Jump to content

اندری تارکوفسکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اندری ارسنيويچ تارکوفسکي (4 اپريل 1932 – 29 ديسمبر 1986) د شوروي اتحاد اوسېدونکی، د فلم لارښود او د فلمونو/ډرامو ليکونکی و. نوموړی د سينما په تاريخ کې د تر ټولو ستر او ډېر اغېزناک لارښونکي په توګه بلل کېدو، د تارکوفسکي فلمونو روحاني او ماوراء الطبيعياتي موضوعات راوسپړل، او دا فلمونه د خپل کرار رفتار او اوږد وخت، د خوب په څېر بصري انځور، او په طبيعيت او يادښت کې د خپلې بوختيا له امله شهرت لري.[۱][۲][۳][۴][۵]

تارکوفسکي د ماسکو په VGIK کې د فلم جوړونکي «ميخايل روم» تر څارنې لاندې د فلم زده کړه وکړه، او له هغې وروسته يې په شوروي اتحاد کې په ځانګړو موضوعاتو خپل لومړي پنځه فلمونو رهنمايي کړل چې هغه دا دي: د «Ivan's Childhood» (1962)، «Andrei Rublev» (1966)، «Solaris» (1972)، «Mirror» (1975)، او «Stalker» (1979). په دې پړاو کې د هغه يو شمېر فلمونه تر اوسه په تر ټولو غوره فلمونو کې شمېرل کېږي. د فلم د دولتي چارواکو سره د کلونو اوږد تخليقي ټکر وروسته، تارکوفسکي په 1979ز کال کې له هېواده ووت او خپل دوه وروستي فلونه يې له هېواده دباندې جوړ کړل چې هغه دا دي: Nostalghia (1983)، او The Sacrifice (1986)، دا دواړه فلمونه په ترتيب سره په ايټالیه او سويډن کې جوړ شول. په 1986ز کال کې، نوموړي د «Sculpting in Time» په نوم د سينما او هنر په اړه يو کتاب هم خپور کړ. نوموړی د همدې کال په وروستيو کې د سرطان ناروغۍ له کبله مړ شو، ښايي چې نوموړي ته دا ناروغي د Stalker فلم د عکاسۍ پر مهال د استعمال شويو زهرجنو سيمو له امله رسېدلي وي.[۶]

تارکوفسکي د ژوند په اوږدو کې د کانز فلمي ميلې څخه ګڼې جايزې تر لاسه کړې وې، چې د FIPRESCI جايزه، Ecumenical Jury جايزه، او Grand Prix Spécial du Jury جايزه پکې شاملې دي. هغه ته په وینس فلمي ميله کې د خپل لومړي فلم Ivan's Childhood لپاره د زرين زمري جايزه ورکړل شوه. په 1990ز کال کې، نوموړی له مړينې وروسته د شوروي اتحاد په باوقاره جايزه، «لینن جايزه» ونازول شو. د هغه درې فلمونو - Andrei Rublev, Mirror او Stalker – د 2012ز کال د Sight & Sound په سروی کې د تاريخ په تر ټولو 100 غوره فلمونو کې شامل دي.[۷]

ژوند او مسلک

[سمول]

ماشومتوب او د ژوند لومړي کلونه

[سمول]

اندری تارکوفسکي د «ايوانوف» د صنعتي سيمې د «يوريويستکي» ولسوالۍ (اوس د روسيې کوسټروما سيمې کاډيسکي ولسوالۍ ده) د «زاورازای» په کلي کې زېږېدلی و، پلار يې «ارسني اليګزينډروچ تارکوفسکي» يو شاعر او ژباړن و، هغه اصلاً د «يليساوتراډ» (اوس د اوکراين د کروپيوينيټسکي سیمه ده) اصلي اوسېدونکی و، د مور نوم يې «ماريا ايوانوف وشنياکوا» و، د «ميکسم ګورکي» د ادبياتو له انستيتيوت څخه فارغه شوې وه، وروسته يې د کره کتونکې [سمونکې او مصححې] په توګه کار وکړ؛ نوموړې په ماسکو کې د «ډوباسوف» کورنۍ په ملکيت کې زېږېدلې وه.

د اندری پلرنی نېکه «اليګزينډر کارلووچ تارکوفسکي»، يو پولنډی مخور و چې د بانک د مامور په توګه يې کار کړی و. مېرمنه يې «ماريا ډينيلونا راچکوسکايا» د رومانيايي ژبې ښوونکې وه، چې Iași ته راغلې وه. د اندری مورنۍ نيا «ويرانکولايونا وشنيکاوا» د روسيې د اشرافيه ټولنې د يوې پخوانۍ «ډوباسوف» کورنۍ غړی و، چې تاريخ يې تر اولسمې پېړۍ رسېږي؛ اميرالبحر «فيوډور ډوباسوف» د هغه له خپلوانو و، په حقيقت کې هغه د شوروي واکمنۍ پر مهال پټېدو ته اړ شوې وه. نوموړې د «کالوګا» د ولايت د اوسېدونکي «ايوان ايوانووچ وشنياکوف» سره واده کړی و، چا چې د ماسکو د دولتي پوهنتون څخه په قانون کې زده کړې کړې وې، او په «کوزيلسک» کې يې د قاضي په توګه دنده کړې وه.[۸][۹][۱۰]

د کورنۍ د کيسې تر مخې، د پلار له پلوه د تارکوفسکي نيکونه د داغستان د «تارکي» د «شمخليټ» سره اړيکه لرونکي شهزاده ګان وو، په داسې حال کې چې د هغه خور «مرينا تارکوفيسکايا»، چا چې د دې شجره نسب په اړه تفصيلي څېړنه کړې، دا کيسه يوه افسانه بولي، ان تر يو بريده يې يو ډول ټوکې بولې، او ټينګار کوي، چې د دې روايت د تايید هېڅ اسناد نه شته.[۱۱]

تارکوفسکي خپل ماشومتوب په «يوريويټس» کې تېر کړ. د هغه د کوچنيوالي ملګرو نوموړی د فعال او مشهور په توګه ياد کړی دی، چې ډېر ملګري يې درلودل او عموماً به د هر کار په منځ کې و. پلار يې په 1937ز کال کې له کورنۍ ولاړ، او له هغې وروسته يې په 1941ز کال کې د پوځ لپاره رضاکارانه خدمات تر سره کړل. نوموړی په 1943ز کال کې کور ته راستون شو، په داسې حال کې چې په يوه پښه له ويشتل کېدو (چې د وينې د نه جريان له امله د پښې پرې کولو اته اړ شو) وروسته هغه ته د سور ستوري جايزه ورکړل شوې وه. تارکوفسکي له خپلې مور سره اوسېدو، له مور او خور «مارينا» سره ماسکو ته ولاړ، او مور يې په ماسکو کې له يوې چاپخونې سره د کره کتونکې په توګه کار وکړ.[۱۲][۱۳][۱۴]

په 1939ز کال کې، تارکوفسکي د ماسکو په نمبر. 554 ښوونځي کې داخل شو. د جګړې پر مهال، دا درې کسيزه کورنۍ «يوريوټ» ته ولاړه او هلته يې له خپلې مورنۍ نيا سره واړول. په 1943ز کال کې، دا کورنۍ بېرته ماسکو ته ستنه شوه. تارکوفسکي په خپل پخواني ښوونځي کې زده کړو ته دوام ورکړ، چېرته چې شاعر «اندری وازنيسنسکي» د هغه له ټولګيوالو څخه و. هغه د موسيقۍ په يو ښوونځي کې پيانو غږول زده کړل او د هنرونو په يو ښوونځي کې يې کلاسيکي علوم ولوستل. دا کورنۍ د ماسکو د «زاموسکوورچای» ولسوالۍ د «شيپوک» کوڅه اوسېده. د 1947ز کال د نومبر له مياشتې د 1948ز کال تر پسرلي پورې، هغه په نري رنځ اخته او په روغتون کې و. د هغه د کوچنيوالي ډېر موضوعات – له خپله ځايه تګ، مور او دوه بچيان يې، تلونکی پلار، په روغتون کې وخت – د «Mirror» په نوم د هغه په فلم کې په څرګند ډول ښودل شوي دي.

د ښوونځي په کلونو کې، تارکوفسکي ستونزې زېږونکی او کمزوری شاګرد و. بيا هم هغه وکولای شول فارغ شي، او له 1951 څخه تر 1952ز کال پورې يې په ماسکو کې په شرقي انستيتيوت کې عربي ژبه وويله، کوم انستيتيتوت چې د شوروي اتحاد د علومو د اکاډمۍ يوه څانګه وه. که څه هم نوموړي له مخکې په عربي يو څخه خبرې کولای شوې او په لومړيو سمسترونو کې بريالی محصل و، هغه خپلې زده کړې بشپړې نه کړې او د علومو اکاډمۍ د غير وسپنيزو فلزاتو او سرو زرو په انستيتيوت کې يې د پلټونکي په توګه د کار کولو لپاره تحصيل پرېښود. نوموړي د «کرازنويارسک» په ايالت کې د «ترخانسک» سره نږدې تر «کوريکا» سمندر پورې تر يو کاله په څيړنيز ماموريت کې برخه واخيسته. په «ټايګا» تراکوفسکي د فلم لوستلو پرېکړه وکړه.[۱۵][۱۶]

د فلم د ښوونځي محصل

[سمول]

په 1954ز کال کې د څېړنيز ماموريت څخه په راستنېدو سره، تارکوفسکي د سينمايي زده کړو په دولتي انستيتيوت (VGIK) کې د زده کړو لپاره داخله وکړه، او د فلم د لارښودنې په پروګرام کې داخله ورکړل شوه. نوموړی له «ارما راوش» (ارينا) سره په يو ټولګي و، له چا سره يې چې د 1957ز کال د اپريل په مياشت کې واده وکړ.[۱۷]

د خروشچف د واکمنۍ په لومړيو کې د فلم ځوانو لارښودونکو ته ښه فرصتونه برابر شوي و. له 1953ز کال مخکې، د فلم کلنی توليد ښکته و او ډېر فلمونه د تجربه کارو لارښودونکو له خوا جوړېدل. له 1953ز کال وروسته، ډېر فلمونه جوړېدل، ډيری يې د ځوانو لارښودونکو له خوا جوړېدل. د خروشچف د نرمښت په پړاو کې د شوروي په ټولنيزو بنديزونو کې يو څه نرمښت راوستل شو او د شمالي امريکا او اروپايي ادبياتو، فلمونو او موسيقۍ محدود راتګ ته اجازه ورکړل شوه. دې له تارکوفسکي سره مرسته وکړه چې د ايټالوي واقعيت پالو [د ايټاليې د ملي فلمونو يو خوځښت و]، د فرانسې نوې څپې [د فرانسې د هنري فلمونو يو خوځښت و] او د «کروسووا، بونيويل، برګمين، بريسن، واجدا» (چې د Ashes and Diamonds په نوم د هغه فلم په تارکوفسکي ډېر اغېز کړی و) او «ميزوګوچي» فلمونه وګوري.

سرچينې

[سمول]
  1. Андрей Степанович Плахов (May 11, 2023). "Тарковский, Андрей Арсеньевич". بياځلي په April 3, 2024. // Большая российская энциклопедия. Том 31. Москва, 2016, с. 674.
  2. "How to pronounce Андрей Тарковский". forvo.com (in انګليسي).
  3. Peter Rollberg (2009). Historical Dictionary of Russian and Soviet Cinema. US: Rowman & Littlefield. pp. 685–690. ISBN 978-0-8108-6072-8.
  4. James, Nick (8 May 2019). "The Tarkovsky Legacy". Sight & Sound. بياځلي په 11 August 2019.
  5. Petric, Vlada (December 1989). "Tarkovsky's Dream Imagery". Film Quarterly. 43 (2): 28–34. doi:10.1525/fq.1989.43.2.04a00040.
  6. Tyrkin, Stas (2001-03-23), In Stalker Tarkovsky foretold Chernobyl, Nostalghia.com, خوندي شوی له the original on 2018-03-22, بياځلي په 2009-05-25[Unreliable source]
  7. Gray, Carmen. "Where to begin with Andrei Tarkovsky". British Film Institute. بياځلي په 3 September 2019.
  8. "Marina Tarkovskaya: "My brother enjoyed being a descendant of the Dagestanian princes"". خوندي شوی له the original on 2017-03-24. بياځلي په 2024-08-01. interview to the Gordon Boulevard newspaper at the Andrei Tarkovsky media archive, 2007 (in Russian)
  9. "Filming Eternity". خوندي شوی له the original on 18 January 2017. بياځلي په 17 January 2017. interview with Tarkovsky's sister Marina Tarkovskaya, Itogy journal, 2 April 2012 (in Russian)
  10. "Dubasov family". from the Brockhaus and Efron Encyclopedic Dictionary, 1890–1907 (Wikisource, in Russian)
  11. "Marina Tarkovskaya: "My brother enjoyed being a descendant of the Dagestanian princes"". خوندي شوی له the original on 2017-03-24. بياځلي په 2024-08-01. interview to the Gordon Boulevard newspaper at the Andrei Tarkovsky media archive, 2007 (in Russian)
  12. Sipatova, Marina (2007). Тайна рода Тарковских. Moskovskij Komsomolets (in روسي). بياځلي په 25 November 2007.
  13. "Andrei Tarkovsky | people and places" (in American English). 2020-09-13. بياځلي په 2022-02-18.
  14. Donatella Baglivo (1984). Un poeta nel Cinema: Andreij Tarkovskij [Andrei Tarkovsky: A Poet in the Cinema] (Documentary).
  15. Green, Peter (1993). Andrei Tarkovsky: The Winding Quest. Springer. p. 2. ISBN 978-1349119967.
  16. Volkov, Solomon (2009). The Magical Chorus: A History of Russian Culture from Tolstoy to Solzhenitsyn. Vintage Books. p. 230. ISBN 978-1400077861.
  17. Pleshakova, Anastasia (4 April 2007). "Тарковский был "разрешенным контрреволюционером"" [Tarkovsky was "a legal сounterrevolutionary"]. Komsomolskaya Pravda. خوندي شوی له اصلي څخه په 4 January 2008. بياځلي په 27 November 2007.