اولاوډا ايکويانو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اولاوډا ايکويانو
اولاوډا ايکويانو
اولاوډا ايکويانو

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۷۴۵[۱]
مړینه 31 مارچ 1797 (51–52 کاله)[۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال
لوبگر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي [۴]
انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

اولاوډا ايکويانو (زوکړه: ۱۷۴۵ ز او مړينه يې د ۱۷۹۷ ز د مارچ پر ۳۱ مه نېټهOlaudah Equiano (/əˈlaʊdə/;) د ژوند ډېره برخه د (Gustavus Vassa (/ˈvæsə/)) په نوم پېژندل شوی دی، چې يو ليکوال او د مرئيتوب د له منځه وړلو پلوی و. د نوموړې د يادګار له مخې له بينين پاچهۍ (چې اوس سويل ختيځه نايجريا ده) د (Eboe (Igbo)) سيمې نه و. په افریقا کې د يوه مریي په توګه زېږېدلي اولاوډا کارابين ته ولېږدول شو او د شاهي سمندري ځواک په يو افسر باندې، د غلام په توګه وپلورل شو. هغه دوه ځلې نور هم پلورل شوی دی، مګر په ۱۷۶۶ کې يې خپله خپلواکي تر لاسه کړه. [۵][۶]

ايکويانو په لنډ وخت کې د يوه خپلواک شخص په توګه، د مرئيتوب د له منځه وړلو د بریتانوي خوځښت ملاتړ وکړ. هغه د افريقا د زامنو (Sons of Africa) برخه و، چې دا د مرئيتوب د له منځه وړلو يوه ډله وه چې په بریتانيا کې د هستوګن افريقايانو نه جوړه شوې وه. نوموړی په ۱۷۸۰ز لسيزه کې د مرئيتوب ضد سوداګريز خوځښت د مشرانو له منځه يو فعال مشر و. هغه په ۱۷۸۹ ز کې د «د اولاوډا ايکويانو د ژوند په زړه پورې کيسه» تر سرليک لاندې د خپل ژوند ليک خپور کړ، چې د مرئيتوب کرکې يې انځور کړې. يا ژوند ليک د نوموړي د ژوند پر مهال نهه ځلې چاپ شو او د برېتانيې د مرئيانو د سوداګرۍ د ۱۸۰۷ ز کال قانون ته يې لاره هواره کړه. ياد قانون د مرئيانو سوداګري له منځه ويوړه. ايکويانو په ۱۷۹۲ ز کې د Susannah Cullen په نامه  انګریزې سره واده وکړ او دوه لوڼې يې لرلې. نوموړی په Westminster کې په ۱۷۹۷ ز کې مړ شو. [۷]

د ۲۰ مې پېړۍ له وروستيو راهيسې، هغه مهال چې په نوې ګڼه يې ژوند ليک خپور شو، د خپل هېواد د عالمانو په ګډون، د ګڼو عالمانو له خوا په زياتېدونکي ډول ولوستل شو. [۸]

د ژوندي لومړي وختونه او مرئيتوب[سمول]

د هغې د تاريخچې يا يادګار له مخې، نوموړی په نږدې ۱۷۴۵ ز کې د Benin د سلطنت په Essaka, Eboe سيمه کې زېږېدلی دی. ياد کلی، د اوسنۍ نايجريا په سويل ختيځ کې دی. هغه په خپل ژوند ليک کې ليکلي دي: «زما پلار د نورو زياتو مرئيانو تر څنګ ګڼه کورنۍ درلوده، چې اووه تنه غړو يې تر لويوالي پورې ژوند وکړ او زه يې تر ټولو کوچنی زوی وم». هغه څرګندوي چې: پلار يې يو له هغو مشرانو يا رئيسانو نه و، چې له نورو مشرانو سره د دې پرېکړې کولو په موخه په محکمه کې کېناستل؛ چې د شخړو او جرمونو په اړه بايد څه وکړي. ايکويانو د Oye-Eboe په نامه سړيانو ته ورګرځي، چې لکه: ټوپکونه، باروت او وچو کبانو غوندي توکي يې راوړل. په بېرته راګرځېدلو ايکويانو وايي: «ځيني وختونه موږ په ريښتيا دوی باندې غلامان وپلورل، مګر هغوی يوازې د جنګ بنديان وو يا زموږ له منځه داسې خلک وو، چې په تښتونې، بدلمنۍ يا نورو جرمونو باندې تورن شوي وو او موږ ورته د تيري کوونکو په سترګه کتل». نوموړی زياتوي: «کله به چې يو سوداګر مرئيان غوښتل، نو له يو رئيس نه به يې غوښتنه کوله او هغه به يې په خپلو سوداګريزو توکو سره په دام کې اچاوه او ...[۹]دا د حرص قانع کولو په برخه کې، د مرئيانو د ترلاسه کولو په موخه د جنګ معمولي سبب و.

ايکويانو په خپل lgbo کلي کې د ماشوم تښتونې لپاره د پرې شوې هڅې پېښه بيانوي، چې د ځوانانو له خوا يې مخه نيول شوې وه. کله چې نوموړی د نږدې ۱۱ کلونو په عمر و، له خپلې خور سره يې د خپل ملکيت ساتنې په موخه په کور کې ځانته پرېښودل شول؛ دا يو عام دود و، چې کله به ځوانان [د کورنۍ مشران] له کوره د باندې تلل، نو کوچنيان به يې د کور ساتنې په موخه په کور پرېښودل. هغه او خور يې دواړه وتښتول شول، له خپل ټاټوبي نه لرې ولېږدول شول، چې يو له بله بېل او د مرئيانو په سوداګرو وپلورل شول. هغه د تېښتې هڅه وکړه، مګر مخه يې ونيول شوه. وروسته له هغې چې څښتنان يې څو ځله بدل شول، ايکويانو له خپلې ناګهانۍ له خپلې خور سره وکتل، مګر بيا بېل شول. د هغې له تښتونې نه شپږ يا اووه مياشتې وروسته، هغه ساحل ته راورسېد، چې نوموړی په کې د مرئيانو د يوې اروپايي بېړۍ پر تخته باندې سپور شو [په بېړۍ کې يې ولېږداوه]. ايکويانو له ۲۴۴ نورو افريقايي مرئيانو سره له اتلانتيک سمندر نه په تېرېدلو سره، په بریتانوي ويسټ انډيز کې Barbados ته ولېږدول شو. هغه او يو څو نور مرئيان، د ويرجينيا مستعمرې ته د پلورلو په موخه ولېږدول شول. [۱۰][۱۱]

ادبي عالم Vincent Carretta د ايکويانو د ژوند ليک په اړه په ۲۰۰۵ ز کې بحث کوي، چې د مرئيتوب د له منځه وړلو ياد پلوی به کېدای شي، د افريقا پر ځای مستعمره سويلي کارولينا کې زېږېدلی وي. وينسينټ دا ادعا د کليسا پورې اړوند سيمې د ۱۷۵۹ ز ثبت يا سوابقو له مخې کوي، چې د ايکويانو د زوکړې ځای کارولينا يادوي. نوموړی دويم دليل د ۱۷۷۳ ز کال د بېړۍ راټولول ګڼي، چې سويلي کارولينا په ډاګه کوي. د Carretta پايله، د نورو هغو عالمانو له خوا رد شوې ده، چې باور لري، چې ګڼ لاسوندونه له افريقا نه د ايکويانو راتګ تاييدوي. [۱۲][۱۳]

ايکويانو په ويرجينيا کې، د Michael Henry Pascal له خوا وپېرل شو، چې په سلطنتي سمندري ځواک کې دويم بريدمن و. پاسکال په ايکويانو باندې د سويډن د ۱۶ مې پېړۍ د پاچا Gustav Vasa يعنې Gustavus Vassa نوم کېښود. ياد پاچا په سويډن کې Protestant Reformation [د پروتستانت يا لاريون کوونکو تهذيب] پيل کړ. د ايکويانو نوم وار له مخه دوه ځلې بدل شوی و: امريکا ته د راوړلو پر مهال د مرئيانو بېړۍ کې ورته Michael او د لومړي څښتن له خوا ورته Jacob نوم ورکړل شوی و. دا ځل ايکويانو نوی نوم رد کړ او خپل بادار ته يې وويل چې، Jacob نوم ته لومړيتوب ورکوي. نوموړی وايي چې: د نوم نه منلو ورته د لاس زولنې ورکړې او بالاخره يې نوی نوم ومانه. هغه د ټولو رسمي سوابقو په ګډون، دا نوم په خپل ټول پاتې ژوند کې وکاراوه او په خپل ژوند ليک کې يې، يوازې ايکويانو (Equiano) وکاراوه. [۱۴][۱۵]

پاسکال چې کله بېرته انګلېنډ ته راستون شو، ايکويانو يې له ځان سره راوړ او ويې هڅاوه چې ورسره د فرانسي د اووه کلن جنګ پر مهال (۱۷۶۳ – ۱۷۵۶ز) يې ملتيا وکړي. ايکويانو په ۱۷۵۸ ز کې د لوزبورګ د کلابندۍ ۱۷۵۹ ز کې د Lagos د جګړې او ۱۷۶۱ز د Belle lle د نيولو عيني راپورونه ورکوي. د بېړۍ چلولو په هنر کې له روزل شوي ايکويانو نه د جنګ په وختونو کې د بېړۍ په اداره کولو کې د مرستې تمه کېدله او دنده يې د ټوپک decks ته د باروتو کش کول و. پاسکال هغه (ايکويانو) غوره وګاڼه او په لويې بريتانيا کې يې خپلې خوښينې (د مېرمنې خور) ته واستاوه، چې ښوونځي ته لاړ، چې ليک او لوست زده کړي.

ايکويانو مسيحت ته واوښت او د ۱۷۵۹ ز فبروري په ۹ مه د St Margaret په Westminster کې د Baptist ډلې غړی و. دا هغه وخت و چې نوموړی په کې په کليسا پورې د تړلې سيمې په ثبت کې د يوه تورپوستي ۱۲ کلن په توګه ذکر شوی و، چې په کليفورنيا کې زېږېدلی و. د نوموړي رضاعي مور او پلار Mary Guerin او د هغې ورور Maynard وو، چې د ايکويانو د روزونکي پاسکال د تره بچيان وو. دوی له ايکويانو سره لېوالتيا پيداکړه او ورسره يې د انګليسي په زده کړه کې مرسته وکړه. هغه مهال چې د ايکويانو د کتاب له خپرېدلو نه وروسته يې د اصليت په اړه پوښتنې وشوې، نو Guerin د ايکويانو پر ځای څرګندونې وکړې، ځکه چې ايکويانو په انګليسي سم نه پوهېده او لندن ته د راتګ يې لومړی ځل و. [۱۶][۱۷]

د ۱۷۶۲ ز په ډسمبر کې پاسکان په Gravesend کې ايکويانو د Charming Sally په کپټان James Doran باندې وپلوره، چې له هغې ځايه په Leeward Islands کې د کارابين Montserrat ته بېرته ولېږدول شو. هلته د Robert King په نامه د امريکايي کويکر ډلې په يو سوداګر باندې وپلورل شو. ياد سوداګر د فلادلفيا اوسېدونکی و، چې په کرابيين کې يې سوداګري کوله. [۱۸]

خوشې کول(ریلیز)[سمول]

روبرت کينګ په خپلو زېرمتونونو کې ايکويانو په بېړۍ کې د مالونو د لېږد رالېږد په دورو کې کار کولو ته وګوماره. په ۱۷۶۵ ز کې هغه مهال چې ايکويانو نږدې ۲۰ کلن و، کينګ ورسره ژمنه وکړه ،چې د ۴۰ پونډو (چې په ۲۰۲۰ ز کې د ۵۶۰۰ پونډو سره برابر دي) په بدل کې هغه (ايکويانو) کولی شي، خپله خپلواکي تر لاسه کړي. کينګ ورته په ډېر ساده او روان ډول ليک او لوست تدريس کړ، د دين لاره يې وروښودله او ورته يې اجازه ورکړه چې، د خپل ځان او هم د خپل بادار (څښتن يا مالک) په استازولۍ ګټورې سوداګرۍ کې بوخت شي. نوموړي د جورجيا او کرابين ټاپوګانو تر منځ سيمو کې تازه مېوه، ښيښه يې سرکونډۍ وهونکې کوترې؟ او نور توکي وپلورل. کينګ نوموړي ته د خپلې ازادۍ د پېرلو (تر لاسه کولو) اجازه ورکړه، چې په ۱۷۶۶ ز کې يې ترلاسه کړه. روبرت کينګ له ايکويانو نه په ټينګه وغوښتل چې، د يو سوداګريز برخه وال (شريک) په توګه ورسره پاتې شي. که څه هم ايکويانو ته دا غوښتنه ګواښوونکې او د يوه خپلواک شخص په توګه د برېتانيا په مستعمرو کې د پاتې کېدو مخه نيوونکې ښکاره شوه. کله يې چې په جورجيا کې يوه بېړۍ باروله، مرئيتوب ته بېرته وتښتول شو. [۱۹]

سرچینې[سمول]

  1. https://pantheon.world/profile/person/Olaudah_Equiano — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Olaudah-Equiano — subject named as: Olaudah Equiano — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/127099 — subject named as: Olaudah Equiano
  4. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb125621965 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  5. Lovejoy, Paul E. (2006). "Autobiography and Memory: Gustavus Vassa, alias Olaudah Equiano, the African". Slavery & Abolition. 27 (3): 317–347. doi:10.1080/01440390601014302. S2CID 146143041. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Christer Petley, White Fury: A Jamaican Slaveholder and the Age of Revolution (Oxford: Oxford University Press, 2018), p. 151.
  7. Equiano, Olaudah (1999). The Life of Olaudah Equiano, or, Gustavus Vassa, the African. Mineola, NY: Dover Publications. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-486-40661-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. F. Onyeoziri (2008),"Olaudah Equiano: Facts about his People and Place of Birth" Archived 17 October 2017 at the Wayback Machine..
  9. Quotations from Brooks, J., (ed.), The Interesting Narrative of the Life of Olaudah Equiano, or Gustavus Vassa, The African. Written by Himself, R.R. Donnelly & Sons Company, 2004, Chapters I and II.
  10. "Olaudah Equiano". BBC History. مؤرشف من الأصل في 13 جولای 2006. د لاسرسي‌نېټه 5 جولای 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Equiano, Olaudah (2005). The Interesting Narrative of the Life of Olaudah Equiano. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Robin Blackburn, "The True Story of Equiano", The Nation, 2 November 2005 (archived). Retrieved 28 September 2014 کينډۍ:Subscription required
  13. Bugg, John (October 2006). "The Other Interesting Narrative: Olaudah Equiano's Public Book Tour". PMLA. 121 (5): 1424–1442, esp. 1425. doi:10.1632/pmla.2006.121.5.1424. JSTOR 25501614. S2CID 162237773. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Olaudah Equiano". BBC History. مؤرشف من الأصل في 13 جولای 2006. د لاسرسي‌نېټه 5 جولای 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Lovejoy, Paul E. (2006). "Autobiography and Memory: Gustavus Vassa, alias Olaudah Equiano, the African". Slavery & Abolition. 27 (3): 317–347. doi:10.1080/01440390601014302. S2CID 146143041. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. David Dabydeen, "Equiano the African: Biography of a Self-made Man by Vincent Carretta" (book review), The Guardian, 3 December 2005, Archived 14 November 2017 at the Wayback Machine.. Retrieved 11 January 2018.
  17. Lovejoy, Paul E. (2006). "Autobiography and Memory: Gustavus Vassa, alias Olaudah Equiano, the African". Slavery & Abolition. 27 (3): 317–347. doi:10.1080/01440390601014302. S2CID 146143041. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Equiano, Olaudah (1790). The Interesting Narrative of the Life of Olaudah Equiano, Or Gustavus Vassa, The African. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Walvin, James (2000). An African's Life: The Life and Times of Olaudah Equiano, 1745–1797. Continuum International Publishing Group. د کتاب پاڼې 71. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8264-4704-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)