انټي اکسياډينټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انټي اکسياډينټ (د اکسيايډ کېدلو ضد مواد/له نورو موادو سره د اکسيجن د ترکيب ضد مواد)

انټي اکسياډينټ هغه مرکبات دی چې د اکسياډ کېدو (له نورو موادو سره د اکسيجن د يو ځای کېدو) مخه نيسي، يو داسې کيمياوي غبرګون چې کولای شي ازاد راډيکالونه او ځنځيري غبرګونونه پيدا کړی، کوم چې د يو ژوندي موجود حجرې زيانمنولای شي. انټي اکسياډنټونه لکه «تيولس» يا «ايسکوربک اسيډ» (ويټامين سي) کولای شي د دې غبرګون مخه ونيسي. د اکسياډيټ کونکي فشار د انډول برابرولو لپاره،  ژوندي موجودات انټي اکسياډيټونه لري او توليد کولای يې شي، لکه ګلوټاتيون، مايکوتيول يا بيسيليتيول.

يواځيني خوراکي انټي اکسياډ کونکي وټامين ای، سي او اي، دي. «انټي اکسياډينټ» اصطلاح د صنعتي کيمياوي موادو لپاره هم کارول کېږي، کوم چې د توليد پر مهال په مصنوعي ربڼ، پلاستيک او سون توکو کې د اکسياډ کېدو مخه نيسي، يا په خوراکونو او سينګار توکو کې د خوندي کونکو په توګه ګټه ځينې اخيستل کېږي.[۱]

په داسې حال کې چې ميوې او سبزيجات د انټي اکسياډنټ وټامينونو څخه ډکې سرچينې دي او شونې ده چې د صحي خوراک برخه وي، خو د دې لپاره کوم څرګند ثبوت نه شته چې له بوټو څخه منځ ته راغليو خوراکونو استعمال په ځانګړي ډول په خوراکونو کې موجود انټي اکسياډنټ وټامينونو له امله روغتيا ته ګټه رسولای شي. د انټي اکسياډنټ په توګه بازار ته وړاندې کېدونکي غذايي مکمل درمل، په انسانانو کې د روغتيا د ښه کولو يا د ناروغيو د مخنيوي لپاره نه دي ښودل شوي. د يو شمېر څېړنو پر بنسټ، بيټا کيروټين، وټامين ای او وټامين اي غذايي مکمل درمل د مړينې په کچه يا د سرطان پر ګواښ کوم مثبت اغېز نه غورځوي. سربېره پر دې، سيلينيم يا وټامين اي په مرسته غذايي مرسته د زړه د ناروغۍ ګواښ نه کموي.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د روغتيا څېړنه[سمول]

له خوراک سره اړيکه[سمول]

که څه هم د ښې روغتيا لپاره په خوراک کې د انټي اکسياډينټ وټامينونو يوه ټاکلې کچه اړينه وي، بيا هم په دې اړوند د پام وړ بحث شته چې ايا انټي اکسياډينټ څخه ډکو خوراکونو يا غذايي مکملو درملو کې د ناروغۍ ضد فعاليت موجود وي که نه. سربېره پر دې، که دا په رښتيا هم ګټور وي، خو بيا هم دا معلومه نه ده چې کوم انټي اکسياډنټونه په خوراک کې روغتيا ښه کونکي او په کومه کچه په عام خوراک کې له اندازې څخه زيات دي. يو شمېر لیکوالان په دې اټکل اختلاف لري چې انټي اکسياډينټ وټامينونه د مزمنو ناروغيو مخه نيولای شي او ځينو اعلان کړی ده چې دا اټکلونه ثابت شوي نه او ناسم دي. د «پوليفينول» ماده چې د معاينې به بوتل کې د انټي اکسياډينټ ځانګړتياوې لري، په بدن کې ناڅرګند انټي اکسياډينټ فعاليتونه دي، د کوم لامل چې د هضم کېدو له پروسې څخه وروسته په پراخه کچه د ميټابوليزم او ګټورتيا ډېر کم طبي ثبوت دی.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

تعاملات[سمول]

له انټي اکسياډينټ ځانګړتياوو سره عام درمل جوړول (او مکملې غذاګانې) په يو شمېر د سرطان ضد درملو او اشعاعي درملنې په ګټورتيا کې مداخله کولای شي.[۱۵]

منفي اغېزې[سمول]

په پرتليز ډول پياوړي کمونکي اسيدونه د هاضمې په دستګاه کې د غذايي معدنياتو، لکه وسپنه او زنک سره په نښلېدلو او له جذب کېدو سره د هغې په مخنيوي له غذاييت څخه خوندي کونکي اغېزې درلودلای شي. بېلګې يې اکساليک اسيډ، ټيننز او فايټک اسيد دي، کوم چې له بوټو څخه جوړو شويو غذاګانو کې زيات وي. په مخ پر وده هېوادونو کې، چېرته چې غوښه کمه خوړل کېږي او له لوبيا او د غلو دانو څخه جوړه شوې ډوډۍ زياته مصرفېږي، په دې سيمو کې کلشيم او وسپنې کمی غېر معمولي خبره نه ده. په هر حال، راټوکېدل، لندېدل، يا مايکروبيل تخمير دا ټولې کورنۍ لارې چارې دي، کوم چې د نا تصفيه شويو غلو فايټيټ او پوليفينول مواد کموي. د Fe, Zn او Ca په جذب کې زياتوالي خبرتيا په هغو بالغانو کې ورکړل شوې ده چې د ډيفايټينايزډ غلې دانې خوري، په مقابل کې يې هغه غلې دانې دي، په کومو کې چې د دوی اصلي فايټيټ موجود وي.[۱۶][۱۷][۱۸]

خوراکونه د شته اسيد کمول
کاکو لوبيا او چاکليټ، پالک، شلغم او روبرب[۱۹] اکساليک اسيد
ټولې غلې دانې، جوار، حبوبات[۲۰] فايټک اسيد
چای، لوبيا (مټر)، بند ګوپي (کرم)[۲۱] ټيننز


شونې ده چې په زیاته کچه يو شمېر انټي اکسياډنټونه په اوږد مهال کې زيانمنې اغېزې ولري. د سږو د سرطان په ناروغيو اخته ناروغانو د «بيټا کيروټين» او «ريټينول» ګټورتيا ازموينې (CARET) له څېړنې معلومه شوې ده چې نشه کوونکو ته «بيټا کيروټين» او د وټامين ای لرونکي غذايي مکمل درمل ورکړل شوي چې په پايله کې يې د سږو د سرطان کچه زياته شوې ده. وروستيو مطالعاتو د دې منفي اغېزو تايید کړی دی. شونې ده چې دا زيانمنې اغېزې په نشه کوونکو کې ولیدل شي، لکه چې يو «ميټا» تحليل (د پخوانيو څېړنو د پايلو ارزول)، په کوم کې چې د نږدې ۲۳۰۰۰۰ ناروغانو معلومات شامل دي، څخه معلومه شوې چې β-carotene، وټامين ای او ويټامين اي غذايي مکمل درمل له زياتې شوې مړينې سره اړيکه لري، خو له وټامين سي څخه کوم ځانګړی اغېز نه دی ليدل شوی. کله چې د ټولو بې ترتيبه مديريت شويو مطالعو په يو ځای تحليل وکړای شو، نو د روغتيا هېڅ راز ګواښ ونه ليدل شو، خو هغه مهال د مړينې په کچه کې زياتوالی وليدل شو، کله چې يواځې د لوړ معيار او  کمو ګواښونو ازموينې په جلا جلا وکتل شوې. له دې امله چې د کمو ګواښ ازموينو ډيری يې يا خو د عمر خوړليو خلکو، يا د ناروغيو لرونکو خلکو سره سروکار لري، له همدې امله دا پايلې په عامو خلکو نه شي پلې کېدای. همدې لیکوالانو وروسته دا «ميټا» تحليل بيا تکرار او پراخه کړ او د پخوانيو پايلو تايید يې وکړ. دا دواړه خپرونې د يو شمېر پخوانيو ميټا تحليلونو سره مطابقت لري، په کومو کې چې داوړانديز هم شوی و چې د وټامين اي له غذايي مکملو درملو څخه د مړينې کچه لوړه شوې وه او دا چې انټي اکسياډينټ غذايي مکمل درملو د لويې کولمې د سرطان ګواښ لوړ کړی و. «بيټا کيروټين» د سږو په سرطان کې هم زياتوالی راوستلای شي. په ټوله کې، په انټي اکسياډنټ غذايي مکملو درملو شويو طبي تجربو ډېری برخه وايي چې يا خو د دې مصنوعاتو پر روغتېا هېڅ اغېز نه غورځي، يا دا چې دا په عمر خوړليو يا کمزورو خلکو کې د مړينې يو څه زياتوالي لامل ګرځي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

په بيالوژي کې اکسياډيټ کونکي ننګونه[سمول]

په ميتابوليزم کې يو تناقض دا دی چې په داسې حال کې چې پر ځمکه د پېچلې ژوند ډيری يې د خپل وجود لپاره اکسيجن ته اړتيا لري، اکسيجن يو زيات غبرګون کونکي عنصر دی، کوم چې غبرګون کونکي اکسيجن د انواعو په پیدا کولو سره ژونديو موجوداته زيان رسوي. د پايلې په توګه، په ژونديو موجوداتو کې د انټي اکسياډينټ ميټابولايټونو او انزايمونو يوه پېچلې شبکه موجوده وي، کومه چې ډي اين ای (DNA)، پروټين او لپډس په څېر حجروي اجزاوو د اکسياډايز کونکي زيان د مخنيوي لپاره په شریکه کار کوي. په عموم کې، انټي اکسياډينټ سيستم يا خو د هغه غبرګون لرونکو نسلونو د جوړېدو مخه نيسي، يا د حجرې مهم اجزاء د زيان رسېدو څخه مخکې لرې کوي. په هر حال، د غبرګون لرونکي اکسيجن انواعو کې هم ګټور حجروي فعاليتونه موجود وي، لکه ريډوکس سګنلنګ. په همدې بنسټ، د انټي اکسياډينټ سيستم کار دا نه دی چې اکسياډنټ په بشپړ ډول له منځه يوسي، بلکې د دې پر ځای دا په يوه ښه کچه کې ساتي.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

په حجرو کې پیدا کېدونکو د غبرګون کونکو اکسيجن انواعو کې هايډروجن پيرواکسايډ (H2O2)، هايپوکلورس اسيد (HClO) او د ازادو راډيکلونو، لکه هايډروکسيل راډيکل (•OH) او سوپراکسايډ انيون (O2) شامل دي. هايډروکسيل راډيکل په ځانګړي ډول غېز ثابت وي او د ډېرو بيالوژيکي ماليکلونو سره په چټکۍ سره او په ناځانګړي ډول غبرګون ښيي. دا انواع له هايډروجن پيرواکسايډ څخه د فلزي کتلايز ريډوکس غبرګون په پروسه کې پیدا کېږي، لکه فينټن غبرګون. دا اکسياډينټ کيمياوي مواد د ځنځيري غبرګون په پيل کولو سره حجرو ته زيان رسولای شي، لکه «لپډ پيرواکسيډيشن»، يا د «ډي اين ای» يا پروټين په اکسډايز کولو سره. «ډي اين ای» ته رسېدونکی زيان د بدلونونو او په ممکنه ډول د سرطان لامل ګرځې، که چېرې د «ډي اين ای» د رغولو د تګلارو په مټ هغه بدل نه کړای شي، په داسې حال کې چې پروټين ته رسېدونکی زيان د اينزام د مخنيوي، بدلون او پروټين د کمښت لامل ګرځي.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

د ميټابوليک انرژۍ د توليد د پروسې د برخې په توګه د اکسيجن استعمال د غبرګون ښودونکي اکسيجن انواع توليدوي. په دې پروسه کې، د اليکترون د لېږد په ځنځير کې د څو پړاونو د اړخيز توليد په توګه «سوپراکسايډ ايون» توليدوي. په پېچلي III کې د coenzyme Q کمښت په ځانګړي ډول له اهميت څخه برخمن دي، له دې امله چې زيات غبرګون لرونکی ازاد راډيکل د یو منځګړي (Q•−) په توګه جوړوي. دا د غېر ثابت منځګړي اليکترون د «ترشح» لامل ګرځېدای شي، کله چې اليکترون نېغ په نېغه د اکسيجن پر لور ټوپ کوي او اليکترون لېږدونکي ځنځير په سم ډول د مديريت شوي غبرګون د عامې لړۍ څخه د تېرېدو پر ځای، د «سوپراکسايډ ايون» جوړوي. «پيرواکسايډ» د کم شوي «فيلوپروټينز» د اکسايډ کېدو څخه منځ ته راځي، لکه complex I. په هر حال، که څه هم دا اينزامونه اکسيډنټس توليد کولای شي، خو د اليکترون د لېږد د ځنځير د نورو پروسو په پرتله، کوم چې «پيرواکسايډ» توليدوي، څرګند نه دي. په بوټو کې، اوبړۍ او «سيانوباکټريا»، غبرګون لرونکي اکسيجن انواع همدا راز د «فوټوسينتيسس» پر مهال توليدېږي، په ځانګړي ډول د تېزې رڼا د سختوالي په حالاتو کې. دا اغېز تر يو بريده په «فوټوانهبيشن» کې د «کيروټيناډز» د ښکېلتيا څخه او د اوبړيو او سيانوبيکټریا کې، ايوډايډ او سيلينيم د زياتې اندازې څخه منځ ته راځي، په کومو کې چې دا انټي اکسياډنټس موجود وي، کوم چې د «فوټوسينټيک» غبرګون د مرکزونو د اړتيا څخه زياتو کمو بڼو سره غبرګون ښيي، تر څو د غبرګون ښودنکي اکسيجن انواعو د توليد مخه ونيسي. [۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹]

سرچينې[سمول]

  1. "Ullmann's Encyclopedia of Industrial Chemistry".. (2007). DOI:10.1002/14356007.a16_719.pub2. ISBN 978-3-527-30673-2. 
  2. "Antioxidants: In Depth" (په انګلیسي ژبه کي). NCCIH. November 2013. د لاسرسي‌نېټه April 17, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Meta-regression analyses, meta-analyses, and trial sequential analyses of the effects of supplementation with beta-carotene, vitamin A, and vitamin E singly or in different combinations on all-cause mortality: do we have evidence for lack of harm?"]. PLOS ONE 8 (9): e74558. 2013. doi:10.1371/journal.pone.0074558. PMID 24040282. Bibcode2013PLoSO...874558B. 
  4. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Vitamin E and all-cause mortality: a meta-analysis"]. Current Aging Science 4 (2): 158–70. July 2011. doi:10.2174/1874609811104020158. PMID 21235492. 
  5. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Drugs for preventing lung cancer in healthy people"]. The Cochrane Database of Systematic Reviews 10: CD002141. 2012. doi:10.1002/14651858.CD002141.pub2. PMID 23076895. 
  6. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Efficacy of antioxidant vitamins and selenium supplement in prostate cancer prevention: a meta-analysis of randomized controlled trials"]. Nutrition and Cancer 62 (6): 719–27. 2010. doi:10.1080/01635581.2010.494335. PMID 20661819. 
  7. "Selenium supplementation for the primary prevention of cardiovascular disease". The Cochrane Database of Systematic Reviews 1 (1): CD009671. 2013. doi:10.1002/14651858.CD009671.pub2. PMID 23440843. PMC 7433291. http://wrap.warwick.ac.uk/53654/1/WRAP_Clarke_CD009671.pdf. Retrieved 23 July 2018. 
  8. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Effect of supplemental vitamin E for the prevention and treatment of cardiovascular disease"]. Journal of General Internal Medicine 19 (4): 380–9. April 2004. doi:10.1111/j.1525-1497.2004.30090.x. PMID 15061748. 
  9. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A review of the epidemiological evidence for the 'antioxidant hypothesis'"]. Public Health Nutrition 7 (3): 407–22. May 2004. doi:10.1079/PHN2003543. PMID 15153272. 
  10. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The key role of micronutrients"]. Clinical Nutrition 25 (1): 1–13. February 2006. doi:10.1016/j.clnu.2005.11.006. PMID 16376462. 
  11. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Micronutrients: dietary intake v. supplement use"]. The Proceedings of the Nutrition Society 64 (4): 543–53. November 2005. doi:10.1079/PNS2005464. PMID 16313697. 
  12. Food, Nutrition, Physical Activity, and the Prevention of Cancer: a Global Perspective Archived 23 September 2015 at the Wayback Machine.. World Cancer Research Fund (2007). کينډۍ:ISBN.
  13. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Cancer chemoprevention: a radical perspective"]. Free Radical Biology & Medicine 45 (2): 97–110. July 2008. doi:10.1016/j.freeradbiomed.2008.04.004. PMID 18454943. 
  14. "Flavonoids". Linus Pauling Institute, Oregon State University, Corvallis. 2016. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Potential interactions of prescription and over-the-counter medications having antioxidant capabilities with radiation and chemotherapy"]. International Journal of Cancer 137 (11): 2525–33. September 2014. doi:10.1002/ijc.29208. PMID 25220632. 
  16. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Influence of vegetable protein sources on trace element and mineral bioavailability"]. The Journal of Nutrition 133 (9): 2973S–7S. September 2003. doi:10.1093/jn/133.9.2973S. PMID 12949395. 
  17. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Bioavailability of iron, zinc, and other trace minerals from vegetarian diets"]. The American Journal of Clinical Nutrition 78 (3 Suppl): 633S–639S. September 2003. doi:10.1093/ajcn/78.3.633S. PMID 12936958. 
  18. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Bioavailability of iron, zinc, and other trace minerals from vegetarian diets"]. The American Journal of Clinical Nutrition 78 (3 Suppl): 633S–639S. September 2003. doi:10.1093/ajcn/78.3.633S. PMID 12936958. 
  19. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Effect of blanching on the content of antinutritional factors in selected vegetables"]. Plant Foods for Human Nutrition 47 (4): 361–7. June 1995. doi:10.1007/BF01088275. PMID 8577655. 
  20. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Bioavailability of minerals in legumes"]. The British Journal of Nutrition 88 Suppl 3 (Suppl 3): S281–5. December 2002. doi:10.1079/BJN/2002718. PMID 12498628. 
  21. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Overview of dietary flavonoids: nomenclature, occurrence and intake"]. The Journal of Nutrition 133 (10): 3248S–3254S. October 2003. doi:10.1093/jn/133.10.3248S. PMID 14519822. 
  22. "Risk factors for lung cancer and for intervention effects in CARET, the Beta-Carotene and Retinol Efficacy Trial". Journal of the National Cancer Institute 88 (21): 1550–9. November 1996. doi:10.1093/jnci/88.21.1550. PMID 8901853. https://academic.oup.com/jnci/article-pdf/88/21/1550/7811338/88-21-1550.pdf. 
  23. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Beta-carotene and lung cancer: a case study"]. The American Journal of Clinical Nutrition 69 (6): 1345S–50S. June 1999. doi:10.1093/ajcn/69.6.1345S. PMID 10359235. 
  24. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Mortality in randomized trials of antioxidant supplements for primary and secondary prevention: systematic review and meta-analysis"]. JAMA 297 (8): 842–57. February 2007. doi:10.1001/jama.297.8.842. PMID 17327526. 
  25. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Antioxidant supplements for prevention of mortality in healthy participants and patients with various diseases"]. The Cochrane Database of Systematic Reviews 2012 (3): CD007176. 14 March 2012. doi:10.1002/14651858.CD007176.pub2. PMID 22419320. 
  26. Study Citing Antioxidant Vitamin Risks Based On Flawed Methodology, Experts Argue News release from Oregon State University published on ScienceDaily. Retrieved 19 April 2007
  27. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Meta-analysis: high-dosage vitamin E supplementation may increase all-cause mortality"]. Annals of Internal Medicine 142 (1): 37–46. January 2005. doi:10.7326/0003-4819-142-1-200501040-00110. PMID 15537682. 
  28. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Meta-analysis: antioxidant supplements for primary and secondary prevention of colorectal adenoma"]. Alimentary Pharmacology & Therapeutics 24 (2): 281–91. July 2006. doi:10.1111/j.1365-2036.2006.02970.x. PMID 16842454. 
  29. Cortés-Jofré, Marcela; Rueda, José-Ramón; Asenjo-Lobos, Claudia; Madrid, Eva; Bonfill Cosp, Xavier (4 March 2020). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Drugs for preventing lung cancer in healthy people"]. The Cochrane Database of Systematic Reviews 2020 (3): CD002141. doi:10.1002/14651858.CD002141.pub3. ISSN 1469-493X. PMID 32130738. 
  30. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Oxidative stress: the paradox of aerobic life"]. Biochemical Society Symposium 61: 1–31. 1995. doi:10.1042/bss0610001. PMID 8660387. 
  31. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Oxidative stress: oxidants and antioxidants"]. Experimental Physiology 82 (2): 291–5. March 1997. doi:10.1113/expphysiol.1997.sp004024. PMID 9129943. 
  32. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The antioxidants and pro-antioxidants network: an overview"]. Current Pharmaceutical Design 10 (14): 1677–94. 2004. doi:10.2174/1381612043384655. PMID 15134565. 
  33. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Cell signaling. H2O2, a necessary evil for cell signaling"]. Science 312 (5782): 1882–3. June 2006. doi:10.1126/science.1130481. PMID 16809515. 
  34. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Free radicals and antioxidants in normal physiological functions and human disease"]. The International Journal of Biochemistry & Cell Biology 39 (1): 44–84. 2007. doi:10.1016/j.biocel.2006.07.001. PMID 16978905. 
  35. "Oxidative mechanisms in the toxicity of metal ions". Free Radical Biology & Medicine 18 (2): 321–36. February 1995. doi:10.1016/0891-5849(94)00159-H. PMID 7744317. http://www8.umoncton.ca/umcm-gauthier_didier/bc6423/2SO/Strohs95.pdf. 
  36. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Mutagenesis and carcinogenesis caused by the oxidation of nucleic acids"]. Biological Chemistry 387 (4): 373–9. April 2006. doi:10.1515/BC.2006.050. PMID 16606334. 
  37. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Role of oxygen radicals in DNA damage and cancer incidence"]. Molecular and Cellular Biochemistry 266 (1–2): 37–56. November 2004. doi:10.1023/B:MCBI.0000049134.69131.89. PMID 15646026. 
  38. "Protein oxidation and aging". Science 257 (5074): 1220–4. August 1992. doi:10.1126/science.1355616. PMID 1355616. Bibcode1992Sci...257.1220S. https://zenodo.org/record/1230934. 
  39. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Mitochondria, oxygen free radicals, disease and ageing"]. Trends in Biochemical Sciences 25 (10): 502–8. October 2000. doi:10.1016/S0968-0004(00)01674-1. PMID 11050436. 
  40. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The mitochondrial production of reactive oxygen species: mechanisms and implications in human pathology"]. IUBMB Life 52 (3–5): 159–64. 2001. doi:10.1080/15216540152845957. PMID 11798028. 
  41. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Oxidants, oxidative stress and the biology of ageing"]. Nature 408 (6809): 239–47. November 2000. doi:10.1038/35041687. PMID 11089981. Bibcode2000Natur.408..239F. 
  42. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The production of reactive oxygen species by complex I"]. Biochemical Society Transactions 36 (Pt 5): 976–80. October 2008. doi:10.1042/BST0360976. PMID 18793173. 
  43. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Are respiratory enzymes the primary sources of intracellular hydrogen peroxide?"]. The Journal of Biological Chemistry 279 (47): 48742–50. November 2004. doi:10.1074/jbc.M408754200. PMID 15361522. 
  44. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Pathways of oxidative damage"]. Annual Review of Microbiology 57: 395–418. 2003. doi:10.1146/annurev.micro.57.030502.090938. PMID 14527285. 
  45. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Antioxidants in photosynthesis and human nutrition"]. Science 298 (5601): 2149–53. December 2002. doi:10.1126/science.1078002. PMID 12481128. Bibcode2002Sci...298.2149D. 
  46. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Singlet oxygen production in photosynthesis"]. Journal of Experimental Botany 56 (411): 337–46. January 2005. doi:10.1093/jxb/erh237. PMID 15310815. 
  47. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Iodide accumulation provides kelp with an inorganic antioxidant impacting atmospheric chemistry"]. Proceedings of the National Academy of Sciences 105 (19): 6954–6958. 2008. doi:10.1073/pnas.0709959105. ISSN 0027-8424. PMID 18458346. Bibcode2008PNAS..105.6954K. 
  48. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Light and oxygenic photosynthesis: energy dissipation as a protection mechanism against photo-oxidation"]. EMBO Reports 6 (7): 629–34. July 2005. doi:10.1038/sj.embor.7400460. PMID 15995679. 
  49. "Water-soluble carotenoid proteins of cyanobacteria". Archives of Biochemistry and Biophysics 430 (1): 2–9. October 2004. doi:10.1016/j.abb.2004.03.018. PMID 15325905. https://cloudfront.escholarship.org/dist/prd/content/qt3dm533x9/qt3dm533x9.pdf.