اولمپس غر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اولمپس غر (انگلیسي: Mount Olympus) – (لاتیني: Olympus Mons) د درست لمریز غونډال (شمسي نظام) تر ټولو جگ غر دی. دا غر په مریخ (Mars) کې دی چې جگوالی یې کابو ۲۲ کیلومټرو ته رسېږي. اولمپس غر د ځمکې تر ایورسټ غره (Mount Everest) کابو دوه نیم واره جگ دی. د مریخ تر ټولو ځوان اورشیند (اتشفشان) هم په همدې غره کې دی چې د مریخ د امازوني پېر (Amazonian Period) په مودې کې جوړ شوی دی. دا نن سبا د لمریز غونډال (شمسي نظام) تر ټولو لوی اورشیند بلل کېږي چې ستورپوهانو د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کلونو کې کشف کړی دی. په لومړنیو کالونو کې ساینسپوهان او ستورپوهان هم په دې نه پوهېدل چې دا به غر وي، خو وروسته بیا د تشیال‌بېړیو (spacecraft) په مټ ورته مالوم شو.