اوستایي جغرافیه
د اوستا جغرافيه په اوستا کتاب کې د سیمو د نومونو د پلټنې په اړه او د نړۍ له اصلي جغرافیایي ځایونو سره د هغوی د نښلولو د هڅو په اړه معلومات وړاندې کوي. له همدې امله په اوستا کې د نړۍ پېژندنې (د نړۍ د پیدایښت) ډول ډول بڼې وړاندې وشوې، چې په کې د ځای نومونه، افسانوي پېښو یا د نړۍ د پیدایښت نظم ته اشاره کوي. [۱][۲][۳]
د دې ډول اړیکو پېژندل د اوستایي خکو په اړه مهمې دي او له همدې امله د زردشتیزم او ایراني خلکو د لومړني تاریخ د پوهېدو لپاره خورا ارزښتناک ګڼل کېږي. د دې ډول جغرافيايي سرچینو منابع په ځانګړې توګه اوستایي ژبې د نوې برخې په متن کې، په ځانګړي ډول په وينديداد او څو نورو ياشتي سرودونو کې موندل شوې. له اصلي ځایونو سره د دې اوستایي ځایونو د نومونو تشخیص زیاتره په وروستیو ایراني منابعو کې د راوړل شوو سرچینو سره په مقایسه ملاتړ کېږي. [۴][۵][۶][۷]
د دې اړیکو د رامنځ ته کولو پر وړاندې یو لوی خڼډ دا دی چې ایرانیان زیاتره ورته نومونه د نورو ځایونو لپاره کاروي. په پایله کې، د ټولو اوستایي ځایونو نومونه د اوسنیو ځایونو لپاره په کره ټوګه نه شي تشخیص کېدای او له همدې امله لانجمنه موضوع پاتې کېږي. خو معاصره پوهه په دې هوکړه لري چې په اوستا کې د ځایونو نومونه د لوی ایران په ختیځو سیمو کې د هند-ایران تر پولې متمرکز دي. [۱]
وېندیداد سرچینې
[سمول]د جغرافیایي ګټو اصلي اوستایې متن د ویندیداد لومړی څپرکی دی (په اوستایي ژبه: vi.daēwa.dāta، چې معنی یې 'د دیواس د رد قانوندی'). په دې کې د شپاړسو غوره ځمکو (اساه) او هېوادونو (سویرا) نوملړ دی چې د آهورا مزدا له خوا رامنځ ته شوی. هر هېواد په یو کرښه کې معرفي کېږي چې د هغه د آهورامزدیا ځانګړنه بیانوي، ورپسې، د انګرا مینیو له خوا د ورته نوم ضد (پیتیارا) وړاندې کېږي. په نوملړ کې یوازینۍ استثنا لومړی او یوولسم هېواد دي چې دوه کرښې د دوی اهریمانیک متضاد تشریح کوي:
لومړی هغه غوره ځمکې او هېوادونه چې ما، آهورا مزدا رامنځ ته کړل د دایتیا د غوره سیند په غاړه ایریانیم ویجه و.
ورپسې انګرا مینیو راځي، چې ټول مرګ دی، او هغه په متضاد کې په سیند او ژمي کې لوی مار وړاندې کوي، چې د دیوا اثر دی.
هلته د ژمي لس میاشتې دي، دوه د اوړي میاشتې؛ او دا د اوبو لپاره سړې دي، د ځمکې لپاره سړې دي، د ونو لپاره سړې دي.
هلته ژمی له ټولو کړاوونو سره راځی.
دوهم هغه غوره ځمکې او هېوادونه چې ما آهورا مزدا رامنځ ته کړل هغه ګاوا وه چې سوګدیان په کې مېشت وو.
ورپسې انګرا مینیو راځي، چې ټول مرګ دی، او هغه په متضاد ډول ملخان رامنځ ته کوي، چې څارویو او نباتاتو ته مرګ راوړي.
شپاړسمه غوره ځمکه او هېوادونه چې ما آهورا مزدا را منځ ته کړل، هغه ځمکه وه چې د رنګا تر سیلابونو لاندې وه، چې داسې خلک په کې اوسېږي چې هېڅ مشر نلري.
ورپسې انګرا مینیو راځي، چې ټول مرګ دی، او هغه د ژمي متضاد راوړي، چې د دیوا اثر دی.
— وېندیداد ۱.۲ – ۱.۴، ۱.۱۹ (د جېمز دارمستر له خوا ژباړل شوی) [۸]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ Gnoli 2011.
- ↑ Kreyenbroek 2011.
- ↑ Eilers 1980.
- ↑ Grenet 2015.
- ↑ Witzel 2013.
- ↑ Vogelsang 2000، p. 50 "While many of the names in the list can be compared with names that occur in other sources (e.g. the Achaemenid inscriptions and classical sources), others remain to be convincingly identified.".
- ↑ Skjaervø 1995، p. 158 "In view of the dearth of historical sources it is of paramount importance that one should evaluate the evidence of the Avesta, the holy book of the Zoroastrians, parts at least of which antedate the Old Persian inscriptions by several centuries.".
- ↑ Darmesteter 1880، مم. 5-9.