اورلګېدنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اور لګـــېدنه

نګين کرګر او حامد فايق

اور لګېدنه کومه نوې پديده يا کومه نوې اصطلاح نده بلکې د (چاپېريال ساتنې علم) يوه لويه برخه تشکيلوي. په اکثره هيوادونو لکه اسټراليا کې د ځنګلونو اور لګېدنه د ونو او نورو نباتاتو لپاره د ژوند د دوران يا Life Cycle يوه اړينه برخه ده ځکه دوی ځينې داسې ځانګړي خواص لري چې د اور د پراخېدو سبب کيږي، د بېلګو په توګه لکه د ونو پوستکي، اضافي ډکي يا واړه لرګي او سوځېدونکي غوړ چې په شنو پاڼو کې کشته.

د اور لګــېدنې سـرچينې:

۱. ســوځوونکې ورېځې Pyrocumulus Or flammagenitus clouds :

يو ډول سوځوونکې ورېځې چې په طبعي ډول د ځمکې په سطحه د ډېرې تودې هوا په پايله کې لګيږي او عمومأ د اورغوځوونکو (آتشفشانونو) له راوتو څخه سرچينه اخلي؛ د اور لګېدنې سبب ګرځي. هغه اور چې ددې ورېځو په پايله کې رامنځته کيږي کيدای شي انساني فعاليت پايله وي او يا هم طبعي.

د اور دا ورېځې د (پايراکومولوس) په نامه ياديږي چې ( پايرا) مانا اور او (کومولوس) غونډاري ته وايي. د کومولوس ورېځې پيکه سپين رنګ لري چې پورتنۍ برخې ګلپيو ته ورته ښکاري، د (پايرا کومولوس) ورېځې بيا خړ نصواري رنګ لري د سکرو او دود له کبله يې دا رنګ غوره کړی.

که د پايراکومولوس ورېځو په شتون کې د اوبو د بخار عمليه او بړاسونه رامنځته شي نودا د ورېځو سره د يوځايوالي وروسته په تالندي او تندر اوړي، او کله چې دتندر ورېځې تشکېلې شي نو بيا د (پايراکومولونيموس) په نامه ياديږي.

پايراکومولونيموس د تندر په شان رڼا او برېښنا توليدوي، همدارنګه له دې ورېځو باران هم را اوري. له ورېځو څخه خپرېدونکې رڼا په ځنګلونو او نورو ځايونو کې د اور لګېدنې سبب کيږي خو کله چې اور بل شي له همد ورېځو څخه بهېدونکې اوبه د اور مړه کولو کې هم مرسته کوي، خو دا اور لګېدنه او باران اکثره وخت هم مهاله نه وي.

۲. د اوزون طــبقه:

په ۱۹۷۴م کال کې (ماريومولينا) او (شېرووډ راولنډ) په کليفورنيا پوهنتون کې يوه مقاله چاپ کړه چې اوزون طبقې ته د کلورو فلورو کاربن ياCFC ګاز لخوا په رامنځته کېدونکو ګواښونو څرخېده، په هغه وخت کې دا ګازونه زيات کچه په سپرې ګانو او يخچالونو کې د يخوونکې مادې په توګه استعمالېدل.

د دوی څېړنې و موندل چې د ځمکې د سټراټوسفېر طبقه کې د لمر د وړانګې د کلورفلورو کاربن ګاز تجزيه کوي او له دی څخه کلورين لاسته راځي؛ دوی دې پايلې ته ورسېدل چې د اتموسفير يوه محدوده ساحه په کمه کچه کلوروفلورو کاربن ګاز جذبوي او نور يې سټراټوسفير ته انتقاليږي.

يو اتوم کلورين د اوزون طبقې د ۱۰۰۰۰۰ ماليکونو له منځه وړلو پوټانشيل لري؛ په اتموسفير کې د CFC ګاز په سمه توګه نه فلتر کېدل ددې سبب شوی چې د اوزون طبقه کې يو (سوری) رامنځته شي، هماغه ده چې د لمر مضرې وړانګې له اوزون څخه تېريږي او د ځمکې په سطحه کې د شديدې اور لګېدنې سبب ګرځي.

(ماريومولينا او شېرووډ راولنډ) ددې څېړنې په پايله کې د ۱۹۹۵م کال نوبل جايزه وګټله.

اوسمهال په ځنګلونو کې اور لګېدنې شرايط د پخوا په پرتله بدل شوي؛ ساينسپوهان وايي چې اقليمي بدلونونه د شديدې اور لګېدنې سبب ګرځي، په ځانګړي توګه په آسټراليا کې. له همدې کبله دوی د ګل خانه اي ګازونو په استعمال کې د کموالي توصيه کوي.

اقليمي بدلون په مستقيم او غير مستقيمه توګه د سون موادو لکه د ډبرو سکاره، تېل او ګازونو د سوځېدو پايله ده. په صنعتي ساحو کې چېرته چې په متواتره توګه د سون مواد سوځي په اوسط ډول د کال 1C0 حرارت لوړيږي.

په آسټراليا کې د ۲۰۰۵م نه تر ۲۰۱۹م کلونو پورې اقليمي بدلون د ريکارډ تر کچې ثبت شوی، همدارنګه د ژمي په موسم کې د سړو بارانونو کموالی هم دلته د سختو اور لګېدنو نښې دي.

په تېرو درې لسيزو کې په جنوبي او شرقي آسټراليا کې د شديدې اور لګېدنې احتمال ۱۰سلنه نور هم ډېر شوی.

اور لګېدنه کيدای شي انساني سرچينه ولري او يا هم طبعي؛ پدې مانا چې کيدای شي د انساني فعاليتونو په پايله کې او يا هم په طبعيت کې دسون مواو سره د ګرمو وړانګو د لګېدو او يا د پايراکومولوس ورېځو په نتيجه کې رامنځته شي.

په آسټراليا کې تر ۵۰ سلنه ډېرې پېښې د دوهم علت له کبله رامنځته کيږي. د انساني فعاليت پواسطه اور لګېدنې ګواښ په هغو ځايونو کې ډير وي چېرته چې د انسانانو شمېر ډېر وي؛ د اور لګېدنې په پايله کې انسانان او ددوی عامه ملکيتونه يو ډېر بد حالت سره مخ کيږي او دا حالت هغه مهال په ناورين اوړي کله چې د چاپېريال تودوخي درجه لوړه وي.

په ځنګلونو کې د اور لګېدنې اساسي فکتورنه:

په ځنګلونو کې د اور لګېدنې اساسي فکتورونه د سون موادو، آکسېجن (ګازونو) او د سوځوونکو توکو له سرچينو څخه عبارت دی. د ارو لګېدنې شدت او د خپرېد سرعت د چاپېريال د حرارت درجې، د سون موادو مقدار، لندبل (رطوبت)، د باد سرعت او د ساحې په ميلان پورې اړه لري.

۱. د سون موادو بار (لوډ) :

د سون موادو بار د ونو تويې شوې پاڼې، پوستکي او د وړو وړو ښاخونو مقدار راښئي. په عمومي توګه څومره چې د سون موادو مقدار ډېر وي په هماغه اندازه اور شديد، دوامداره او تود وي.

هغه د سون مواد چې ډېر تخته شوي نه وي؛ د تخته شويو موادو په پرتله ژر اور اخلي، په همدې ترتيب د ونو ډبلې ساقې له لومړنۍ اورلګېدنې يوڅه موده وروسته اور اخلي. په خوشبويي خپروونکو ونو کې طبعي غوړ ددې سبب کيږي چې د اور شدت نور هم زيات کړي.

۲. د سون موادو لندبل (رطوبت):

د سون وچ مواد ژر اور اخلي او لامده مواد ښايي په ځنډ اور واخلي او يا يي وانخلي. او اور لګېدنې مقدار او خطر د باران د مقدار او اورښت څخه ښه ارزول کېدای شي؛ ځکه وچکالي او د اوبو نه شتون د شديدې اورلګېدنې اساسي علت دی.

۳. د باد سرعت:

باد د اور لمبې د سون موادو ته انتقالوي او هغوی ته په متواتره توګه آکسېجن رسوي. همدارنګه د اور سکروټې پورته غورځولو په پايله کې چايېريال تر پوښښ لاندې راولي، دغه سکروټې د اورلګېدنې له ځای څخه تر ۳۰ کيلو مترو پورې واټن وهلی شي.

د باد سرعت يو مالوم انټروال لري چې د ۱۲-۱۵ کيلو متر فی ساعت ترمنځ دی؛ که چېرې د باد سرعت د ياد انټروال څخه کم شي نو اور د سون درانده مواد په ځنډ سوځوي خو که سرعت له پورته انټروال څخه لږ هم ډېر شي نو د اور مقدار هم ډيريري.

د اور د لمبو څوکې او د هغو ډبلوالی هم د اور په خپرولو کې اغېز لري، کله چې باد لګيږي نو اور لمبو څوکې ډېر په شدت خپله بڼه بدلوي او مخکې ځي.

۴. د چاپېريال تودوخه:

د چاپېريال د تودوخې لوړه درجه د اور لګېدنې اساسي لامل دی. کله چې د چاپېريال د تودوخې درجه د سون موادو د سوځېدو له تودوخې درجې سره مساوي شي؛ نو سمدلاسه اور اخلي.

۵. د چاپېريال لندبل (د هوا مرطوبوالی) :

په وچه هوا کې د اور شدت د لمدې هوا په پرتله ډېر وي؛ ځکه په وچه هوا کې د ونو پاڼې خپل طبعي رطوبت ژر له لاسه ورکوي او سوځي.

۶. د ميل زاويه:

اور د وړانګو او تودوخې په واسطه د سون مواد ګرموي. د اور حرکت د سيمې او ساحې په ميل پورې هم اړه لري؛ د اور حرکت د يوې اغېزمنې سيمې په ژورو برخو کې کميږي او په لوړو برخو کې ډيريږي.

هرڅومره چې د يوې سيمې ميلان ډېر وي په هماغه اندازه د اور سرعت له لومړني سرعت څخه يې دوه چنده کيږي د بېلګې په توګه د يوې ساحې د ميل زاويه ۱۰ درجې بدلون وکړي نو د اور سرعت يې له لومړني سرعت څخه دوه چنده کيږي همدارنګه که د ميل زاويه يې ۲۰ درجې بدلون وکړي نو د اور سرعت يې د هموارې سطحې په پرتله څلور چنده ډيريږي.