انسل آدامز
آدامز د خپل ټول عمر لپاره د چاپېریال ساتنې ملاتړی و او د هغه د انځور اخیستنې چارې ورسره په کلکه غاړه غړۍ وې. نوموړي خپله لومړۍ کمره له یوسیمیتي ملي پارک څخه د خپلې لومړۍ لیدنې پر مهال ترلاسه کړه. هغه د سیرا کلب د غړي په توګه د خپلې انځور اخیستنې لومړنۍ چارو ته وده ورکړه. نوموړي بیا وروسته له دې د امریکا له ملي پارکونو څخه د انځور اخیستنې په موخه د متحده ایالاتو له کورنیو چارو وزارت سره قرارداد وکړ. نوموړي ته د خپلو چارو او همدارنګه د ملي پارکونو د سیسټم له دوامداره پراختیا څخه د ملاتړ په پار په ۱۹۸۰ زکال کې د آزادۍ ولسمشریز مډال ورکړل شو. آدامز د نیویارک د معاصرو هنرونو په موزیم کې د عکاسۍ د څانګې د جوړېدو کلیدي مشاور و، هغه چاره چې د نوموړي انځور اخیستنې ته یې بنسټیز مشروعیت ور وبخښه. نوموړي د دغې څانګې د انځورونو د لومړني نندارتون په جوړولو کې ونډه لرله، د اپارچر په نامه د انځور اخیستنې د مجلې په تاسیس کې یې مرسته وکړه او د اریزونا په پوهنتون کې یې د نوښتګرې انځورګرۍ د مرکز بنسټ کېښود. لومړنی ژوند[سمول]زیږون[سمول]آدامز د سانفرانسیسکو په فیلمور سیمه کې وزېږېد؛ هغه د چارلز هیچکاک آدامز او الویو بری یوازنی ماشوم و. نوم یې د هغه د تره انسیل ایسټون له نوم اخیستل شوی و. د مور کورنۍ یې له بالتیمور څخه دلته راغلې وه، ځکه مورني بابا یې په دغه سیمه کې د ترانسپورټ په برخه کې بریالۍ سوداګري لرله، خو خپله شتمني یې په نوېډا کې د کانونو او املاکو په برخه کې په پانګونې سره له لاسه ورکړه. د آدامز کورنۍ له نیوانګلنډ څخه دلته راغلې وه، چې د ۱۸ مې پېړۍ په لومړیو کې د آیرلنډ له شمال څخه هلته کډه شوي و. د نوموړي پلرني بابا په دغه سیمه کې د لرګیو بریالۍ سوداګري لرله او وروسته یې پلار مدیریت کړه. آدامز وروسته د خپل بابا سوداګري له دې امله چې د ځنګلونو ډېرۍ ونې یې غوڅې کړې وې؛ وغندله. [۱۸][۱۹] ماشومتوب[سمول]د آدامز یو له لومړنیو خاطراتو څخه د سانفرانسیسکو د ۱۹۰۶ زکال په زلزله کې د اورلګېدنې ننداره وه. آدامز د زلزلې په لومړي ټکان کې خوږ نه شو خو درې ساعته وروسته یې په بل ټکان کې د خپل باغ په دیوال ولګېد، پزه یې ماته شوه او ټپي شو. یو ډاکټر ورته لارښوونه وکړه چې پزه یې بلوغ ته له رسېدو وروسته باید عملیات شي، خو د هغه پزه همداسې کږه پاتې شوه او د خپل ټول عمر پر مهال اړ شو څو د خولې له لارې تنفس وکړي. [۲۰][۲۱] په ۱۹۰۷ زکال کې د هغه کورنۍ له خپل زاړه کور څخه په دوه مایله (۳ کیلومتره) فاصله کې د سانفرانسیسکو په سیکلیف سیمه کې خپل نوي کور ته کډه وکړه چې د پریسایډو پوځي اډې سویل لوري ته پروت و. دغه کور د ګولډن ګېټ او مارین هیډلنډز ډېره ښکلې منظره لرله. [۲۲][۲۳] آدمز چې له کچې زیات فعال او با استعداده ماشوم و په مکررو ناروغیو او هیپوکندریا اخته و. هغه ډېر کم شمېر ملګري لرل خو د د دوی کور او همدارنګه د ګولډن ګېټ خواته په چاپېر کې غونډیو د هغه د ماشومتوب د دورې لپاره ګڼ شمېر بوختیاوې ورته برابرې کړې. هغه د ورزش یا لوبو لپاره ډېره لږ حوصله لرله، خو له هماغه ماشومتوب څخه یې له طبیعي ښکلاو سره مینه لرله.[۲۴][۲۳][۲۵] لومړنۍ زده کړې[سمول]د آدامز پلار یو درې انچي تلسکوپ درلود؛ هغه به په ډېرې لیوالتیا ورته د ستور پوهنې اړوند خبرې کولې او په ګډه سره به په همیلټون غره کې د لیک رصد خانې ته تلل. پلار یې وروسته له ۱۹۲۵ زکال څخه تر ۱۹۵۰ زکال پورې د آرام سمندر د ستورپوهنې د ټولنې د مالي منشي په توګه خدمت وکړ. [۲۶] د چارلز آدامز سوداګري د ۱۹۰۷ زکال له مالي کړکېچ وروسته د هغه د پلار په مرګ سره له پریمانه مالي زیانونو سره مخ شوه. یو شمېر دغه زیانونه له دې امله و چې تره یې انسل ایسټون او د سیدریک رایټ پلار جورج په دغه شرکت کې خپل اسهام په پټه سره د هاوايي د بورې په شرکت باندې د پریمانه پیسو په بدل کې په داسې حال کې چې پوهېدل د شرکت کنټرول د هغو په لاس ورکوي وپلورل. همدا و چې په ۱۹۱۲ زکال کې د دوی د کورنۍ د ژواندانه سطحه په پام وړ توګه را ټیټه شوه. [۲۷][۲۸] آدامز د شوخۍ او همدارنګه درس ته د نه پام له امله له څو خصوصي ښوونځیو وویستل شو؛ همدا و چې نوموړی هغه مهال چې ۱۲ کلن و، پلار یې پرېکړه وکړه هغه له ښوونځي وباسي. په راتلونکو دوو کلونو کې هغه د دوه خصوصي ښوونکو له خوا چې یوه یې عمه مري وه او بل یې پلار و وروزل شو. مري د ۱۹ مې پېړۍ له خدای څخه د منکر او د ښځو د رایو ورکولو د حق د ملاتړي رابرټ جي. اینګرسول ملاتړې وه، له همدې امله د اینګرسون لارښوونو د هغه په تربیه کې مهم رول درلود. په ۱۹۱۵ زکال کې د پاناما – پاسفیک د نړیوال نندارتون پر مهال د هغه پلار هغه ته لارښوونه وکړه چې د خپلو زده کړو د برخې په توګه د خپلې ورځې یوه برخه د دغه نندارتون اړوند د لیکونو په مطالعه تېر کړي. نوموړي بلاخره خپلې رسمي زده کړې د میرمن کیټ ایم. ویلکینز په خصوصي ښوونځي کې بیاځلي پیل کړې او د ۱۹۱۷ زکال د جون په اتمه په اتمه نمره له ښوونځي فارغ شو. نوموړي د خپل ژوند په وروستیو کې له ښوونځي څخه د فراغت سند د خپل کور د میلمستون په تشناب کې راځوړند کړی و. [۲۹][۳۰][۳۱] پلار یې هغه داسې تربیه کړ چې د رالف والډو امرسون له باورونو په پیروي کولو سره متواضعانه او اخلاقي ژوند ولري او همدارنګه د انسان او طبیعت پر وړاندې ځان مسئول وګڼي. آدامز له خپل پلار سره د خپلې مور په پرتله ډېره صمیمي اړیکه لرله، ځکه مور یې له انځور اخیستنې سره د هغه له لیوالتیا سره موافقت نه درلود. [۳۰][۳۲][۳۳] ځواني[سمول]آدامز په ۱۲ کلنۍ کې وروسته له هغه له پیانو غږولو سره لیوالتیا پیدا کړه چې د ۱۶ کلن ګاونډي هنری کاول له خوا یې د خپلې پیانو غږول واورېدل؛ له دې وروسته هغه په خپله؛ پیانو وهل او په هغو کې د موسیقي راوړل زده کړل. کاول چې وروسته په پېژندل شوي کمپوز جوړونکي واوښت آدامز ته یې یو شمېر درسونه ورکړل. په راتلونکې لسیزه کې د موسیقۍ درې ښوونکو هغه په دې برخه کې د تخنیکونو او نظم لوري ته سوق کړ چې له امله یې هود وکړ د یو کلاسیک حرفوي پیانو غږونکي په توګه د دغه مسلک په لټه کې شي. [۳۴][۳۰][۳۵][۳۶] آدامز په ۱۹۱۶ زکال کې د لومړي ځل لپاره له خپلې کورنۍ سره د یوسیمیتي له ملي پارک څخه لیدنه وکړه. هغه له دغې درې څخه د خپلې لومړۍ لیدنې په اړه وروسته ولیکل: «د یوسیمیتي بې سارې ښکلا په موږ ډېر اغېز وکړ.... د هغو ښکلاوې یو پر بل پسې د موږ مخې ته راتلې.... دلته هرځای رڼا وه.... زما لپاره یې نوې نړۍ رامنځته کړه». د هغه پلار هغه ته د ده لومړنۍ کامره واخیسته چې Eastman Kodak Brownie box کمره وه او هغه خپل لومړی انځور د خپل همیشني هڅاند توب په شوق کې واخیست. راتلونکی کال له لوړ کیفیت لرونکې کمرې او ترایپاډ سره په یوازې توګه یوسیمیتي ته ولاړ. [۳۷][۳۸][۳۹] سرچينې[سمول] |
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb123681937 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm1168720/ — د نشر نېټه: ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۵
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Ansel Adams
- ↑ Ansel Easton Adams — خپرونکی: Oxford University Press — ISBN 978-0-19-977378-7
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6f47q9m — subject named as: Ansel Adams — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2967 — subject named as: Ansel Easton Adams — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ subject named as: Ansel Adams — Luminous-Lint ID: http://www.luminous-lint.com/app/photographer/Ansel__Adams — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Luminous-Lint
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/adams-ansel — subject named as: Ansel Adams — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=ola2002140092 — د نشر نېټه: ۲۳ نومبر ۲۰۱۹
- ↑ Le Delarge artist ID: https://www.ledelarge.fr/21501_artiste_ADAMS_Ansel — subject named as: Ansel ADAMS — دوتنه: Jean-Pierre Delarge — خپرونکی: Gründ او Jean-Pierre Delarge — ISBN 978-2-7000-3055-6
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ subject named as: Ansel Adams — سرليک: Adams, Ansel — نشرونه لخوا د: Grove Art Online — https://dx.doi.org/10.1093/GAO/9781884446054.ARTICLE.T000436
- ↑ AKL Online artist ID: https://www.degruyter.com/document/database/AKL/entry/_30160509/html — subject named as: Ansel Adams — سمونګر: Andreas Beyer او Bénédicte Savoy — سرليک: Artists of the World Online، Allgemeines Künstlerlexikon Online او AKL Online — خپرونکی: K. G. Saur Verlag او De Gruyter — https://dx.doi.org/10.1515/AKL
- ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0000661.xml — subject named as: Ansel Adams — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ ۱۴٫۲ abART person ID: https://en.isabart.org/person/56239
- ↑ Guggenheim fellows ID: https://www.gf.org/fellows/all-fellows/ansel-adams/
- ↑ Museum of Modern Art artist ID: https://www.moma.org/artists/60 — د نشر نېټه: ۴ ډيسمبر ۲۰۱۹ — منښتلیک: CC0
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb123681937 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ Alinder 1996، ص. 4.
- ↑ Adams او Alinder 1985، ص. 4.
- ↑ Sierra Club (2008). "Ansel Adams and the Sierra Club: About Ansel Adams". Sierra Club. د اصلي آرشيف څخه پر February 1, 2010 باندې. د لاسرسينېټه February 2, 2010. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Alinder 1996، ص. 2.
- ↑ Whittington, Geoff (January 24, 2010). "Ansel Adams' boyhood San Francisco house". San Francisco Chronicle. San Francisco, CA. د لاسرسينېټه April 20, 2010. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ ۲۳٫۰ ۲۳٫۱ Alinder 1996، ص. 6.
- ↑ "Lands End". San Francisco, CA: Golden Gate National Parks Conservancy. مؤرشف من الأصل في April 12, 2010. د لاسرسينېټه April 19, 2010. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Adams او Alinder 1985، ص. 14.
- ↑ Aitken, R. G. (1951). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "In Memoriam, Charles Hitchcock Adams 1868–1951"]. Publications of the Astronomical Society of the Pacific 63 (375): 284–286. doi:10.1086/126396. Bibcode: 1951PASP...63..283A.
- ↑ Alinder 1996، ص. 9.
- ↑ Adams او Alinder 1985، ص. 40.
- ↑ Alinder 1996، ص. 276.
- ↑ ۳۰٫۰ ۳۰٫۱ ۳۰٫۲ Alinder 1996، ص. 11.
- ↑ Adams او Alinder 1985، ص. 18.
- ↑ Alinder 1996، ص. 52.
- ↑ Adams او Alinder 1985، ص. 45.
- ↑ Turnage, William A. (2000). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Adams, Ansel (1902–1984), photographer and environmentalist"]. American National Biography 1. doi:10.1093/anb/9780198606697.article.1701243.
- ↑ Hammond او Adams 2002، ص. 4.
- ↑ Hammond او Adams 2002، ص. 3.
- ↑ Stillman, Andrea G. (2007). 400 Photographs. New York City: Little, Brown. د کتاب پاڼې 12. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-316-11772-2. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Adams او Alinder 1985، ص. 53.
- ↑ Alinder 1996، ص. 36.
- ليکنې په کومو کې چي د انګلیسي ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1559
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P1477
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- د خاصيت کارولو پاڼې P19
- 1984م وفاتونه
- 22 اپرېل وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P101
- دستخط ویکی ڈیٹا سے ماخوذ
- د خاصيت کارولو پاڼې P856
- د خاصيت کارولو پاڼې P345
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ليکنې په کومو کې چي د الماني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د كتالونیه ژبې توري موجود دي
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره