انګورو روزنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انـــــــــــــــــــــــــــگور انگورد تخم – قلمو – ليرنگ په ذ ريعه تکثير کيږي . که انگو ردتخم په ذ ريعه تکثير شي نوموړي بوټي د مورني بوټي څخه څه ناڅه توپير لري اوهمداسبب دى چې د تخم تکثير دا نگورود پاره غوره نه بريښي . دانگوروټو ل انواع که نيله بوټي وي يا پيوند بوټي د قلمو په ذريعه تکثيرکيږي . عموماقلمې د يوه کال د پاره به بوزغلي کې کرل کيږي او نيلو تشکيل څخه وروسته باغونو ته انتقال مومي . که څه هم په افغانستان کې دانگورو پيوند کول معمول اوضرور نه دي مگر په خارجي هيوادو کې دځينو امراضو او حشراتو له امله دانگورو نيله لرونکي قلمې په باغونو کې دکرلو تر دمخه پيوند کوي . دليرنگ په باب په تير فصل کې پوره معلومات وړاندې شوي دي اوبيا يې تکرار ته ضرورت نه بريښي . هر کله چې ديوه چاپيريال په خاورو کې مضر امراض او افات لکه فايلوگزيرا (phyloxera) يانيماتودونه موجود وي او حساس انگور لکه وايتيس وينيفيرا vitas venefera) ) کرل کيږي نولازمه ده چې مقاومت لرونکي نيله بوټي په کار واچول شي ترڅو په پيوند بوټي په زړه پورې حاصلات ورکړي . دونيفيرا انگورودپاره دنړۍ په ځينو هيوادونو کې يو شمير نيله بوټي استعماليږي چې هغه په لاندې ډول دی صابر شاه عادل