انګستروم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انګستروم (په سویډنۍ ژبه: Ångström) د واټن د کچې یوکی دی چې مساوي کېږي په:

  • ۱۰- ۱۰ مترو
  • ۸- ۱۰ سانتي مترو
  • ۰،۱ نانومترو
  • ۱۰۰ پیکومترو

سمبول یې Å دی او د سویډني فزیکپوه اندېرس جوناس انګستروم په نامه نومل شوی دی.

انګستروم د SI په سیستم کې نه دی پېژندل شوی او رسمي یې د کارېدو اجازه نه شته او د واټن د کچې پر ځای به نانومتر کارېږي. خو پوهان یې د کار د اسانولو په پار د اټوم او د مالیکول د کچو په پار کاروي. په همدغه ډول اګستروم او نانومتر، په ګډه د رڼا او څپو د اټن په ټاکلو کې کارېږي.

سرچينې[سمول]

  • ښيښه په ودانۍ کې کتاب
  • د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ پاڼې