انسان کله، څنګه او ولې خبرې کول زده کړل؟

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انسان څنګه او ولې خبرې کول زده کړل؟[سمول]

په ځنګلونو کې اوسېدونکي لومړنيو انسانانو ( زمونږ نيکونو ) څنګه خبرې کول زده کړل؟ ايا دا شونې ده چې د نړۍ په زرګونې ژبې چې اوسمهال پرې خبرې کيږي ، د يوه وګړي څخه سرچينه ولري؟

د تکامل په بهير کې انقلابي بدلون[سمول]

پوهاند رابرټ فولي وايي که وغواړو چې ځان وپېژنو، نو بايد ژبه وپېژنو. د برتانيې د نيوکيسل پوهنتون ژبپوه ټالرمين وايي چې انسان يوازېنی مخلوق دی چې د ويلو وړتيا لري او دغه وړتيا انسان له نورو ځناورو را بېلوي. د خبرو کولو وړتيا د انسان په تکاملي بهير کې يوه مهمه مرحله ګڼل کيږي، يوه داسې تبديلي چې د انسان ژوند يې بدل کړ او له همدې کبله ده چې انسان تل دا سوچ کوي چې ژبه څه وخت رامنځته شوه؟ د برتانيې د کيمبرج پوهنتون د انساني تکامل او انتهريولوجي پوه رابرټ فولي وينا ده چې ژبه يو د هغه څو پېچلو څيزونو له ډلې څخه ده چې له کبله يې مونږ انسانان ګڼل کيږو. ژبه پنځه سوه زره کاله مخکنۍ کېدلای شي! ډېری هغه ژبې چې مونږ يې په اړه دا فکر کوو چې دا به ډېرې پخوانۍ ژبې وي ، هغه شپږ زره کاله تاريخي مخينه لري او د اوسنۍ هممهاله ژبو په څېر دي. اوسمهال په نړۍ کې کابو شپږنيم زره ژبې ويل کيږي، نو ستونزمنه ده چې ساينس پوهان دې دا ثابته کړي چې کومه ژبه تر ټولو پخوانۍ ژبه ده؟

ترټولو پخوانۍ ژبه کومه يوه ده؟[سمول]

که وپوښتل شي چې تر ټولو پخوانۍ ژبه کومه يوه ده، نو مونږ کېدای شي دا سوچ وکړو چې هغه سنسکريت، يا د مصر او بابل پخوانۍ ويل کېدونکي ژبې به وي، خو پوهاند ټالرمين وايي چې د دې وينا ريښه د ژبو د پيدايښت او لرغوني والي سره هيڅ اړخ نه لګوي، زياتره هغه ژبې چې مونږ يې لرغوني او پخوانۍ ګڼو تر ډېره له شپږو زرو کالو لرغونې نه دي او په بنسټيزه توګه د اوسمهاله ژبو په څېر دي. د ژبو د ابتدا په اړه مونږ تر پنځوس زره کاله پخوا ورتللی شو، ډېری ژبپوهان دا خيال لري چې دا يوه ډېره پخوانۍ خبره کېدلای شي، پوهاند ټالرمين وايي چې زمونږ له ډلې ډېری دا فکر لري چې شونې ده لومړنۍ ژبه پنځه سوه زره کاله پخوا رامنځته شوې وي. څومره کاله شاليد ته اړتيا ده چې د خپلې ژبې د پيل په اړه پوه شو؟ پوهاند فولي وايي د ملتونو، قومونو او ژبو د ډېرښت سره سره د دې شونتيا شته چې د اوسنيو ټولو ژبو سرچينه او پيل يوه ژبه يا يو شخص وي. د دې د تاريخ تعينول د انسان د تکاملي بهير د پړاوونو له مخې ممکن کېدای شي، د انسان جنيتيکي جوړښت له مخې مونږ په دې پوهېدلی شو چې مونږ ټول د افريقا د يوې کوچنۍ ابادۍ نه راوتي او نورې نړۍ ته خپاره شوي يو، چې کېدای شي زمونږ نه پرته نور نسلونه او نورې ژبې به هم موجودې وې ، خو اوسنۍ کومې ژبې چې مونږ ګورو، غالباً ټولې له يوې ژبې څخه راپيدا شوي چې په تېزۍ سره پکې تغير او بدلون راغلی دی. د پخوانيو انسانانو د هډوکو ډانچې له ډېرو رازونو پرده پورته کولای شي. د پخوانيو انسانانو له راپاتې شويو هډوکو ا وډانچو څخه مونږ ډېر کم داسې اغېزې موندلای شو چې د هغې له مخې مونږ د انسانانو لومړنۍ پلا خبرې کول ثابت او تعين کړای شو. د پوهاند فولي د وينا له مخې خبرې کول په اصل کې د ساه اخيستلو يا تنفس کولو عمل دی، د هغه په خبره دا يوازې د ساه اخيستلو عمل دی، خو د بشپړ کنټرول سره د کوم نه چې د بېلابېلو اوازونو پيدايښت کيږي، نو بايد مونږ د خپل بدن پر عضلاتو ډېر زيات واکمن اوسو او پوره کنترول پرې ولرو او ددې لپاره اړينه ده چې زمونږ ډايا فرايم د زمونږ د چاپېريال نورو ګونګيو ځناورو څخه غوره او زيات نارمل وي. د دې مطلب دی چې زمونږ نخاعي انساج زيات پېړ او پراخه وي، که چېرته پخوانيو انسانانو ته چې قريب شپږ سوه زره کاله دمخه يې ژوند کاوه او خبرې يې نشوې کولای، نظر وکړو، نو دا به درک کړو چې په هغوی کې هم دا بدلونونه راغلي ول. خو که يو مېليون کاله دمخه ولاړ شو او د هوموايرکټس مخلوق په اړه چې انسان ته ورته مخلوق و، په هغوی کې دا ډول بدلون نشو موندلای، دا زمونږ لپاره لومړنۍ خاکه او ابتدايي مالومات کېدلای شي چې انسانانو کله او څنګه خبرې کول پيل کړل. د هډوکو او انساني ډانچو نه علاوه د جنيټيک علم هم له مونږ سره د ژبو د تعين په برخه کې کافي مرسته کوي. پوهاند فولي وايي يو جين دی چې د هغې نوم ايف او ايکس پي ټو جين دی، دا جين په پخوانيو ټولو ځناورو کې يو شان وه، خو په انسانانو کې په مختلفو شکلونو موندل کېده. د دې جين تغير او بدلون د دې ګواهي ور کوي، چې انسان ولې د خبرو کولو وړتيا لري، چې په ګونګيانو کې بيا دا وړتيا نه وي، نو مونږ ويلی شو، چې دغه جين د خبرو او ژبې په رامنځته کولو او پرمختګ کې ارزښتمن رول لوبولی دی، دا ځکه په هغه وګړو کې چې ياد جين په تغير شکل موندل کيږي، هغوی اکثره ګونګيان يا نيم بوله ( توتله ) وي او په خبرو کولو کې ورته ستونزه وي. نيندرتال يا لومړني انسانانو کې ايف او ايکس پي دوه جين يو تغيري شکل چې اوسني انسانان يې لري، موجود و، چې د هغې له مخې مونږ ويلی شو چې هغوی د اوازونو رامنځته کولو او ويلو وړتيا لرله، خو د دې ويل چې ايا هغوی خبرې کولې يا د غږونو د راويستلو بشپړه وړتيا يې لرله او که نه دا يوه بېله پوښتنه ده! د پوهاند ټالر مين په وينا د غږونو راويستل د باقاعده خبرو کولو په مانا نه دي، دا چې ژبه څنګه رامنځته کيږي، نو د جنيتيک د علم په مرسته د دې مالومول يو ډېر زيات ستونزمن کار دی.

ايا د انساني کوپړۍ غټوالی د ژبې د تاريخ په اړه مرسته کولای شي؟[سمول]

نه، د دې يوه ساده وجه ده او هغه دا چې مونږ په دې نه پوهيږو چې څومره ماغزه د ژبې د رامنځته کولو لپاره سبب ګرځېدای شي، پوهاند ټالر مين وايي پخواني انسانان د اوسنيو په پرتله د لوی دماغ درلودونکي وو، چې په لويو ځناورو کې يې شمارو. کله چې مونږ د ترټولو لومړنۍ ژبې په اړه خبرې کوو، کوم چې د اوسنيو ژبو سره چې مونږ پرې خبرې کوو، توپير درلود، نو په اټکلي توګه ويلی شو چې لومړنۍ وينا به يې څه وه. د پوهاند فولي په وينا که په رېښتينولۍ سره ووايو، نو له مونږ سره هيڅ داسې څه نشته چې له مخې يې مونږ ووايو چې د ژبو لومړنۍ وينا څه وه؟ د پوهاند ټالر په وينا کله چې په لومړنيو وختونو کې انسانانو يو له بله سره همکاري پيل کړه، نو شايد د هغوی ډېری خبرې به د خپل چاپېريال د پېژندلو او د ښو خواړو د خوړلو په هکله وې. لومړنيو انسانانو په لومړيو کې د اضافي شيانو په راټولولو او د ځناورو د پاتې شونو ( لکه پوستکي او غوښو ) نه ګټل اخيستل او په هغې کې يې ځان پټول پيل کړل. د ټالر مين په وينا کله چې تاسې د يو مړه ځناور له پاتې شونو ګټه اخيستل غواړئ، نو لومړی د هغې لټون مهم دی، وروسته له هغې بايد له تاسې سره يو څوک ملګری اوسي ځکه دا يو خطرناک کار دی. ژبه هم مهمه ده، د بېلګې په توګه که چېرته تاسې بېرون راوتي ياست او د يو ځنارو پاتې شوني مو په ښه حالت کې موندلي وي او تاسې غواړئ چې نور ملګري مو هم راخبر کړئ، چې دلته نږدې يو څه ښه خواړه شته، نو ژبې ته اړتيا پيدا کيږي، ترڅو تاسې پرې هغوی پوه کړئ. دا د انساني فهم يوه بله خوبي ده چې دې ته ادراک يا افلاين سوچ وايي، کله چې تاسې د هغه څيزونو په اړه چې اوسمهال ځای پرځای موجود نه وي، يو چاته مالومات ور کوئ، نو بايد چې ژبه موجوده وي، ترڅو تاسې د خبرو له لارې هغه پرې پوه کړئ، ځکه چې د څيزونو په اړه د نورو پوهول، په بېلابېلو وختونو او بېلابېلو ځايونو کې رامنځته کېدلای شي، چې پرته د يوې ژبې له موجوديته د هغې بيانول ناشونی کار دی. د پوهاند ټالرمين په وينا د خوړو او ژوندي پاتې کېدو هېلې، انسانان يو بله سره د خبرو کولو وړ وګرځول. ټوکو ټکالو او ساتېريو هم کېدای شي په دې برخه کې خپل کردار ادا کړی اوسي د ژبو د رامنځټته کېدو پر وخت په دې پوهېدل هم لازمي و، چې خپلمنځي اړيکې څنګه جوړې کړو، په ګډه د کار کولو وړتيا د ژبې په رامنځته کولو کې مهم رول لوبولی دی، د پوهاند فولي په وينا چې مرسته او تړون د دې بنسټ دی، او په ډېری توګه ټولنيزه مرسته او اړتيا او د ټولنې د ترتبيت سره تړلې خبره ده او دا د دې له کبله چې تر ډېره مونږ څه وايو نو د اړيکو د جوړولو او په دې پوهېدلو لپاره چې څه روان دي. د کيمبرج پوهنتون د ژبو ماهر ډاکټر لورا رايټ وايي چې په ټوليزه توګه مرکې کول ( ګپ شپ ) د ورځني ژوند د خبرو لويه برخه تشکيلوي. کله ناکله ژبه د څيزونو په اړه د مالوماتو ترلاسه کولو ذريعه وي، نه د دې ذريعه چې له مخې يې مونږ نورو ته د کوم کار د کولو ووايو.

له کله راهيسې مونږ د کيسو ويلو او اورېدلو ته مخه کړه؟[سمول]

په دې اړه چې له کله راهيسې مونږ کيسو ويلو او اورېدلو ته مخه کړه، دقيق ځواب ويل به حتما تېروتنه وي، ځکه تر اوسه مونږ نه پوهيږو چې ژبې يا لومړنۍ ژبه څه وخت او څومره کاله پخوا رامنځته شوه، خو دومره ويلای شو، له کله راهيسې چې انسانانو ټولنيز ژوند ته مخه کړه، يو بل سره يې اړيکې ټينګې کړې او په دې اړيکو کې د خبرو کولو اړتيا پېښه شوه، نو له هماغه ورځې انسانانو خپلې خاطرې او کيسې هم يو له بله سره شريکې کړې. د پوهاند ټالر مين په وينا چې ژبه د دې وړ کول چې د وينا او کيسو د بيان جوګه شي، په دې کې ډېر وخت لګېدلی، او د دې لپاره چې پوه شو چې د ژبې لومړني پړاوونه څنګه پيل شول، نو سلګونه او حتی زرګونه کلونه شاتګ ته اړتيا ده. پروټو يا د پخوانۍ ژبې نه د اوسنۍ يا نوې ژبې په لور ګام يو اړين ګام دی چې د وخت او محنت خوارۍ سره سم رامنځته شوی دی، خو اوسنۍ ټولې ژبې لا هم يو نه يو ډول پېچلتياوې لري. مونږ پوهيږو چې اوس د ځمکې پرمخ په بېلابېلو ځايونو کې بېلابېلې ژبې ويل کيږي، خو که چېرته سل زره کاله وړاندې تصور وکړو، نو د هغه وخت ژبو يا ژبې به خامخا پېچلتيا درلوده.

اخځليکونه[سمول]

<https://pashtotapamlarana.blogspot.com/2021/06/blog-post.html/[مړه لينکونه]>