انساني ایکولوژي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انساني ایکولوژي یوه منځ رشته‌يي او ګڼ رشته‌يي څانګه ده چې د انسانانو او طبیعي، ټولنیزو او مصنوعي چاپېریالونو تر منځ اړیکې څېړي. د انساني ایکولوژۍ فلسفه او څېړنه په ایکولوژۍ، جغرافیه، ټولن‌پوهنه، ارواپوهنه، انسان‌پوهنه، زولوژۍ، اپيډمیولوژۍ، عامه روغتیا، کورني اقتصاد او نورو برخو کې له پرمختګونو سره یو پراخ تاریخ لري.

تاریخي پرمختګ[سمول]

د یوې پراخې څانګې په توګه د ایکولوژۍ ریښې په لرغوني یونان او د طبیعي تاریخ د علمي پرمختګونو په اوږده فهرست کې لټولی شو. ایکولوژۍ په نورو فرهنګونو کې هم په پام وړ ډول پرمختګ کړی دی. په دودیزه پوهه کې، لکه څرنګه چې ویل کېږي، شهودي پوهې ته د انسان تمایل، هوښیارې اړیکې، درک او د طبیعي نړۍ او انساني تجربې په اړه د معلومات انتقال شاملېږي. د ایکولوژۍ اصطلاح په ۱۸۶۶ کال کې «ارنسټ هکل» وکاروله او د طبیعت اقتصاد ته د مستقیمې اشارې په توګه تعریف شوه.[۱][۲][۳][۴][۵]

هکل هم د خپلو نورو هم‌عصرو څېړونکو په څېر خپل اصطلاحات له «کارل لینوس» څخه اقتباس یا واخیستل چې په هغو کې د انسان ایکولوژيکي اړیکې څه ناڅه څرګندې وې. لینوس په ۱۷۴۹ کال کې په خپل اثر کې د یوه داسې علم بنسټ کېښود چې د طبیعت اقتصاد او ښار په کې شامل وو. ښار یا پولېس (Polis) یوناني ریښه لري او یوې داسې سیاسي ټولنې ته کارېږي چې پر ښاري دولتونو ولاړه وي، همدا راز له پولیس (police) کلمې سره یې هم ریښته شریکه ده چې په یوه ټولنه کې د ودې ترویج او ښه ټولنیز نظم ته کارول کېږي. لینوس لومړنی کس و چې د انسان او لومړنیو انسان ته ورته حیواناتو تر منځ یې د نږدېوالي په اړه لیکل وکړل. لینوس هغه لومړنۍ ایډیاوې څرګندې کړې چې د انساني ایکولوژۍ په اوسنیو یا مدرنو اړخونو کې موندل کېږي چې د طبیعت تعادل یې د بېلګې په توګه یادولی شو. په ورته وخت کې یې د ایکولوژیکو کړنو اهمیت وړاندې کړ (چې په اوسنۍ اصطلاح کې د ایکوسیستم خدمتونه یا طبیعي پانګه ورته ویل کېږي). د لینوس څېړنو پر چارلېز ډاروین او د هغه مهال پر نورو پوهانو اغېز وکړ چې د لینوس اصطلاحات (یعنې د طبیعت اقتصاد او ښار) یې د انساني، ایکولوژيکي او اقتصادي چارو اړوندو موضوعاتو ته د مستقیمې اشارې لپاره وکارول.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

ایکولوژي یوازې بیولوژيکي بڼه نه‌لري بلکې یو انساني علم هم دی. «هربرټ سپېنسر» د انساني ایکولوژۍ په تاریخ کې د لومړنیو او اغېزناکو ټولن‌پوهانو له ډلې و. سپېنسر د «چارلېز ډاروین» د اثارو تر اغېز لاندې راغی او په متقابل ډول یې خپل اغېز هم پر هغه پرېښود. هربرټ سپېنسر د ټولن‌پوهنې له لومړنیو بنسټګرانو څخه و او د ټولنې ایډیا یا نظریه یې د یوه ارګانېزم په توګه رامنځته کړه، همدا راز د ټولنیزې-ایکولوژيکي تګلارې لپاره یې لومړنۍ مخینه رامنځته کړه چې دا د ټولن‌پوهنې او انساني ایکولوژۍ تر منځ یو نښلون و.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

عمومي کتنه[سمول]

انساني ایکولوژي د انسانانو په اړیکو کې د هغه عملي شوي تحلیل په توګه تعریف شوې ده چې په دودیز ډول په ایکولوژۍ کې د نباتاتو او حیواناتو لپاره کارول کېده. د دغې موخې لپاره انساني ایکولوژېستان (چې ښايي ټولن‌پوهان هم په کې شامل شي) له ګڼو څانګو څخه بېلابېل داسې لرلیدونه یوځای کوي چې څه ناڅه پراخ لیدلوري رانغاړي. د «هیومن ایکولوژي» مجلې اېډېټرانو په ۱۹۷۲ کال کې د دغه ژورنال په اصلي نسخه کې د انساني ایکولوژۍ د موضوعاتو په لمن کې یوه مقدماتي بیانیه وړاندې کړه. د دوی بیانیه د دغې موضوع د منځ رشته‌يي ماهیت په اړه یوه پراخه او ټولیزه کتنه وړاندې کوي:[۱۸][۱۹][۲۰]

  • له چاپېریال او چاپېریالي بدلونونو سره جینیټيکي، فیزیولوژيکي او ټولنیز تطابق؛
  • د ایکوسیستمونو په خوندیتوب یا ویجاړۍ کې د ټولنیزو، فرهنګي او رواني عواملو رول؛
  • پر روغتیا، ټولنیز جوړښت یا چاپېریالي کیفیت د نفوس د تراکم اغېزې؛
  • په ښاري چاپېریالونو کې نوې تطابقي ستونزې؛
  • د ټکنالوژيکو او چاپېریالي بدلونونو متقابلې اړیکې؛
  • د بیولوژيکي او کلتوري تطابق په مطالعه کې د متحدوونکو اصولو پراختیا؛
  • د انسان په بیولوژيکي او فرهنګي تکامل کې د ناسازګاریو پیدایښت؛
  • له فزیکي او فکري کړنو او جمعیتي بدلونونو سره د خوړو د کمیت او کیفیت تړاو؛
  • د کمپیوټرونو، ریموټي دستګاوو او نورو وسایلو او نویو تخنیکونو استفاده.[۲۱]

په اپیډمیولوژۍ او عامه روغتیا کې استفاده[سمول]

په اپيډمیولوژۍ کې د ایکولوژيکو مفاهیمو استفاده د دغې څانګې له نورو استفادو سره ورته ریښې لري چې کارل لینوس بنسټیز رول په کې لرلی دی. له دې سره سره، داسې ښکاري چې دا اصطلاح د شلمې پېړۍ په منځنیو کلونو کې د طب او عامې روغتیا په ادبیاتو کې کارول شوې ده. دغه اصطلاح په ۱۹۷۱ کال کې د «اپيډمیولوژي د طبي ایکولوژۍ په توګه» په نامه اثر په خپرېدو او بیا ځلي په ۱۹۸۷ کال کې د «عامه روغتیا او انساني ایکولوژي» درسي کتاب په خپرېدو سره پیاوړې شوه. د «ایکوسیستم روغتیا» لیدلوری د یوه موضوعي غورځنګ په توګه راڅرګند شوی دی او په دې برخه کې څېړنې او عمل د چاپېریالي مدیریت، عامې روغتیا، ژواک بېلابېلوالي او اقتصادي پراختیا په څېر برخو څخه جوړ دی. انساني ایکولوژي د ټولنیزې-ایکولوژيکي روغتیا په څېر مفاهیمو په کارولو سره د نړیوالې عامې روغتیا د ادبیاتو له اصلي جریان سره یوځای شوې ده. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

له کورني اقتصاد سره تړاو[سمول]

پر هغو اړیکو او تړاوونو سربېره چې انساني ایکولوژي یې له نورو څانګو سره لري، دغه څانګه د «الن سووالو ریچارډز» د څېړنو له امله له کورني اقتصاد سره کلک تاریخي تړاو لري. له دې سره سره، د ۱۹۶۰مې لسیزې په لومړیو کې ځینو پوهنتونونو د کورني اقتصاد د څانګو، ښوونځیو او کالجونو نومونه د انساني ایکولوژۍ پروګرامونو ته بدل کړل. تر یوه حده د نامه دغه بدلون په مدرنېدونکې ټولنه کې د کورني اقتصاد د اصطلاح درک شویو ستونزو ته ځواب و او دا یې څرګندوله چې انساني ایکولوژي پر داسې څانګه د بدلېدو لپاره لومړنی انتخاب دی چې ټاکل شوې وه د کورني اقتصاد ځای ونیسي. د انساني ایکولوژۍ په اوسنیو پروګرامونو کې د ویسکانسین پوهنتون د انساني ایکولوژۍ پوهنځی، د کورنل پوهنتون د انساني ایکولوژۍ کالج او د البرټا پوهنتون د انساني ایکولوژۍ څانګه او دې ته ورته نور شاملېږي.[۲۸][۲۹]

سرچينې[سمول]

  1. Young, G.L. (1974). "Human ecology as an interdisciplinary concept: A critical inquiry". Advances in Ecological Research Volume 8. 8. د کتاب پاڼي 1–105. doi:10.1016/S0065-2504(08)60277-9. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780120139088. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Huntington, H. P. (2000). "Using traditional ecological knowledge in science: Methods and applications" (PDF). Ecological Applications. 10 (5): 1270–1274. doi:10.1890/1051-0761(2000)010[1270:UTEKIS]2.0.CO;2. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۱ جنوري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  3. Turner, N. J.; Ignace, M. B.; Ignace, R. (2000). "Traditional ecological knowledge and wisdom of aboriginal peoples in British Columbia" (PDF). Ecological Applications. 10 (5): 1275–1287. doi:10.1890/1051-0761(2000)010[1275:tekawo]2.0.co;2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Davis, A.; Wagner, J. R. (2003). "Who knows? On the importance of identifying "experts" when researching local ecological knowledge" (PDF). Human Ecology. 31 (3): 463–489. doi:10.1023/A:1025075923297. S2CID 154618965. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۵ مارچ ۲۰۱۲ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Odum, E. P.; Barrett, G. W. (2005). Fundamentals of ecology. Brooks Cole. د کتاب پاڼې 598. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-534-42066-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Pearce, T. (2010). "A great complication of circumstances" (PDF). Journal of the History of Biology. 43 (3): 493–528. doi:10.1007/s10739-009-9205-0. PMID 20665080. S2CID 34864334. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۳۱ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  7. Kricher, J. (2009-04-27). The balance of nature: Ecology's enduring myth. Princeton University Press. د کتاب پاڼې 252. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-13898-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Egerton, F. N. (2007). "Understanding food chains and food webs, 1700–1970". Bulletin of the Ecological Society of America. 88: 50–69. doi:10.1890/0012-9623(2007)88[50:UFCAFW]2.0.CO;2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Reid, G. M. (2009). "Carolus Linnaeus (1707-1778): his life, philosophy and science and its relationship to modern biology and medicine". Taxon. 58 (1): 18–31. doi:10.1002/tax.581005. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Foster, J. (2003). "Between economics and ecology: Some historical and philosophical considerations for modelers of natural capital". Environmental Monitoring and Assessment. 86 (1–2): 63–74. doi:10.1023/A:1024002617932. PMID 12858999. S2CID 30966297. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Haeckel, E. (1866). Generelle Morphologie der Organismen. Berlin: G.Reimer. Generelle Morphologie der Organismen. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Stauffer, R. C. (1957). "Haeckel, Darwin and ecology". The Quarterly Review of Biology. 32 (2): 138–144. doi:10.1086/401754. S2CID 84079279. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Kormandy, E. J.; Wooster, Donald (1978). "Review: Ecology/Economy of Nature—Synonyms?". Ecology. 59 (6): 1292–4. doi:10.2307/1938247. JSTOR 1938247. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Odum, E. P.; Barrett, G. W. (2005). Fundamentals of ecology. Brooks Cole. د کتاب پاڼې 598. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-534-42066-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Young, G.L. (1974). "Human ecology as an interdisciplinary concept: A critical inquiry". Advances in Ecological Research Volume 8. 8. د کتاب پاڼي 1–105. doi:10.1016/S0065-2504(08)60277-9. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780120139088. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Catton, W. R. (1994). "Foundations of human ecology". Sociological Perspectives. 31 (1): 75–95. doi:10.2307/1389410. JSTOR 1389410. S2CID 145219388. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Claeys, G. (2000). "The "survival of the fittest" and the origins of social Darwinism". Journal of the History of Ideas. 61 (2): 223–240. doi:10.1353/jhi.2000.0014. JSTOR 3654026. S2CID 146267804. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Park, R. E. (1936). "Human ecology". American Journal of Sociology. 42 (1): 1–15. doi:10.1086/217327. JSTOR 2768859. S2CID 222450324. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Introductory statement". Human Ecology. 1 (1): 1. 1972. doi:10.1007/BF01791277. JSTOR 4602239. S2CID 102336814. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Borden, R.J (2008). "A brief history of SHE: Reflections on the founding and first twenty five years of the Society for Human Ecology" (PDF). Human Ecology Review. 15 (1): 95–108. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Bates, D. G. (2012). "On forty years: Remarks from the editor". Hum. Ecol. 40 (1): 1–4. doi:10.1007/s10745-012-9461-z. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Corwin EHL. Ecology of health. New York: Commonwealth Fund, 1949. Cited in le Riche WH, Milner J. Epidemiology as Medical Ecology. Churchill Livingstone. Edinburgh and London. 1971.
  23. Audy, JR. (1958). "Medical ecology in relation to geography". British Journal of Clinical Practice. 12 (2): 102–110. PMID 13510527. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. le Riche, W. Harding; Milner, Jean (1971). Epidemiology as medical ecology. Edinburgh: Churchill Livingstone. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780700014811. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Last, John M. (1998). Public health & human ecology (الطبعة 2nd). Stanford, Connecticut: Appleton & Lange. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780838580806. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Charron SF. Ecohealth research in practice: Innovative Applications of an Ecosystem Approach to Health. Springer, IDRC 2012.
  27. White, F; Stallones, L; Last, JM. (2013). Global Public Health: Ecological Foundations. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-975190-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Why the Change to Human Ecology?". Cornell University. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "University of Alberta Department of Human Ecology". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)