انقراض

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

د انقراض پېښه (چې د ډله ییزې له منځه تلنې یا حیاتي ناورین په نوم هم یادېږي) د ځمکې په حیاتي بدلون کې پراخ او ګړندي نزول ته ویل کېږي. دا ډول پېښې د کثیر الحجروي موجوداتو په تنوع او ډېروالي کې د چټک بدلون په واسطه تشخیص کېږي. دا هغه وخت پېښېږي چې د نوعې زېږونې د کچې په پرتله، د انقراض کچه لوړه شي. د لویو ډله ییزو له منځه تلنو شمېر، په تېرو ۴۴۰ میلیون کلونو کې له پنځو څخه تر شلو ډېر اټکل شوی دی. دا توپیرونه، د انقراض د پېښي د لویوالي د لامل او د تېرې تنوع د سنجش د ډیتا د اختلاف له امله رامنځته کېږي.

له دې امله په ځمکه کې د ژوند کتلوي تنوع مایکروبیل یا د زره بینی موجوداتو په ډول ده، چې سنجش یې هم ستونزمن دی. د انقراض ثبت شوې پېښې د ژوند د بشپړ توپیر او زیاتوالي پرځای، د نړی په بیولوژیکي پېچلو برخو باندې، چې په اسانۍ سره د لیدلو وړ دي، اغېزه کوي.  انقراض په نابرابره کچه پېښېږي. د فوسیل ثبت پربنسټ، په ځمکه کې په هر میلیون کلونو کې د عادي انقراض کچه، شاوخوا د سمندري ژویو دوه تر پنځو تکسانومکې کورنۍ دي. سمندري فوسیلونه، د ځمکې د ژویو په پرتله، د خپل غوره فوسل ثبت او ستراتیګرافیک لړۍ له امله، زیاتره وختونه د له منځه تللو د کچو اندازه کولو لپاره کارول کېږي.  [۱]

ښایي د انقراض لومړۍ لویه پېښه، د اوکسیډېشن لویه پېښه وي، چې شاوخوا ۲،۴۵میلیارده کاله مخکې را منځته شوه. د کمبرین له چاودنې را په دې خوا، پنځه نورې لویې ډله ییزې پېښې را منځته شوې دي چې د عادي انقراض له کچې څخه د پام وړ ډېروالی ښیي. د کریټیسوس-پیالوجین د انقراض پېښه چې ترټولو نوې او ښايي خورا نامتو پېښه وي چې څه کم ۶۶ میلیونه کاله پخوا را منځ ته شوه او په جیوولوژیکي لنډه موده کې د ژویو او بوټو د نوعو یوه لویه ډله ییزه له منځه تلنه وه. په پنځو لویو ډله ییزو له منځه تلنو سربېره، یو شمېر کوچنۍ هم شته او روانه ‌ډله ییزه له منځه تلنه، چې د انسان د کړنو له امله رامنځته شوی ده، ځینې وختونه د شپږم انقراض په نوم یادېږي. ډله ییزه له منځه تلنه، په اصل کې یوه فینروزویک یا Phanerozoic ښکارنده(پدیده) ده، مخکې له دې نه چې لوی پېچلي ژوندي موجودات راپورته شي، د له منځه تللو کچه یې ټیټه وي.  [۲][۳][۴][۵]

د انقراض لویې پېښې[سمول]

په ۱۹۸۲ ز کال کې جک سیپکوسکي او ډیویډ ایم راپ  په یوه خپره شوې مهمه مقاله کې پنځه ډله ییزې له منځه تلنې راوښودې. په اصل کې، دا پېښي په فینروزویک دوره کې د انقراض د بیې(نرخ) په صعودي میلان سره د تیتې یا تیت شوې ډیتا په بڼه په نظر کې ونیول شوې، مګر څرنګه چې په راټوله شوې ډېټا باندې خورا سختې احصایوي ازموینې پلي شوې، مشخص شوې ده چې، د کثیر الحجروي ژوو ژوند پنځه لویې او ډېرې کوچنۍ ‌ډله ییزې له منځه تلنې تجربه کړې دي. "بېګ فایف" یا "لوی پنځه" په روښانه ډول نه شي تعریف کېدی، بلکې داسې ښکاري چې د انقراض پېښو د یو څه  اسانه تسلسل ترټولو لویې (یا ځینې لویې) پېښې ښيي.[۶][۷]

  1. د اوردوویشن - سیلورین د انقراض پېښې (د اوردوویشین پای یا O – S): د اوردوویشین – سیلورین په تحول کې ۴۴۰-۴۵۰ میلیونه کلونه پخوا. دوې پېښې وشوې چې د ټولو کورنیو ٪۲۷، د ټولو نسلونو ٪۵۷ او د ټولو نوعو له ٪۶۰ څخه تر ٪۷۰  ووژلې. دا پېښې په ګډه، د ځمکې په تاریخ کې د ډېرو ساینس پوهانو له خوا د نسل د له منځه تلو د سلنې پر بنسټ، د انقراض له پنځو لویو پېښو څخه په دویمه درجه کې راولي. د ۲۰۲۰ ز کال په مې میاشت کې څېړنو وښودله، چې د ډله ییزې له منځه تلنې لامل نړیواله تودوخه وه ،چې د اورغورځوونکي حالت volcanism او د اوکسیجن د کموالي یا anoxia له امله وو، نه کوم بل څه، لکه څنګه چې مخکې فکر کېده، چې د یخ او کنګل له امله وو.  [۸][۹][۱۰]
  2. دیوونین په ورستیو کې یا Late Devonian انقراض: د دوونین – کاربونیفیرس بدلون ته نږدې ۳۶۰-۳۷۵ میلیونه کلونه پخوا، د دیوونین دورې په وروستۍ برخه(و) کې، د فراسنیان دورې په پای کې د انقراض یوې اوږدې لړۍ د ټولو کورنیو شاوخوا ٪۱۹، د ټولو نسلونو ٪۵۰  او لږ تر لږه د ټولو نوعو ٪۷۰ له منځه وړي. د انقراض پېښه ښایي تر ۲۰ میلیونو کلونو پورې دوام کړی وي او په دې موده کې د انقراض د څو څپو لپاره شواهد شته دي.[۱۱]
  3. د پرمین-تریاسیک د انقراض پېښه (د پرمین پای): د پرمین - تریاسیک په بدلون کې ۲۵۲ میلیونه کلونه پخوا د ځمکې ترټولو لوی انقراض دی چې د ټولو کورنیو ٪۵۷، د ټولو نسلونو ٪۸۳ او د ټولو نوعو  له ٪۹۰  څخه تر ٪۹۶  له منځه یووړل. (٪۵۳ سمندري کورنۍ، ٪۸۴ سمندري نسلونه، شاوخوا ٪۹۶ د ټولو سمندري نوعو او د ځمکې ٪۷۰ اټکل شوې نوعې، د حشراتو په ګډون وژل شوې). تریلوبایټ، چې سمندري آرتروپوډ (بند لرونکو) ډېر بریالی ژوی و، له منځه ولاړ. د بوټو په اړه شواهد لږ روښانه دي، خو د انقراض وروسته نوې تکسا ی(taxa) په ځمکه واکمنه شوه. "لویې مړینې" خورا لوی تکاملي اهمیت درلود. هغه په ځمکه کې د لومړني سایناپسید یا synapsids واکمني پای ته ورسوله. د فقاري ژوو بیا راتګ ۳۰ ميلیونه کاله وخت ونیو، مګر خالي ځایونو د آرکوسورانو یا archosaurs لپاره د ډېرېدو موکه برابره کړه. په سمندرونو کې د بې ساقې ژویو ( sessile) سلنه له ٪۶۷ څخه ٪۵۰ ته راټیټه شوه. ټوله وروستۍ پیرمین دوره، ان د "لویې مړینې" د مخه، لږ تر لږه د سمندري ژوند لپاره یو سخت وخت و.      [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
  4. د تریاسیک - جوراسیک د انقراض پېښه (د تریاسیک پای): په ټریاسیک - جوراسیک بدلون کې ۲۰۱.۳ز میلیونه کاله پخوا، د ټولو کورنیو شاوخوا ۲۳٪، د ټولو نسلونو ۴۸٪ (۲۰٪ د سمندري کورنیو او ۵۵٪ د سمندري نسلونو) او د ټولو نوعو له ۷۹٪ څخه تر ۷۵٪ پورې له منځه لاړې. په دې پېښه کې ډېری غیر ډیناسوري آرکوسور، ډېری تیراپسید یا therapsids او د لویو ذوالحیاتین یا amphibians ډېری له منځه ولاړل چې ډیناسورو د ځمکې پر مخ بی سیاله پاتې شول. غیر ډیناسوري آرکوسور ژوو د اوبو په چاپېریال کې واکمني ترلاسه کړه، په داسې حال کې چې غیر آرکاسوري دایاپسید په سمندري چاپېریال کې واکمن شول. د لویو ذوحیاتینو د تیمنوسپوندیل یا Temnospondyl اصل او نسب (د مثال په توګه کولاشوچس) هم په اسټرالیا کې تر کریتیسوس دورې یا Cretaceous پورې ژوندی پاتې شو. [۱۶]
  5. د کریتیسوس - پیالوجین انقراض پېښه (د کریتیسوس پای، چې د K - Pg انقراض، یا د K - T پخواني انقراض په نوم هم یادېږي): د کریتیسیوس (ماستریخشن) - پیالوجین (دانیان) د تحول په ترځ کې ۶۶ میلیونه کاله وړاندې، دا پېښه چې پخوا د کریتیسوس- تیرشیری یا K – T انقراض یا K-T سرحد نومېده، اوس په رسمي ډول د کریتیسوس-پیلیوګین یا K–Pg انقراض پېښه ونومول شوه. د ټولو کورنیو شاوخوا ۱۷٪ ، د ټولو نسلونو ۵۰٪ او د ټولو نوعو ۷۵٪ له منځه لاړل. په سمندرونو کې ټول نرم بدنه حلزون یا امونایت یا ammonites، پلیسیوسور یا plesiosaurs او موساسورو یا mosasaurs  محوه شول او د بې ساقې ژویو سلنه (هغوی چې د حرکت کولو وس نه لري) شاوخوا ۳۳٪ را ښکته شوه. ټول غیر الوتونکي ډیناسور، په هغه وخت کې محوه شول. د K-T سرحد پېښه د بېلابېلو ګډنسبه یا clades تر منځ د انقراض یوه سخته پېښه وه چې، د انقراض اندازې یې د پام وړ بدلون درلود.  تي لرونکي او مرغان، دویم چې د تیروپود ډیناسورونو څخه یې ظهور کړی، د لویو ځمکنیو ژوو په توګه راڅرګند شول.  [۱۷][۱۸][۱۹]

له هغه ځایه چې دا پنځه پېښې ډېرې مشهورې دي، د نورو پېښو له جلا کېدو څخه هغوی کومه څرګنده کرښه نه لري، چې د یو انقراض د پایلو د محاسبې لپاره له ډول ډول تګلارو څخه په ګټې اخیستلو سره کولی شو، د انقراض نورې پېښې هم په دې پنځو مهمو پېښو کې راولو. [۲۰]

  • د زړو فوسیلونو د ریکاردونه تفسیر هم ډېر ستونزمن کار دی، دا ځکه چې:
  • د د زړو فوسیلونو موندل سخت دي، ځکه چې معمولا په ډېرو ژورو ځایونو کې ښخ شوي دي. 
  • د زړو فوسیلونو تاریخ ټاکل خورا ستونزمن دی.
  • د تکثیري فوسیلو بسترونه، د غیر تکثیري فوسیلیونو بسترونو په پرتله ډېر څېړل کېږي، له همدې امله ځینې دورې بې څېړنې پاتې کېږي.  
  • له تاریخ نه مخکې د چاپېریال پېښې کولی شي، د رسوبي کولو پروسه ګډوډه کړي.
  • د خاورې په بنسټ د فوسیلونو ساتنه توپیر لري، مګر سمندري فوسیلونه، د ځمکنيو سیالانو په پرتله ښه ساتل کېږي.   [۲۱]

داسې ویل کېږي چې، څرګند توپیرونه د سمندري ژویو په ډولونو کې په حقیقت کې یو هنري اثر وي، چې د موجودیت اټکلونو یې له بېلابېلو دورو څخه د نمونې اخیستلو لپاره د شته ډبرو په مقدار پورې په مستقیم ډول تړاو لري. اما احصایوي شننې ښیي چې، دا د مشاهده شوې نمونې یوازې ٪۵۰ تشکیلوي، او نور شواهد، لکه: د فنجی اغزي (د فنجي موجودیت کې جیولوژیکي چټک زیاتوالی) ثابتوي چې د انقراض ډېرې منل شوې پیښې رېښتينې دي. د ډبرو د څرګنتیا اندازه په لویدیځه اروپا کې دا ښیي چې ډیری کوچنۍ پېښې بیولوژیکي توضیح ته اړتیا لري او په ډېرې اسانۍ سره د نمونې اخستلو د انحراف په واسطه تشرېح کېدای شي.    [۲۲][۲۳]

د نطفې په اړه، د ۱۹۸۲ز کال ترسره شوې څېړنه (سیپکوسکي او راوپ) دې پایلې ته ورسېدل، چې شپږم ډله یيز انقراض هم روان دی.  

6. د هولوسین انقراض: اوس مهال روانه ده. له ۱۹۰۰ ز کال راهیسې د نارمل انقراض اندازې څخه دا انقراض ۱۰۰۰ لوړ دی. ډله ییزه له منځه تلنه، د انسانانو د کړنو پایله ده چې د نفوس د زیاتوالي او د ځمکې له طبیعي زېرمو څخه د زیات لګښت له امله رامنځته کېږي. د IPBES د نړیوالې حیاتي تنوع په اړه، د د ۲۰۱۹ زکال ارزونه ښیي چې، د اټکل شوو ۸ میلیونه نوعو څخه د بوټو او ژویو۱ میلیون نوعې، اوسمهال د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي.   [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

ډېرو وروستیو څېړنو ښودلي چې، د کپتانیان د پای د انقراض پېښه معلومېږي چې د پریمین – تریاسیک له پېښې څخه جلا را منځ ته شوې وي. که داسې وي، نو دا به د ډېرو "لوی پنځه" د انقراض پېښو څخه لویه وي.  

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Nee, S. (2004). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Extinction, slime, and bottoms"]. PLOS Biology 2 (8): E272. doi:10.1371/journal.pbio.0020272. PMID 15314670. 
  2. (په 28 July 2014 باندې). Poisoned Planet. Slate.
  3. Ward, Peter D (2006). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Impact from the Deep"]. Scientific American 295 (4): 64–71. doi:10.1038/scientificamerican1006-64. PMID 16989482. Bibcode2006SciAm.295d..64W. 
  4. * Kluger, Jeffrey (July 25, 2014). "The Sixth Great Extinction Is Underway – and We're to Blame". Time. د لاسرسي‌نېټه December 14, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (په June 22, 2015 باندې). Earth is on brink of a sixth mass extinction, scientists say, and it's humans' fault. The Washington Post.
  5. Butterfield, N.J. (2007). "Macroevolution and macroecology through deep time". Palaeontology 50 (1): 41–55. doi:10.1111/j.1475-4983.2006.00613.x. http://eprints.esc.cam.ac.uk/174/1/Butterfield__Palaeontolgy_50_Pt_1_2007_.pdf. 
  6. Alroy, J. (2008). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Dynamics of origination and extinction in the marine fossil record"]. Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America 105 (Supplement 1): 11536–42. doi:10.1073/pnas.0802597105. PMID 18695240. Bibcode2008PNAS..10511536A. 
  7. Gould, S.J. (October 1994). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Evolution of Life on Earth"]. Scientific American 271 (4): 84–91. doi:10.1038/scientificamerican1094-84. PMID 7939569. Bibcode1994SciAm.271d..84G. 
  8. "extinction". Math.ucr.edu. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 10 June 2020 باندې). Familiar Culprit May Have Caused Mysterious Mass Extinction - A planet heated by giant volcanic eruptions drove the earliest known wipeout of life on Earth.. The New York Times.
  10. Bond, David P.G.; Grasby, Stephen E. (18 May 2020). "Late Ordovician mass extinction caused by volcanism, warming, and anoxia, not cooling and glaciation". Geology 48 (8): 777–781. doi:10.1130/G47377.1. Bibcode2020Geo....48..777B. https://pubs.geoscienceworld.org/gsa/geology/article/doi/10.1130/G47377.1/586486/Late-Ordovician-mass-extinction-caused-by. Retrieved 15 June 2020. 
  11. Briggs, Derek; Crowther, Peter R. (2008). Palaeobiology II. John Wiley & Sons. د کتاب پاڼې 223. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-470-99928-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 16 February 2017 باندې). After Earth's Worst Mass Extinction, Life Rebounded Rapidly, Fossils Suggest. The New York Times.
  13. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Insect diversity in the fossil record"]. Science 261 (5119): 310–15. 1993. doi:10.1126/science.11536548. PMID 11536548. Bibcode1993Sci...261..310L. 
  14. McElwain, J.C.; Punyasena, S.W. (2007). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Mass extinction events and the plant fossil record"]. Trends in Ecology & Evolution 22 (10): 548–57. doi:10.1016/j.tree.2007.09.003. PMID 17919771. 
  15. Sahney S.; Benton M.J. (2008). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Recovery from the most profound mass extinction of all time"]. Proceedings of the Royal Society B: Biological Sciences 275 (1636): 759–65. doi:10.1098/rspb.2007.1370. PMID 18198148. 
  16. "extinction". Math.ucr.edu. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Macleod, N.; Rawson, P. F.; Forey, P.L.; Banner, F.T.; Boudagher-Fadel, M.K.; Bown, P.R.; Burnett, J.A.; Chambers, P. et al. (April 1997). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Cretaceous-Tertiary biotic transition"]. Journal of the Geological Society 154 (2): 265–92. doi:10.1144/gsjgs.154.2.0265. Bibcode1997JGSoc.154..265M. 
  18. Raup, D.; Sepkoski Jr, J. (1982). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Mass extinctions in the marine fossil record"]. Science 215 (4539): 1501–03. doi:10.1126/science.215.4539.1501. PMID 17788674. Bibcode1982Sci...215.1501R. 
  19. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The extinction of the dinosaurs in North America"]. GSA Today 15 (3): 4–10. 2005. doi:10.1130/1052-5173(2005)15<4:TEOTDI>2.0.CO;2. 
  20. McGhee, G.R.; Sheehan, P.M.; Bottjer, D.J.; Droser, M.L. (2011). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Ecological ranking of Phanerozoic biodiversity crises: The Serpukhovian (early Carboniferous) crisis had a greater ecological impact than the end-Ordovician"]. Geology 40 (2): 147–50. doi:10.1130/G32679.1. Bibcode2012Geo....40..147M. 
  21. Sole, R.V.; Newman, M. (2003). "Extinctions and biodiversity in the fossil record". In Mooney, Harold A.; Canadell, Josep G. (المحررون). Encyclopedia of Global Environmental Change, Volume 2, The Earth System: Biological and Ecological Dimensions of Global Environmental Change. Wiley. د کتاب پاڼي 297–391. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-470-85361-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Smith, A.; A. McGowan (2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Cyclicity in the fossil record mirrors rock outcrop area"]. Biology Letters 1 (4): 443–45. doi:10.1098/rsbl.2005.0345. PMID 17148228. 
  23. Smith, Andrew B.; McGowan, Alistair J. (2007). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The shape of the Phanerozoic marine palaeodiversity curve: How much can be predicted from the sedimentary rock record of Western Europe?"]. Palaeontology 50 (4): 765–74. doi:10.1111/j.1475-4983.2007.00693.x. 
  24. McCallum, Malcolm L. (27 May 2015). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Vertebrate biodiversity losses point to a sixth mass extinction"]. Biodiversity and Conservation 24 (10): 2497–2519. doi:10.1007/s10531-015-0940-6. 
  25. Pimm, S. L.; Jenkins, C. N.; Abell, R.; Brooks, T. M.; Gittleman, J. L.; Joppa, L. N.; Raven, P. H.; Roberts, C. M. et al. (29 May 2014). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The biodiversity of species and their rates of extinction, distribution, and protection"]. Science 344 (6187): 1246752. doi:10.1126/science.1246752. PMID 24876501. 
  26. (په 3 July 2015 باندې). It's Official: A Global Mass Extinction is under Way. JSTOR Daily.
  27. (په June 24, 2015 باندې). We're Entering A Sixth Mass Extinction, And It's Our Fault. Popular Science.
  28. (په July 11, 2017 باندې). Sixth mass extinction: The era of 'biological annihilation'. CNN.
  29. Ceballos, Gerardo; Ehrlich, Paul R.; Raven, Peter H. (June 1, 2020). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Vertebrates on the brink as indicators of biological annihilation and the sixth mass extinction"]. PNAS 117 (24): 13596–13602. doi:10.1073/pnas.1922686117. PMID 32482862. Bibcode2020PNAS..11713596C. ""The ongoing sixth mass extinction may be the most serious environmental threat to the persistence of civilization, because it is irreversible. Thousands of populations of critically endangered vertebrate animal species have been lost in a century, indicating that the sixth mass extinction is human caused and accelerating. The acceleration of the extinction crisis is certain because of the still fast growth in human numbers and consumption rates."". 
  30. کينډۍ:Cite conference
  31. (په May 6, 2019 باندې). Human society under urgent threat from loss of Earth's natural life. The Guardian.
  32. (په May 6, 2019 باندې). Humans Are Speeding Extinction and Altering the Natural World at an 'Unprecedented' Pace. The New York Times.
  33. Staff (په May 6, 2019 باندې). Media Release: Nature's Dangerous Decline 'Unprecedented'; Species Extinction Rates 'Accelerating'. Intergovernmental Science-Policy Platform on Biodiversity and Ecosystem Services.