اورنګوتان
اورنګوتان د مالیزیا او اندونیزیا باراني ځنګلونو اصلي شاديان دي. هغوی اوس یواځې د بورنیو او سوماترا په برخو کې پیدا کیږي، خو د «پلیسټوسین» (د ځمکپېژندنې څلورم پړاو) پر مهال دوی په سویل ختیځه آسیا او سویلي چین کې و. د پونګو په نسل کې طبقه بندي شوي، اورنګوتان په اصل کې یووه نوعه بلل کېده: له 1996ز کال راهيسې دوی په دوه انواعو کې وېشل شوي دي: بورنين اورنګوتان (P. pygmaeus، چې درې فرعي انواع لري) او سوماتران اورنګوتان (P. abelii). يوه درېيمه نوعه يې ټپانولي اورنګوتان دي، چې په 2017ز کال کې په دقیقه توګه پیژندل شوي. اورنګوتان د فرعي کورنۍ «پونګینی» یوازینی ژوندي پاتې شوي انواع دي، کوم چې د19.3 او 15.7 ميلونه کاله دمخه د نورو هومینیډونو (ګوریلا، چمپینزي او انسانانو) څخه په جینیکي ډول جلا شوي.
دا شاديان خپل زیات وخت په ونو کې تیروي. هغوی په متناسب ډول سره اوږده لاسونه او لنډې پښې لري او سوربخون نسواري رنګه ویښتان لري، چې د هغوی بدن یې پټ کړی. بالغ نران یې شاوخوا پنځه اويا کیلوګرام (165 پونډه) وزن لري، په داسې حال کې چې ښځینه یې تر اوه دېرش کیلوګرامه (82 پونډه) پورې وزن لري. غالب بالغ نارینه يې د غمبورو ځانګړي څنډې یا شونډې جوړوي، او اوږده اوازونه کوي، چې ښځینه جذبوي او سیالان ډاروي؛ ځوان کمزوري نارینه یې نه کوي، او تر ډېره بريده دوی د بالغو میرمنو سره ورته وي. اورنګوتان د لویو شاديانو څخه ډیر ګوښه دي: ټولنیزې اړیکې په عمده توګه د میندو او د هغوی د انحصاري اولادونو ترمنځ واقع کیږي. د اورنګوتان د خوراک مهمه برخه میوه ده؛ خو هغوی سبزي، پوستکي، شهد، حشرات او د مرغانو هګۍ هم خوري. هغوی له دېرشو کلونو زیات ژوند کوي، که په ځنګل کې وي او که په بند کې وي.
اورنګوتان د زیاتو هوښیارو شاديانو له ډلې دي. دوی مختلف ډوله وسیلې کاروي او هره شپه د څانګو او پاڼو څخه د خوب لپاره پراخه ځالې جوړوي. د شادوګانو د زده ګړې وړتیا په پراخه توګه مطالعه شوې. کیدای شي د دوی په منځ کې ځانګړي کلتورونه موجود وي. اورنګوټان لږترلږه د اتلسمې پیړۍ راهیسې په ادب او هنر کې ښودل شوي، په ځانګړې توګه په هغو کارونو کې چې د بشري ټولنې په اړه تبصره کوي. د شاديانو سيمه ييز مطالعات د «پریماتولوژیست» «Birutė Galdikas» له خوا پیل شوي او دوی لږترلږه د نولسمې پیړۍ له پیل راهیسې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په بند ځایونو کې ساتل شوي.
د اورنګوتان ټول درې انواع له جدي ګواښونو سره مخامخ دي. بشري فعالیتونه د دوی په نفوس او لړيو کې د سخت کمښت لامل شوي. د ځنګلي اورنګوتان نفوس ته په ګواښونو کې شکنجه کول (د غوښې او د کروندو د خوړولو له امله له هغوی غچ اخيستل)، د استوګنې ویجاړول او د ځنګلونو له منځه وړل (د خرما د تیلو کښت او لرګيو لپاره) او د څارویو غیرقانوني سوداګري، شامل دي. د ساتنې او بیارغونې ډیری سازمانونه په ځنګل کې د اورنګوتان بقا ته وقف شوي دي.
ایتمولوژي
[سمول]د اورنګوتان نوم د مالیزیایی لغت «اورنګ» او «هوتان» څخه اخیستل شوی، چې معنی یې شخص او ځنګل ده. ځایی خلکو په اصل کې دا نوم په ځنګل کې میشتو انسانانو ته د اشارې لپاره کارولی و، خو دا کلمه د مالايا په تاریخ کې په لومړیو پړاونو کې د «پونګو» جینس د شاديانو د شاملولو لپاره له يوې معنوي پراختيا څخه تېره شوه. [۱][۲][۳][۴]
په زاړه جاویاني ژبه کې په مختلفو پخوانیو سرچینو کې د اورنګوتان کلمه په خپله زړه بڼه اورانګوتان کې ښکاري. په دې کې تر ټولو لومړی «Kakawin Ramayana» ده، چې د نهمې پیړۍ یا د لسمې پیړۍ په لومړيو کې د سنسکرت «راماینا» جاویاني څخه اخيستل شوې. په دې زړو جاویاني سرچینو کې، د اورنګوتان کلمه یوازې شاديانو ته اشاره کوي، نه په ځنګل کې میشتو انسانانو ته. دا ټکی په اصل کې جاویاني نه و، خو لږ تر لږه زر کاله وړاندې د لومړنۍ مالیزیایی ژبې څخه اخیستل شوی و. له همدې امله د "اورنګوتان" اصطلاح وروستی اصل د پونګو شادي ته په اشارې کولو سره احتمال لري چې دا زړه مالايي ژبه وي. [۵]
په لويديځو سرچينو کې، د شاديانو (ايپ) لپاره د دې ټکي لومړی چاپ شوی تاييد د هالنډي ډاکټر Jacobus Bontius د 1631ز کال د « Historiae naturalis et medicae Indiae orientalis» په نوم اثر کې دی. هغه ويلي چې مالايانو هغه ته ويلي و، چې ایپ شاديان خبرې کولای شي، خو تر هغه وخته خبرې نه کوي تر څو «کار کولو ته اړ کړای شي». دا ټکی په اولسمه پېړۍ کې د اندونيزيايي ژوپوهنې په ګڼو الماني ژبې متنونو کې هم څرګند شوی دی. استدلال شوی چې دا ټکی په ځانګړي ډول د مالايا د «Banjarese» ډول څخه اخيستل شوی دی، خو د زړو جاویاني سرچینو عمر چې پورته يې یادونه وشوه، د زړې مالايي اصطلاح لپاره احتمالي اصل رامنځ ته کوي. Cribb او همکاران (2014) وړاندیز کوي چې د «Bontius» روايت ایپ شاديانو ته اشاره نه کوي (ځکه چې دا تشریح له جاوا څخه وه، چیرته چې ایپ شاديان نه وو پیژندل شوي)، بلکې هنغو انسانانو ته يې اشاره کوله چې د ځينو جدي طبي حالاتونو څخه ځورېدل (په ډېرې شونتيا سره د کريټينزم ناروغۍ حالت)، او دا چې «Nicolaes Tulp» د دې ټکي په استعمال سم نه و پوهېدلی، څوک چې لومړی هغه کس و چې یوه لسیزه وروسته یې په یوه خپرونه کې دا اصطلاح وکاروله. [۶][۷][۸]
دا کلمه په لومړي ځل په انګلیسي کې په 1636ز کال کې د ډاکټر «John Bulwer» له خوا د »اورنګ-اوټنګ» په بڼه تایید شوه، او په ډیری ژبو کې په ng سره په پای موندلو بڼه کې موندل کېږي. دا املا (او تلفظ) تر اوسه پورې په انګلیسي کې کارول کیږي، خو د غلط په توګه پیژندل شوي. په utan کې د "h" ورکېدل، او له -ng څخه -n ته بدلون په پام کې نیول شوی، ترڅو وړاندیز وکړي چې دا اصطلاح د پرتګالي له لارې انګلیسي ته داخله شوې. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
په مالیزیا کې، دا اصطلاح په لومړي ځل په 1840ز کال کې تایید شوه، نه د اصلي نوم په توګه، بلکې دې ته په اشارې سره چې انګريزان دې ژوي ته څه ډول اشاره کوي. په ملايا او اندونیزیايي ژبو کې د اورنګوتان ټکی اوسمهال په شلمه پیړۍ کې له انګلیسي یا هالنډ څخه اخیستل شوې - دا تشریح کوي چې ولې د hutan لومړی 'h' هم نه شته.[۱۵][۱۶]
د دې جينس نوم «Pongo» د «اينډريو بټل» له خوا د شپاړسمې پېړۍ له يو روايت څخه اخيستل شوی دی، په انګولا کې د پرتګالیانو له خوا یو انګريز ملاح بندي شو، ، کوم چې دوه انساني "ديوان" تشریح کوي، چې پونګو او اينجيکو نومېدل. اوس باور کېږي چې هغه د ګوريلاګانو تشریح کوله، خو په اتلسمه پېړۍ کې، د اورنګوټان او پونګو اصطلاحات دواړه د لويو شاديانو لپاره کارېدل. فرانسوي طبيعیت پوه «Bernard Germain de Lacépède» په 1799ز کال کې د پونګو اصطلاح د دې جينس لپاره استعمال کړې وه. د دې په بدل کې د «بټل» پونګو ټکی د کونګو له mpongi ټکي څخه اخيستل شوی دی، يا د دې سيمې له نورو ورته الفاظو څخه چې هغه دا دي: Lumbu pungu, Vili mpungu یا Yombi yimpungu.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
ډلبندي او فيلوجني (د انواعو د تکامل د تاريخ مطالعه)
[سمول]اورنګوټان په لومړي ځل په ساينسي ډول په 1758ز کال کې، د «کارل لنيسس» په «Systema Naturae» کې د «هومو ټروګلوډايټس» په توګه تشريح شوي وو. په 1760ز کال کې د هغه زده کونکي «کرسچن ايمانويل هاپ» د دې نوم بدل کړ او «سميا پګمايس» نوم يې غوره کړ او په 1799ز کال کې د «Lacépède» په مټ د پونګو نوم ورکړل شو. په دواړو ټاپوګانو کې د هغوی د ډول ډول انواعو د شتون وړانديز شوی و، په داسې حال کې چې په 1827ز کال کې، فرانسوي طبيعیت پوه «ريني ليسن» « P. abelii» هم تشريح کړي دي. په 2001ز کال کې، «P. abelii» په 1996ز کال کې د خپاره شوي ماليکولر ثبوت پر بنسټ د يو بشپړ نوع په توګه تاييد شو، او په «بورنيو» کې درې جلا انواع يې د فرعي نسلونو په توګه پوره کړای شول چې هغه درې انواع يې دا دي (P. p. pygmaeus, P. p. morio and P. p. wurmbii). په 2017ز کال کې د يوې دويمې نوعې تشریح، چې هغه د «P. tapanuliensis» په نوم ده، چې د سماټرا جهيل «ټوبا» په سويل کې دی، د يو هېښونکي بدلون په توګه مخې ته راغی: د دې اړيکه د دې د ملګري سماتري انواعو «P. abelii» په پرتله د بورنين انواعو «P. pygmaeus» سره زياته ده.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
سرچينې
[سمول]- ↑ "orangutan, n." Oxford English Dictionary (په انګليسي). March 2022. نه اخيستل شوی 2022-08-04.
- ↑ Sastrawan, Wayan Jarrah (2020). "The Word 'Orangutan': Old Malay Origin or European Concoction". Bijdragen tot de Land-, Taal- en Volkenkunde. 176 (4): 532–41. doi:10.1163/22134379-bja10016. S2CID 228828226. Archived from the original on 12 April 2021. نه اخيستل شوی 12 April 2021.
- ↑ Harper, Douglas. "Orangutan". Online Etymology Dictionary. Archived from the original on 4 November 2012. نه اخيستل شوی 4 May 2012.
- ↑ Mahdi, Waruno (2007). Malay Words and Malay Things: Lexical Souvenirs from an Exotic Archipelago in German Publications Before 1700. Frankfurter Forschungen zu Südostasien. Vol. 3. Otto Harrassowitz Verlag. pp. 170–81. ISBN 978-3-447-05492-8.
- ↑ Sastrawan, Wayan Jarrah (2020). "The Word 'Orangutan': Old Malay Origin or European Concoction". Bijdragen tot de Land-, Taal- en Volkenkunde. 176 (4): 532–41. doi:10.1163/22134379-bja10016. S2CID 228828226. Archived from the original on 12 April 2021. نه اخيستل شوی 12 April 2021.
- ↑ Dellios, Paulette (2008). "A lexical odyssey from the Malay World". Studia Universitatis Petru Maior. Philologia. 4 (4): 141–44.
- ↑ Mahdi, Waruno (2007). Malay Words and Malay Things: Lexical Souvenirs from an Exotic Archipelago in German Publications Before 1700. Frankfurter Forschungen zu Südostasien. Vol. 3. Otto Harrassowitz Verlag. pp. 170–81. ISBN 978-3-447-05492-8.
- ↑ Cribb, Robert; Gilbert, Helen; Tiffin, Helen (2014). Wild Man from Borneo: A Cultural History of the Orangutan. University of Hawai'i Press. ISBN 978-0-8248-3714-3.
- ↑ "orangutan, n." Oxford English Dictionary (په انګليسي). March 2022. نه اخيستل شوی 2022-08-04.
- ↑ Bulwer, John (1653). Anthropometamorphosis: man transform'd: or, The artificiall changling, historically presented, in the mad and cruel gallantry, foolish bravery, ridiculous beauty, filthy finenesse, and loathsome loveliness of most nations, fashioning and altering their bodies from the mould intended by nature; with figures of those transformations. To which artificial and affected deformations are added, all the native and national monstrosities that have appeared to disfigure the humane fabrick. With a vindication of the regular beauty and honesty of nature (په انګليسي). Internet Archive (2nd ed.). London: W. Hunt. p. 437.
- ↑ "Orangutan". Alpha Dictionary. Archived from the original on 7 July 2016. نه اخيستل شوی 20 December 2006.
- ↑ Tan, Peter (October 1998). "Malay loan words across different dialects of English". English Today. 14 (4): 44–50. doi:10.1017/S026607840001052X. S2CID 144326996.
- ↑ Cannon, Garland (1992). "Malay(sian) borrowings in English". American Speech. 67 (2): 134–62. doi:10.2307/455451. JSTOR 455451.
- ↑ Mahdi, Waruno (2007). Malay Words and Malay Things: Lexical Souvenirs from an Exotic Archipelago in German Publications Before 1700. Frankfurter Forschungen zu Südostasien. Vol. 3. Otto Harrassowitz Verlag. pp. 170–81. ISBN 978-3-447-05492-8.
- ↑ Rubis, June Mary (2020). "The orang utan is not an indigenous name: knowing and naming the maias as a decolonizing epistemology". Cultural Studies. 34 (5): 811–30. doi:10.1080/09502386.2020.1780281. S2CID 221192990.
- ↑ Mahdi, Waruno (2007). Malay Words and Malay Things: Lexical Souvenirs from an Exotic Archipelago in German Publications Before 1700. Frankfurter Forschungen zu Südostasien. Vol. 3. Otto Harrassowitz Verlag. pp. 170–81. ISBN 978-3-447-05492-8.
- ↑ Groves, Colin P. (2002). "A history of gorilla taxonomy" (PDF). In Taylor, Andrea B.; Goldsmith, Michele L. (eds.). Gorilla Biology: A Multidisciplinary Perspective. Cambridge University Press. pp. 15–34. doi:10.1017/CBO9780511542558.004. ISBN 978-0521792813. Archived from the original (PDF) on 26 March 2009.
- ↑ Cribb, Robert; Gilbert, Helen; Tiffin, Helen (2014). Wild Man from Borneo: A Cultural History of the Orangutan. University of Hawai'i Press. ISBN 978-0-8248-3714-3.
- ↑ "pongo". Etymology Online. Archived from the original on 5 December 2018. نه اخيستل شوی 4 December 2018.
- ↑ "pongo". Merriam-Webster. Archived from the original on 5 December 2018. نه اخيستل شوی 4 October 2018.
- ↑ "pongo, n.1". OED Online. Oxford University Press. Archived from the original on 19 August 2021. نه اخيستل شوی 4 October 2018.
- ↑ Cribb, Robert; Gilbert, Helen; Tiffin, Helen (2014). Wild Man from Borneo: A Cultural History of the Orangutan. University of Hawai'i Press. ISBN 978-0-8248-3714-3.
- ↑ Lesson, René-Primevère (1827). Manuel de mammalogie ou Histoire naturelle des mammifères (په فرانسوي). Roret, Libraire. p. 32.
- ↑ Xu, X.; Arnason, U. (1996). "The mitochondrial DNA molecule of sumatran orangutan and a molecular proposal for two (Bornean and Sumatran) species of orangutan". Journal of Molecular Evolution. 43 (5): 431–37. Bibcode:1996JMolE..43..431X. doi:10.1007/BF02337514. PMID 8875856. S2CID 3355899.
- ↑ Payne, J; Prundente, C (2008). Orangutans: Behaviour, Ecology and Conservation. New Holland Publishers. ISBN 978-0-262-16253-1.
- ↑ Nater, A.; Mattle-Greminger, M. P.; Nurcahyo, A.; Nowak, M. G.; et al. (2 November 2017). "Morphometric, Behavioral, and Genomic Evidence for a New Orangutan Species". Current Biology. 27 (22): 3487–3498.e10. doi:10.1016/j.cub.2017.09.047. PMID 29103940.
- ↑ Bradon-Jones, D.; Eudey, A. A.; Geissmann, T.; Groves, C. P.; Melnick, D. J.; Morales, J. C.; Shekelle, M.; Stewart, C. B. (2004). "Asian primate classification" (PDF). International Journal of Primatology. 25: 97–164. doi:10.1023/B:IJOP.0000014647.18720.32. S2CID 29045930. Archived (PDF) from the original on 6 December 2010. نه اخيستل شوی 1 May 2011.