انګلستان د منځنۍ پیړۍ په اوږدو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انګلستان د منځنۍ پیړۍ په اوږدو د پنځمې پېړۍ له پای نه تر ۱۴۸۵ز کال کې د عصري دورې تر پیله پورې د انګلستان تاریخ  په ګوته کوي. کله چې انګلستان د روم امپراتورۍ له ړنګیدو نه راڅرګند شو، اقتصاد یې په ټپه ولاړ و، ډېری ښارونه یې ویجاړ شوي و. د المانانو له مهاجرت نه څو پېړۍ وروسته نوي پېژندنې او کلتورونه رامنځته شول او په داسې سلطنتونه بدل شول، چې د واک لپاره یې سیالي کوله. یو بډایه هنري کلتور د انګلو سیکسون تر حاکمیت لاندې وده وکړه ، د بیولوف په څېر افسانوي شعرونه رامنځته او پیچلي فلزات یې تولید کړل. انګلوسیکسون په اوومه پیړۍ کې عیسویت ته واوښت، او په ټوله انګلستان کې د خانقاهونو او کنوانسیونونو شبکې جوړې شوې. په ۸ او ۹ پېړیو کې انګلستان د وائکینګ له سختو بریدونو سره مخ شو او جګړې د څو لسیزې لپاره دوام وکړ، په پایله کې ویسیکس ترټولو ځواکمن سلطنت په توګه رامنځته شو، چې انګلیسي هویت ته یې وده ورکړه. د ۱۱ پېړۍ په لومړیو کې د پرله پسې کړکېچونو او د ډنمارک د واک نیولو سره سره داسې استدلال کېدی شي، چې د ۱۰۶۰ لسیزې پورې انګلستان یو پیاوړی او مرکزي دولت و چې یو پیاوړی او بریالۍ پوځي اقتصاد یې درلود.

په ۱۰۶۶ز کال کې په انګلستان د نارمنانو یرغل د نارمني، فرانسوي اشرافو او د دوی له ملاتړکونکو سره د انګلو سیکسون اشرافو د ځای په ځای کیدو لامل شو. فاتح ولیم او د هغه ځایناستو د حکومت موجوده سیسټم په غاړه واخیست، محلي بغاوتونه یې ودرول. نوو واکمنانو د انګلستان د حکومت کولو لپاره فیوډال چلند معرفي کړ او د غلامۍ دود یې لغوه کړ، خو د غیر ازاد کارګرانو یوه لویه ډله چې د serfs په نوم یادېده جوړه کړه. د ځمکې او مالکیت په اړه د قوانینو په بدلون سره، په ټولنه کې د ښځو موقف بدل شو. د انګلستان نفوس ۱۲ او ۱۳ پیړیو په اوږدو کې دوه چنده زیات شو، کلیو،  ښارونو او سوداګرۍ پراختیا ته یې وده ورکړه. په داسې حال کې چې د کلیسا اصالحات د پاچاهانو او اسقفانو ترمنځ د تاو تریخوالي لامل شو، د خانقاهانو او کنوانسیونونو نوې څپې رامنځته شوې. د انګلستان په حقوقي او دولتي سیسټم کې د پرمختګونو سره سره، د انګلو سیکسون او نورمن اشرافو ترمنځ خپل منځي شخړې د ډېری کورنیو جګړو او د نورمانډي له لاسه ورکولو لامل شوې. 

انګلستان په ۱۴مه پېړۍ کې له لوی قحطي او د تور مرګ  ناورین سره مخ شو، هغه وژونکی پیښې چې د انګلستان نیمایي نفوس یې وواژه، اقتصاد یې ګډوډ کړ او پخوانی سیاسي نظم یې کمزوری کړ. ټولنیز ناکرارۍ په ۱۳۸۱ز کال کې د بزګرانو پاڅون ته لاره هواره کړه، په داسې حال کې چې په اقتصاد کې بدلون د اشرافو د یوې نوې طبقې د رامنځته کېدو لامل شو او اشرافو د یو نظام له لارې چې د حرامزاده فیوډالیزم په نوم پېژندل کېږي واک تر لاسه کړ. نږدې ۱،۵۰۰ کلي د دوی د اوسېدونکو له خوا ویجاړ شو او ډېری نارینه او ښځینه په ښارونو او کلیو کې د نوي فرصتونو په لټه کې شول. نوې ټیکنالوژي معرفي شوه او انګلستان د مینځنۍ پېړۍ ځینې لوی فیلسوفان او طبیعي ساینس پوهان معرفي کړل. په ۱۴ او ۱۵ پیړیو کې انګلیسي پاچاهانو د فرانسې د تخت دعوه وکړه چې پایله یې سل کلنه جګړه وه. ځینی وختونو انګلستان له ستر پوځي بریالیتوب نه برخمن و، اقتصاد یې د وړیو او ټوکر له نړیوالې سوداګرۍ نه د ګټې په واسطه وده کړې وه، خو په ۱۴۵۰ز کال کې دا هېواد له ناورین سره مخ شو، دغه راز په فرانسه کې له پوځي ماتې او دوامدار کسات سره هم مخ شو. نورې ټولنیز ناکرارۍ رامنځته شوې، خو په ۱۴۸۵زکال کې د اووم هینري بریا په عموم ډول په انګلستان کې د منځنۍ دورې پای او د عصري دورې پیل په ګوته کوي.

په منځنیو پېړیو کې د انګلستان اقتصاد او ډیموګرافي [سمول]

د انګلستان اقتصاد په بنسټیز ډول کرڼیز و، چې ځمکو کې د غنمو، وربشو او اوړو په کرلو او د پسونو، غواګانو او خنزیرونو په پاللو ​​پورې تړلی و. د انګلوسیکسون دورې په پای کې، ډیری بزګران په جلا جلا کلیو کې  ژوند کول پرېښودل او پرځای یې د لویو کلیو جوړولو لپاره یوځای شوي چې د کرنې وړ کرنو کې بوخت وي. کرنيزې ځمکې زیاتره د بادارانو په شاوخوا کې جوړې شوې وې او زياتره کروندې د ځايي کروندګرو له خوا کرل کېدې. دغو بزګرانو به د ځمکې خاوند یا څښتن ته په کروندو کې د کرنیزو کارونو له لارې یا د نغدو پیسو او محصولاتو له لارې کرایه ورکول. په ۱۱ پېړۍ کې بازار اقتصاد د انګلستان په ډېرو برخو کې وده وکړه، په داسې حال کې چې ختیځ او سویلي ښارونه په نړیواله سوداګرۍ کې په پراخه کچه ښکیل وو. شاوخوا ۶،۰۰۰ د اوبو زرندې د اوړو زرندهولو لپاره جوړې شوې، چې د نورو لا زیاتو تولیدي کرنیزو کارونو لپاره یې کارګران ازاد کړل.[۱][۲][۳][۴][۵]

که څه هم د نارمنانو یرغل د کلیو او د پوځیانو له خوا د ځمکو د لوټولو لامل شو، خو د انګلستان اقتصاد په جدي توګه اغېزمن نه شو. په هرحال مالیات زیات شول او نورمنانو پراخ ځنګلونه رامنځته کړل چې دوی د طبیعي زېرمو لپاره ترې ګټه پورته کوله او د شاهي قوانینو له خوا ساتل کېده. په راتلونکو دوو پېړیو کې د انګلیستان اقتصاد د پام وړ وده وکړه، چې یو څه د نفوسو د زیاتوالی لامله وه، لکه څنګه چې په ۱۰۸۶ز کال کې له ۱.۵ میلیونو نه ۴ نه تر ۵ میلیونه پورې په ۱۳۰۰ز کال کې زیات شو. د ځمکو ډېره برخه د شاهي حکومت په لګښت تولید ته راوړول شوه ترڅو مخ په زیاتیدونکۍ نفوس تغذیه کړي او اروپا ته د صادراتو لپاره وړۍ تولید کړي. په سلګونو نوي ښارګوټي په انګلستان کې جوړ شوي. د انګلستان  مخ پر ودې اقتصاد په تمویل کې یهودي پانګوالو همدارنګه سیسترسین او اګوسټینین نوي مذهبي حکمونه چې د شمالي وړیو په سوداګرۍ کې د لوی لوبغاړو په توګه راڅرګند شول اړینه ونډه درلوده. په انګلستان کې کان کیندنې زیاتې شوې او د ۱۲ پېړۍ کې د سپینو زرو له زیاتېدو سره د پیسو عرضه هم زیاته کړه.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲] 

اقتصادي وده د ۱۳ پېړۍ په پای کې د زیات نفوس، د ځمکې د کمښت او د خاورې د خړوبېدو له امله په کمېدو پیل وکړ. سترې قحطۍ د انګلستان اقتصاد سخت وځاپه او د نفوس وده یې ودروله. په ۱۳۴۸ز کال کې د  تور مرګ په نوم ناورین د انګلستان نیمایي نفوس وواژه. د کرنې سکټور د لوړ معاشونو، ټیټو بیو، او کمې ګټې له امله په چټکۍ سره مخ په کمېدو شو، دغه راز د زوړ ډمسن سیسټم پای ته رسېدو او د عصري کرنیز سیسټم د رامنځته کېدو لامل شو. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د انګلیستان د ټوکرو صنعت د ۱۵ پېړۍ په پیل کې د پام وړ وده وکړه او د انګلیسي نړیوالو سوداګرو یوه نوې طبقه، چې معمولا په لندن یا سویل لوېدیځ کې میشت و راڅرګنده شوه. دا نوي سوداګریز سیسټمونه د ډېری نړیوالو نندارتونونو پای ته رسېدو او د چارټر شرکتونو د ودې لامل شو. د شمالي سمندر په ژورو اوبو کې کب نیول پراخ شو، چې د لویو سوداګرو د سوداګریزې پانګونې په واسطه یې ملاتړ کېده. په هر حال د ۱۴۴۰ او ۱۴۸۰ز کلونو تر منځ اروپا له ناورین سره مخ شوه او انګلستان هم د لوی اقتصادي ناورین سره مخ شو، لکه څنګه چې تجارت سقوط وکړ، د کرنې بیې، کرایې او په پای کې د شاهي مالیاتو کچه راټیټه شوه. د منځنۍ دورې په پای کې اقتصاد په رغېدو پیل وکړ او د فلزي کارونو او د کښتۍ جوړونې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه وشو، چې  یاد پرمختګونو د لومړني عصري اقتصاد بڼه رامنځته کړه.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

په منځنیو پېړیو کې د انګلستان ټیکنالوژي او ساینس[سمول]

په انګلستان کې ټیکنالوژي او ساینس د مینځنۍ پېړۍ په اوږدو کې د پام وړ وده وکړه، چې د یوناني او اسلامي فکر په واسطه پرمخ وړل کېده چې له ۱۲ پېړۍ نه وروسته انګلستان ته ورسېد. په ساینسي مفکورو کې ډېر پرمختګونه راغلل، لکه د عربي شمېرو معرفي کول او په واحدونو کې یو لړ پرمختګونه چې د وخت اندازه کولو لپاره کارول کېده. ساعتونه په لومړي ځل د ۱۳ پېړۍ په وروستیو کې په انګلستان کې جوړ شول او لومړی میخانیکي ساعتونه په ۱۳۲۰ کې په کلیساګانو کې نصب شوي و. ستورپوهنه او جادو هم د منځنۍ پیړۍ په اوږدو کې په انګلستان کې د پوهې مهم ډولونه ګڼل کېده، که څه هم ځینو یې په اعتبار شک لري.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

په دې دوره کې، ځینې اغېزمن انګلیسي ساینس پوهان راڅرګند شول. لکه راجر بیکن چې د طبیعي فلسفې، ستورپوهنې او کیمیا په اړه اثار ولیکل او د هغه کار د طبیعي علومو په برخه کې د راتلونکو تجربو لپاره نظري بڼسټ وټاکه. انګلیسي ساینس پوهان له Bede له وخته په دې باور وو چې نړۍ شاید ګرده وي، خو جوهانس دي ساکروبوسکو په دیارلسمه پېړۍ کې د ځمکې شکل اټکل کړه. په منځنیو پېړیو کې د درملو له محدودیتونو سره سره، ګیلبرتوس انګلیکوس د Compendium Medicinae په نوم کتاب خپور کړ، چې یو له ترټولو اوږد طبي اثارو نه ګڼل کېږي چې په لاتین ژبه  لیکل شوی دی. نامتو تاریخي او ساینسي متنونه د لومړي ځل لپاره د ۱۴ پېړۍ په دویمه نیمایي کې انګلیسي ته ژباړل شوي. همدارنګه د اکسفورډ او کیمبرج پوهنتونونه د ۱۱ او ۱۲ پېړیو په اوږدو کې د پاریس پوهنتون په ماډل تاسیس شوي. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

سرچينې[سمول]

  1. Dyer (2009), p. 14.
  2. Dyer (2009), pp. 19, 22.
  3. Bartlett, p. 313.
  4. Bartlett, p. 313; Dyer (2009), p. 14.
  5. Dyer (2009), p. 26.
  6. Douglas, p. 310; Dyer (2009), pp. 87–88.
  7. Dyer (2009), p. 89; Barlow (1999), p. 98.
  8. Cantor 1982, p. 18.
  9. Bailey, p. 41; Bartlett, p. 321; Cantor 1982, p. 19.
  10. Hodgett, p. 57; Bailey, p. 47; Pounds (2005), p. 15.
  11. Hillaby, p. 16; Dyer (2009), p. 115.
  12. Blanchard, p. 29.
  13. Jordan, p. 12; Bailey, p. 46; Aberth, pp. 26–7; Cantor 1982, p. 18.
  14. Hodgett, p. 206; Bailey, p. 46.
  15. Hodgett, p. 206.
  16. Hodgett, p. 148; Ramsay, p.xxxi; Kowalesk, p. 248.
  17. Dyers (2009), pp. 291–293.
  18. Myers, pp. 161–4; Raban, p. 50; Barron, p. 78.
  19. Bailey, p. 53.
  20. Hicks, pp. 50–51, 65.
  21. Hicks, pp. 52–53.
  22. Geddes, p. 181
  23. Gillingham and Danziger, p. 237.
  24. Gillingham and Danziger, p. 237; Humphrey, pp. 106–107.
  25. Gillingham and Danziger, pp. 239, 241.
  26. Hill, p. 245.
  27. Normore, p. 31; Spade, p. 101.
  28. Hackett, pp. 9, 16, 19, 20-21.
  29. Gillingham and Danziger, pp. 234–235.
  30. Getz, p.liii; Danziger and Gillingham, p. 9.
  31. Cobban, p. 101; Danziger and Gillingham, p. 9.
  32. Myers, p. 99.