انریکو فرمي
انریکو فرمي (په انګریزي: Enrico Fermi؛ زوکړه: د ۱۹۰۱ زکال د سپټمبر ۲۹مه – مړینه: د ۱۹۵۴ زکال د نومبر ۲۸مه) ایټالوي الاصله امریکايي فزیک پوه او د شیکاګو پیل -۱ په جوړولو سره د نړۍ د لومړني اټومي ریکټور جوړونکی و. هغه ته د «اټومي عصر معمار» او همدارنګه د «اټوم بم معمار» ویل کېږي. نوموړی یو له هغه محدود شمېر فزیک پوهانو څخه و چې په نظري فزیک او تجربوي فزیک دواړو کې مخکښ و. فرمي په ۱۹۳۸ زکال کې د نیوتروني بمبار په واسطه د القايي راډیو اکټویټي په برخه کې د خپلو هڅو او همدارنګه د فرا یورانیمي عناصرو د کشف له امله د فزیک په برخه کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه. هغه له خپلو همکارانو سره په ګډه د اټومي انرژۍ څخه د ګټنې په برخه کې یو شمېر اختراعات ثبت کړل چې د دغه ټولو ملکیت د متحده ایالاتو دولت خپل کړ. نوموړي د ستاتیکي میخانیک، کوانټم تیوري او د اټومي او ذروي فزیک په برخه کې پام وړ ونډه لرلې. [۱][۲]
د فرمي لومړنۍ مهمه چاره د ستاتیکي میخانیک په برخه کې وه. له دې وروسته ولفګانګ پائولي په ۱۹۲۵ زکال کې د ناشوني توب اصل (exclusion principle) فرمول بندي کړ؛ له دغې چارې وروسته فرمي د یوې مقالې په لیکلو سره دغه اصل د ایډیال غازاتو په برخه کې وکاروه د دغې چارې په موخه یې له یو ستاتیکي فورمول څخه ګټنه وکړه چې نن ورځ د فرمي – دیراک د ستاتیک (Fermi–Dirac statistics) په توګه پېژندل کېږي. نن ورځ هغه ذراتو ته چې د ناشوني توب د اصل تابع دي «فرمیون» ویل کېږي. له دې وروسته پاولي د یوې ناڅرګندې بې چارجه ذرې شتون فرض کړ چې د بیتا پاشېدو پر مهال له یو الکترون سره خپرېږي څو د انرژۍ د بقا قانون رامنځته کړي. فرمي له دغې ایډیا څخه په کار اخیستو داسې یو موډل ته پراختیا ورکړه چې په هغو کې یې دغه فرضي ذره چې ده ورته «نوترینو» ویل، ترکیب کړه. د هغه دغه نظریه چې وروسته د فرمي د متقابل غبرګون (Fermi's interaction) په نوم وپېژندل شوه نن ورځ د کمزوري متقابل غبرګون (weak interaction) په توګه یادېږي چې په طبیعيت کې د څلورو اساسي تعاملاتو څخه یو یې توصیف کوي. فرمي د هغو ازموینو پر بنسټ چې په وروستیو کې د کشف شوي نیوترون سره د راډیواکټویټي د رامنځته کېدو لامل ګرځېدې، وموندله چې د نیوترونونو تودوخه (slow neutrons) په آسانۍ سره د اټومي هستې له خوا جذبېږي څو چټکه هسته رامنځته کړي؛ هغه د دغې چارې د توضیح لپاره د فرمي د عصر معادله (Fermi age equation) رامنځته کړه. په نیوتروني تودوخه کې د توریم او یورانیم له بمبار وروسته هغه دې پایلې ته ورسېد چې نوي عناصر یې رامنځته کړي. په داسې حال کې چې هغه د دغه کشف له امله د نوبل جایزه ترلاسه کړه، خو دا بیا وروسته مالومه شوه چې نوي عناصر د هستوي درځ د بهیر محصولات دي.
فرمي په ۱۹۳۸ زکال کې ایټالیا پرېښوده څو له هغو تازه ایټالوي نژادي قوانینو څخه وتښتي چې د هغه یهودي مېرمن لورا کاپون یې تر خپل اغېز لاندې راوړه. هغه متحده ایالاتو ته کډه وکړه او د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال یې د منهتن په پروژه کې کار وکړ. فرمي په شیکاګو پوهنتون کې د هغې ډلې مشري وکړه چې د شیکاګو پیل-۱ په نامه اټومي ریکټور یې طراحي او جوړ کړ. د دوی هڅو د ۱۹۴۲ زکال د ډسمبر په ۲مه خپله وروستۍ پایله ورکړه او په دې سره دا د انسان په لاس جوړ لومړنۍ پایښت لرونکی هستوي زنځیروي غبرګون شو. په ۱۹۴۳ زکال کې هغه مهال چې د ایکس-۱۰ ګرافیتي ریکټور د تنسي په اوک رېج کې کړکېچن حالت وموند او همدارنګه کله چې راتلونکی کال د هانفورډ سایټ بي ریکټور هم همدغه ډول له ستونزې سره مخ شو د ده له خوا جوړ شوی ریکټور تیار چمتو و. نوموړي په لوس آلاموس کې د اف (F) ماموریت مشري وکړه چې د اډوارډ ټلر د «سوپر» حرارتي اټومي بم په جوړولو یې کار کاوه. نوموړي د ۱۹۴۵ زکال د جولای په ۱۶مه په ټرینیټي ازموینه کې ونډه لرله او هلته یې له خپلې فرمي کړنلارې (Fermi method) څخه د بم د اغېز د تخمین په موخه ګټنه وکړه.
له جګړې وروسته، فرمي د جي رابرټ اوپنهایمر تر نظر لاندې په هغه عمومي مشورتي کمېټه کې کارو کړ چې د اټومي انرژۍ کمیسیون ته یې د اټومي مسایلو اړوند سلا مشورې ورکولې. د ۱۴۴۹ زکال په اګست میاشت کې د شوروي اتحاد د آر ډي اس – ۱ لومړني اټومي بم له چاودنې وروسته هغه د اخلاقي لاملونو له امله په کلکه سره د هیدروجني بمونو له جوړولو سره مخالفت وکړ. نوموړی یو له هغو پوهانو څخه و چې په ۱۹۵۴ زکال کې یې د یوې استماعي غونډې په ترڅ کې د اوپنهایمر پر ضد شهادت ورکړ او له امله یې د هغه د مصونیت حق لغو شو. فرمي د ذروي فزیک په په ځانګړې توګه د پیونونو (pion) او مونونو (muon) په برخه کې مهمې چارې ترسره کړې دي. هغه دا وړاندوینه کړې چې کیهاني وړانګې هغه مهال رامنځته کېږي چې توکي یا مواد د ستورو ترمنځ فضا کې د مقناطیسي میدان په واسطه چټکتیا ومومي. د دغو هڅو له امله ګڼ شمېر جوایز، مفاهیم او روزنیز مراکز د فرمي په نوم نومول شوي چې په دغو کې د انریکو فرمي جایزه، د انریکو فرمي انستیتیوت، چټکیتا ورکوونکی د فرمي ملي لابراتوار یا د فرمي لابراتوار (Fermi National Accelerator Laboratory)، د فرمي د فضایي ګاما وړانګو تلسکوپ او همدارنګه د فرمي مصنوعي عناصر شاملېږي چې له امله یې نوموړی یو له هغو ۱۶ ساینس پوهانو څخه دی چې په نامه یې عناصر شتون لري. فرمي نږدې اته تنه هغه ځوان څېړونکي و روزل یا یې هم د هغو پر چارو مستقیم اغېز درلود چې وروسته یې د نوبل جایزې وګټلې. [۳][۴]
لومړنی ژوند
[سمول]انریکو فرمي د ۱۹۰۱ زکال د سپټمبر په ۲۹مه د ایټالیا په روم ښار کې وزېږېد. نوموړی د اوسپنې د پټلۍ په وزارت کې د یوې څانګې د مدیر البرټو فرمي او د ابتدایه ښوونځي د ښوونکې ایدا دي ګېټس دریم ماشوم و. خور یې ماریا له هغه دوه کاله مشره او ورور یې جولیو له هغه یو کال مشر و. وروسته له هغه چې دغه دوه هلکان د پالنې په موخه یوې کلیوالي ټولنې ته ولېږل شول، انریکو بېرته د دوه نیم کلنۍ په عمر له خپلې کورنۍ سره په روم کې یوځای شو. په داسې حال کې چې هغه ته د خپل نیکه او انۍ په خوښه د یوه رومن کاتولیک په توګه د تعمید غسل ورکړل شو، خو کورنۍ یې چندان مذهبي نه وه. انریکو د لویوالي پر مهال له مذهبي پلوه اګنوستیک و. د ځوانۍ پر مهال هغه د خپل ورور جولیو په څېر له برېښنايي موتورونو سره لیوالتیا لرله او تل به یې د لوبو له بریښنايي او میخانیکي وسایلو سره لوبې کولې. جولیو په ۱۹۱۵ زکال کې د تانسلونو د عملیات پر مهال ومړ او ماریا هم په ۱۹۵۹ زکال کې د الوتکې د سقوط له امله مړه شوه. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
فرمي د کامبو د فیوري په نامه سیمې په یوه سیمه ییز بازار کې د Elementorum physicae mathematicae تر عنوان لاندې یو ۹۰۰ پاڼه لرونکې د فزیک کتاب وموند. دغه کتاب په لاتیني ژبه د یسوعي مذهبي فرقې د پلار اندرا کراپا له خوا چې د رومانو کالج ښوونکی و لیکل شوی و؛ په دغه کتاب کې د ریاضیاتو، کلاسیک میخانیک، ستور پوهنې، د نور د فزیک او غږ پوهنې اړوند داسې مطالبو شتون درلود چې په ۱۸۴۰ زکال کې د دغه کتاب د خپرېدو پر مهال درک وړ و. فرمي له خپل علمي همکار انریکو پرسیکو سره په ګډه د همدغه اثر له لارښوونو څخه د جیروسکوپ په جوړولو او د ځمکې د جاذبې د کشش په اندازه کولو کې ګټنه وکړه. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
د ۱۹۱۴ زکال په ترڅ کې فرمي به ډېری مهال له خپل پلار سره د هغه د دفتر له چارو وروسته د هغه د دفتر له ودانۍ بهر ورسره یوځای کېده او د اډولفو امیدي په نامه به یې د خپل پلار له یوه همکار سره هم لیدل ځکه هغه به یې له پلار سره تر کوره یوځای تله. د انریکو دې ته پام شوی و چې اډولفو له ریاضیاتو او فزیک سره علاقه لرله له همدې امله یې له دغه فرصت څخه په ګټنې له هغه څخه د هندسې پوښتنې کولې. اډولفو وپوهېد چې ځوان فرمي د انځوریزې هندسې اړوند پوښتنې ترې کوي له همدې امله یې په همدغه برخه کې یو کتاب هغه ته ورکړ چې تئودور رې لیکلی و. دوه میاشتې وروسته انریکو د خپلو ټولو پوښتنو د حل له موندلو وروسته بېرته دغه کتاب اډولفو ته وسپاره. له دې وروسته اډولفو احساس وکړ چې فرمي «لږ تر لږه د هندسې په برخه کې زیرک کس دی»؛ همدا و چې هغه ته به یې اړوندې لارښوونې کولې او د فزیک او ریاضیاتو په برخه کې یې لا زیات کتابونه ورکړل. اډولفو د خپلو کتابونو له بېرته ترلاسه کولو څخه دا درک کړې وه چې فرمي قوي حافظه لري او کولای شي د هغو محتوا پر خپل ذهن کې وساتي.[۱۶]
سرچينې
[سمول]- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ H. Zuckerman, Scientific Elite: Nobel Laureates in the United States, Routledge 1977
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Segrè 1970، مم. 3–4, 8.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Fermi 1954، مم. 15–16.
- ↑ Segrè 1970، مم. 5–6.
- ↑ Cooper 1999، م. 19.
- ↑ Amaldi 2001، م. 23.
- ↑ Segrè 1970، م. 7.
- ↑ Amaldi 2001، م. 24.
- ↑ Bonolis 2001، م. 315.
- ↑ Segrè 1970، مم. 11–12.
- ↑ Segrè 1970، مم. 8–10.