انتورپ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انتورپ ( په فرانسوی : Anvers ) د بلجیم په فلمیش  سیمه کې یو ښار دی او دا د انتورپ د ولایت مرکز   دی . انتورپ ښاروالۍ تقریباً 529000  تنه وګړي لرې  ( ۲۰۲۰ ) او له همدې امله د نفوسو له مخی په بلجیم کی تر ټولو لوه  ښاروالۍ ده او د مساحت له مخې  د 20429 هکتاره ځمکې په  لرلو د تورنای او کوواین څخه وروسته  دريم لوې ښار ګنل کېږي.

دا ښار په پراخه کچه د اسخلده سیند په ښی غاړه کې موقعیت لری، کوم چې د  ښاروالی او د ولايت تر منځ سرحد جوړه  وي. او پراخه لوې سوداګریز بندر لري چې نړيوالې بار وړونکې ترانسپورتي کښتۍ له دغه  ځايه څخه تیریږي او  تخليه کېږي . دابندر د هالنډ هېواد د  روتردام  بندر څخه وروسته د اروپا دوهم لوی بندر  ګڼل کېږي چې ډیر اقتصادی اهمیت لري. د  انتورپ  ښار د پتروکیمیاوې فعاليت  له امله هم مشهور دی چې د  انتورپ په بندر کي فعاليت لري او دا ښار د الماسو د تجارت لپاره یو نړیوال مرکز هم دی . د انتورپ اوسیدونکی کله ناکله د سینویرن په نامه یاد شوی چې دا یوه هسپانوی کلمه ده . دا ښار په خپله د ځینو خلکو له خوا چې دټي سټاد (t,Stad)  او کله کله د کوکی ( د کلچو ) ښار په نامه یاد شوی دی  ، د  ۱۸۳۰ او ۱۹۶۰ کلونو تر منځ  انتورپ د کلچو (د کوکی) ډیرې مشهورې  فابریکې درلودې.

د‌انتورپ ښاروالۍ ودانۍ(خروت مارک )
سکالډیس (شیلډټ) او انټیورپیا ، ابراهیم جانسن ، 1609، په پینل کې تیل، د ښکلو هنرونو شاهي میوزیم، انټورپ
د هیټ سټین کیسل
اوسیاس بیرت لوی، د انټورپ څخه. د اویسټرو، میوو او شرابو سره خواړه ، ج. 1620/1625
په 1576 کې د انټورپ سیک، په کوم کې چې شاوخوا 7000 خلک مړه شول.

کينډۍ:1920 Summer Olympic venuesکينډۍ:Olympic venues cycling