انیګما ماشین
انیګما ماشین د کوډ جوړونې هغه وسیله ده چې د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې یې پراختیا ومونده او د سوداګریزو، دیپلماتیکو او نظامي اړیکو د ټینګښت په موخه ترې ګټنه کېدله. له دغې وسیلې څخه په دویمه نړیواله جګړه کې نازي جرمني د پوځ په ټولو برخو کې په پراخه کچه کار واخیست. د انیګما ماشین تر دې کچې خوندي ګڼل کېده چې له هغو څخه د تر ټولو محرمانه پیغامونو په کوډ کولو کې ګټنه کېدله. [۱]
انیګما الکترومیخانیکي څرخ لرونکی میکانېزم درلود چې د الفبا له ۲۶ حروفو څخه یې کار اخیست. په معمولي کار اخیستنه کې یو کس کولای شول د هغو له کیبورډ څخه په ګټنې یو متن وارد کړي او بل کس به بیا د هغو ۲۶ څراغونو ته په پام هماغه حرف لیکه چې په کیبورډ کې به یې تڼۍ کېکاږل شوې وه. که چېرې به له ساده متن څخه په کې ګټنه وشوه په هغه کې به ځلانده یا ښکلی شوی حرف د متن راز و. په دغه ماشین کې د کوډ شوي متن په واردولو سره به بیا هغه په ساده لوست وړ متن اوښت. د هغو څرخ خوړونکي میکانېزم د هرې تڼۍ په کېکاږلو سره د تڼۍ او څراغونو ترمنځ برېښنايي اړیکې ته بدلون ورکاوه.
د دغه سیسټم خوندیتوب د هغو تنظیماتو ته اړوند و چې په معمول بڼه به به د ورځې یو ځل تغیر ورکول کېده، د دغه سیسټم اړوند د مخفي کلیو لیستونه به له وړاندې ویشل کېدل او د هر پیغام لپاره به د هغو تنظیمات بدلول کېدل. د پیغام د اخیستو او له هغو څخه د ګټنې په موخه اخیستونکې دستګاه په دقیقه توګه له هغو تنظیماتو کار اخیست کوم به چې په لېږونکې دستګاه کې کارول کېدل.
په داسې حال کې چې نازي جرمني د کلونو په ترڅ کې د دغې دستګاه اړوند زیات پرمختګونه رامنځته کړل او د هغو د کوډ ماتونې هڅې یې له ستونزو سره مخ کړې، خو له دې سره هم پولنډ د ۱۹۳۲ زکال د ډسمبر په لومړیو کې وکولای شول د هغو د کوډ سیسټم مات کړي او له جګړې وړاندې او وروسته پیغامونه ولولي. پولنډ له لویدیځو متفقینو سره د خپلې دغه لاسته راوړنې په شریکولو سره مرسته وکړه څو هغوی د انګیما پر مټ کوډ شوي پیغامونه ولولي او له هغو څخه د اطلاعاتو د اصلي منبع په توګه کار واخلي. ډیری مبصرین څرګندوي چې د انیګما، لورېنز او نورو کوډ جوړونکو ارتباطي وسایلو په کوډ ماتونې سره جګړه را لنډه او آن تر دې چې کېدای شي د هغو د پایلې په بدلون کې یې هم اغېز لرلی وي.[۲][۳]
تاریخچه
[سمول]د انیګما ماشین د لومړۍ نړیوالې جګړې په وروستیو کې د جرمني انجینر آرتور شربیوس له خوا اختراع شو. دغه دستګاه تر ۲۰۰۳ زکال پورې ناپېژندل شوې پاتې شوه، هغه مهال چې د کارل دو لویو هغه مقاله پیدا شوه چې د شربیوس تغیرات یې په کې په تفصیل سره واضح کړي وي. د شربیوس او ریتر په نامه جرمني شرکت چې شروبیوس یې یو له بنسټګرو څخه و په ۱۹۱۸ زکال کې یې د کوډ جوړونکي یوه ماشین اړوند خپله آیډیا ثبت کړه او په ۱۹۲۳ زکال کې یې د انیګما سوداګریز نوم څخه په کار اخیستو د خپلې ایډیا څخه جوړ کړي دغه محصول ته په بازارموندنې لاس پورې کړ؛ همدا و چې دغې دستګاه سوداګریزو بازارنو ته لار ومونده. د ۱۹۲۰مې لسیزې له لومړیو را وروسته د دغې وسیلې له لومړنیو ماډلونو څخه په سوداګریزو چارو او بیا ورپسې له دویمې نړیوالې جګړې وړاندې د ګڼ شمېر هېوادونو په ځانګړې توګه د نازي جرمني په حکومتي او پوځي بنسټونو کې کار اخیستل کېده. [۴][۵][۶][۷]
د انیګما بېلابېل موډلونه تولید شول، خو د جرمني پوځ ته اړوند د هغو ماډلونه چې بېلابېلو چارو ته د اړوندو ارتباطي کیبلونو تخته یې لرله تر ټولو پیچلي و. د هغو له جاپاني او ایټالوي موډلونو څخه هم ګټنه کېدله. په ۱۹۲۶ زکال کې (په لږ اصلاح شوي ډول) د هغو له تولید وروسته د جرمني د سمندریز ځواک او ورپسې ډېر ژر د جرمني د پوځ او هوايي ځواک له خوا د هغو له منلو وروسته د انیګما نوم په پراخه کچه پوځي محافلو ته لار ومونده. له جګړې وړاندې د جرمني د پوځي پروګرام جوړونې ټینګار په چټکه توګه د فعال تاکتیکي ځواک په رامنځته کولو و چې بیا یې وروسته د بلیتس کریګ (چټکې جګړې) په نامه شهرت وموند او د قوماندانۍ او همغږۍ په برخه کې یې په راډیويي ارتباطاتو تکیه لرله. له دې امله چې دښمنانو به تل راډیویي سېګنالونه کشف کول، اړینه وه چې پیغامونه د خوندي کوډ جوړونې پر بنسټ ولېږل شي. ګرځنده او ساده انیګما ماشین د هغوی دغه اړتیا پوره کړه.
د انیګما کوډ ماتونه
[سمول]د ۱۹۳۲ زکال د ډسمبر میاشتې شاوخوا پولنډي ریاضي پوه او کوډ جوړونکي ماریان ریفسکي چې د پولنډ د کوډ جوړونې په اداره کې یې کار کوه، د جرمني کوډ جوړونې د اړوندو لارو چارو د ګټو او زیانونو تیوري ته په پام د انیګما وسیلې د پیغامونو د سپړلو په برخه کې لاس په کار شو. فرانسوي جاسوس هانس تیلو شمیت د جرمني د کوډ جوړونې یو شمېر مواردو ته چې ورځنۍ کلي ګانې هم په کې شاملېدلې لاسرسی وموند. په دغو کلي ګانو کې د پلاګېن تنظیمات هم شامل و. فرانسویانو دغه اطلاعات پولنډیانو ته وسپارل او ریفسکي د هغو له یو مقدار موادو او همدارنګه د سپټمبر او اکټوبر په میاشتو کې د تبادله شوو پیغامونو څخه په کار اخیستو د دغه ناڅرګند روټور/څرخ د ویرنګ سیسټم ته د لاسرسي په موخه هڅه وکړه. په پایله کې پولنډي ریاضي پوهانو وکولای شول خپل انیګما ماشین جوړ کړي چې «د انېګما د کاپي یا Enigma doubles» نوم یې پرې کېښود.
د وخت په تېرېدو سره د جرمنانو د کوډ لیکنې (کریپټوګرافي) لارو چارو پراختیا ومونده او د محرمو پیغامونو ادارې د انیګما د ترافیک اړوند څېړونو پر بنسټ نور تخنیکونه او میخانیکي دستګاوې طراحي کړي. د دغو هڅو د برخې په توګه پولنډیاینو هم د دغو څرخونو ځانګړنو ته مخه کړه، د هغو کتالوګونه یې راغونډ کړل او د ۱۰۰ زره ډوله لرونکي کتالوګ په موخه یې یو سایکلومتر جوړ کړ (د ریفسکي له خوا اختراع شو)، زیګالسکي پاڼې (کوډ لرونکې پاڼې) یې اختراع او تولید کړې او همدارنګه یې د بومبا ماشین په نامه د الکترو میخانیکي کوډونو ماتونکې وسیله یې د انیګما څرخه ته د اړوندو تنظیماتو د موندنې په موخه جوړه کړه (دا هم ریفسکي اختراع کړه). په ۱۹۳۸ زکال کې پولنډیانو ۶ ډوله بومبا دستګاوې لرلې، خو همدغه کال جرمنانو په انیګما ماشین کې دوه څرخه زیات کړل چې د پولنډیانو له خوا یې د هغو پر مټ د کوډ شوو پیغامونه لوستل لا هم له ستونزو سره مخ کړل په دې سره د دغه ماشین د کوډ شوو پیغامونو د لوستلو په موخه په یوه وخت کې د شته بومبا ماشینونو لس چنده ته اړتیا وه. [۸]
د ۱۹۳۹ زکال د جولای په ۲۶مه او ۲۷مه د وارسا سویل لوري ته په پېرې ښار کې پولنډیانو د فرانسې او انګلستان د پوځ استازو ته د انیګما وسیلې د تخنیک او د هغو د کوډ ماتونې د لارو چارو له دې ډلې د زیګالسکي پاڼو او کریپټوګرافیک بومبا ماشین اړوند وویل او همدارنګه یې ژمنه وکړه چې هر یو دغه استازي ته به د انیګما یوه یوه کاپي شوې دستګاه ورکوي (دغه دستګاوې ډېر ژر هغوی ته وسپارل شوې). [۹]
د ۱۹۳۹ زکال په سپټمبر میاشت کې د بریتانیا د څلورم پوځي ماموریت پر مهال چې کالین ګابیز او ورا اټکینیز هم په کې شامل و پولنډ ته ولاړل څو کوډ ماتونکي هریو ماریان ریفسکي، یژي روژیتسکي او هنریک زیګالسکي له هېواده وباسي. له دې سره دغه کوډپوهان د خپلو چارواکو له خوا له وړاندې رومانیا ته ویستل شوي و چې هغه مهال د پولنډ متحد هېواد و. ورته مهال د امنیتي ملاحظاتو له امله د پولنډ د محرمو پیغامونو ادارې په قصدي ډول د هغوی اړوند ډیری اسناد او وسایل له منځه یووړل. دوی له رومانیا څخه فرانسې ته ولاړل او هلته یې بیاځلي په خپلو چارو لاس پورې کړ؛ له بریتانویانو سره یې ډټیلي ټایف په برخه کې مرسته وکړه، هغو چې له وړاندې یې د انیګما پر مټ د جرمني پیغامونو په موندنې کار پیل کړی و او د پولنډي تخنیکونو او وسایلو څخه یې په کې ګټنه کوله. [۱۰]
ګورډون ویلچمن چې د بریتانیا په ویلچلي پارک کې د کوډ ماتونکي دولتي ښوونځي د ۶مې څانګې (Hut 6) مشر و لیکلي: « که چېرې موږ له پولنډیانو نه وای زده کړې هېڅکله Hut 6 Ultra نه رامنځته کېده، هغه مهال د جرمني پوځ ته د اړوند انیګما ماشین له جزیاتو او همدارنګه په هغو کې د کاروېدونکي پروسیجر څخه ګټنه وشوه». په پېری کې د پولنډيانو له خوا وړاندې شوي تخنیک او د هغوی تیوري په بلچلي پارک کې چېرې چې ولچمن کار کاوه د بریتانیا له خوا د نړیوالې دویمې جګړې پر مهال د کوډ ماتونې معما ته حل لار ومونده. [۱۱]
د جګړې په اوږدو کې بریتانوي کوډ پوهانو په انیګما باندې کوډ شوي ډیری پیغامونه پرانیستل. له دغې منبع څخه تر لاسه کېدوني اطلاعات چې د انګلیسانو له خوا ورته د «اولترا» مستعار نوم کارول کېده د متفقینو له جګړه ئیزو هڅو سره یې پام وړ مرسته وکړه.
په داسې حال کې چې انیګما په کوډ جوړونه کې یو شمېر کمزورتیاوې لرلې خو په عمل کې دا د جرمني خپلې تېروتنې وې چې د هغو د کوډ جوړونې په ډول کې یې سیستماتیک تغیرات نه راوړل او همدارنګه یې د کلیانو جدولونه د متفقینو لاس ته ولوېدل چې بیا یې له امله د متفقینو کوډ ماتونکي بریا ته ورسېدل.[۱۲][۱۳]
سرچينې
[سمول]- ↑ "EnigmaHistory". cryptomuseum.com. نه اخيستل شوی 2020-12-16.
- ↑ Keegan, John, Sir (2003). Intelligence in Warfare. New York: Alfred A. Knopf.
- ↑ Comer 2021.
- ↑ Singh, Simon (26 January 2011). [[[:کينډۍ:Google books]] The Code Book: The Science of Secrecy from Ancient Egypt to Quantum Cryptography]. Knopf Doubleday Publishing Group. ISBN 978-0-307-78784-2.
{{cite book}}
: Check|url=
value (help) - ↑ "Enigma History". cryptomuseum.com. نه اخيستل شوی 2020-12-16.
- ↑ "History of the Enigma". Crypto Museum. نه اخيستل شوی 1 December 2017.
- ↑ Lord, Bob (1998–2010). "Enigma Manual". نه اخيستل شوی 31 May 2011.
- ↑ Kozaczuk 1984، م. 63.
- ↑ Ralph Erskine: The Poles Reveal their Secrets – Alastair Dennistons's Account of the July 1939 Meeting at Pyry. Cryptologia. Rose-Hulman Institute of Technology. Taylor & Francis, Philadelphia, Pennsylvania 30.2006,4, p. 294.
- ↑ Kozaczuk 1984، مم. 69–94.
- ↑ Welchman 1982، م. 289.
- ↑ Kahn 1991.
- ↑ Stripp 1993.