اندرومېدا کهکشان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انډروميډا کهکشان (IPA: /ænˈdrɒmɪdə/) چې د Messier 31 يا M31 او يا NGC224 په نومونو پېژندلي کېږي او په اصل کې د انډروميډا نيبولا دی، يو بند (احاطه) شوی مارپېچ کهکشان دی چې له ځمکې څخه نږدې 2.5 ميليونه نوري کلونه (۷۷۰ کیلو في ثانيه) او د شيدو لار ته تر ټولو نږدې ستر کهکشان دی. د دې کهکشان نوم د ځمکې د اسمان له هغې برخې څخه سرچينه اخلي، چې دا په کې راښکاره کېږي. ذکر شوې برخې ته د انډروميډا د ستورو ټولګه وايي، چې د يونان افسانه پوه Perseus د مېرمنې ايتوپي يا فنيقي شهزادګۍ نوم پرې اېښودل شوی دی.

د انډروميډا کهکشان ويروسي کتله، په يو ترېليون لمريزو کتلو (2.0 x 1042 kilograms) په لرلو سره د شيدو لار کهکشان د پراخوالي په ډول او ترتيب سره ورته ده. په کره ډول د دواړو کهکشانونو د کتلې اټکلول ستونزمن دي، مګر د اوږدې مودې لپاره فکر کېده چې د انډروميډا کهکشان د شيدو لار څخه د ٪۲۵ يا ٪۵۰ په اندازه زيات لوی دی. دې نظريې د ۲۰۱۸ يوې څېړنې له خوا د ۲۰۱۹ ز کال پر يوې څېړنې باندې چې د شيدو لار کهکشان کتله يې يو څه زياته اټکل کړه، د پوښتنې غوښتنه کړې ده د ۲۰۱۸ ز کال څېړنې د انډروميډا کهکشان پر کتله باندې يې يو ټيټ اټکل ذکر کړی و. د انډروميډا کهکشان د نږدې 220000 ly (67kpc) قطر لري، چې د پراخوالي له مخې د Local Group يا د کهکشانونو د محلي ډلې تر ټولو پراخ کهکشان دی.

په انډروميډا کهکشان کې د شته ستورو شمېر يو ترېليون (1x1012) يا د شيدو لار د ستورو په پرتله نږدې دوه برابره اټکل شوی دی.

تمه ده چې د شيدو لاره او انډروميډا کهکشانونه نږدې له ۴ تر ۵ بېليون کلونو کې يو له بل سره ټکر وکړي، چې سره يو ځای کېدل به يې يو خورا ستر او پياوړی بيضوي کهکشان يا يو پراخه عدسي کهکشان رامنځته کړي. د ۳.۴ ډبلوالي په لرلو سره د انډروميډا کهکشان د Messier شيانو له منځه تر ټولو روښانه دی، چې له امله يې ياد کهکشان له ځمکې څخه د تروږميو په شپو کې هم، لکه: د پرانيستې سترګې ان له رڼا د منځنۍ ککړتيا لرونکو سيمو څخه هم ښکاري.

مشاهدوي تاریخ[سمول]

نږدې په ۹۶۴ ز کال کې فارسي ستورپوه عبدالرحمن الصوفي لومړنی هغه څوک و، چې په رسمي ډول يې انډروميډا کهکشان تشرېح کړ. نوموړي ياد کهکشان په خپل کتاب «د ثابتو ستورو کتاب: Book of Fixed Stars» کې د نيبولايي داغ يا کوچنۍ اورېځ په توګه ذکر کړ.

د هغه دورې د ستورو لښتليکونو انډروميډا کهکشان د کوچنۍ ورېځې په توګه په نښه کړ. جرمني ستورپوه Simon Marius په ۱۶۱۲ ز کې د انډروميډا کهکشان په اړه د دوربيني کتنو پر بنسټ يوه لومړنۍ تشرېح وړاندې کړه. Pierre Louis Maupertuis په ۱۷۴۵ ز کې اټکل وکړ، چې ياد خړ يا تت داغ يو ټاپويي نړۍ وه. Charles Messier په ۱۷۶۴ ز کې انډروميډا د M31 څيز په توګه لېست کړ او د پرانيستې سترګې په توګه د ليدلو وړ اوسېدنې تر څنګ يې په غلطۍ سره Marius ته د موندونکي امتياز ورکړ. ستورپوه William Herschel په ۱۷۸۵ ز کې د انډروميډا په مرکزي برخه کې يو لوی سوربخن يا قرمزي ته ورته بڼه يادښت کړه. نوموړي د انډروميډا په اړه باور درلود، چې د ټولو سترو نيبولا په پرتله نږدې ده او د نيبولا د رنګ او پراخولي پر بنسټ يې په ناسم ډول فکر وکړ، چې د Sirius [اسماني جسم] له واټن څخه د ۲۰۰۰ برابره يا له نږدې 18000 ly (5.5kpc) څخه زيات لوی نه دی. په ۱۸۵۰ ز کې (William Parsons, 3rd Earl of Rosse) د انډروميډا د مارپېچ جوړښت لومړنۍ انځورګري وکړه.

Sir William Huggins په ۱۸۶۴ ز کې يادونه وکړه، چې د انډروميډا ليدل (طيف) له ګازي نيبولا سره توپير درلود. د انډروميډا منظر د تکرار يو دوام دی او د جذب له تيارو ليکو سره يو پر بل اېښودل شوی دی، د يوه څيز د کيمياوي ترکيب معلومولو کې مرسته کوي. د انډروميډا منظر، د انفرادي ستورو له منظرونو سره خورا ورته دی او له همدې ځايه پايله اخيستل شوې وه، چې ذکر شوی کهکشان د ستوري طبيعت لری. په ۱۸۸۵ ز کې په انډروميډا کې د S Andromeda په نوم يو ستر لنډمهالی ستوری کتل شوی و، چې دا په ياد کهکشان کې لومړنی او يوازينی ليدل شوی ستوری و. په هغه وخت کې فکر کېده چې، انډروميډا دې يو نږدې څيز وي، چې سبب يې دا فکر و چې انډروميډا يو خورا لږ ځلا لرونکی او د nova [لنډ مهالی ستوری] په نامه يوه بېله پېښه وي او د همدې له مخې يې ياد کهکشان Nova 1885 ونوماوه.

Isaac Roberts په ۱۸۸۸ ز کې د انډروميډا يو تر ټولو لومړنی انځور واخيست، چې تر اوسه په عام ډول فکر کېده چې، دا به زموږ په کهکشان [د شيدو لاره] کې دننه يوه نيبولا وي. روبرتس د انډروميډا او ورته مارپېچ نيبولا په اړه ځکه سم پوه نه شو، چې د ستوري نظامونه جوړېږي.

In 1912, Vesto Slipher used spectroscopy to measure the radial velocity of Andromeda with respect to our Solar System—the largest velocity yet measured, at 300 km/s (190 mi/s).

Vesto Slipher په ۱۹۱۲ز کې د انډروميډا د وړانګېزې چټکتيا معلومولو په موخه Spectroscopy [د ليدلو طيف] څخه ګټه پورته کړه، چې په خپل کار کې يې زموږ لمريز نظام ته پام وکړ، چې تر اوسه د اندازه شوې چټکتيا تر ټولو زياته (په يوه ثانيه کې ۳۰۰ کېلو متر يا ۱۹۰ ميل) چټکتيا لري.

ټاپو نړۍ[سمول]

په ۱۷۵۵ ز کې جرمني فيلسوف Immanuel Kant «د نړيوال طبيعت تاريخچه او د اسمان نظريه» تر سرلیک لاندې خپل کتاب کې دا انګېرنه وړاندې کړه، چې د شيدو لاره د نورو ډېرو کهکشانونو له ډلې څخه يوه دی. نوموړي استدلال کاوه چې د شيدو لار ته ورته يو جوړښت، که چېرې له پورته څخه وکتل شي، د يوه دايروي نيبولا غوندې او که له اړخ څخه وکتل شي، نو بيضوی غوندي به ښکاره شي. نوموړي له دې ځايه پايله تر لاسه کړه چې د انډروميډا غوندې ليدل شوې بيضوي نيبولا، چې په هغه وخت کې نوره نه شوه تشرېح کېدلی، د شيدو لار ته ورته نور کهکشانونه وو.

Heber Curtis په ۱۹۱۷ ز کې د انډروميډا دننه يو لنډ مهالی ستوری وليد. د انځوريز ثبت له څېړلو وروسته ۱۱ نور لنډمهالی ستوري هم وموندل شول. د نوموړي پام شو چې دا لنډ مهالي ستوري د اسمان په نورو برخو کې د پېښو شويو ستورو په پرتله په منځني ډول ۱۰ برابره زيات لوی وو. Curtis د پايلې په توګه وړ و چې د 500000 ly (3.2x1010 AU) واټن په يوه اټکل سره بريالی شي. نوموړی د تش په نوم «ټاپو نړۍ» نظريې يو وړاندې کوونکی شو، چې له مخې يې مارپېچ نيبولا په اصل کې خپلواک کهکشانونه وو.

په ۱۹۲۰ز  کې د Harlow Shapely او Cutis تر منځ د شيدو لار، مارپېچ نيبولا او د نړۍ اړخونو په اړه ستره مناظره (Great Debate) وشوه. د دې لپاره چې Curtis د سترې انډروميډا نيبولا (Great Andromeda Nebula) د شتون (په حقيقت کې يو بانديني کهکشان) په اړه خپله ادعا پياوړې کړي، د انډروميډا دننه يې د تياره ليکو بڼه په نښه کړه، چې په لمريز نظام کې يې د دوړې له ورېځو سره ورته والی درلود او هم يې د خپلې ادعا لپاره د انډروميډا کهکشان د اغېزناکتوب په اړه د Doppler shift له تاريخي کتنو ګټه پورته کړه. په ۱۹۲۲ ز کې Ernst Opik د انډروميډا د ستورو د معلومو چټکتياوو په کارونې سره د هغې د واټن اټکلولو په موخه يو مېتود وړاندې کړ. د نوموړي د پايلې له مخې د انډروميډا نيبولا زموږ له کهکشان څخه د نږدې 450 kpc (1500 kly) په لرې واټن کې پرته ده. Edwin Hubble په ۱۹۲۵ ز کې هغه مهال مناظره برابره کړه، چې نوموړي د انډروميډا پر ستورپوهنيزو انځورونو باندې د لومړي ځل لپاره له کهکشان څخه پورته Cepheid بدلېدونکي ستوري مشخص کړل.د دې لپاره يې له ۱۰۰ انچ يا ۲،۵ ملي متر هووکر دوربين څخه ګټه واخيستله او همدې دوربين، د سترې انډروميډا نيبولا د واټن معلومول شوني کړل. د نوموړي اندازې اخيستنې د پايلې په ډول بيان کړل، چې دا بڼه يا شکل زموږ په کهکشان کې د ستورو او ګاز يوه ټولګه نه وه، بلکې په بشپړ ډول يو بېل کهکشان و، چې د شيدو لار کهکشان څخه د پام وړ واټن [لرې] کې پروت و.

تور غارونه[سمول]

زموږ کهکشان یو تور سوری (black hole) لري مګر اندرومیدا کهکشان بیا 36 تور سوري لري چی هر تور سوری یی زموږ د لمر څخه 5 یا 10 ځله غټ دي.

لومړۍ پیژندنه[سمول]

د لومړي ځل لپاره د عبدالرحمان صوفي په نوم یوه ایراني  ستورپېژندونکي دغه کهکشان کشف کړ. د تلسکوپ له اختراع څخه وروسته د سایمون ماریس په نوم یو سیانسپوه د دي کهکشان مطالعه وکړه چې په اول کې داسې فکر کېده چې دا د شيدو لارې کهکشان یوه برخه ده خو اډون هبل څیړنو وښودله چي دا یو بیل کهکشان دي چی د شېدو لارې کهکشان څخه ډېر لرې دی.

سیارې[سمول]

مساحت او حراکت[سمول]

سرچینې[سمول]