انرژي په بریتانیا کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ۲۰۲۱ زکال پر مهال په بریتانیا کې د انرژي ډیره برخه د فوسیلي سون توکو څخه برابرېده. په ۲۰۱۹ زکال کې د دغه هېواد د انرژۍ ټولیز لګښت ۱۴۲ میلیونه ټنه نفت و چې ۱۶۵۱ تېراواټه انرژي یې تولید کوله. په ۲۰۱۴ زکال کې په بریتانیا کې د سړي سر انرژۍ لګښت  ۲.۷۸ ټنه نفت و چې له ۳۲.۳ میګاواټه انرژۍ سره برابرېږي؛ په داسې حال کې چې د نورې نړۍ په اوسط بڼه سړي سر لګښت ۱.۹۲ ټنه نفت کېږي چې له ۲۲.۳ میګاواټه انرژۍ سره برابرېږي. د ۲۰۱۴ زکال په اوږدو کې په دغه هېواد کې په اوسط کچه ۳۴.۴۲ ګېګاواټه (په ټول کال کې ۳۰۱.۷ تیرا واټه) انرژي ته اړتیا وه چې د دغه هېواد د انرژۍ له ټولیز ۳۳۵ تیراواټه تولید څخه برابرېده.[۱][۲][۳][۴]

د بریتانیا راتلونکو حکومتونو د کاربن ډاي اکساید د خپرېدو د کمښت په موخه ګڼ شمېر ژمنې کړې دي. د دغو ژمنو په پوره کولو کې یو ګام د فوسیلي سون توکو څخه د لږ ګټنې اړوند و چې د ۲۰۰۹ زکال په جولای میاشت کې د براون د لومړي وزارت پر مهال واخیستل شو، او موخه یې دا وه چې تر ۲۰۲۰ زکال پورې ۳۰ سلنه برېښنا باید له تجدید منونکو منابعو او ۴۰ سلنه نوره د لږ کاربن لرونکو نفتي تولیداتو څخه تولید شي. د یادولو وړ دا ده چې بریتانیا په ټوله اروپا کې د بادي برېښنا د تولید لپاره تر ټولو غوره ځای دی او د بادي برېښنا تولید یې د چټکې ودې یو له مهمو لاملونو بلل کېږي. په ۲۰۱۹ زکال کې د بریتانیا د برېښنا د لګښت ۲۱ سلنه برخه د بادي برېښنا پر مټ تامین کېدله. همدغه کال د بریتانیا د برېښنا تولیدي سکتور د دغه هېواد د اړتیا وړ برېښنا ۴۳ سلنه برخه د نفتو (تر ډېره د طبیعي ګازو څخه په کار اخیستو) او ۴۸.۵ سلنه د ګلخانه یي ګازونو د نه تولید کوونکو منابعو (د ۱۶.۸ سلنه هستوي برېښنا او د ۲۶.۵ سلنه بادي، لمریزې او د اوبو د برېښنا په ګډون) څخه په ګټنې چمتو کوله او همدارنګه یې ۸ سلنه نوره واردوله. [۵][۶][۷][۸][۹]

دولت د ګلخانه يي ګازونو د راکمولو ژمنې په ټوله اروپا کې د مالي کړکېچونو د رامنځته کېدو پر مهال وکړې. د اروپا د مالي کړکېچ پر مهال د اروپا د برېښنا لګښت ۵ سلنه راکم شو او د تولید په کچه کې یې هم پام وړ کمښت راغی. د بریتانیا سوداګریز کسر هم په وارداتي برېښنا کې د کمښت له امله ۸ سلنه را کم شو. له ۲۰۰۷ زکال څخه تر ۲۰۱۵ زکال پورې برېښنا ته د بریتانیا وروستۍ کچه اړتیا له ۶۱.۵ ګېګاواټه څخه ۵۲.۷ ګېګاواټه ته را لږ شوه چې بیا په ۲۰۲۲ زکال کې دغه کچه ۴۷.۱ ګېګاواټه ته ورسېده. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د انرژۍ په برخه کې د بریتانیا د دولتي پالیسۍ موخه دا ده چې د ګلخانه یي ګازونو د تولید کچه په پام وړ توګه را کمه او همدارنګه د انرژۍ په برخه کې اړتیاوې پوره کړي. منابعو ته د لاسرسي په برخه کې بدلونونه او همدارنګه د ټکنالوژۍ ودې د برېښنا د بیو او د هغو د لګښت پرمټ د برېښنا په ګټنه کې بدلونونه رامنځته کړي. په ۲۰۱۸ زکال کې بریتانیا د چاپیریالي کارکړنې د شاخص له مخې چې د چاپیریالي سیاستونو له مخې د یوه هېواد د کارکړنو موثریت اندازه کوي؛ په ټوله نړۍ کې شپږم ځایګی خپل کړ.[۱۵]

د انرژۍ منابع[سمول]

نفت[سمول]

وروسته له هغه چې په ۱۹۹۹ زکال کې د بریتانیا د نفتو تولید خپلې وروستۍ کچې یعنې په ورځ ۳ میلیونه بوشکو ته ورسېد، د ډیوېډ کېنګ په څېر د بریتانیا لوړو پوړو چارواکو او د انرژۍ د خوندیتوب د ادارې د غړو له خوا اندېښنې وړاندې شوې. په ۲۰۱۰ زکال بل راپور څرګنده کړه چې «په راتلونکو پنځو کلونو کې به موږ له یو بل کړکېچ سره مخ شو – د نفتو کړکېچ. په دغه مهال کې موږ د دې چانس لرو چې چمتوالی ونیسو. زموږ پر وړاندې ننګونه دا ده چې باید له دغه مهال څخه سمه ګټنه وکړو» (ریچارډ برانسون او ایان مارچنټ). له دې سره هم په نړیواله کچه د نفتو تولید خپلې اوج کچې ته وه نه رسېد او پر ځای یې د نفتو د وارداتو او همدارنګه د هغه مهال اړوند بحثونه پیل شول چې په هغو کې به د نفتو د تولید لپاره تقاضا خپل اوج ته ورسېږي. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د ۲۰۲۲ زکال په اکتوبر میاشت کې تائید شوه چې د بریتانیا لومړۍ وزیره، لیز تراس به د نفتو او ګازو په سلګونو نوي جوازونه صادر کړي. په همدغه میاشت کې تراس وویل چې د نفتو او ګازو د شرکتونو په ګټې به مالیات وه نه لګوي څو وکولای شي د انرژۍ د بیلونو قطعي لګښت ورکړي. [۲۱][۲۲]

طبیعي ګاز[سمول]

بریتانیا په ۲۰۱۰ زکال کې د خپل مصرفي طبیعي ګاز ۶۰ سلنه برخه تولید کوله. په پنځو کلونو کې بریتانیا د طبیعي ګازو د تولید په برخه کې تر ډېره پر ځان بسیا هېواد څخه په هغه هېواد بدل شو چې په ۲۰۱۰ زکال کې یې د ګازو د وارداتو کچه ۴۰ سلنه ته ورسېده. په ۲۰۱۰ زکال کې ګازو د دغه هېواد د اړتیا وړ انرژۍ ۴۰ سلنه او برېښنا هم ۴۵ سلنه برخه جوړوله. د ځمکې لاندې منابعو یې د کلنۍ اړتیا ۵ سلنه برخه او د خالصو وارداتو څه باندې ۱۰ سلنه برخه جوړوله. ورته مهال د ځای نیونکو سون توکو ژمنې هم شتون درلود. [۲۳]

د دغه هېواد په ګازي میدانونو کې د امیتسیت ګازي میدان، ارمادا ګازي میدان، ایزینګټون د اوبو حوضه، ایسټ کنپټون، اورېسټ ګازي میدان او رام ګازي میدان شاملېږي.

د ۲۰۱۲ زکال په مارچ میاشت کې د ایلین – پرانکلېن د ګازو په میدانونو کې یو درز رامنځته شو چې هره ورځ ترې شاوخوا ۲۰۰ زره متر مکعبه ګاز بهر راووت چې په دې سره بریتانیا په ټولیزه کچه شاوخوا ۸۳ میلیونه پوڼډه بالقوه عاید له لاسه ورکړ. [۲۴]

د ډبرو سکاره[سمول]

د یوویشتمې پېړۍ په لومړیو کې په انګلستان او ولز کې د ډبرو د سکرو پر مټ تولید کېدونکې برېښنا په پام وړ کچه راکمه شوه. د هینټون هیوز په نامه د دغه هېواد د انرژۍ د تولید سټېشن وتړل شو او تر ۲۰۲۴ زکال پورې د ډبرو د سکرو پر مټ د برېښنا د تولید کوونکو سټېشنونو د تړل کېدو او یا هم د بایو ګازو د تولید په مراکزو باندې د هغو د بدلون پلان ونیول شو.

په ۲۰۱۸ زکال کې د ډبرو له سکرو څخه د برېښنا تولید له صنعتي انقلاب راوروسته د بل هر مهال په پرتله تر ټولو لږ کچې ته ورسېد چې په ۲۰۱۷ زکال کې د لومړي ځل لپاره د یوې ورځې لپاره د ډبرو د سکرو له انرژۍ څخه کار وانخیستل شو او بیا په ۲۰۱۹ زکال کې د یوې اونۍ لپاره دغه چاره ترسره شوه. په ۲۰۱۸ زکال کې د ډبرو د سکرو پر مټ د بریتانیا اړتیا وړ ۵.۴ سلنه برخه برېښنا تولید کېدله چې دغه کچه په ۲۰۱۷ زکال کې ۷ سلنه، په ۲۰۱۶ زکال کې ۹ سلنه، په ۲۰۱۵ زکال کې ۲۳ سلنه او په ۲۰۱۴ زکال کې ۳۰ سلنه وه. [۲۵][۲۶]

د بریتانیا دولت د ۲۰۱۵ زکال په نومبر میاشت کې اعلان وکړ چې د ډبرو د سکرو څخه برېښنا تولیدونکي پاتې ټول ۱۴ مرکزونه به تر ۲۰۲۵ زکال پورې وتړي. د ۲۰۲۰ زکال په فبروري میاشت کې دولت اعلان وکړ چې ۲۰۲۴ زکال ته به د دغې نېټې د رامخکې کولو اړوند مشوره وکړي. د ۲۰۲۰ زکال تر پایه پورې د بریتانیا د انرژۍ په شبکه کې د ډبرو په سکرو باندې چلېدونکو یوازې ۳ د برېښنا سټېشنونو شتون درلود.[۲۷][۲۸][۲۹]

اټومي انرژي[سمول]

د بریتانیا د ټولو فعالو اټومي ریکټورونو څخه په څلورو جلا اټومي بټیو کې په ګازو باندې یخ کېدونکي ۱۰ پرمختللي ریکټورونه او همدارنګه په سایزویل بي اټومي بټۍ کې په اوبو باندې یخ کېدونکی یو ریکټور شتون لري. په دې سره د بریتانیا د اټومي انرژۍ د تولید وړتیا ۶.۸ ګیګاواټو ته رسېږي. [۳۰][۳۱]

د اټومي بټیو کارکړنې ته د چټکتیا ورکولو په موخه د هغو په پلان شوو سیسټمونو کې له تغیراتو سربېره د دې اړوند شکونه شتون لري چې آیا دوی به وکولای شي د هستوي انرژۍ د تولید د زیاتوالي په موخه خپلې چارې په ټاکلي مهال کې ترسره کړي او یا هم په موجوده بڼه د نفتو او ګازو پر مټ د تولید کېدونکې برېښنا له لګښت ګټمنه تمامېدلای شي او که نه. دې ته په پام چې په ۱۹۹۵ زکال کې د سایزویل بي اټومي بټۍ له جوړېدو وروسته بله کومه نوې بټۍ نه ده جوړه شوي له همدې امله په دغه بومي اټومي صنعت کې ظرفیتي ستونزې هم شتون لري. ورته مهال په بریتانیا کې د اټومي انرژۍ موجود تولید کوونکی شرکت، برېتېش انرژي په ۲۰۰۴ زکال کې له مالي ستونزو سره مخ شو.

د ۲۰۱۰ زکال په اکتوبر میاشت کې د بریتانیا ائتلافي دولت د برېښنا تولید کوونکو حد اکثر ۱۰ اټومي بټیو د جوړولو جواز صادر کړ. ورته مهال د سکاټلنډ دولت د سکاټلنډ د پارلمان په ملاتړ اعلان وکړ چې په سکاټلنډ کې به هېڅ نوې اټومي بټۍ جوړه نه شي. [۳۲][۳۳][۳۴]

تجدید منونکې انرژي[سمول]

په ۲۰۰۷ زکال کې د بریتانیا دولت د اروپايي اتحادیې له هغې ټولیزې موخې سره هوکړه چې باید تر ۲۰۲۰ زکال پورې د اروپايي اتحادیې د اړتیا وړ انرژۍ ۲۰ سلنه برخه د تجدید منونکو منابعو څخه تولید شي. د اروپايي اتحادیې هر هېواد ته له دغه تولید څخه ټاکلې کچه وسپارل شوه چې بریتانیا ته هم ۱۵٪ برخه په کې ورسېده. دغې پرېکړې د ۲۰۰۹ زکال په جنوري میاشت کې د تجدید منونکې انرژۍ د لایحې په تصویب رسمیت وموند. [۳۵]

د ۲۰۱۹ زکال په دریمه ربع کې له تجدید منونکو منابعو څخه تولید کېدونکې انرژۍ د بریتانیا د برېښنا د ټولیز تولید ۳۸.۹ سنه برخه جوړوله چې ۲۸.۸ تیراواټه برېښنا یې تولید کوله.[۳۶][۳۷]

سرچينې[سمول]

  1. "Energy consumption in the UK 1970 to 2019;" (PDF). Department for Business, Energy, & Industrial Strategy. 22 October 2020. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Energy use (kg of oil equivalent per capita) | Data | Table". Data.worldbank.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Gridwatch". Gridwatch. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "UK Energy Statistics, 2014 & Q4 2014" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. UK Renewable Energy Roadmap Crown copyright, July 2011
  6. "BBC – Weather Centre – Climate Change – Wind Power". bbc.co.uk. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. RenewableUK News website article Archived 9 May 2015 at the Wayback Machine.
  8. "2019 saw the rise of wind power and the collapse of coal". Independent.co.uk. 29 March 2018. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Britain hits historic clean energy milestone". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "World Energy Statistics | Energy Supply & Demand". Enerdata. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Energy Research Estore. "United Kingdom Energy Report, Enerdata 2012". Enerdata.net. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 4 January 2014 باندې). Peak Light Bulb.
  13. "UK Electricity production and demand 2015" (PDF). د کتاب پاڼې 124. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "gridwatch templar". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Data Explorer :: Table of Main Results | Environmental Performance Index". Epi.yale.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "United Kingdom Oil Reserves, Production and Consumption Statistics – Worldometer". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 9 June 2010 باندې). Top scientist says politicians have 'heads in the sand' over oil. The Guardian.
  18. "Latest from the Taskforce | The Peak Oil Group". Peakoiltaskforce.net. 23 May 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ نومبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. The Oil Crunch: A wake-up call for the UK economy, Second report of the UK Industry Taskforce on Peak Oil & Energy Security (ITPOES) February 2010
  20. "What Ever Happened to Peak Oil?". Forbes. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په 7 October 2022 باندې). Energy crisis - live: Liz Truss issues hundreds of new oil and gas licences despite climate change. The Independent.
  22. (په 7 October 2022 باندې). Liz Truss Says She Won't Tax Energy Firms' £170bn Profits To Ease Cost Of Living Crisis. HuffPost.
  23. Gas emergency policy: Where do IEA countries stand? IEA 25 May 2011, figures
  24. Elgin North Sea gas platform resumes production almost year after leak The Guardian 11 March 2013
  25. "UK has first coal-free week for a century". BBC News Online. 9 May 2019. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. (په 10 February 2016 باندې). Countdown to 2025: Tracking the UK coal phase out. Carbon Brief.
  27. (په 18 November 2015 باندې). UK coal plants must close by 2025, Amber Rudd announces. The Independent.کينډۍ:Cbignore
  28. (په 4 February 2020 باندې). End of coal power to be brought forward in drive towards net zero. Gov UK.
  29. "Plans to bring coal phase-out date forward to 2024 unveiled". 5 February 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Nuclear Power in the United Kingdom (Updated February 2022)". World Nuclear Association. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Dounreay Site Restoration Ltd – Prototype Fast Reactor". Dounreay.com. 18 August 2008. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Eight new nuclear power stations despite safety and clean-up concerns Telegraph, published 2010-10-18, accessed 29 March 2011
  33. "Answers to your questions on energy in Scotland". The Scottish Government. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Official Report 17 January 2008". The Scottish Parliament. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ جون ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. McKenna, John (8 April 2009). "New Civil Engineer – Wind power: Chancellor urged to use budget to aid ailing developers". Nce.co.uk. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "UK Renewables Q3 2019" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. (په 28 December 2017 باندې). UK enjoyed 'greenest year for electricity ever' in 2017. BBC News.