اول تیوډور لاکاریس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اول تیوډور لاکاریس
اول تیوډور لاکاریس
اول تیوډور لاکاریس

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۱۷۴
قسطنطنیه  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه کال 1221 (46–47 کاله)[۱][۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بیزانس سترواکي  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
اول تیوډور لاسکاریس (په یوناني ژبه: Θεόδωρος Κομνηνὸς Λάσκαρις، رومي بڼه یې: Theodōros Komnēnos Laskaris؛ له ۱۱۷۵ کال څخه – د ۱۲۲۱ کال تر نومبر) د نیکیا، چې د بیزانس د سترواکۍ ځایناستی دولت و، لومړی سترواک و چې له ۱۲۰۵ څخه تر خپل مرګ پورې یې واکمني وکړه. که څه هم نوموړی په یوه ناڅرګنده اشرافي کورنۍ کې زیږېدلی و، مور یې د سترواک کومینوس شاهي کورنۍ سره تړاو درلود. نوموړي په ۱۲۰۰ کال کې د سترواک دریم الکزیوس انجلوس له کوچنۍ لور انا سره واده وکړ. له ۱۲۰۴ کال څخه مخکې، هغه د حاکم لقب ترلاسه کړ، چې د خپل خسر د ځای ناستی د حق ښودنه یې کوله.  [۳]

څلورمې صلیبی جګړې دریم الکزیوس دې ته اړ کړ چې په ۱۲۰۳ کال کې له قسطنطنیې وتښتي. تیوډور د صلیبیانو (چې په عام ډول د بیزانسیانو له خوا د "لاتینیانو" په نوم یادېږي)، له لوري بندي شو، خو په تېښته بریالی شو. هغه له باسفورس څخه کوچنۍ آسیا (اوسنۍ ترکیه) ته له تېرېدو وروسته، د خپل خسر تر نوم لاندې په بیتینیا کې د لاتینیانو پروړاندې د ځایي یوناني وګړو د مقاومت چمتوالی پیل کړل. هغه د روم د سلجوق سلطان سره یوالی پای ته ورسو، خو هغه ونه توانېد چې د لاتین د پراختیا مخه ونیسي. هغه چې همدارنګه و نتوانېد چې په شمالي آسیا کې د بیزانس د ځای ناستي دولت له تاسیس، یعنې د ټریبزونډ سترواکۍ د سترواکۍ په  بنسټ کې د تخت د دعوا کوونکي، الکزیوس کومنینوس مخه ونیسي. د تیوډور دریځ یوازې وروسته له هغه پیاوړی شو چې په ۱۲۰۵ کال کې د بلغاریا تزار (سترواک) کالویان د اډریانوپل په جګړه کې لاتینانو ته سخته ماتې ورکړه.

یونانیان چې له لاتیني سترواکۍ - هغه صلیبی دولت چې د بیزانس په اصلي سیمو کې راڅرګند شو - څخه وتښتیدل، د ژوند کولو لپاره د تیوډور تر واکمنۍ لاندې کوچنۍ آسیا ته راووتل. لاتینیانو د تیوډور خسر ونیو او د تریبزوند د اول الکزیوس سره  یوالی وکړ، خو تیوډور خپل ضد متحد ځواکونه سخت مات کړل. هغه د بیتینیا له ډېرو اشرافو ملاتړ ترلاسه کړ او د مقاومتګرو واکمني یې یې نیوله. نوموړي په ۱۲۰۵ کال کې د بیزانس سترواکانو دودیز لقبونه ترلاسه کړل. هغه درې کاله وروسته د کلیسا شورا جوړه کړه ترڅو د قسطنطنیې نوی ارتودوکس مشر کشیش وټاکي. نوي مشر کشیش د تیوډور سترواک د تاج مراسم ترسره کړل او د نیکیا په پلازمینه کې یې خپل واک تاسیس کړ. د لاتین سترواکۍ ارتودوکس نفوس تیوډور ته د خپلې کلیسا د اصلي مدافع په سترګه کتل، خو د ایپروس واکمنانو – هغه سیمه چې د بیزانس سترواکۍ په لویدیځو سیمو کې پراخه شوه - د هغه تاج په اړه قانوني پوښتنې راپورتې کړې.  

د تیوډور خسر د تخت لپاره له خپلې ادعا نه تېرېده. له بند څخه د خلاصون وروسته، دریم الکزیوس سلجوقیان وهڅول چې په نیکیا یرغل وکړي، خو تیوډور په ۱۲۱۱ کال کې دوی ته ماتې ورکړه. لاتین سترواک، د فلانډرز هنري په ۱۲۱۲ کال کې د کوچنۍ آسیا په لوېدیځ کې کې مهمې کلاګانې ونیولې، خو هغه د سرتېرو له کمښت سره مخ شو او ونه توانید چې په هغوی کې ګارنیزون ځای په ځای کړي. هینري د تیوډور سره د هغه د سولې په تړون کې د نیکیا سترواکۍ شتون په ښکاره توګه قبول کړ. تیوډور د تریبزوند له اول الکزیوس  څخه د تور سمندرګي په څنډو کې لوېدیځه پاپلاګونیا ونیوله. تیوډور د ۱۲۲۰ کال په شاوخوا کې هڅه وکړه چې د قسطنطنیې لاتین وګړي قانع کړي چې د هغه واکمني ومني، خو دوی انکار وکړ. تیوډور یو ځواکمن دولت رامنځ ته کړ چې د قسطنطنیې په شاوخوا کې یې موقعیت درلود، چې د هغه ځای ناستو ته یې توان ورکړ چې لاتین له ښار څخه وباسي او په ۱۲۶۱ کال کې د بیزانس سترواکي بیا راژوندۍ کړي.

لومړی ژوند[سمول]

نسب[سمول]

تیوډور کومنینوس لاسکاریس په ۱۱۷۵ کال کې په بیزانسي اشرافي کورنۍ کې، خو په ځانګړې توګه یې شهرت نه درلود، نړۍ ته سترګې پرانیستې. د هغه د مور او پلار نومونه معلوم نه دي. تيوډور د بیزانسي دود له مخې خپل لومړي زوی ته د پلار نوم ورکړي، پلار يې نيکولاس بلل کېده. د تیوډور مور د سترواک کومینوس کورنۍ له یوې نامعلومې ریښې سره تړاو درلود او هغه په ویاړ سره د هغې تخلص واخیست. تیوډور له شپږو ډېر وروڼه درلودل- چې قسطنطین، جورج، الکزیوس، اسحاق، مانویل او میکائیل وو. مانویل او میکائیل باید له یوې بلې مور څخه زیږېدلی وي، ځکه چې دوی د کومنینوس پر ځای دتزامانتیو تخلص کارو. تیوډور همدارنګه د فوکاس اشرافي کورنۍ سره تړاو درلود، چې ښایي د هغه د یوې ترورې د واده له لارې و.[۴][۵][۶][۷][۸]

لاسکاریس کورنۍ د کوچنۍ آسیا په لوېدیځو سیمو کې ملکیتونه درلودل. تیوډور او د هغه ورور، قسطنطین په ګډه یو مهر درلو چې د سینټ جورج نمایندګي یې کوله او د ډیاسوریتس کتیبه یې درلوده. مهر د سینټ جورج ډیاسوریټس خانقاه سره، چې د کاسټروس سیند په دره کې په پیرجیون کې یې موقعیت درلود، د هغوی تړاو څرګند کړ.   [۴][۹][۱۰]

پخوانی مسلکي ژوند[سمول]

د وخت تاریخ لیکونکي نیکیتاس چونیاتس په خپل تاریخ کې تیوډور د "زړور ځوان او تکړه جنګیالي" په توګه وړاندې کړی. یو څه وروسته تاریخ پوه جورج اکروپولیټس لیکلي چې تیوډور "کوچنی بدن درلود، خو دومره ډېر نه، ډېر تور، ځوړنده ښېره چې په آخر کې وېشل شوې وه" درلودل. تیوډور د کمینای کورنۍ سره د هغه د کورنۍ د اړیکو له لارې شهرت ترلاسه کړ. د هغه لومړی موجود مهر د سیباستوس او پروټوویستیرایټس لقبونو ته اشاره کوي. لومړی درباري لقب و چې په اصل کې د بیزانسی سترواکانو د خپلوانو لپاره ځانګړی شوی و، خو سترواک دریم الکزیوس انجلوس (۱۱۹۵ – ۱۲۰۳) په شتمنو سوداګرو باندې د هغه پلورل پیل کړل.د پروتوویستیرایټس په لقب کې، تیوډور د سترواکۍ د ماڼۍ د ساتونکو د یوې پوځي ډلې قوماندان و.[۳][۱۱][۱۲][۱۳]

سترواک دریم الکزیوس چې هېڅ زوی یې نه درلود، غوښتل یې د خپلو دوو لویو لوڼو په واده کولو سره د ځایناستي ستونزه حل کړي. نوموړي د ۱۲۰۰ کال په وروستیو کې، خپله لومړۍ لور، ایرین، د الګزیوس پالایولوګوس او کوچنۍ لور، انا، تیوډور ته په نکاح ورکړه. پالایولوګوس د حاکم رتبه ترلاسه کړه، د خپل خسر د ځای ناستي حق یې ترلاسه کړ. کله چې پالایولوګوس د ۱۲۰۳ کال څخه مخکې مړ شو، تیوډور د حاکم لقب ترلاسه کړ. [۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. NE.se ID: https://www.ne.se/uppslagsverk/encyklopedi/lång/theodoros-i-laskaris — subject named as: Theodoros I Laskaris — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Nationalencyklopedin
  2. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/theodoros-i-laskaris — subject named as: Theodoros I. Laskaris — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Angelov 2019، ص. 18.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Angelov 2019، ص. 17.
  5. Angelov 2019، صص. 16–17.
  6. Volkoff 2015، ص. 198.
  7. Angelov 2019، ص. 16.
  8. Angelov 2019، صص. 16, 236.
  9. Volkoff 2015، ص. 197.
  10. Angold 2011، صص. 69–70.
  11. Angelov 2019، صص. 18–19.
  12. Head 1980، ص. 238.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Angelov 2019، ص. 19.