Jump to content

اني کيني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اني کيني

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
تابعیت برېتانيا [۳]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه انګرېزي ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه د ښځو له خوا د رایو ورکولو حق   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ

ان کیني (۱۳ سيپتمبر، ۱۸۷۹ – ۹ جولای ۱۹۵۳ ز کال) د خواريکښې طبقې اړوند د ښځو د رايې ورکولو د حق ټولنيزه انګرېزه ښځمنپاله وه، څوک چې د ښځو په ټولنيز او سياسي اتحاد کې مخکښه څېره وګرځېده. هغې له «ميني بولډاک» سره يو ځای په لندن کې خپله لومړۍ څانګه جوړه کړه. کيني په ۱۹۰۵ز کال کې هغه مهال د رسنيو او خلکو پام ځان ته راواړاوه، کله چې هغه او «کريسټوبيل پانکرسټ» د ښځو لپاره د رايو د موضوع پر سر په مانچيسټر کې د ليبرال لاريون پر مهال د «سر ايډوارډ ګيري» څخه د پوښتنو اړوند د بريدونو او خنډونو پیدا کولو له امله ونيول شوې او د څو ورځو لپاره بندېانې وې. دا پېښه په انګلستان کې د ښځو د رايې د حق لپاره دسخت دريځو تګلارو په خپلولو سره د مبارزو د پيل پړاو لامل بلل کېږي. اني له «اميلين پيټيک-لاورنس، بارونيس پيتيک-لاورنس، ميری بلاتويت، کلارا کاډ، اډيلا بانکورسټ او کريسټوبيل پانکرسټ» سره ملګرتيا درلوده.[۴][۵]

د ژوند لومړي کلونه

[سمول]

کيني د «ګريټر مانچيسټر» په «سپرينګ هيډ» کې په ۱۸۷۹ز کال کې زېږېدلې وه، د پلار نوم يې «هوريشيو نيلسن کيني (۱۸۴۹-۱۹۱۲) او د مور نوم يې «اني وډ» (۱۸۵۲-۱۹۰۵) و. د دولسو ماشومانو په کورنۍ کې هغه څلورمه لور وه چې يوولس يې ژوندي پاتې شول، شپږ نورې خوېندې يې درلودې چې نومونه يې دا دي: سارا (نيل)، اليس، کارولين (کيټي)، جين (جيني) او جيسي. د دوی مور او پلار د لوستلو، بحث کولو او ټولنيزو چارو هڅونکي وو. درې خویندې يې ښوونکې  شوې او يو ورور يې سوداګر شو. د «رولينډ کيني» په نوم ورور يې (په ۱۹۱۲ ز کال کې) د هيرالډ ورځپاڼې مدير شو.[۶][۷]

اني په لس کلنۍ کې د پنبې په يوه کارخانه کې د نيمه ورځې کار پيل کړ، خو ښوونځي ته هم تله. په ديارلس کلنۍ کې يې د بشپړ وخت کار پيل کړ چې د سهار له شپږو بجو به يې دولس ساعته وخت پوره کاوه. د اوبدونکې د همکارې، يا د رخت د غزونکې او وچونکې په توګه، د څرخې جوړول او د تار د شکېدو پر مهال د هغې جوړول يې د کار يوه برخه وه؛ د داسې يو کار پر مهال، د هغې يوه ګوته يوې تاوېدونکې څرخې پرې کړې وه. هغه په دې کارخانه کې د پنځلسو کلونو لپاره پاتې شوه، د سوداګريزو اتحاديو په فعاليتونو کې فعاله وه، د خپلې مطالعې له لارې يې زده کړه پراخه کړه او د «رابرټ بلاچفورډ» د خپرونې «دی کلارين» څخه په اغېزمنتيا يې د کار د همکارانو په منځ کې د ادبياتو مطالعه دې ته وده ورکړه. هغه په منظم ډول کليسا ته تله او د کليسا د سيمه ييزو سندرغاړو په يوه ډله کې يې سندرې وويلې.[۸][۹][۱۰]

کله چې په ۱۹۰۵ز کال کې د هغې مور مړه شوه، کيني او د هغې شپږ خوېندې وروسته د هغوی له پلار سره په «۷۱ ريډ ګريو سټريت» «اولډام» کې اوسېدل.

فعاليت

[سمول]

په ۱۹۰۵ز کال کې په ۵۳ کلنۍ کې د مور «ان» له بې وخته مړينې او له هغه وروسته چې هغې او خور يې «جيسي» په ۱۹۰۵ز کال کې د «ټيريزا بيلينګټن-ګريګ» او «کريسټابيل پانکورسټ» ويناوې واورېدې چې هغوی په «اولډام ټولنيز کليرين وکل کلب» کې کولې، کیني د ښځو په ټولنيز او سياسي اتحاد (WSPU) کې زياته فعاله شوه. کيني د «بيلينګټن» پیغام د يو يخ منطق او استدلال څټک وباله، خو هغې «کريسټابيل» خوښوله او یوه اونۍ د هغې (د کريسټابيل پانکورسټ) له مور (ايميلين پاانکورسټ» سره د ليدلو لپاره وروبلل شوه، په دې اړه  «کيني» محسوسه کړه چې هغه په هوا کې ژوند کوي...خو يواځې خوراک نه شي کولای...په څرګند ډول يې احساس کړه چې ستر بدلون راغلی. دې چارې له هغې سره مرسته وکړه چې د هرې اونۍ د خپلې نيمې ورځې په دمه کې له هغې سره د ليدنو په پايله کې په عامه ویناوالۍ کې وروزل شي او د ښځو د رايې د حق په اړوند ليکلې رسالې تر لاسه کړي. کيني او د هغې خور جيسي به دا رسالې په اولډهام کې په کارخانو کې مزدورو مېرمنو ته ورکولې. کيني د مانچسټر د يوې سترې ډلې په مخ کې ځان په داسې حال کې وموند چې د مزدورانو حقوق، وزګارتيا او ښځو ته د رايې ورکولو حق يې تشرېح کاوه.[۱۱]

د ۱۹۰۵ز کال د اکتوبر په مياشت کې د مانچيسټر په «فري ډريډ  سالون» کې د ليبرال اعتراض پر مهال، کيني او کريسټابل پنکورسټ هغه سياسي ناسته ګډه وډه کړه چې «وينسټن چرچل» او «سر ايډوارډ ګيري» هم ورته راغلي وو، دوی چغې وهلې «ايا لبرال حکومت به ښځو ته رايه ورکړي؟» کله يې چې هغه ليکلی شعار څرګند کړ چې پرې ليکل شوي و «د ښځو لپاره رايه» او چغې يې وهلې، دوی له غونډې څخه و ايستل شوې او د خنډونو جوړولو په تور ونيول شوې؛ پنکرسټ پر يو پوليس افسر د تخنيکي بريد له امله وروسته له هغې ونيول شوه، کله چې هغې پر پوليس لاړې تو کړې، تر څو هغه نيولو ته وهڅوي (خو وروسته هغې وليکل چې دا يو وچ توکل  او تر ډېره بريده شونډې بوڅول وو). کيني د دې اعتراض د برخوالې په توګه د درې ورځو لپاره په زندان کې وساتل شوه، په ټوله کې هغه ديارلس ځلې زنداني شوې.[۱۲]

ايميلين پنکورسټ په خپل ژوند ليک کې ليکلي دي چې: «دا د يوې داسې مبارزې پيل و چې د دې په څېر بل کوم په انګلستان کې هېڅکله نه و پېژندل شوی، نه په دې موضوع باندې په بل هېواد کې داسې مبارزې شوې وې....موږ ډېرې سترې ناستې ګډې وډې کړې....او موږ په تاوتريخوالي سره ايستل شوي او زموږ سپکاوی شوی و. ډېر ځله په دردناک ډول موږ ژوبل او زخميان شوو».

کيني او «ميني بولډاک» په ۱۹۰۶ز کال کې د لندن په «کننګ ټاون» کې د WPSU لومړۍ څانګه جوړه کړه چې د «کننګ ټاون» عامه سالون کې به يې ناستې کولې. د همدې کال د جون په مياشت کې کيني، اډيلايډ نايټ او «اغلې سبربورو» هغه مهال ونيول شوې، کله چې هغوی د هغه مهال د خزانې د مسئول «ايچ ايچ اسکويت» د ليدلو هڅه وکړه. دوی ته وړانديز وشو چې يا شپږ اونۍ بند ومني يا د يو کال لپاره مبارزه بنده کړي، کيني او نورو زندان غوره کړ. د مبارزې د ټول پړاو پر مهال په ټول هېواد کې کيني د مزدور کاره ښځو غونډو ته د ويناوو لپاره غوښتل کېده، د سړک پر سر د ناستو په ګډون چې په «ليور پول» کې د يوې اونۍ د هلو ځلو لپاره د «پاټريشيا وډلوک» او «اليس موريسي» له خوا تنظیم شوې وې. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

کيني د WSPU د لوړ پوړو مسئولينو برخه وګرځېده او په ۱۹۱۲ز کال کې يې مرستياله شوه. په ۱۹۱۳ز کال کې هغې او «فلورا ډرومونډ» د WSPU د استازو لپاره له مخکښ سياستوال «لوايډ جورج» او «سر ايډوارډ ګري» سره د خبرو بندوبست وکړ. دا ليدنه په دې شرط برابره شوې وه چې  دوی د خواريکښې طبقې ښځې دي او د خپلې طبقې استازيتوب کوي. دوی د کم معاش او کاري شرايطو موضوع تشرېح کړه چې دوی ورڅخه ځورېږې او هيله يې وښوده چې ښځو ته د رايې ورکولو حق به ښځو ته دا توانايي ورکړي چې د جمود دا حالت په جمهوري طريقې سره وګواښوي. له« ليسيسټر» څخه «اليز هاوکينز» روښانه کړه چې څنګه د هغې يو نارينه همکار کولای شي، يو سړی وټاکي، څو د دوی استازيتوب وکړي، خو ښځې هېڅ استازولي نه لري. [۱۷]

کيني چې په نورو مخالفو کارونو کې هم ښکېله او څو ځلې په زوره خوراک ته اړ کړای شوې وه، تل پرېکنده وه چې له چارواکو سره په ټکر کې واوسي او د «کيټ اينډ ماوس قانون» ناانصافي راوسپړي: دا د بنديانو لپاره د د ښځو د رايې غوښتونکو لقبي نوم و (د ناروغۍ لپاره د لنډې مودې خارجول) ۱۹۱۳ قانون، کوم چې ناروغه بنديانو ته اجازه ورکوله (په ځانګړي ډول هغه چې د نه خوړو د اعتصاب يا په زور خوراک له امله ناروغ وو)، تر څو د جواز په مقابل کې د يوې مودې لپاره تر هغه وخته خوشې شي چې بېرته روغ او بيا زندان ته راستانه شي او خپله جزا پوره کړي. د «اګنيس هربن» او د هغې د مېړه په ګډون د دوی ملاتړو به کیني او نورو ته ويل چې د «کالفونډ سينټ. فيټر» د «نيو لينډز» د دوی په کليوالي کور کې د ناروغۍ وخت تېر کړي. د ۱۹۱۴ز کال د جنورۍ په مياشت کې يو ځل کله چې هغه له زندانه خوشې شوې او ډېره کمزورې وه، نيويارک ورځپاڼې راپور وکړ چې د «نايټسبريج ټاون هال» په يوه ناسته کې چې مشري يې «نوراه ډاکري فاکس» کوله، د WSPUعمومي سرمنشي :

اغلې کيني د اسونو په يو امبولانس کې د ناستې ځای ته راوستل شوه؛ د ناستې ځای ته په لاسي ګاډۍ کې ورسول شوه، دا ګاډۍ درځي ته پورته شوه او په دوه چوکيو کېښودل شوه. هغې  خپل شي لاس پورته کړ، لاسي دوستمال يې وخوځاوه، په داسې حال کې چې په کمبله کې پېچلې وه او ليدونکو ته يې کتل بې هوښه راپرېوته. وروسته د «کيټ اينډ ماوس» قانون له مخې د هغې جوازنامه وپلورل شوه. «ښاغلی ډيکر فاکس» ويلي دي چې: د دې جوازنامې لپاره له مخکې څخه د پنځلس پاونډو وړانديز شوی و، بل وړانديز د شلو پاونډو و او په پای کې دا بولۍ پنځه ويشت پاونډو ته ورسېده، چې په همدې وپلورل شو. ډېر ژر اغلې کیني امبولانس ته ورسول شوه. دلته څارونکي و، خو هغوی د کيني د نيولو لپاره هېڅ اقدام  ونه کړ، د چا د جوازنامې تاریخ چې پای ته رسېدلی  و.[۱۸]

سرچینې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6hz6n08 — subject named as: Annie Kenney — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ subject named as: Annie Kenney — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=15491 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. http://openplaques.org/organisations/bristol_council
  4. Linehan, Thomas (2012). Modernism and British Socialism. Springer. p. 39.
  5. Jackson, Sarah (12 October 2015). "The suffragettes weren't just white, middle-class women throwing stones". The Guardian. نه اخيستل شوی 22 February 2018.
  6. Atkinson, Diane (2018). Rise up, women! : the remarkable lives of the suffragettes. London: Bloomsbury. pp. 20–23. ISBN 9781408844045. OCLC 1016848621.
  7. Woodhead, Geoffrey (2003). The Kenney family of Springhead. Working Class Movement Library, Salford.
  8. Helen Rappaport. Encyclopedia of women social reformers, Volume 1 (ABC-CLIO, 2001) p. 359-361
  9. E. S. Pankhurst. The suffragette: the history of the women's militant suffrage movement, 1905–1910 (New York Sturgis & Walton Company, 1911) p. 19ff.
  10. Annie Kenney, Marie M. Roberts, Tamae Mizuta. A Militant (Routledge, 1994) Intro.
  11. "Jessie Kenney". Spartacus Educational (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2017-10-26.
  12. Crawford, Elizabeth (2003) [1999]. The Women's Suffrage Movement: A Reference Guide 1866–1928. Routledge. p. 269, 489. ISBN 9780415239264.
  13. Jackson, Sarah (12 October 2015). "The suffragettes weren't just white, middle-class women throwing stones". The Guardian. نه اخيستل شوی 23 March 2018.
  14. "Adelaide Knight, leader of the first east London suffragettes". East End Women's Museum (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2019-10-29.
  15. Rosemary Taylor (4 August 2014). East London Suffragettes. History Press. pp. 32–. ISBN 978-0-7509-6216-2.
  16. Cowman, Krista (November 1994). "Engendering Citizenship The Political Involvement of Women on Merseyside 1890 -1920" (PDF). University of York Centre for Women's Studies. نه اخيستل شوی 1 March 2020.
  17. "Let's not forget the working class suffragettes". www.newstatesman.com (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2019-10-29.
  18. "Miss Kenney's Health – Released Suffragist at a Meeting" The Times, 21 October 1913, p. 5)