انګرېزي ملت پالنه
عمومي مالومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه |
انګریزي ملت پا لنه یوه ملت پالنه ده چې د یوه ملت په توګه د انګلستان ملاتړ کوي او د انګریزي کلتوري یووالی هڅوي. دیوه ټولیز مفهوم له مخې، دا ملت پالنه سیاسي او ټولنیز خوزښتونه او عاطفه را نغاړي چې د انګلیسي کلتور، ژبې اوتاریخ سره د مینې او د انګستان په خلکو او هېواد د ویاړ څخه الهام اخلي. انګرېزي ملتپالان ډېری وخت ځانونه عمدتا انګریزان بولې نه برتانویان.
په سیاسی کچه، ځینو انګریزي ملتپالانو لکه انګریزي دیموکراتان له ځاني حکومت څخه د انګلستان لپاره دفاع کړې ده. دې حالت د شاهي دولت په دننه کې د سپارل شوي انګریزي پارلمان او یا له شاهي دولت بهر د انګلند د یوه مطلق خپلواک دولت بڼه غوره کولای شوه.
تاریخ
[سمول]د انګریزي ملتپالنې تاریخ، د څیړنې لپاره د اختلاف وړ موضوع ده. تاریخپوه ادرین هستینګس Adrian Hastings لیکي: "کولای شو چې داسې تاریخپوهان ومومو چې له اتمې تر نولسمې پیړۍ پورې یې د انګریزي ملي بیدارۍ رابرېدو " او (داسې نور عبارتونو) لپاره تاریخ ټاکلی وي. [۱]
انګلو ساکسون
[سمول]پټریک ورملد Patrick Wormald ادعا کړې ده چې د ښاغلي بیز Venerable Bede تر وخت پورې چې د هیستوریا اککلیسیاتیکا Historia ecclesiastica gentis Anglorum یا د انګرېزي خلکو د کلیسا تاریخ یا Ecclesiastical History of the English People یې ولیکه، انګلند یو ملت و. ورملد د انګریزي ملي هویت او د انګریزي ملي برخلیک پریکنده تعریف ولنراېبل ته نسبت ورکوي. بېد Bede معمولا د انګریز لقب د جرمني خلکو د تشریح لپاره چې په برتانیا کې میشت شول کاروي: له بریتونانوBritons، سکاتیانوScots او پیکتانو Picts پرته انګلزان Angles، ساکسونان Saxonsاو جوتان Jutes. د انګریزي خلکو د کلیسا د تاریخ د سریزې په وروستي فقره کې بېد Bede خپله معموله کلمه"gens" پریږدي او په ځای یې د نشیو "natio" کلمه د هیستوریا نوسترې نېشنیس"historia nostrae nationis" د تشریح لپاره چې معني یې زموږ دخپل هیواد تاریخ ده کاروي. دا د انګریزي ملت لومړني لفظي ښکاره کېدنه ده. [۲][۳][۴][۵]
د انګلو ساکسون شعر "د مادلون جګړه " هغه جګړه چې د انګلو ساکسون د اتلرېد ان ریدي Ethelred the Unready ځواکونو له خوا په ۹۹۱ز د ویکنګ Viking د یرغل په وړاندې تر سره شوه تشرېح کوي. دا شعر " له خپلې خاورې، د پاچا اتلرېد له ځمکې، د هغوی د ځای او خلکو" د انګلو ساکسونانو د دفاع ستاینه کوي او دا قول بیرتنات Byrhtnoth ( د مالون دجګړې یو اتل وه) او ارل اف اسیکس ( یو انګلیسی عسکر وه او سیاست مدار وه ۱۶۰۱-۱۵۶۶ چې د ډیرو کلونو لپاره د لومړۍ ملکې الیزابت ملګری او سلاکار پاتې شوی خو د هغوی د ملګرتوب تر پای ته له رسیدو وروسته هغه د ملکې د امر له مخې جیل ته واچول شو او هلته ووژل شو) ته منسوبیږي چې وايې: "آیا زموږ خلک، زموږ ملت تاسو وزغمي چې له دې ځایه زموږ له طلاوو سره لاړ شئ. "[۶]
دواړه هستینګز Hastingاو جیمز کمپبېل James Campbell باور لري چې انګلند د انګلو ساکسون په وروستیو وختو کې یو ملتیز دولت وه. جیمز کمپبېل James Campbell لیکي چې په ۱۰۶۶ ز کې د نورمان د سوبې Norman conquest کال پورې یو ملتیز دولت و. [۷]
منځنۍ پېړۍ
[سمول]د نورمان سوبې انګلند ته یو فرمان چلوونکی طبقه وروپېژندله چې د انګریزي ځمکه لرونکو او روحانیونو ځای یې ونیو او یوازې په انګلونورمان Anglo-Norman ژبه یې خبرې کولې، که څه هم په ډیر احتمال د هغوی د دویم نسل ډیریو په انګلیسي ژبه خبرې کولې. ویلیم آف ملبېسبري William of Malmesbury په دولسمه پیړۍ کې دانګلو نورمان د ګډې سلسلې پیښه لیکونکی د هستینګانو Hastings جګړه دا ډول تشرېح کوي: "د انګلند لپاره هغه مرګونې ورځ، زموږ د ګران هیواد غموونکي ویجاړیدل. "هغه وړاندې ویر کوي او وایې: "انګلند له بهره د راغلو هستوګنځای او د بهرنیانو د واک د چلیدو ځای. نن ورځ هیڅ انګریز ارل earl ( یو اشرافي چې رتبه یې له مارکیس ټيته وي)، بي شاپ bishop (مسیحي ملا) یا ابات abbot ( دخانقا) نه دی، نوي راغلي خلک په بډایانو او د انګلند په کورنیو برخو خولې لګوي؛ د دې غمیزې د پای ته رسیدو هیڅ هیله نه شته ". رابرت آف ګلوسستر Robert of Gloucester د بلې پېړۍ یعنې د دیارلسمې له نیمایي تر وروستی برخې په هکله خبرې کوي: [۸][۹]
نورمان خلکو بې له خپلې ژبې په بله ژبه خبرې نشوای کولای، هغوی په فرانسوي خبرې کولې ځکه په کور کې یې په دې ژبه خبرې کولې او ماشومانو ته یې هم همدا ژبه ښوولې وه، نو هغه مهم خلک چې دې هیواد ته له خپلو اصلي ځایو راځي نوهغوی هغو ژبو ته پابند دي چې دوی څخه پاتې دي ځکه هغه سړی چې په فرانسوي ژبه پوهیږي هغه ته لږ ورښودل کیږي. خو متواضعو خلکو تر اوسه په انګلیسي ژبې خبرو کولو ته دوام ورکړ. زه فکر کوم چې پرته له انګلند څخه په ټوله نړۍ کې داسې هیواد نشته چې خلک یې پرته له خپلې ژبې په بله ژبه خبروکولو ته دوام ورکړي. [۱۰]
پاچا لومړي ادوارد، چې پخپله یو نورمان فرانسوي ژبې غږیدونکی و، د ۱۲۹۵ ز کال کې د پارلمان د احضار لپاره د فرمانونو د صادرولو په وخت کې دعوه وکړه چې د فرانسې پاچا غواړي په انګلند یرغل وکړي او پخوانۍ انګلیسي ژبه غلې کړي، دا په رښتیا یو کرکه پارونکی پلان و چې خدای به یې مخه نیولې وي. [۱۱][۱۲]
په ۱۳۲۳ ز کال کې هنري لامبارد Henry Lambard یو روحاني د محکمې په وړاندې راوستل شو اوله هغه پوښتنه وشوه چې هغه څنګه جرأت وکړ چې ځان د غلا له تورونو بري کړي. هغه په انګلیسي ژبه ځواب ورکړ چې هغه یو روحاني دی ، له هغه وروسته له هغه وپوښتل شول چې آیا هغه په لاتیني یا فرانسوي ژبو پوهيږي. هغه ځواب ورکړ چې هغه انګریزده او انګریز زیږېدلی دی اوهغه ته په مورنۍ ژبه خبرې غوره دي. هغه په بله ژبه له خبرو کولو څخه ډډه وکړه . په محکمه کې په بلې ژبې باندې له ځواب ویلو ډډه کول د دې لامل شو چې هغه بلې محکمې ته د سزا ګاللو لپاره واستول شي. [۱۳][۱۴]
د څوارلسمې پیړۍ په وروستیو لسیزو کې انګلیسې یو ځل بیا رسمي کارېدلو ته راوګرځیده. په انګلیسی ژبه کې د عدالت غوښتنې د ۱۳۶۲ شمیره قانون په محکمو کې د دعوو پر مخ بیولو لپاره د فرانسوي ژبې ځای ونیو. د ۱۳۸۶ ز پارلمان ته د میرسر Mercers عریضه د پارلماني انګلیسي خورا زړه ټوټه ده. په انګلیسې ژبه لومړنۍ وصیت پاڼې د لندن د وصیت پاڼو په محکمي پورې اړه لري، د احکامو رجعت، عرفونه، د طلاوو ونډې په کال ۱۳۸۹ ز او په نورویچNorwich او پاچا لین Lynn پورې اړوند دي. په ۱۳۸۵ کې د جان تریویسا John Trevisa لیکنه بیانوي: " د ګرامرپه ټولو ښوونځیو کې ماشومان فرانسوي له پامه غورځوي او انګلیسې ژبه زده کوي او پراختیا ورکوي، همدارنګه مشران هم په پراخه کچه خپلو ماشومانو ته د فرانسوي ژبې زده کړه پای ته رسولې ده. [۱۵][۱۶]
له فرانسې سره سل کلنې جګړې ۱۴۵۳- ۱۳۳۷ د انګریزي ملتپال احساس وهڅاوه. مې مکیساک May McKisack ادعا کړیده: د جګړې ډیر پایښت لرونکي او مهم عواقب باید ولټول شي، البته د ملي ارواپوهنې په برخه کې، ځکه سوبې، سوبې وې، دا سوبې یوازې د پاچا او اریستوکراسي سوبې نه وې بلکه دا سوبې د ملت هم وې. په ۱۳۴۶ز کال کې د پروپاګنديزو موخو لپاره په پارلمان کې یو جعلي فرمان وښوول شو( چې په هغه کې د فرانسې پاچا د انګریز ملت له منځه وړل غوښتل)، په داسې حال کې چې پارلمان پاچا ته د اکمالاتو لپاره د رأیو ورکولو چې د کالیس Calais د محاصرې په موضوع کې ښکیل وه احضار شوی وه. په ۱۳۴۶ ز کې د کالیس Calais له محاصرې وروسته پاچا دریم ادوارد Edward III د هغه ښار اوسیدونکې وشړل ځکه هغه ویلي وه: , "زه به په دې ښار کې یو ځل بیا سوچه انګریزان میشت کړم ". کله چې پاچا هنري وي Henry V په ۱۴۱۵ ز کې هارفلیورHarfleur ونیو نو هغه امر وکړ چې د ښار اوسیدونکې دې له سیمې ووځي. وروسته هغه انګریزي مهاجرین راوستل ترڅو د هغوی په ځای یې میشت کړي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
سرچينې
[سمول]- ↑ Adrian Hastings, The Construction of Nationhood. Ethnicity, Religion and Nationalism (Cambridge University Press, 1997), p. 35.
- ↑ Patrick Wormald, 'The Venerable Bede and the "Church of the English"', Geoffrey Rowell (ed.), The English Religious Tradition and the Genius of Anglicanism (Wantage: Ikon, 1992), p. 26.
- ↑ Wormald, p. 26.
- ↑ Hastings, p. 37.
- ↑ Hastings, p. 38.
- ↑ Hastings, p. 42.
- ↑ James Campbell, 'The United Kingdom of England: The Anglo-Saxon Achievement', Alexander Grant and Keith J. Stringer (eds.), Uniting the Kingdom? The Making of British History (London: Routledge, 1995), p. 31.
- ↑ M. T. Clanchy, England and Its Rulers: 1066–1272 (Blackwell, 1998), p. 24.
- ↑ Hugh M. Thomas, The English and the Normans: Ethnic Hostility, Assimilation and Identity 1066–c.1220 (Oxford University Press, 2003), p. 56.
- ↑ Basil Cottle, The Triumph of English 1350–1400 (London: Blandford Press, 1969), p. 16.
- ↑ Hastings, p. 45.
- ↑ "[Rex Franciae] linguam anglicam, si conceptae iniquitatis proposito detestabili potestas correspondeat, quod Deus avertat, omnino de terra delere proponit." William Stubbs, Select Charters (Oxford: Clarendon Press, 1946), p. 480.
- ↑ Hastings, p. 15.
- ↑ Michael Prestwich, Plantagenet England. 1225–1360 (Oxford University Press, 2007), p. 556.
- ↑ Cottle, pp. 20–21.
- ↑ Cottle, pp. 17–18.
- ↑ Hastings, p. 47.
- ↑ May McKisack, The Fourteenth Century 1307–1399 (Oxford University Press, 1959), p. 150.
- ↑ William Paton Ker (ed.), The Chronicle of Froissart. Translated out of French by Sir John Bourchier, Lord Berners. Volume I (London: David Nutt, 1901), p. 332.
- ↑ W. G. Boswell, Shakespeare's Holinshed. The Chronicle and the Historical Plays Compared (Chatto and Windus, 1907), p. 181, n. 1.