انټرنټ لټوونکی ماشين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انټرنټ د معلوماتو يوه داسې پراخه نړۍ ده چې يوه پوله هم نه لري. هره ثانيه په زرگونو معلوماتي توکي په کې ورځای کېږي، خو بيا هم د ډکېدو کومه اندېښنه نه رامنځته کېږي. حيرانوونکې خبره بيا دا ده چې دغه ټول معلومات په داسې مهارت سره په دغه نړۍ کې ځای شوي دي، چې سړی يې د سترگو په رپ کې د نړۍ په هر گوټ کې ترلاسه کولای شي. د کيبورډ په يو دوو تڼيو زور کولو او د موږك په يو دوو کليکونو سره خپلو ټولو پوښتنو ته ځواب موندلای شئ. ټول معلومات په ځانگړو انټرنټ پاڼو کې خوندي وي، نو که سړي ته د يوې پاڼې پته معلومه وي نو سم له لاسه به دغه پاڼه د انټرنټ پاڼو په کتونکي پروگرام کې پرانيزي، خو که سړی بيا يو معلومات غواړي او د هغې پاڼې پته ورسره نه وي، چې دغه ځانگړي معلومات په كې ځای شوي دي، نو بيا سړی يوه داسې پياوړي ځواک ته اړتيا لري، چې د سترگو په رپ کې ټول انټرنټ چاڼ کړي او دغه ځانگړي معلومات راوباسي. له نېکه مرغه د دغه ځواک غم خوړل شوی دی او ډېرInternet Search Engine انټرنټ لټوونکي ماشينونه جوړ کړای شوي دي، چې په وړيا توگه ټول انټرنټ تر ثانيو هم په لږ وخت کې چاڼ کوي او زموږ د خوښې معلومات راښکاره کوي. دغو ماشينونو ته سړی يوه ځانگړې کليمه ورکوي او هغوی ټول انټرنټ په دغې وركړل شوې کلمې پسې لټوي او هر دقيق معلومات چې لاسته ورځي، نو د کمپيوټر پر پرده يې راښکاره کوي. د دغو ماشينونو په ډله کې يو پياوړی ماشين د Google په نوم دی. د نوموړي ماشين بنسټ په ١٩٩٨م کال کې د متحدو ايالاتو د Standford پوهنتون دوو محصلينو Larry Page او Sergey Brin کښېښود. د دغه ماشين خدمات سړی د www.google.com په انټرنټ پاڼه کې کارولای شي. نوموړی ماشين د نړۍ په گڼ شمېر ژبو باندې خدمات وړاندې کوي او داسې چټک او دقيق لټون کوي چې د انټرنټ نور ډېر غښتلي ماشينونه ورته گوته پر غاښ پاتې دي. گوگل په ټوله نړۍ کې کارول کېږي او تر نيمي ثانيي هم په لنډ وخت کې په ميليارډونو انټرنټ پاڼې چاڼ کوي او خپلو کاروونکو ته په پرتله ييزه توگه دقيق معلومات راباسي. گوگل په يوه ورځ کې څه كمُ ٢٠٠ ميليونه پوښتنې ځوابوي. دا ( گوگل) تورى خپله د يو امريکايي رياضيپوه د وراره له خوا په لومړي ځل د يوې لوبې لپاره کارول شوی و. هغه دغه تورى د يو سلو صفرونو ( 1000?.) غوندې لوی عدد ته د نوم په توگه کاراوه. دغه نوم د نوموړي شرکت د دغه توان ښكارندوى دى، چې په لنډ وخت کې په لويه کچه پوښتنو ته ځواب ورکوي او معلومات لټوي. سړی چې د گوگل چټکتيا او دقيقوالي ته ځير شي، نو دا پوښته راپورته کېږي چې د دې ماشين شا ته به څومره پرمختللي کمپيوټرونه او پياوړی تخنيک پټ وي. خو اصلاً د گوگل شا ته په يوه لوی جال کې د منځنۍ بيې کمپيوټرونه سره نښلول شوي دي . په دې توگه په زرگونو کمپيوټرونه هممهاله په کار بوخت وي، چې په ترڅ کې يې د معلوماتو لټول او چاڼ کول چټکتيا مومي. د يوې پوښتنې له اخيستلو څخه راواخله معلوماتو تر لټولو او بيا د دقيقوالي له مخې په يوه ځانگړي طرز بېرته کاروونکي يا پوښتونكي تر ښوولو پورې ټولې چارې د درېيو Software پروگرامونه په لاس کې دي، چې په دغه زرگونو کمپيوټرونو کې ځای پر ځای شوي دي.

١)Googlebot

٢) Google Indexer

٣) Google?s Query Processor


١)Googlebot

دا يو ډول روبوټ ماشين دی، چې په ټول انټرنټ کې د يوې غڼې په شان خاپوړې کوي، معلومات راټولوي او بيا يې Indexer ته ورکوي. اصلاً دغه غڼه د Browser انټرنټ پاڼې کتونکي پروگرام په توگه دنده لوبوي. د انټرنټ پاڼو يوه خدمت کوونکي Web Server څخه پاڼې راغواړي، ځای پر ځای هره يوه پاڼه گوري، چاڼ کوي يې، ټول تړونونه Links ترېنه رااخلي او په يوه کتار کې يې د وروسته چاڼ کولو لپاره ږدي او نور معلومات بيا Indexer ته ورکوي. که څه هم د دغه روبوټ کار اسان ښکاري، خو بيا هم دا له ډېرو ننگونو سره مخ کېدی شي. کېدی شي چې له داسې پاڼو سره مخ شي، چې ټول يو ډول معلومات لري او يا داسې پاڼې چې معلومات په کې ژر- ژر بدلېږي. د دې لپاره چې گوگل خپلو کتونکو ته تازه او دقيق معلومات وړاندې کړي، نوموړی ماشين د خبرونو پاڼې او د نړيوالو سوداگريزو اثارو په اړه پاڼې ژر- ژر گوري.

٢) Google Indexer

دا پروگرام هغه ټول نثرونه چې له Googlebot څخه يې ترلاسه کوي، په يو زېرمتون کې خوندي کوي. په دغه زېرمتون کې ټولې دوسيې د لټولو کليمو د تورو له مخې ترتيب شوي دي. له هرې يوې کلمې سره يو شمېر دوسيې تړلې دي، چې دغه کلمه په كې پرته وي (ليکل شوي وي) او همداراز په نثرونو کې د هر يوې کلمې دقيق ځای هم خوندي شوی وي. په دې توگه د يوې دوسيي لټول په اسانۍ سره ترسره کېږي.

٣) Google?s Query Processor

دا پروگرام د پوښتنو اخيستلو، د هغې د شننو او بيا د هغې له مخې په زېرمتون کې د معلوماتو لټولو او بيا په يوه ځانگړي طرز بېرته پوښتنه کوونکي ته د ښودلو دنده پر غاړه لري. اصلاً دغه پروگرام د نوموړو دندو لپاره خپلې لاندې برخې (واړه پروگرامونه) کاروي. د گوگل په زېرمتون کې، په انټرنټ کې تقريباً ټولو پاڼو په اړه معلومات خوندي دی. نوموړی پروگرام دنده لري چې له زېرمتون څخه دقيق معلومات راوباسي او دغه کار يو ځانگړي Algorithm (د يوې مسئلې حل کولو کړنلارې) ته اړتيا لري. که چېرې يو سړی د املا له مخې يوه ناسمه کليمه د لټولو لپاره ورکړي، نو گوگل يو ډول املاسموونکی سيسټم هم لري. نوموړی سيسټم بيا سړي ته د يوې بلې اړوندې سمې کليمې وړانديز کوي.