمه ده] په Ajumako کې وزېږېد. نوموړی يو Fanti و او کورني يې سيمه یيز رئيس ته نږدې وه. [۵]

کوګوانو د ۱۳ کلنۍ په عمر له يوه ډله کوچنيانو سره ونيول شو، د مریي په توګه وپلورل شو او د مریيانو د لېږد په يوه بېړۍ کې له Cape Coast نه Grenada ته ولېږدول شو. نوموړي په Lesser Antilles کې په يوه کرونده کې تر هغې کار وکړ چې په ۱۷۷۲ ز کې د يوه انګریز سوداګر له خوا وپېرل شو او له ځان سره يې انګلستان ته یووړ او په پای کې خپلواکي ورکړل شوه. نوموړی د ۱۷۷۳ ز اګسټ په ۲۰مه د «جان سټوارټ (John Stuart) – يو ۱۶ کلن تورپوستی» په توګه د Baptist [مسيحي ډله ده] پيروی شو. [۶][۷]

ابولیتیونیست[سمول]

کوګوانو په ۱۷۸۴ ز کې د Richard Cosway او د هغه د مېرمنې (Maria) [دوو هنرمندانو] له خوا د يوه نوکر په توګه وګومارل شو، چې د همدوی په واسطه د هغه وخت د بریتانيې د سياسي او کلتوري لارښوونکو څېرو ورته پام شو. د یادو څېرو له ډلې شاعر William Balke او Prince of Wales يادولی شو. کوګوانو له Olaudah Equiano او په بریتانيا کې له نورو لوستو هستوګن اشخاصو سره د Sons of Africa [د افريقا زامن] کې فعال شو، چې دا د مریيتوب له منځه وړلو یوه ډله وه چې غړو يې په مکرر ډول د مریيتوب عمل د تورنولو په موخه د هغه وخت ورځپاڼو ته ليکل کول.

نوموړي په ۱۷۸۶ز کې د Henry Demane په قضيه کې کليدي ونډه لرله، چې Demane يو تورپوستی و او نږدې و چې West Indies ته بېرته ولېږدول شي. کوګوانو له Granville Sharp  سره اړيکه ټینګه کړه، چې دا هم د مریيتوب له منځه وړونکې ډله وه او مخکې له دې چې بېړۍ حرکت وکړي؛ ورنه يې د Demane د ښکته کولو توان درلود. [۸]

کوګوانو په ۱۷۸۷ز کې د اټکل له مخې د خپل ملګري (Olaudah Equiano) په مرسته پر مریيتوب يو بريد تر سرليک لاندې [غندونکې] ليکنه خپره کړه.

د هغه ليکنې د مریيتوب له منځه وړلو او د غلام شوو وګړو د سملاسي خپلواکۍ غوښتنه کوله. نوموړی بحث کوي چې د يوه مریي دنده له مریيتوب نه تېښته ده او د نور مریيتوب د مخنيوي په موخه بايد ځواک وکارول شي. ياده وينا د وخت پاچا درېيم جورج، د وېلس شهزاده او Edmund Burke ته چې يو نامتو سياستپوه و،واستول شوه. درېيم جورج د سلطنتي کورنۍ له زياتره نوروغړو سره يو ځای د مریيانو د سوداګرې له منځه وړنې مخالف پاتې شو.

کوګوانو څلور کاله وروسته په ۱۷۹۱ ز کې د افريقا د زامنو (Sons of Africa) په ګوته کولو سره د خپل کتاب يوه لنډه نسخه خپره کړه، چې په کې يې د لندن د فقير تورپوستو لپاره په Sierra Leone کې د يوې مستعمرې رامنځته کولو په اړه د بریتانوي بې پايلو هڅو لپاره غوره ملاتړ په ډاګه کړ. یاد فقير تورپوستي زياتره خپلواک شوي افريقايي الاصل امريکايي مریيان وو، چې د امريکا له انقلابې جګړې نه وروسته په لندن کې ځای پر ځای شوي وو. نور لومړني هستوګن د اسکوشيايي اوسېدونکي (Nova Scotian) وو، چې ژمن تورپوستي (Black Loyalists) دي. د Nova Scotia پخواني امريکايي مریيان هم په کې وو، چې Sierra Leone ته تلل يې غوره کړي وو. کوګوانو په بریتانيا کې په ځانګړي ډول د افريقايي زده کوونکو لپاره د ښوونځيو د جوړولو غوښتنه وکړه. [۹]

کوګوانو په ۱۷۹۱ ز کې له Cosways کورنۍ سره په Mayfair کې 12 Queen Street ته لاړ. د نوموړی وروستی پېژندل شوی ليک په ۱۷۹۱ز کې ليکل شوی دی، چې کتاب ته د ودې ورکولو په موخه له سلو نه زياتو ځايونو ته د سفر يادونه کوي او دا چې نوموړی وپوهېده چې «کړه وړه خورا زيات توپيري دي». نوموړي هيله لرله په سيراليون کې افريقايي الاصل بریتانويانو د غوښتل شوې خپلواکې مستعمرې لپاره د اوسېدونکو د ګومارنې په موخه Nova Scotia ته سفر وکړي، مګر معلومه نه ده چې ايا سفر يې وکړ که نه. [۱۰]

نوموړی له ۱۷۹۱ز نه وروسته، له تاريخي ثبت نه نادرکه شو او اټکل کېږي، چې په ۱۷۹۱ ز يا ۱۷۹۲ ز کې مړ شو. [۱۱]

يادګار[سمول]

د ۲۰۲۰ ز په نومبر کې د انګریزانو د ميراث يوه ابي لوحه څرګندوي، چې کوګوانو د لندن په Pall Mall کې په Schomberg House کې کتل شوی دی، چې نوموړي هلته له ۱۷۸۴ ز نه تر ۱۷۹۱ز پورې د Cosways له کورنۍ سره ژوند او کار کړی دی. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

سرچینې[سمول]

  1. ISNI: https://isni.org/isni/0000000063081689 — د نشر نېټه: ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۵
  2. د ټولټال کار کتنه په: http://www.oxfordreference.com/view/10.1093/acref/9780195382075.001.0001/acref-9780195382075 — سمونګر: Emmanuel K. Akyeampong او Henry Louis Gates, Jr. — سرليک: Dictionary of African Biography — خپرونکی: Oxford University Press — ISBN 978-0-19-538207-5
  3. Bogues, Anthony (2003). Black Heretics, Black Prophets: Radical Political Intellectuals. New York: Routledge. د کتاب پاڼي 25–46. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Dahl, Adam (21 November 2019). "Creolizing Natural Liberty: Transnational Obligation in the Thought of Ottobah Cugoano". The Journal of Politics. 82 (3): 908–920. doi:10.1086/707400. ISSN 0022-3816. S2CID 212865739. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Gates, Henry Louis (1988), The Signifying Monkey: A Theory of African-American Literary Criticism, Oxford University Press, pp. 146–47.
  6. "Ottobah Cugoano", Black History Month, 18 August 2015. Retrieved 15 October 2019.
  7. Alston, David (2021), Slaves and Highlanders: Silenced Histories of Scotland and the Caribbean, Edinburgh University Press, pp. 53 - 58, کينډۍ:Isbn
  8. Harris, Jennifer. "Quobna Ottabah Cugoano", Dictionary of Literary Biography Yearbook: 2002, Detroit, MI: Gale Research Company, 2003.
  9. Fryer, Peter (1984), Staying Power: The History of Black People in Britain, London: Pluto Press, p. 101.
  10. "Ottobah Cugoano | photographer, designer | Blue Plaques". English Heritage. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (sic)
  11. "Ottobah Cugoano | photographer, designer | Blue Plaques". English Heritage. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (sic)
  12. Brown, Mark (20 November 2020). "Blue plaque for anti-slavery campaigner Ottobah Cugoano". The Guardian. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Ottobah Cugoano | photographer, designer | Blue Plaques". English Heritage. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (sic)
  14. (په 2020-11-20 باندې). Abolitionist Is Earliest Black Londoner Honored With Blue Plaque. The New York Times.
  15. کينډۍ:Open Plaques