انکوجینومیک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انکوجینومیک د جینومیک یوه فرعي څانګه ده چې د سرطان اړوند جینونه مشخصوي. دغه څانګه په سرطان کې پر جینوميک، ایپي‌جیینومیک او ټرانسکرېپټ بدلونونو متمرکزه ده.

سرطان یوه جینیټیکي ناروغي ده چې د ډي.اېن.اې د بدلونونو او ایپي‌جنیټیکو بدلونونو د راټولېدو له امله رامنځته کېږي او د حجرو د غیر نارمل ودې او نیوپلاسم د رامنځته کېدو لامل کېږي. د انکوجینومک موخه دا ده چې نوي انکوجینونه یا د تومور داسې سرکوبوونکي جینونه وپېژني چې ښايي د سرطان په تشخیص کې نوي لیدلوري وړاندې کړي، د سرطانونو کلینیکي پایلې اټکل کړي او د سرطاني درملنو لپاره نوې موخې وړاندې کړي. د «ګلیویک»، «هیرسیپټین» او «اواسټین» په څېر د سرطان د ځینو درملنو بریالیتوب انکوجینومیک ته هیله ډېره کړې ده چې د سرطان په درملنه کې به نوي پرمختګونه رامنځته کړي.[۱]

انکوجینومیک نه یوازې پر هغو جینیټيکي میکانیزمونو د پوهېدو په لټه کې دی چې د سرطان د راپيدا کېدو یا پرمختګ لامل کېږي، بلکې د سرطان داسې درملنه هدف ګرځوي چې په شخص پورې مختصه وي. سرطان د ډي.اېن.اې د بدلونونو او ایپي‌جینیټیک بدلونونو له امله رامنځته کېږي. که په هر ناروغ کې دغه بدلونونه هدف وګرځول شي، ښايي د درملنې ګټورتیا یا مؤثریت ورسره زیات شي.

د انسان د جینوم د پروژې بشپړېدو له انکوجینوميک څانګې سره مرسته وکړه او د سرطاني غدو یا انکوجینونو په موندلو کې یې د څېړونکو وړتیا زیاته کړه. د تسلسل موندنې ټکنالوژۍ او د مېتلېشن د پروفیل کولو نړیوال تخنیکونه د انکوجینومیک په څېړنو کې کارول شوي دي.

تاریخچه[سمول]

د جینومیک دوره په ۱۹۹۰یمه لسیزه کې د ډېرو ارګانېزمونو یا موجوداتو د ډي.اېن.اې د تسلسل په تولید سره پیل شوه. په ۲۱مه پېړۍ کې د انسان د جینوم د پروژې بشپړېدو د کارندو جینومیکو څېړنو او د سرطاني غدو د جینومونو د څېړنې زمینه برابره کړه. د انکوجینومیک اصلي تمرکز پر سرطان دی.

د ایپي‌جینومیک دوره د ۲۰۰۰ کال په شاوخوا کې پیل شوه. د ایپي‌جینیټیک بدلون یوه لویه سرچینه د جینونو په پروموټور برخه کې د سي.پي.جي مېتلېشن ايپي‌جینیټکي بدلونونه دي. په دې وروستیو کې ځينې رامنځته شوي مېتودونه کولای شي په سرطانونو کې د ډي.اېن.اې د مېتلېشن وضعیت د طبیعي نسجونو په مقابل کې وارزوي.[۲][۳][۴][۵]

د سرطان د ټولو جینومونو تسلسل موندنې ته لاسرسی د سرطان (یا سرطاني جینوم) د څېړنې لپاره مهم دی، ځکه چې:

  • بدلونونه د سرطان د پیل اصلي لامل دی چې د تومور فینوټایپ مشخصوي.
  • له ورته ناروغ څخه د سرطان او نورمالو نسجونو بېلګو ته لاسرسی او دا حقیقت چې د سرطان ډېری بدلونونه سوماتیک یا بدني پېښې څرګندوي، د سرطان د ځانګړو بدلونونو د پېژندنې شونتیا برابروي.
  • سرطاني بدلونونه ټولیز دي او کله ناکله د ناروغۍ په پړاو پورې اړه لري. مېټاسټاز او د درملو مقاومت د توپیر وړ دي.[۶]

د مېتلېشن پروفایل کولو ته لاسرسی د سرطاني څېړنې لپاره مهم دی، ځکه چې:

  • ایپي‌جینومیک محرکونه له میوټېشن محرکونو سره یوځای د سرطان د بیړنیو لاملونو په توګه عمل کولی شي. [۷]
  • سرطاني بدلونونه ټولیز دي او کله ناکله د ناروغۍ په پړاو یا مرحله پورې اړه لري.[۸]

پرتلیز انکوجینومیک[سمول]

په پرتلیز انکوجینومیک کې د نوعو پرتلنه د سرطاني حجرو د پېژندلو لپاره کارول کېږي. په دې څېړنه کې د موږکانو په څېر په ماډل [هغه ژوندي موجودات چې طبي څېړنې پرې کېږي] ژوندیو موجوداتو کې د سرطاني جینومونو، کاپي کوونکو او پروټومونو څېړنه شامله ده؛ د دې تر څنګ احتمالي سرطاني حجرې پېژني او د انساني سرطان بېلګو ته یې راجع کوي تر څو وګوري چې ایا د دغو سرطاني حجرو همولوګونه د انساني سرطانونو په رامنځته کېدو کې مهم دي که نه. د موږک په ماډلونو کې جنیټيکي بدلونونه د انسان په سرطان کې موندل شویو بدلونونو ته ورته دي. دغه ماډلونه د میوټیجینیزیز د ځای پر ځای کولو محرکونو ته د ورته مېتودونو یا د سرطاني حجرو په کرلو سره رامنځته کېږي.

د جین کورنۍ[سمول]

د جین د کورنیو تحلیل وښوده چې د ورته کورنۍ جینونه یو ډول دندې لري، لکه څرنګه یې چې د کودېنګ د ورته سلسلو او پروټین ډومینونو په مرسته اټکل کېږي. دا ډول دوې ډلې د کنیاز کورنۍ دي چې پروټینونو ته د فاسفېټ ګروپونو په اضافه کولو او د فاسفېټ کورنۍ له پروټینونو څخه د فاسفېټ ګروپونو په لرې کولو کې رول لري. دا کورنۍ لومړی د حجرو د ودې یا مړینې او د حجروي سیګنالونو په لېږد کې د څرګند رول له امله وڅېړل شوې. په ځانګړې توګه څه باندې ۵۰ سلنه کولوریکټال سرطانونه په کیناز یا فاسفتاز جین کې بدلون راولي. فاسفاټیدیلینوزیټولډ ۳- کیناز جین د لیپیډ کینازونو لپاره کودېنګ کوي چې معمولاً د کولوریکټال، سینې، معدې، سږو او نور بېلابېل سرطانونه بدلوي. د درملو په مرسته درملنه کولی شي د PIK3CA مخنیوی وکړي. بله بېلګه د BRAF جین دی او دا له هغو لومړنیو جینونو څخه دی چې په میلانوما کې موجود دی. BRAF یو سیرین/تریونین کیناز کوډ کوي چې د RAS-RAF-MAPK د ودې د سېګنال ورکولو په مسیر کې رول لري. په BRAF کې بدلونونه د میلانوما په ۵۹ سلنه کې د فاسفوریلېشن او فعالیت لامل کېږي. تر BRAF مخکې د میلانوما د رامنځته کېدو جینيټيکي میکانېزم نامعلوم و او له همدې امله یې د ناروغانو لپاره تشخیص کمزوری و.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. Strausberg RL, Simpson AJ, Old LJ, Riggins GJ (May 2004). "Oncogenomics and the development of new cancer therapies". Nature. 429 (6990): 469–74. Bibcode:2004Natur.429..469S. doi:10.1038/nature02627. PMID 15164073. S2CID 37628107. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Ting AH, McGarvey KM, Baylin SB (2006). "The cancer epigenome--components and functional correlates". Genes Dev. 20 (23): 3215–31. doi:10.1101/gad.1464906. PMID 17158741. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Jones PA, Baylin SB (2007). "The epigenomics of cancer". Cell. 128 (4): 683–92. doi:10.1016/j.cell.2007.01.029. PMC 3894624. PMID 17320506. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Li D, Zhang B, Xing X, Wang T (2015). "Combining MeDIP-seq and MRE-seq to investigate genome-wide CpG methylation". Methods. 72: 29–40. doi:10.1016/j.ymeth.2014.10.032. PMC 4300244. PMID 25448294. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Wei J, Li G, Dang S, Zhou Y, Zeng K, Liu M (2016). "Discovery and Validation of Hypermethylated Markers for Colorectal Cancer". Dis. Markers. 2016: 2192853. doi:10.1155/2016/2192853. PMC 4963574. PMID 27493446. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Strausberg RL, Simpson AJ (January 2010). "Whole-genome cancer analysis as an approach to deeper understanding of tumour biology". Br. J. Cancer. 102 (2): 243–8. doi:10.1038/sj.bjc.6605497. PMC 2816661. PMID 20029419. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Vogelstein B, Papadopoulos N, Velculescu VE, Zhou S, Diaz LA, Kinzler KW (2013). "Cancer genome landscapes". Science. 339 (6127): 1546–58. Bibcode:2013Sci...339.1546V. doi:10.1126/science.1235122. PMC 3749880. PMID 23539594. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Luo Y, Wong CJ, Kaz AM, Dzieciatkowski S, Carter KT, Morris SM, Wang J, Willis JE, Makar KW, Ulrich CM, Lutterbaugh JD, Shrubsole MJ, Zheng W, Markowitz SD, Grady WM (2014). "Differences in DNA methylation signatures reveal multiple pathways of progression from adenoma to colorectal cancer". Gastroenterology. 147 (2): 418–29.e8. doi:10.1053/j.gastro.2014.04.039. PMC 4107146. PMID 24793120. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Blume-Jensen P, Hunter T (May 2001). "Oncogenic kinase signalling". Nature. 411 (6835): 355–65. Bibcode:2001Natur.411..355B. doi:10.1038/35077225. PMID 11357143. S2CID 4428819. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Bardelli A, et al. (2003). "Mutational analysis of the tyrosine kinome in colorectal cancers". Science. 300 (5621): 949. doi:10.1126/science.1082596. PMID 12738854. S2CID 85934154. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Samuels Y, Wang Z, Bardelli A, Silliman N, Ptak J, Szabo S, Yan H, Gazdar A, Powell SM, Riggins GJ, Willson JK, Markowitz S, Kinzler KW, Vogelstein B, Velculescu VE (April 2004). "High frequency of mutations of the PIK3CA gene in human cancers". Science. 304 (5670): 554. doi:10.1126/science.1096502. PMID 15016963. S2CID 10147415. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Davies H, Bignell GR, Cox C, Stephens P, Edkins S, Clegg S, et al. (June 2002). "Mutations of the BRAF gene in human cancer" (PDF). Nature. 417 (6892): 949–54. Bibcode:2002Natur.417..949D. doi:10.1038/nature00766. PMID 12068308. S2CID 3071547. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Danson S.; Lorigan P. (2005). "Improving outcomes in advanced malignant melanoma - Update on systemic therapy". Drugs. 65 (6): 733–743. doi:10.2165/00003495-200565060-00002. PMID 15819587. S2CID 46969987. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)