انټوني اشلي کوپر د شېفټ بري لومړنی اېرل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انټوني اشلي کوپر (زېږېدنه د ۱۶۲۱ کال د جولای ۲۲مه مړینه د ۱۶۸۳ کال د جنوري ۲۱مه) د شېفټ بري لومړی اېرل د انګلستان  د خصوصي شورا PC FRS)) غړی و؛ چې له ۱۶۲۱ تر ۱۶۳۰ کلونو پورې د انټوتي اشلي کوپر او ښاغلي انټوني کوپر په نوم یادیده او له ۱۶۳۰ تر ۱۶۶۱ کال پورې يې د دویم بارونېټ (د بریتانیا تر ټولو ټيټ اشرافي لقب، ژباړن) لقب خپل کړ او د ۱۶۶۱ تر ۱۶۷۲ کلونو تر منځ د لارډ اشلي په نوم مشهور و. د انتقالي دورې او د دویم چارلز پاچا په دور کې یو مخکښ انګرېزی سیاستوال و. د ويګ ګوند بنسټ اېښودونکی او همدارنګه د جان لاک ملاتړی و.

کوپر په ۱۶۲۱ کال کې زېږدلی. په اته کلنۍ کې يې خپل مور او پلار  له لاسه ورکړل، هغه د اېډوارډ ټوکېر او د هغه د پلار په وصیت لیک د ذکر شویو نورو اولیاوو له خوا لوی شو. هغه د اکسفورډ اکسټر په کالج کې زده کړې وکړې او د لېنکلن په مسافرخونه کې يې ژوند وکړ. هغه په ۱۸۳۹ کال کې د ټوماس کاونټري له لور لومړۍ بارون کاونټري سره واده وکړ؛ چې په لنډمهاله پارلمان کې يې د خپلې لومړۍ څوکۍ د ترلاسه کولو ملاتړ خپل کړ. هغه ډېر زر تر بحث لاندې اوږد مهاله پارلماني ټاکنو کې ماته وخوړه. د انګلیس د کورنیو جګړو په بهیر کې د یو سلطنت پال په توګه او له ۱۶۴۴ کال څخه د پارلمان د یو استازي په توګه وجنګېده. د انګلیس د انتقالي دولت په بهیر کې يې د الیور کرامول په مشرۍ د انګلیس په دولتي شورا کې خدمت وکړو که  څه هم د لویو جنرالانو د واکمنۍ په بهیر کې له پارلمان پرته دولت لپاره د کرامول د هڅې مخالف و. هغه همدارنګه د باربون سلطنت په بهیر کې د پنځم سلطنت د غوښتونکو له مذهبي افراط پالنې سره مخالف وکړ.

وروسته یې د یو غړي او ملاتړ په توګه د ریچارد کرامول تر ګوښه کېدو وروسته حکومت کولو لپاره د نوي ماډل پوځي هڅو سره مخالفت وکړ؛ په لندن کې يې د سلطنت د رغونې پر محور د ښاغلي جورج مانک لاریون وهڅاوه؛ د ۱۶۶۰  کال د کنوانسیون په پارلمان کې چې د انګلیس سلطنت له بېرته راستنولو سره موافق و ګډون وکړ او د هغه د ۱۲ کسزیز پلاوي د غړي په توګه یې د هالنډ جمهوریت ته سفر وکړ تر څو پاچا دویم چارلز بېرته راستنېدو ته راوبلي. چارلز تر خپل تاج اېښودلو لږ څه مخکې کوپر لارډ اشلي رامنځته کړ؛ په دې توګه کله چې کالویر پارلماني اسامبلۍ په ۱۶۶۱ کال کې رامنځته شوه نوي هم رتبه غړي له ولسي جرګې څخه د بریتانیا د مشرانو جرګې ته ولاړل. هغه له ۱۶۶۱ تر ۱۶۷۲ کال پورې بریتانیا د مالي چارو د رییس په توګه خدمت وکړ. د اېرل کالارېنډون د وزارت پر مهال یې د کلارېنډون له قانون سره مخالفت وکړ او د دویم چارلز د ۱۶۶۲ کال جوړښت ته یې لومړیتوب ورکړ، چې پاچا یې پرېښودلو ته اړ کړ. د کلارېنډون تر سقوط وروسته هغه یو له هغو پنځه کسانو و چې نیوکه پرې وشوه. له ۱۶۷۲ تر  ۱۶۷۳ کال پورې یې د "کابال وزارت" چې د نوم لنډيز  یې کابال دی د لارډ رییس په توګه خدمت وکړ؛ هغه په ۱۶۷۲ کال کې اېرل شېفټ بري جوړه کړه. په دې دوره کې جان لاک د هغه کور ته دننه شو. اشلي استعماري پانګونې ته لېوالتیا لرله او د مارولینا ولایت د لارډ له څښتنانو څخه دی. اشلي او لاک په ۱۶۶۹ کال کې د کارولینا د اساسي قانون په لیکلو کې له یو بل سره مرسته وکړه. اشلي په ۱۶۷۳ کال کې دې ته اندېښمن و چې د تاج او تخت وارث جېمز دوک یارک په پټه یو رومي کاتولیک و.

شېفټسبري د ډانبي د اېرل ټوماس اوسبورن، په یو اصلي سیال بدله شوه چې د جزایي قوانینو او په جبري ډول د انګلیکان پر لار د تللو پلوی و. شېفټسبري چې له کلیسا سره نه جوړېدونکو پروتیستانو سره خواخوږي لرله د لنډې مودې لپاره یې د تاج او تخت له احتمالي وارث ډوک یارک (جېمز) سره چې د رومي کاتولیکانو پر وړاندې د جزایي قوانینو له پلي کېدو سره مخالف و هوکړه وکړه. که څه هم شېفتسبري په ۱۶۷۵ کال کې په دې قانع شو چې ډانبي د کلیسا د لویو کشیشانو په مرسته هوډ لري چې د انګلستان سلطنت مطلقې پاچاهۍ ته راوګرځوي. هغه ډېر زر دې ته متوجه شو چې د ډوک یارک مذهب له دې هیلې سره تړاو لري. د پاپ-بازۍ او خپل سري حکومت له ودې سره په مخالفت کې د ۱۶۷۵ تر ۱۶۸۰ کلونو په دوره کې شېفټسبري (چې له دې نظریې څخه د ملاتړ لپاره یې له ۱۶۷۷ تر ۱۶۷۸ پورې د لندن په برج کې وخت تېر کړ)، د پرلپسې پارلمانونو په ګټه داسې استدلال وکړ چې ملت له یو پیاوړي رومي کاتولیک ځای ناستي څخه ژوغورنې ته اړتیا لري؛ په دې توګه د شړنې یا تبعید د کړکېچ په بهیر کې د شړنې د لایحې له څرګندو پلویانو څخه و. هغه دا له پروټېستان شهزادګۍ سره د دویم چارلز له واده څخه د ملاتړ له لارې د یو قانوني پورتیستان وارث د رامنځته کولو یا خپل نامشروع پروتیستان زوی مونموث ډوک ته له مشروعیت ورکولو سره ترکیب کړ. د ویګ ګوند د دې کړکېچ په بهیر کې وزېږېد او شېفټسبري د ګوند له مخکښو مشرانو څخه و.

شېفټسبري په ۱۶۸۱ کال کې د شړنې/تبعید لایحې تر ناکامۍ وروسته د محافظه کارانو د غبرګون په بهیر کې د لوی خیانت په تور ونیول شو. له نړیوالو قوانینو سره سمه قضایي څارنه څو میاشتې وروسته ودرول شوه. په ۱۶۸۲ کال کې کله چې محافظه کارانو له خپلو ملاتړو سره له لندن څخه د جوري پلاوي د راټولولو واک تر لاسه کړ، شېفټسبري د بیاځلي محکمې او نیول کېدو له وېرې له هېواد بهر تېښته وکړه هغه امستردام ته ورسېد هلته ناروغ شو او ډېر زر د ۱۶۸۳ کال په جنوري کې ومړ.[۱]

ژوندلیک[سمول]

د ژوند لومړي کلونه او لومړی واده، ۱۶۲۱ - ۱۶۴۰[سمول]

کوپر په همپشایر کې له راک بورن څخه د لومړي بارونټ ښاغلي جان کوپر مشر زوی او ځای ناستی و، مور یې پخوانۍ انني اشلي د لومړي بارونت انټوني اشلي لور  او یوازینۍ وارثه وه. هغه د ۱۶۲۱ کال د جولای په ۲۲مه د وېمبورن سېنټ ګېلز په ډورسټ کې د خپل مورني نیکه ښاغلي انټوني اشلي په کور کې نړۍ ته راغی او د هغه ژمنې له امله چې دې جوړې ښاغلي انټوني ته ورکړې وه هغه یې انټوني اشلي کوپر ونوماوه. ښاغلی انټوني اشلي که څه هم له لږ اشرافي کورنۍ څخه و خو د ملکې لومړۍ الېزابیت د واکمنۍ پر مهال یې د جګړې د وزیر په توګه خدمت کړی و او ښاغلي انټوني اشلي په ۱۶۲۲ کال کې د خپلې لومړۍ مېرمنې تر مړینې وروسته له ۱۹ کلنې فلېپیا شلېډون (چې ۵۱ کاله تر  هغه کشره وه) سره واده وکړ. چې د باکینګهام دمارکس جورج ویلیرز  له خپلوانو څخه وه او په دې توګه یې د دربار له تر ټولو پیاوړي کس سره اړیکې غښتلې کړې. د کوپر پلار په ۱۶۲۲ کال کې یو بارونېټ رامنځته کړی و او د ۱۶۲۵ او ۱۶۲۸ کلونو په پارلمان کې يې د پول (د بریتانیا پارلمان ټاکنیزه حوزه، ژباړن) استازولي وکړه. او پر وېنچستر یې د راهب ریچارډ نېل له برید څخه د هغه د ارمینیایي تمایلاتو له امله ملاتړ وکړ. ښاغلي انټوني اشلي ټينګار درلود چې د ارون ګورډون په نوم پیوريتاني تمایلاتو لرونکی کس د کوپر د لومړني ښوونکي په توګه وټاکل شي.[۲]

د کوپر مور په ۱۶۲۸ کال کې ومړه په بل کال یې پلار بیاځلي واده وکړ دا ځل یې د لندن د نساجي د شتمن پانګوال باپټېست هېکس له کونډې لور او د هغه د شتمنۍ له یوازینۍ وارثې ماري مورېسون سره واده وکړ. په دې توګه کوپر د خپلې ناسکه مور له طریقه د  هغې د مشر زوی په چوکاټ کې د راتلونکي لومړني ایسکس په توګه مهمه سیاسي اړیکه ترلاسه کړه. د کوپر پلار په ۱۶۳۰ کال کې ومړ او هغه یې شتمن یتیم پرېښود. د پلار تر مړینې وروسته یې هغه د خپل پلار بارونیت واک په میراث یوړ او اوس ښاغلی انټوني اشلي کوپر و.[۳]

سرچينې[سمول]


[1] درباري یا هغه اشرافي چې په مارکیس پسې وي، ژباړن

  1. Tim Harris. "Cooper, Anthony Ashley", in the Oxford Dictionary of National Biography. Oxford University Press, 2004–2007. doi:10.1093/ref:odnb/6208
  2. Tim Harris. "Cooper, Anthony Ashley", in the Oxford Dictionary of National Biography. Oxford University Press, 2004–2007. doi:10.1093/ref:odnb/6208
  3. Tim Harris. "Cooper, Anthony Ashley", in the Oxford Dictionary of National Biography. Oxford University Press, 2004–2007. doi:10.1093/ref:odnb/6208