انساني نسل ډېرېدنه
انساني بیا تولید د جنسي بيا توليد هر هغه ډول دی چې د انساني بلاربېدو په پايله کې منځ ته راځي. عموماً په دې پروسه کې له جنسي اړخه يو بالغ نارينه او ښځينه جنسي اړيکه ښکېله وي. د جنسي اړيکې پر مهال، د نارينه او ښځينه بیا توليدي نظامونو تر منځ د تعامل په پايله کې د ښځې هګۍ د نارينه د سپرم (مني) په مټ بلاربېږي. دا ځانګړې بيا توليدي حجرې دي چې «ګاميټسونه» يې بولي او په داسې یوه پروسه کې جوړې شوې دي چې د «مايوسیس» په نوم يادېږي. په داسې حال کې چې عادي حجرې ۴۶ کروموزومونه، ۲۳ جوړې لري، ګاميټ حجرې يواځې ۲۳ کروموزومونه لري او کله چې دا دواړه حجرې په یو زایګوټ حجره کې سره ګډې شي چېرته چې جنيټيکي بيا يو ځای کېدل پېښيږي او په دې ډول نوی زایګوټ له دواړو والدينو څخه ۲۳ کروموزومونه لري او په دې ډول دوی ته ۲۳ جوړې ورکوي. یو عامه د نهو مياشتو امیدوارۍ څخه وروسته ماشوم زېږېږي. شونې ده چې د هګيو بلاربوالی د مصنوعي حمل د لارو چارو له لارې هم تر لاسه شي، په کوم کې چې جنسي اړیکه شامله نه وي. مرستندويه بيا توليدي ټيکنالوژي هم شته.
بيالوژيکي او حقوقي شرايط
[سمول]د انساني بيا توليد د تر لاسه کېدو په موخه، يو فرد بايد لومړی له بلوغ څخه تېر شوی وي، دې ته اړتيا لري چې په جنسي عمل کې له ښکېلتيا يا بلاربېدو څخه مخکې د غیر دخولي لارو چارو په مټ د ښځې هګۍ او د نارينه سپرم جوړېدل منځة ته راغلي وي. له بلوغ مخکې انسانان زرخېزه نه دي، ځکه چې د دوی تناسلي الات د بيا توليد د عمل کمښت لري (يواځې د متيازو ايستلو وړتيا لري).
د انساني بيا توليد په تر لاسه کېدو کې حقوقي عواملونه هم مهمه ونډه لري: يو نابالغ چې د موافقې له عمر څخه کم عمر لري، نه شي کولای د توليد لپاره له جنسي اړيکې يا مصنوعي بديلونو سره موافقه وکړي، په لومړي حالت کې پر مشر اړخ د قانوني جنسي تيري قضيه جوړېدای شي، خو په حقوقي دايرو پورې اړه لري. ان هغه ماشومان چې عمر يې د موافقې له عمر څخه زيات وي، جامع جنسي تعلیم دواړو موافقه کوونکو (راضي اړخونو) خواوو ته مشوره ورکوي چې هغوی د لېږدېدونکو ناروغيو او لومړيو، نا مديريت شويو/نامطلوبه حمل دواړو څخه د ژغورنې په موخه د حمل موانع وکاروي. له ۱۵ کلونو څخه په کم عمر لرونکو نجونو کې د حمل نه تر لاسه کولو هڅونه کېږي، د دې لپاره چې د دوی د بيا توليد نظام بايد بشپړ پوخوالي ته ورسېږي.[۱][۲][۳]
اناټومي
[سمول]انساني نارينه
[سمول]د نارينه بيا توليدي نظام دوه مهمې(مرکزي) برخې لري: خصنتين (خوټې) چېرې چې سپرم (مني) توليديږي او ذکر (غين) کوم چې سپرم د مني په توګه خارجوي (دا د انزال په نوم پېژندل کېږي). په انسانانو کې، دا دواړه غړي د خېټې له تشې څخه بهر وي. له خېټې څخه د خصنتینونو دباندې پاتې کېدل د سپرم د تودوخې درجې د سمبالښت په برخه کې اسانتيا برابروي، کوم چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره د تودوخې ځانګړې درجې ته اړتيا لري چې د بدن د عامې تودوخې درجې څخه چې 37 °C ده بايد کم يعنې 2-3 °C وي. په ځانګړي ډول، د خصيتونو «ايکسټرا پيريټونيل» (د خېټې له تشې بهر) موقعيت د 37 °C نسجونو په پرتله د نارينه په جراثيمي نسجونو کې په خپله د بدلون په کچه کې د تودوخې څخه پیدا کېدونکي مرسته کې د دوه برابره کمښت لامل ګرځېدای شي. که چېرې خصنتين له بدن سره ډېرې نژدې پاتې کېږي، نو د دې شونتيا شته چې د تودوخې درجې په زياتوالي سره د سپرم جوړېدو ته زيان رسولای شي او په دې ډول بيا اميدوارېدل لا پسې ستونزمن کوي. همدا لامل دی، پر ځای د دې چې خصنتين د خېټې په دننه کې و اوسي، په بهرنۍ کڅوړه کې ساتل کېږي، دوی عموماً د بدن د نورې تودوخې په پرتله يو څه يخې وي او د سپرم له توليد سره مرسته کوي.[۴]
انساني ښځينه
[سمول]ښځینه بيا توليدي نظام هم دوه مرکزي برخې لري: تناسلي اندام او هګۍ.
هګۍ د سپرم له حجرو سره په اړیکه کې کېږي: شونې ده چې سپرم داخل او له هګۍ سره ګډ شي، په «اکروسوم» کې شته ځينو ځانګړو «هايډرولايټنګ» اينزامونو په مرسته، هغه بلاربوي. بلاربېدل عموماً د هګیو په بمبو کې منځ ته راځي، خو په رحم کې هم پېښېدای شي. له دې وروسته زايګوټ د رحم په داخلي پوښ کې کرل کېږي، چېرې چې بيا د جنين د جوړولو او «مورفوجينز» جريان پيلوي. کله چې جنين په پوره اندازه وده وکړي، څو له رحم څخه دباندې ژوندی پاتې شي، بیا د رحم خوله پراخېږي او د رحم تنګېدل هغه د ولادت د لارې له طريقه، کوم چې د ښځينه تناسلي غړی دی (فرج) په خوځښت راولي او په دې ډول نوي زېږيدلي ماشوم ته بهرنی ژوند ورکوي. دې پروسې ته د ماشوم زېږېدل وايي.
هګۍ چې د ښځينه جنسي حجرې دي، له سپرم څخه غټې دي او عموماً له زېږېدو مخکې د ښځينه جنين په رحمونو کې جوړېږي. دوی عموماً د هګيو په ځای کې ځای پر ځای پاتې وي، تر څو رحم ته ولېږدول شي او په هغوی کې د وروسته پیدا کېدونکو زانګوت او جنين لپاره غذايي مود وي. د هارموني اشارو په ځواب کې، عموماً، منظمه دمه، کوم چې د حيض په نوم پېژندل کېږي، د « oogenesis» عمليې له لارې يوه هګۍ پوخوالي ته رسېږي، کومه چې خارجېږي او بيا د «فالوپ» نالۍ ته استول کېږي. که چېرې بلاربه نه شي، نو دا هګۍ بيا د حيض په توسط له نظام څخه بهر ايستل کېږي.
د بلاربېدو پروسه
[سمول]د انسان بيا توليدي چاره عموماً په یو ځای کېدو سره پيل مومي، ورپسې مخکې تر دې چې ماشوم وزېږېږي، نهه مياشتې اميدواري وي، خو شونې ده چې د مصنوعي القاح له لارې هم تر لاسه شي. شونې ده چې د مانع حمل په کارولو سره د بلاربېدو مخه ونيول شي، لکه کانډوم (د حمل مخنیوي ربړي پوکاڼۍ) او یا د رحم په داخل کې کارېدونکي وسايل.
يوځای کېدل (جماع/کوروالی)
[سمول]په طبيعي ډول انساني بيا توليد د جنسي اړيکې له لارې د داخلي بلاربېدو په توګه منځ ته راځي. د دې پروسې په جريان کې، نارینه خپله تناسلي اله، کومه چې بايد نېغه وی، په ښځینه تناسلي اله کې ننباسي، له دې ووسته يو اړخ د خاسرې د برخې منظم فشارونه پيلوي ،تر دې چې نارينه د ښځې د مهبل په نالۍ کې مني انزال کړي، په کوم کې چې سپرم وي. سپرم او هګۍ د ګاميټونو په نوم پېژندل کېږي (هر يو د والدينو نيمايي جنيتيکي معلومات لري، کوم چې د مايوسس په مټ توليد شوي دي). سپرم (چې د نارينه په يو انزال کې عموماً نږدې ۲۵۰ ميلیونه سپرمونه موجود وي) د ښځینه د مهبل او رحم د خولې له لارې سفر کوي، څو د رحم يا «فالوپين» ناليو ته ورسېږي. د انزال شوي سپرم په ۱۴ ميلیونه کې يواځې يو سپرم فالوپ نالۍ ته رسېږي. په همدې مهال کې هګۍ هم د فالوپ نالۍ له لارې د هګيو له ځای څخه لرې په خوځښت راځي. يو سپرم له هګۍ سره مخامخ کېږي، ننوځي او بيا بلاربوالی منځ ته راوړي، په دې ډول زايګوټ پنځوي. په بلاربېدو او کرل کېدو سره، د ښځې په رحم کې حمل منځ ته راځي.[۵][۶][۷][۸]
د جنسي اړيکې لپاره د اميدوارۍ تمه د حيض پر مهال له پنځو ورځو مخکې څخه نيولې، د هګۍ جوړېدو څخه وروسته له يوې ورځې څخه تر دوو ورځو پورې ډېره زياته وي. د زيات نه زیات اميدوارۍ د مواقعو لپاره، په هره یوه يا دوو ورځو کې يا په هرو دوه يا درې ورځو کې د جنسي اړيکې نيولو سپارښتنې کېږي. مطالعاتو د ډول ډول جنسي وضعيتونو او د اميدوارۍ د کچې تر منځ کوم ځانګړی توپير نه دی ليدلی، خو دا تر هغه وخته چې انزال په مهبل کې وشي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]
بديلې لارې چارې
[سمول]د یوې طبيعي جنسي اړيکې د بديل په توګه، مصنوعي حمل هم شته، په کومو لارو کې چې د ذکر له داخلولو پرته سپرم د ښځينه بيا توليدي نظام سره ورپېژندل کېږي. همدا راز ډېرې مرستندويه بیا تولید ټيکنالوژيکي لارې چارې هم شته، لکه په لابراتوارونو (د تجربو په ځای کې) بلاربول، چېرې چې د ښځې د هګيو له ځای څخه يوه يا ډېرې هګۍ تر لاسه کېږي او له بدن څخه دباندې له سپرم سره په يو ځای کولو سره انکوبه کېږي (يعنې ورسره ګډېږي). دا هم شونې ده چې د دې په پايله کې منځ ته راغلی جنين بیا د ښځې په رحم کې داخل کړای شي
سرچينې
[سمول]- ↑ Carmen M. Cusack (2015). Laws Relating to Sex, Pregnancy, and Infancy: Issues in Criminal Justice. Springer. p. 10. ISBN 978-1137505194. نه اخيستل شوی August 31, 2021.
Voluntary sexual intercourse with a post-pubescent minor who is younger than the legal age of consent is described as statutory rape. [...] In most states, age of consent is delimited between 16 years old and 18 years old. [...] In almost every jurisdiction, prepubescent children may not engage in any sexual contact. [...] Engaging in sexual contact with a prepubescent child is a serious criminal offense and a felony.
- ↑ "Statutory Rape Known to Law Enforcement" (PDF). U.S. Department of Justice - Office of Juvenile Justice and Delinquency Prevention. نه اخيستل شوی 2021-08-31.
- ↑ Mayor S (2004). "Pregnancy and childbirth are leading causes of death in teenage girls in developing countries". BMJ. 328 (7449): 1152. doi:10.1136/bmj.328.7449.1152-a. PMC 411126. PMID 15142897.
- ↑ Baltz RH, Bingham PM, Drake JW (1976). "Heat mutagenesis in bacteriophage T4: The transition pathway". Proc. Natl. Acad. Sci. USA. 73 (4): 1269–1273. Bibcode:1976PNAS...73.1269B. doi:10.1073/pnas.73.4.1269. PMC 430244. PMID 4797.
{{cite journal}}
: سرچينه ساتل:څونوميز:ليکوالانو نوملړ (link) - ↑ Ghazal, S, Kulp Makarov, J; et al. (2014). "Egg Transport and Fertilization". The Global Library of Women's Medicine. doi:10.3843/GLOWM.10317. ISSN 1756-2228. نه اخيستل شوی May 8, 2016.
{{cite journal}}
: سرچينه ساتل:څونوميز:ليکوالانو نوملړ (link) - ↑ "Conception: How It Works". The Regents of The University of California. 2002. نه اخيستل شوی May 8, 2016.
- ↑ "Fertility Basics". Complete Fertility Centre Southampton. Complete Fertility Ltd. 2015. نه اخيستل شوی May 8, 2016.
- ↑ "Conception & Pregnancy: Ovulation, Fertilization, and More". WebMD, LLC. 2016. نه اخيستل شوی May 8, 2016.
- ↑ Pages.242,374 in: Weschler, Toni (2002). Taking Charge of Your Fertility (Revised ed.). New York: HarperCollins. pp. 359–361. ISBN 0-06-093764-5.
- ↑ "How to get pregnant". Mayo Clinic. 2016-11-02. نه اخيستل شوی 2018-02-16.
- ↑ "Fertility problems: assessment and treatment, Clinical guideline [CG156]". National Institute for Health and Care Excellence. نه اخيستل شوی 2018-02-16. Published date: February 2013. Last updated: September 2017
- ↑ Dr. Philip B. Imler & David Wilbanks. "The Essential Guide to Getting Pregnant" (PDF). American Pregnancy Association. Archived from the original (PDF) on 2018-06-01. نه اخيستل شوی 2018-02-16.