انقراض/ له منځه تلل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انقراض د ژوندیو موجوداتو د یو ډول یا یو ګروپ (تاکسون/ taxon) له منځه تلل دي چې معمولاً یو ډول په کې شامل وي. په ټوله کې د ورکېدو شېبه د ډول/نوعې د وروستي فرد مړینه ده، که څه هم ښايي د نسل د بقا او تکثر ځواک یې له دې پړاو څخه مخکې له منځه تللی وي. د يو ډول پوتانشيل محدوده ښايي زیاته وي له دې امله د یادې شېبې تعینول ستونزمن دي او معمولاً په شاتګ/تېرحالت ته په کتو تعينيږي. دا ستونزمنتیا د لازاروس ټکسا (Lazarus taxa) په شان پېښو ته لار هواروي، چې په هغه کې هغه ډول چې ګومان کېږي له انقراض سره مخ دی تر لنډ‌مهاله ورک‌والي وروسته په ناڅاپي ډول (معمولاً په فوسیلي ریکارډونو کې) بیاځلي راڅرګنديږي. 

اټکل کېږي ټولو ډولونو چې تر دې مهاله يې د ځمکې پر مخ ژوند کاوه له ۹۹ سلنه څخه زیات له منځه تللي، چې له پنځه زره ميلیارد څخه زیات ډولونه کېږي. اټکل کېږي چې اوس‌مهال د نړۍ په کچه شاوخوا ۸.۷ میلیونه ایوکاریوت (یو حجروي) ډولونه شته او په احتمالي ډول که چېرې نور میکرواورګانیزمونه لکه باکتري‌ګانې په کې شامل شي څو چنده کېږي. نه الوتونکي ډایناسورونه (non-avian dinosaurs)، د سبېر غاښ‌لرونکې پیشو (saber-toothed cats)، ډوډوګان (dodos)، ماموتونه (mammoths)، ګرونډ سلوتس (ground sloths)، تایلاسېنس (thylacines)، تريلوبېټس (trilobites) او طلايي چنګښه (golden toads.) د پام‌وړ منقرض حیوانات دي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د تکامل له مخې، ډولونه د ډولونو د رامنځته کېدلو د پروسو له لارې رامنځته شوي، چېرته چې د یو ژوندي موجود نوي واریټۍ/ varieties د یو ایکولوژیکي ځای د موندلو او د ګټې اخیستنې له ځواک سره رامنځته کېږي او وده کوي. ډولونه هغه مهال نور ژوندي نه‌شي پاتې کېدلی او له انقراض سره مخ کېږي چې د عالي رقابت پر وړاندې د شرایطو له بدلون سره د ژوندي پاتې کېدلو ځواک ونه لري. د ایکولوژیکو ځایونو او حیواناتو تر منځ اړیکه په کلک ډول جوړه شوې ده. په معمولي توګه یو ډول/نوعه له خپل لومړني ظهور څخه لس کاله وروسته له انقراض سره مخ کېږي، که څه هم ځیني ډولونه د ژوندیو فوسیلونو په نوم له هېڅ ډول مورفولوژيکي بدلون پرته سلګونه کال ژوندي پاتې کېږي. [۸][۹]

ډله‌اییز ورکېدل/انقراض نادرې پېښې دي. که څه هم بېل شوي (isolated) انقراضونه په دې وروستیو کې ثبت شوي او ډېر دود دي، پوهان د انقراضونو د کچې د لوړوالي په اړه اندېښمن دي. ډېری ډولونه چې ورکېږي هېڅ‌کله په علمي توګه نه دي مستند شوي. ځینې پوهان داسې اټکل کوي چې د بوټو او حیواناتو د اوسنیو شته ډولونو څخه نیمايي ښايي تر ۲۱۰۰ کال پورې له انقراض سره مخ شي. په ۲۰۱۸ کال کې یو راپور وښوده چې د ۳۰۰ تي‌لرونکو فیلیوجنتیکي تنوع (phylogenetic diversity) د انساني دوران په بهیر کې له وروستي پلېستوسن/ Late Pleistocene (د ځمکې پېژندنې په نړیوال زماني مقیاس کې يوه غیر رسمي دوره) څخه پاکه شوې ده، چې بېرته موندل یې له ۵ څخه تر ۷ میلونه کلونو وخت ته اړتیا لري. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د ژويو د تنوع او ایکوسیستم د خدماتو په اړه د نړیوالې ارزونې د راپور له مخې چې په ۲۰۱۹ کال کې د IPBES (Intergovernmental Science-Policy Platform on Biodiversity and Ecosystem Services / د ژويو د تنوع او ایکوسیستم د خدماتو په اړه بین الدولتي ساینسي-علمي پلټفارم) له خوا خپورشو د ځنګلي تي‌لرونکو ژويو حیاتي کتله (biomass) ۸۲ سلنه راکمه شوې ده، طبعي ایکوسیستمونو شاوخوا خپل نیم مساحت له لاسه ورکړی او یو میلیون ډولونه د انقراض له ګواښ سره مخ دي، دا ټول د انساني اعمالو پایله ده.  د بوټو او حیواناتو ۲۵ سلنه ډولونه د انقراض له ګواښ سره مخ دي. [۱۶][۱۷][۱۸]

د ۲۰۱۹ کال په جون میاشت کې د بوټو/نباتاتو او حیواناتو یو میلیون ډولونه د ورکېدو له خطر سره مخ وو. له ۱۷۵۰ کال راهیسې لږ تر لږه ۵۷۱ ډولونه ورک شوي، احتمالاً ښايي تر دې ډېر وي. انساني فعالیتونه لکه د ځنګلونو پرې کول او په کرنیزو ځمکو د وچو ځمکو بدلولو په واسطه د طبعي چاپېریال تخریب د انقراضونو اصلي لامل دی.[۱۹]

د یو ډول له نوم یا بل تاکسون (taxon) سره د خنجر (†) نښه معمولاً د هغه وضعیت د منقرض / ورک شوي په توګه ښيي.

تعریف[سمول]

یو ډول/نوعه هغه وخت منقرضېږي چې وروستی شته غړی مړ شي. په دې اساس انقراض هغه مهال قطعي کېږي چې د نسل د بقا او یا نوي نسل د خلق کولو لپاره هېڅ ژوندی غړی نه وي. د یو ډول/ نوعې انقراض د عملکردي پلوه هغه مهال ممکن دی چې یوازې د ګوتو په شمېر افراد ژوندي پاتې وي، چې د نامناسب روغتیايي وضعیت، عمر، په پراخه محدوده کې تیت انتشار، په تکثیري حیواناتو کې د دواړو جنسونو د نشتوالي او نورو لاملونو په وجه تکثر نه شي کولی. 

د یو ډول د انقراض یا دروغي انقراض د کره تعینولو لپاره د هغه ډول روښانه تعریف لازم دی. که چېرې پرېکړه په دې وي چې منقرض اعلان شي، موخن ډول باید له خپل پلرني، لورني او نورو نژدې خپلوانو څخه په بې سارې ډول د تشخیص‌وړ وي. د یو ډول انقراض یا په لورني ډول ځای ناستي کېدل د سټېفن جې ګولډ (Niles Eldredge) او نایل اېلډېرج (Stephen Jay Gould ) د نقطه‌يي تعادل (punctuated equilibrium) په فرضیه کې کلیدي رول لري. [۲۰]

انقراض په ایکولوژي کې ځينې وختونه په غیر رسمي ډول سيمه‌اييزې ورکېدنې/انقراض ته په اشاره کارول کېږي، چې د مطالعې لپاره په ټاکل شوې سیمه کې هغه ډول نه‌شته وي، حال دا چې په نورو سیمو کې لاهم شته وي. سيمه‌اييز انقراض ښايي له نورو سیمو څخه د همغه ډول/نوعې د نویو افرادو له معرفي کولو سره بیاځلي بهبود ومومي. د لېوه بیاځلې معرفي کول د دې یوه بېلګه ده. هغه ډولونه چې په نړیواله کچه نه دي منقرض شوي، د شته نسخې (extant) په نوم یادیږي. هغه ډلې چې شته دي خو د انقراض له ګواښ سره مخ دي، د انقراض له ګواښ سره مخ یا د مخ پرانقراض په نوم یاديږي.  

اوس مهال د انقراض اړینه جنبه د انقراض له خطر سره د مخ شویو ډولونو د ساتنې لپاره د انسان هڅې دي. چې په طبیعت کې د منقرض شوي خوندي وضعیت (EW) له رامنځته کولو سره منعکسېږي. هغه ډولونه چې د طبیعت د خوندیتوب نړیوالې اتحادیې (IUCN) له خوا د دغه  وضعیت په لړلیک کې شامل شوي، په طبیعت کې هېڅ ژوندی ډول نه لري یوازې په ژوبڼونو او ګڼو نورو مصنوعي چاپېریالونو کې ساتل کېږي. ځینې دغه ډولونه د عملکرد له پلوه منقرض شوي دي ځکه هغوی نور په طبعي چاپېریال کې نه دي او دا بیخي لږ ممکنه ده چې ډولونه به کله هم بېرته طبیعت ته وروګرځول شي.  د ژویو مدرنې مؤسسې په دې هڅه کې دي چې د کره پلان جوړونې له لارې د امکان په حالت کې د نسل د اصلاح/ سمونې د برنامو له کارولو سره یو نوی د دوام وړ نفوس د ډولونو د خوندیتوب او دوام لپاره په احتمالي ډول په راتلونکي کې د طبیعت د خوندیتوب په موخه طبیعت ته وروپېژني.[۲۱]

د وحشي ډولونو په نفوس کې د یو ډول انقراض کولی شي بدې اغېزې ولري او د لا زیات انقراض  لامل شي، چې د انقراض د لړۍ په نوم هم یادیږي. دا چاره د کېسټون/Keystone په ډولونو کې ډېره عامه ده.[۲۲]

په 2018 کال کې د یوې څېړنې پایلې ښیي چې شپږم ډله اییز انقراض د پولېستونېس په وروستیو کې پیل شو ښايي له 5 څخه تر 7 میلیون کلونو پورې وخت وغواړي چې د تي لرونکو د بې ساري ډولونو  تنوع د بشر له تاریخ څخه 2,5  بیلیون کاله مخکی بېرته راوګرځوي.[۲۳][۲۴]

کاذب/دروغي انقراض[سمول]

د مورنیو ډولونو انقراض چې په هغه کې لورني یا سب ډولونه (subspecies) لا هم شته وي د کاذب انقراض یا د فلیلایتیک (phyletic) انقراض په نوم یادیږي. پخوانی تاکسون (taxon) په اغېزمن ډول ورکېږي، اناجينيزس (anagenesis) یې ځای ناستی کېږي یا هم له یو څخه په زیاتو کلادوجینزس (cladogenesis) وېشل کېږي. [۲۵][۲۶]

د دروغي انقراض ثابتول تر هغه ستونزمن کار دی چې د یو ډول له پخوانیو غړو سره د ژوندیو غړو د اړيکې په اړه د شواهدو پياوړې لړۍ موجوده نه وي. د مثال په ډول کله داسې ادعا کېږي چې هېراکوتېریم (Hyracotherium) چې لومړنی اس و او له نننيو اسونه سره یې نیکه مشترک و منقرض شوی دی، دا حالت د حقیقي انقراض په پرتله یو دورغي انقراض دی ځکه د اسونو څوګوني ډولونه شته، چې له دې ډلې زېبرا او خر یادولی شو، دا چې فوسیلي ډولونه معمولاً هېڅ جنتیکي ماده تر شا نه پرېږدي نو نه شو ویلی چې هېراکوتېریم (Hyracotherium) په لا مدرن ډول تکامل موندلی یا هم یوازې د اسونو له مشترکې نړۍ څخه تکامل ته رسېدلی. د دروغي انقراض اثبات د لویو طبقه‌بندیو د ډلو لپاره خورا اسان دی.  

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Kunin, W.E.; Gaston, Kevin, المحررون (1996). The Biology of Rarity: Causes and consequences of rare–common differences. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0412633805. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Jablonski, D. (2004). "Extinction: past and present". Nature. 427 (6975): 589. Bibcode:2004Natur.427..589J. doi:10.1038/427589a. PMID 14961099. S2CID 4412106. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Stearns, Beverly Peterson; Stearns, S.C.; Stearns, Stephen C. (2000). Watching, from the Edge of Extinction. Yale University Press. د کتاب پاڼې preface x. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-08469-6. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 8 November 2014 باندې). Prehistory's Brilliant Future. The New York Times.
  5. Newman, Mark (1997). "A model of mass extinction". Journal of Theoretical Biology. 189 (3): 235–252. arXiv:adap-org/9702003. Bibcode:1997JThBi.189..235N. doi:10.1006/jtbi.1997.0508. PMID 9441817. S2CID 9892809. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Mora, Camilo; Tittensor, Derek P.; Adl, Sina; Simpson, Alastair G. B.; Worm, Boris (2011). "How Many Species Are There on Earth and in the Ocean?". PLOS Biology. 9 (8): e1001127. doi:10.1371/journal.pbio.1001127. PMC 3160336. PMID 21886479. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 2 May 2016 باندې). Researchers find that Earth may be home to 1 trillion species. National Science Foundation.
  8. Sahney, S.; Benton, M.J.; Ferry, P.A. (2010). "Links between global taxonomic diversity, ecological diversity and the expansion of vertebrates on land". Biology Letters. 6 (4): 544–547. doi:10.1098/rsbl.2009.1024. PMC 2936204. PMID 20106856. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Newman, Mark (1997). "A model of mass extinction". Journal of Theoretical Biology. 189 (3): 235–252. arXiv:adap-org/9702003. Bibcode:1997JThBi.189..235N. doi:10.1006/jtbi.1997.0508. PMID 9441817. S2CID 9892809. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Species disappearing at an alarming rate, report says. NBC News. Retrieved July 26, 2006.
  11. The Sixth Extinction پر يوټيوب باندې (PBS Digital Studios, November 17, 2014)
  12. Ceballos, Gerardo; Ehrlich, Paul R.; Barnosky, Anthony D.; García, Andrés; Pringle, Robert M.; Palmer, Todd M. (2015). "Accelerated modern human–induced species losses: Entering the sixth mass extinction". Science Advances. 1 (5): e1400253. Bibcode:2015SciA....1E0253C. doi:10.1126/sciadv.1400253. PMC 4640606. PMID 26601195. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Ripple WJ, Wolf C, Newsome TM, Galetti M, Alamgir M, Crist E, Mahmoud MI, Laurance WF (13 November 2017). "World Scientists' Warning to Humanity: A Second Notice". BioScience. 67 (12): 1026–1028. doi:10.1093/biosci/bix125. Moreover, we have unleashed a mass extinction event, the sixth in roughly 540 million years, wherein many current life forms could be annihilated or at least committed to extinction by the end of this century. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Wilson, E.O., The Future of Life (2002) (کينډۍ:ISBN). See also: Leakey, Richard, The Sixth Extinction : Patterns of Life and the Future of Humankind, کينډۍ:ISBN
  15. Davis M, Faurby S, Svenning JC (2018). "Mammal diversity will take millions of years to recover from the current biodiversity crisis". Proc Natl Acad Sci U S A. 115 (44): 11262–11267. doi:10.1073/pnas.1804906115. PMC 6217385. PMID 30322924. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په May 6, 2019 باندې). Human society under urgent threat from loss of Earth's natural life. The Guardian.
  17. (په May 6, 2019 باندې). Humans Are Speeding Extinction and Altering the Natural World at an 'Unprecedented' Pace. The New York Times.
  18. (په May 6, 2019 باندې). Media Release: Nature's Dangerous Decline 'Unprecedented'; Species Extinction Rates 'Accelerating'. Intergovernmental Science-Policy Platform on Biodiversity and Ecosystem Services.
  19. "'Frightening' number of plant extinctions found in global survey". The Guardian. 10 June 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. See: Niles Eldredge, Time Frames: Rethinking of Darwinian Evolution and the Theory of Punctuated Equilibria, 1986, Heinemann کينډۍ:ISBN
  21. Maas, Peter. "Extinct in the Wild" The Extinction Website. URL accessed January 26 2007. Archived February 16, 2007, at the Wayback Machine.
  22. Quince, Christopher; et al. (2004). "Deleting species from model food webs" (PDF). Oikos. 110 (2): 283–296. arXiv:q-bio/0401037. Bibcode:2004q.bio.....1037Q. doi:10.1111/j.0030-1299.2005.13493.x. S2CID 16750824. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۵ سپټمبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Davis M, Faurby S, Svenning JC (2018). "Mammal diversity will take millions of years to recover from the current biodiversity crisis". Proc Natl Acad Sci U S A. 115 (44): 11262–11267. doi:10.1073/pnas.1804906115. PMC 6217385. PMID 30322924. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 2018-10-16 باندې). Mammals Will Still Be Recovering From Human Destruction Long After We're Gone. Huffington Post.
  25. King, Michael; Mulligan, Pamela; Stansfield, William (2014). A Dictionary of Genetics (الطبعة 8th). Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Leighton, Lindsey R. (2009). "Taxon Characteristics That Promote Survivorship Through the Permian-Triassic Interval: Transition from the Paleozoic to the Mesozoic Brachiopod Fauna". Paleobiology. 34: 65–79. doi:10.1666/06082.1. S2CID 86843206. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)