اوندن برونشيت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اوندن برونکايټس يا اوندن برانشيت (په انگرېزي: Chronic Bronchitis) د سږو د هوايي نلونو يا برونکيولونو يوه اوندنه ناروغي ده. دا ناروغي اکثراً په پوخ عمره او لويانو کې ليدل کېږي چې معمولاً څو اونۍ، څو مياشتې او آن کلونه کلونه دوام کوي. دا ناروغۍ ډېر ځله په هغو خلکو کې هم چې سېگرټ څښي ليدل کېږي او کله کله په هغو خلکو کې چې سېگرټ نه کاروي هم تر سترگو کېږي. په دې ناروغۍ اخته ناروغان ممکن د ايمفيسېما په ناروغۍ هم اخته شي.

نښې نښانې

د دغې ناروغۍ په نښو کې دوامداره ټوخی پرته له درده، ټوخی کېدای شي د شين يا ژېړ رنگه بلغم سره مل وي. ناروغ اکثراً د سهار په مهال کې ډېر ټوخېږي که ټوخی د سور رنگه بلغم سره وي نو په ناروغ کې د نري رنځ او يا هم د سږو د سرطان امکان ليدل کېږي. د دې حالت په نورو نښو کې سالنډي، په اصغا سره د رانکای او ويزنگ غږونو شتون. د تنفس زفير لوی وي. د ناروغ شونډې او د لاسو او پښو د گوتو نوکان د اکسيجن د کمښت په سبب شنه وي.

درملنه

ناروغ بايد د سېگرټ څښل په ټپه ودروي. د ایمپیسیلین او یا کوترای موکسازول انټيبيوټيکو سره د اړتيا له مخې امینوفایلین هم د درملنې درمل شمېرل کېږي.