اورنګزیب ارشاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پوهنمل اورنگزیب ارشاد یو تکړه لیکوال، څیړونکی او د پوهنتون استاد دی . نوموړی د ارواښاد محمد ارشاد خان بابکرخيل زوى او دافغانستان د نامتو ملي اتل غازي محمدشاه خان بابکرخيل کړوسى دی . نوموړی د 1338 لمریز کال د ورى د مياشتى په لومړى نيټه د لغمان مرکز پورې اړوند د بديع آباد په کلى کى زيږېدلى دی.

زدکړې:[سمول]

نوموړي تر 9 ټولګى يې دکټل په منځني ښوونځي او تر 12 ټولګى يې د لغمان په مرکز روښان ليسه کې زده کړى کړي دي . په 1360 لمریز کال کې د پښتونخوا مرکز پيښور ته تللی . په 1986 زیږدیز کال کې يې په اسلاميه کالج کې زده کړى پیل کړې او بيا په 1990 زیږدیز کال کې يې د پيښور له پوهنتون نه په پښتو ژبې او ادبياتو کې د ایم. ای یا ماسټرۍ سند ترلاسه کړى.

دندې:[سمول]

ښاغلی اورنګ زیب ارشاد نن سبا په پارلیمانى چارو وزارت کې کى دنده ترسره کوې او ددى تر څنګ د کابل په يوه شخصي پوهنتون کى د استاد په توګه تدريس هم کوى. نوموړی د خپلې پوهې او وړتیا تر څنګ یو مهذب انسان او په پښتو او پښتواله او خپل هیواد افغانستان مین ګ شخصیت دی .

چاپ آثار:[سمول]

۱-( رژیدلي ګلونه )د۱۳۷۱ لمریزکال چاپ

۲-( وروستۍ سلګۍ ) د ۱۳۷۱ لمریز کال چاپ

۳-( بدیع او دپښتو نثر ) د ۱۳۶۹ لمریز کال چاپ

۴- ( توریالی غازي ) د ۱۳۷۳ زیږدیز کال چاپ

۵- ( افغانستان پیژندنه) د ۱۳۸۴ لمریزکال چاپ

۶- ( نومیالی او شمله ور غازي )د۱۳۸۹ لمریز کال چاپ

۷- ( دافغانستان دولایتونو عمومي جغرافیا) د ۱۳۹۵ لمریزکال چاپ .

ژباړل شوي آثار:[سمول]

۱- ( افغانستان دتاریخ په رڼا کې ) دارواښاد احمد علي کهزاد تالیف ۱۳۸۹ لمریز کال چاپ

۲- دافغانستان دولا یتونو جغرافیه دپوهاند غلام جیلاني عارض لیکنه د۱۳۸۹ لمریز کال چاپ

۳- دافغانستان او نړۍ نومیالي ګرځندویان دپوهند غلام جیلاني عارض تالیف ۱۳۸۹ لمریزکال چاپ

۴- ( افغانستان ته دعربو راتګ او داسلام دین خپریدل) دمیر غلام محمد غبار لیکنه د۱۳۸۹ لمریزکال چاپ

۵- طاهریان دعلی احمد نعیمي لیکنه د۱۳۸۹ کال چاپ

۶- ( صفاریان) دمیر محمد صدیق فرهنګ لیکنه ، د ۱۳۸۹ لمریزکال چاپ

۷- (صفاریان ) داحمد علی نعیمي تالیف، د۱۳۸۹لمریزکال چاپ

۸- ( غوریان) دارواښاد عتیق الله پژواک لیکنه ، د۱۳۸۸ لمریزکال چاپ

۹- ( افغانستان دتاریخ په بهیر کې ) دمیر غلام محمد غبار لیکنه ، لومړی او دویم ټوک ؤ د۱۳۹۴ لمریز کال چاپ

۱۰- غر غښت یا ګر شاسپ ، داحمد علي کهزاد تالیف ، د۱۳۹۵ لمریزکال چاپ

۱۱- (دښوونکو لارښود) د۷نه تر ۱۲ ټولګيو پورې ،دثریا سدید لیکنه ژباړه .د۱۳۹۵ لمریزکال چاپ

۱۲- ( دزده کوونکو دکار کتاب ) د۷ ټولګي نه تر دولسمو ټولګیو پورې ، دثریا سدید لیکنه . ژباړه ، د۱۳۹۵ لمریز کال چاپ .

ناچاپ آثار:[سمول]

۱- (دجهاد خاطرې )، تالیف

۲- ( دلغمان مشاهیر)، تالیف

۳- (نومیالي لیکوالان ) ،تالیف

۴- (د افغانستان تاریخ دهند دکورګانیانو په دوره کې ) دارواښاد علامه عبدالحی حبیبی د لیکنې ژباړه .

سرچینې:[سمول]