اوينه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Isoptera
اوينې
مملکه ژوی
شاخه بند پښه لرونکی ژوي
طایفه خوځندکې
وزر لرونکی خوځندکې
تیره اوينې

اوينې یا وينې يا بځې (علمي نوم: Isoptera) د وزر لرونکو خوځندکو يوه طايفه (ډله) ده چې پرته له انټارکټيکا نه د نړۍ په بېلا بېلو سيمو کې ژوند کوي. اوينې ټولنيز (اجتماعي) خوځندکې دي چې د چابکو څخه ۱۴۵ میلیونه کاله مخکې د جوراسيک په دوره کې رامنځ ته شوې وې. د دي ژوي تر اوسه پورې ۳۰۱۰۶ ډوله ژوي پېژندل شوي دي چې په ۱۲ کورنيو تقسیمېږي. اوينې لکه ميږيانو، غومبسو او مچو غوندی ټولنيز خوځندکې دي چې په دريو ټولنيزو (اجتماعي) طبقو(فرقو) (ملكه ، پاچا او عسكران او کارگران) تقسیمېږي. نوموړي ژوي مړشوي بوټي او لرگۍ خوري او د نړۍ په اکوسیستم کې مهم رول لوبوي.

توصيف[سمول]

د اوينې کارگران او عسکران معمولا ړوند دي خو د اوينې څو افريقايي ډوله لکه Hodotermes mossambicus مرکبې سترگې لري. د اوينې کارگران د دي ژويو په ټولنې کې تر ټولو کڼ شمير لرونکی او مهمه فرقه ده چې ځاله جوړوي او د بچو او هگو غم خوري. کارگران وزرونه نه لري او نسی تولیدېدلای. عسکران لکه کارگرانو غوندی وزرونه نلري او نسی تولیدېدلاي خو لوی سر او لویې زامې لري. په سر کې ځانگړي مرغړى لري چې وژونکي مواد جوړوي نوموړي وژونکي مواد د اوينو دښمنانو د وژلو لپاره کارېږي.