انګېزه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انگیزه او پر خپل ځان اعتماد

۱.۱ په تجارتی نړی کی انگیزه او پر خپل ځان اعتماد: په تجارتی نړی کی انگیزه یو عمومی بحث او تحقیق دی. په تجارتی نړی کی خلک څه او څرنگه کول غواړی ، په دی پوهیدنه مونږ سره مرسته کوی تر څومونږد خلکو په بهتر لست کی ځان اضافه کړو؛ او په دندو گمارل شوی خلک کولای شی پر خپلو مهارتونو کار وکړی او د یو تر بلی ورځی بهتر شی . له دی پرته پر خپل ځان د اعتماد جوړولو لپاره خپله هم کار کولای شو کله چی هم اعتماد او انگیزه ولرو نو ډیر مثبت فکتورونه یی لاس ته راوړنه کیدا شی په دنده قناعت، دنده کی خوښي او بهتری د هڅو زیاتوالی دکاری چاپیریال بهتری د هر یو کس فکر او استدلال ته موقع برابریدنه د هر کس مسولیت معلومیدل ۱.۲ پرځان اعتماد کوم کس چی پر ځان اعتماد لری د زندگی موانعو ته ډیرخاموش او دفکر په بنیاد ولاړ ځواب وایی، مخکی تر دی چی د تشویش او نا امیدی په ځانگو کی خوب وکړی عمل ته ځان چمتو کوی. پر خپل ځان اعتماد لرونکی کس تر ټولو لمړی پلان جوړوی او پر پلان بی له دی چی د ناکامی هڅی ویره ولری د خپلو مهارتونواو تجربی په مرسته عمل کوی . پر ځان اعتماد لرونکی کس کله چی: خپلی کمزوری اصلاح کوی پر خپل استحکام هم تمرکز کوی له زیان اوخطر ویره نلری رقابت او مبارزه خپلو اهدافو ته درسیدو لپاره کاروی د خپل تکامل او بهتر کیدو لپاره د فرصت په لټه کی وی کله چی غلطی وکړی له اعتراف نه ویره نلری د نه پوهیدو په صورت کی پوښتنه کوی د ضعف نققطی په اعتراف کی صادق وی ۱.۳ پرځان اعتماد مونږ ټول هیله لرو چی په ژوند کی یو څه لاس ته راوړو د څه لاس ته راوړلو لپاره باید: خپل نظم او نضباط زیات کړو څه چی لاس ته راوړل غواړو باید مشخص یی کړو او د لاس ته راوړنی لپاره باید حدود مات کړو څومره چی زمونږ لاس ته راوړنی زیاتی وی همدومره مو پر خپل ځان اعتماد زیاتیږی او که چیری هڅی مو ناکامی شی معکوسا مو پر خپل ځان اعتماد ختمیږی خو له دی نا امیدی نه هم انسان ته دخلاصون لپاره پر خپل ځان د اعتماد ضرورت دی . ۱.۴ داعتماد تعریف ځنی خلک د اعتماد او غرور تر منځ توپیر نکوی; مغرور انسان غیرمحفوظ او کمزوری وی چی خپلو کمزوریانو ته د غرور پوښ ور اغوندی خو اعتماد لرونکی کس خپلی کمزوری په پوهی او تجربی پوښی خپل علم، تجربه او مثبت فکر خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره کاروی .

۲داعتماد په اړه علمی او تحقیقاتی نظریه: ۱.۲ تعریف د دی فصل موضوع پر خپل ځان اعتماد، شخصیت او هغه مهارت چی د خپل ځان د شخیصیت په تعینولو کی همکاری کوی او د دی تر منځ توپیر چی دا ټول د کار په ځای کی خورا زیات اهمیت لری.

دارواپوهنی تحقیقاتو دا ښیی چی پر خپل ځان اعتماد لرل دانسان د تندرستی او توانایی د خپل نهایی اسعتداد کارونی لپاره بنیادی شرط دی.

۲.۲ پر خپل ځان اعتماد هغه باور ته وایی چی یو انسان یی په خپلی دندی کی د کامیابی لپاره لری. پر خپل ځان اعتماد دوه منظره لری ۱ په کامیابی سره د یو چاری د کړنی مهارت ۲ د خپل ځان اطمینان او داوړه د یوبل داسی دی لکه روح او جسد؛ د مثال په توگه که چیرته تاسی د انټرویوهنر لوستی وی تاسی د کړنی لپاره مهارت لری خو په ځان د کړنی اطمینان ونلری نو چاری به ناممکنه وی یا نیمگړی وی او یا هم که تاسی دا هنر نه وی زده او پر ځان اطمینان لری نو چاری غیر مسلکی ستونزمنی او نیمگړی وی چی د بل کس ضروریات پکی نا حل شوی پاتی کیږی. د اعتماد لپاره باید دواړه توازن ولری

ارواه پوهان وایی پر خپل ځان اعتماد د منفی تجربو نه لاس ته راوړنه ده او داسی مثال ورکوی لکه یو انسان زخمی شی له نورمال حرکت نه وغورزیږی په خپل ځای کی تر هغو د دوباره ښه صحت لرلو لپاره زیار باسی تر څو بیا خپل نورمال حالت ته راځی او له لاس ته راوړنی وروسته د ټپ ورکونی وجه ورته مالوم وی او بیا نه تیر وزی. همداسی مثبت فکره انسان له هری منفی تجربی ورسته مثبت گام پورته کوی چی دی ته خپل ځانی اعتماد ویل کیږی. په تجارتی نړی کی هم په دی څیر له شکست نه وروسته بیا خلک د ټپ د علاج کوښښ کوی تر څو په راتلونکی کی بریالی اوسی .

۲.۳خپل شخصیت ته احترام خپل شخصیت ته احترام هغه ظرفیت یا استعداد دی چی، د خپل ځان په اړه ښه فکر کوی، څه چی یی د هغی قدر دانی کوی، د مهارتونه یو خاص مجموعی سره د یو بی مثال فرد په حیث؛ اگر که دی مهارتونو بریاوی تر لاسه کړی وی یا نه دی ته دخپل شخصیت احترام وایی. د ارواپوه مکسین ایلیوټ تحقتیق داسی ښیي په زیان رسونکی پیښی یا ستونزمن حالت کی خپل شخصیت ته احترام لرونکی خلک د تیر وخت تجربه د حل لپاره او ستونزو سره د مقابلی لپاره مقاومت کاروی.

۲.۴ هغه مهارتونه چی د انسان شخصیتونه تعینوی البرتو ندورا د دی نظریی متخصص دی وایی هر انسان خپلی توانایی ته په کتو سره خپل شخصیت خپله تعینوی. کله چی د عمل وخت شی د خپلو مهارتونو قضاوت خپله کوی تر څو طرح شوی هدف ته ورسیږی، خپل شخصیت تعینول د یوفرد دکړنو ارزیابی ده تر څو د یو خاص هدف په طرحه کولو سره بریا تر لاسه کړی. بندورا وایی په خپل شخصیت تعینولو کی تر ټولو زیاته مرسته مقاومت، نهایی کوښښ، مثبت فکری او د راتلونکی او د راتلونکی په اړه خوشبینی کوی. که چیری انسان دا مهارت ونلری نشی کولای په چارو کی پر مختگ وکړی. او د دوی مهارت جوړولولپاره یی۴ منبع په لاندی ډول یادی کړی: د تجربی ارزیابی ټولنیز مثال یا نمونه ټولنیز تشویق احساس

د تجربی ارزیابی : بریا او ناکامی تجربه کول د شخصیت د تعینولو لپاره خورا اړین دی، کله چی له ناکامی سره مخ شو او له زیار ویستنی وروسته بریا تر لاسه کړو نو یو شخصیت لرونکی انسان ویلی شی چی د ستونزو سره د مخ کیدو په صورت کی بیا هم بریا تر لاسه کولای شم. ټولنیز مثال یا نمونه: په ټولنه کی داسی خلک چی له ستونزو او ناکامو پر له پسی هڅو وروسته یی بریا تر لاسه کړی وی او خپل هدف ته رسیدلی وی د دوی مثال او له ځان سره مقایسه هم کولای شی انسان کی شخصیت تعینونکی خواص زیات کړی.

ټولنیز تشویق: که چیری یو انسان ته د هغه د کړنو په اړه مثبت نظر ورکړی هغه د نورو کړنو لپاره ډیره مستحکمه طرحه کوی او تر مخکی زیات زیار باسی همداسی که منفی نظر ورکړو معکوسا په ډیره اسانی هغه انسان له خپل استعداد نه نا امیده کولی شو. دا هم ډیر ضرور ده چی داسی څوک ونه ستایل شی څوک چی یو څه نشی کولای احساس: د احساس په ذریعه انسان د خپل ځان قضاوت کوی که چیری احساس د انسان په ذهن کی فشار راوړنکی یا سټرس کوونکی، خفه کوونکی وی کیدای شی انسان داسی فکر وکړی چی کمزوری یا زیان زغمونکی دی. دانسان مزاج هم که مثبت وی د بهترو چارو کړنو کی مرسته کوی، که منفی وی نو چاری به هم نیمگړی وی. که چیرته انسان ډیر سټریس کیږی باید دا د زندگی یوه نورمال حصه وگڼی.

څرنگه شخصیت دانسان کړنی متضر ره کولی شی؟ دارواه پوهنی ۴ مراحل کولای شی مونږ ته د شخصیت او کړنو تر منځ په اړیکو پوه کړی. دپییژندنی مراحل انگیزه لرونکی مراحل نفسی مراحل انتخابی مراحل د پیژندنی مراحل :- دا یوه فکری مرحله ده چی انسان د کړنوڅیړنه کوی، ځان په دی پوهوی چی څه کولی شی، بیا هدف ټاکی. دانسان فکر دا څیړی که څه وکړی نو څه بدلون به رامنځ ته شی. د کړنو د نتیجی منظر جوړوی او د راتلونکی په اړه په حال کی امکانی نظر لری. انگیزه لرونکی مراحل: دانسان انگیزه د انسان د فکر بنیاد دی مطلب دا که کوم انسان انگیزه ونلری د ورزنی ژوند د طریقی لپاره فکر هم نشی لرلای. د شخصیت لرونکی خلک که چیری له ناکامی سره مخ شی دهغو امکاناتو د نشتون په اړه فکر کوی کوم چی د ناکامی وجه گرځیدلی وی. کوم خلک چی د پاسنیو مهارتونو کمی ولری د ناکامی وجوهات په خپل ظرفیت کی گوری داسی فکر کوی چی دوی د چاری د کړنی توانایی نلرله. شخصیت لرونکی خلک له ناکامی وروسته داسی فکر کوی چی هدف ته د رسیدو لپاره یی باید ډیر زیار ویستلی وای خو نور خلک معکوسا داسی فکر کوی که څومره زیار یی ویستلی وای نو بریا به نا ممکنه وه. دلاس ته راوړنی لپاره باید صحیح مارحل طرحه شی تر څو خپل ټاکل شوی هدف ته ورسیږو. نفسی مراحل : نفسی او موثر مراحل دانسان مقاومتی تجربه لوړوی. که چیری تجربه ونلرو او سخت ستونزمن حالت سره مخ شو نو نتیجه به یی سټریس یا ذهنی فشار وی او که تجربه ولرو نو نتیجه به یی عمل او مقاومت وی هر څه چی د زندگی راکړه وی په ډیره اسانی سره به کولای شو اداره یی کړو. انتخابی مراحل: انتخابی مراحل زمونږ په اړه زمونږ باور، زمونږ توانایی زمونږ د عمل لپاره د محیط ساختار، حدود او شکل جوړوی او د دی لپاره علمی لار د پوهی په ذریعه هدف بی له دی چی مقام په نظر کی ونیسی، مقام ولری یا ونلری ټاکی.وزول ریزین یا گلو کاریږی.