انتقالي فوسیل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انتقالي فوسیل د پلرني ګروپ او د هغه د اخیستل شوي نسل ګروپ دواړو لپاره ګډو ځانګړنو ته اشاره کوي دا د ژوند هر ډول فوسیلي پاتې شوني دي، چې دا ځانګړی اهمیت لري او له پلرني ګروپ سره د نسل ګروپ د ناخالصې اناتومي او د ژوند کولو طریقې ته په کتو یې ډېر فرق دی. دا فوسیلونو موږ ته یادونه کوي، چې ټیکونومیک وېشونه د تکامل په لړ کې په پټ ډول پلي شوي دي او دا د انسان جوړښتونه دي. دا چې د فوسیل ریکارډ نیمګړی وي له دې امله هېڅ لاره نه شته چې د انحراف ټکي ته د انتقالي فوسیل د نږدېوالي په اندازه پوه شو. پر دې سربېره چې دوی زیاتره وخت د داسې پلرونو لپاره د ماډل په توګه کارېږي؛ خو انتقالي فوسیلونه د وروستیو ډلو مستقیم پلرونه نه شي فرض کېدلای.[۱][۲]

کله چې په ۱۸۵۹ ز کال کې د لومړي ځل لپاره د چارلس ډاروین د ډولونو سرچینه خپره شوه، په دې وخت کې د فوسیل ریکارډ کم پېژندل شوی و. ډاروین د انتقالي فوسیلونو د مشاهدې نشتوالی « د ډېر روښانه او لوی اعتراض چې زما د تیورۍ پر وړاندې غوښتل کېدای شي» په توګه تشریح کړ؛ خو نوموړي ورته د جیولوژیکي ریکارډ له ډېرو نیمګړتیا سره تړاو ورکړ او تشریح یې کړ. نوموړي په ​​هغه وخت کې د شته محدودو ټولګو یادونه وکړه؛ خو شته معلومات یې د ځانګړنو د ښودونکي په توګه داسې تشریح کړل چې د هغه د نزول له تیورۍ نه د طبیعي انتخاب له لارې تعدیل شوي دي. په حقیقت کې، آرکیوپټریکس یوازې دوه کاله وروسته، په ۱۸۶۱ کې کشف شو او د ډیناسور او پخوانیو غیر الوتونکو مرغانو ترمنځ د کلاسیک انتقالي بڼې استازیتوب کوي. له هغه وخت راهیسې ډېر نور انتقالي فوسیلونه کشف شوي او اوس پرېمانه شواهد شته، چې د ډېرو انتقالي فوسیلونو په شمول د ملا تېر لرونکو ټول کلاسونه څنګه له یو بل سره تړاو لري. ټیټراپډ او کب، مرغۍ او ډیناسور، تي لرونکي او د « تي لرونکو په څېر څښېدونکي» د صنف په کچه د لېږد ځانګړي بېلګې دي. [۳][۴][۵]

د انسان د تکامل په هکله ډېری لیکنې شوي، خو «د ورک شوي لینک» اصطلاح په پراخه کچه د انسان د تکامل په اصلي لیکنو کې کارول کېږي ترڅو د انسانانو د تکامل تاریخ کې د پام وړ تشې ته اشاره وکړي. دا معمولا د هر نوي انتقالي فوسیل موندنې ته راجع کولو لپاره کارول کیږي. په هر حال، ساینس پوهان دا اصطلاح نه کاروي ځکه چې دا د طبیعت څخه مخکې د ارتقاء نظر ته اشاره کوي. 

انتقالي د پلرني پروړاندې[سمول]

دا مفکوره د ګډوډۍ سرچینه ده چې د دوو مختلفو ټیکونومیک ګروپونو تر منځ انتقالي بڼه باید د یو یا دواړو ډلو مستقیم پلار وي. د دې حقیقت له امله ستونزه لا ډېرېږي چې د تکامل طبقه بندي یوه موخه د هغه ډولونو پېژندل دي چې د نورو ډولونو پلرونه وو. په هر حال، ځکه چې تکامل په څانګو د وېشلو پروسه ده چې د اړوندو ډولونو د څانګو پېچلې بېلګه تولیدوي، د خطي پروسې په پرتله د زینې په څېر پرمختګ نه تولیدوي او د فوسیل ریکارډ د نیمګړتیا له امله دا امکان نه شته چې په فوسیل کې د کومې ځانګړې بڼې د ریکارډ استازیتوب وکړي، دا به د بل هر یو مستقیم پلار وي. کلاډیسټکس (طبقه بندي) د یوه ټیکونومیک ګروپ پر هغه مفهوم ټینګار نه کوي چې د بل اجداد دي او پرځای یې د خورلڼې ډول په پېژندنه ټینګار کوي چې د نورو ډلو په پرتله له یو بل سره ډېر وروستي عام اجداد شریکوي. یو څو استثنایي قضیې شته لکه ځینې سمندري پلانکټون مایکروفوسیلونه، چې هلته د فوسیل ریکارډ ډېر بشپړ دی او په باور سره وړاندیز کوي چې ځینې فوسیلونه د هغه نفوس استازیتوب کوي چې په حقیقت کې د بېلابېلو ډولونو د وروستي نفوس پلرونه وو. خو په ټوله کې انتقالي فوسیلونه هغه ځانګړنې ګڼل کېږي چې د بېلابېلو ډولونو د اصلي عامو اجدادو انتقالي اناتومیکي ځانګړنې په ګوته کوي، نه دا چې د حقیقي پلرونو وي.[۶][۷][۸][۹]

د فوسیل ریکارډ[سمول]

په فوسیل ریکارډ کې هره انتقالي بڼه نه تر سترګو کېږي، لامل یې د فوسیل د ریکارډ نیمګړتیا ده. په غوره شرایطو کې د فوسیلونو په ډول د ژونديو موجوداتو ساتنه ډېره نه کېږي او تر اوسه د داسې فوسیلونو ډېره کمه برخه ترلاسه شوې ده. د فوسیلو په ډول ډېرژوندی موجودات په غوره شرایطو کې ډېر کم ساتل کیږي او د داسې فوسیلونو یوازې یوه برخه کشف شوې ده. حقیقت دا دی چې د فوسیل ریکارډ له لارې د پېژندل شویو ډولونو شمېر د پېژندل شویو ژوندیو ډولونو له شمیر نه ۵٪ کم و، نو د فلسفې عالم ډونالډپروتیرو په دې اند دی چې دا خبره له همدې حقیقت نه معلومولای شو.  نوموړی وړاندیز کوي چې باید تل له ژوندیو ډولونو څخه د فوسیلونو له لارې پېژندل شوي ډولونه له ۱٪ څخه ډېر کم وي. [۱۰]

د ځانګړو او نادرو شرایطو له امله د فوسیل کولو په موخه د بیولوژیکي جوړښت لپاره منطق حکم کوي چې پېژندل شوي فوسیلونه د ژوند د ټولو ډولونو د یوې کوچنۍ فیصدي استازیتوب کوي او همداراز هر کشف یوازې د تکامل د انځور استازیتوب کوي. لیږد پخپله یوازې د انتقالي فوسیلونو په وسیله توضیح او تاییدای شي، چې د روښانه متنوع شکلونو ترمنځ دقیقه نیمه لاره نه ښیې.[۱۱]

د فوسیل ریکارډ ډېر نامساعد دی او د څو استثناوو په لرلو په کلکه توګه له سختو برخو سره د ژوندي موجوداتو پر لور کږېږي، د نرم بدن لرونکو ژوندیو موجوداتو ډېر ګروپونه فوسیل ریکارډ نه لري. د دودیزو ډلو ترمنځ د یو شمېر انتقالي فوسیلونو په شمول د ملا تیر لرونکو، ایکینوډرم، برچیپوډز او د ارتوپوډ ځینې ډلې هغه ګروپونه دي چې د فوسیل ریکارډ لري.[۱۲][۱۳]

تاریخ[سمول]

له ډاروین وروسته[سمول]

هغه وخت چې د حیواناتو او نباتاتو ډولونه ثابت نه وو؛ خو د وخت په تېرېدو سره یې بدلون وموند، دا مفکوره له ۱۸مې پېړۍ مخکې وړاندیز شوې وه. په ۱۸۵۹ ز کال کې چې د نسلونو په اړه د ډاروین کتاب خپور شو، نو یو ثابت ساینسي اساس یې ورکړ. په هر حال، څرنګه چې ډاروین په خپله ورته اشاره کړې، د پیالیونټولوژیکي شواهدو نشتوالی د ډاروین د کار یوه نیمګړتیا وه. د طبیعي انتخاب تصور کول اسانه دي چې په نسل او کورنیو کې لیدل شوی توپیر تولیدوي، په داسې حال کې چې د لوړو کټګوریو ترمنځ تکامل تصور کول سخت و. په ۱۸۶۱ ز کال کې د لندن د آرکیوپټریکس د نمونې ډراماتیکې موندنې د ډاروین د کار له خپرېدو یوازې دوه کاله وروسته د لومړي ځل لپاره د ډېرو اخیستل شویو مرغانو د صنف او د ډېرو بنسټیزو ریښو ترمنځ اړیکه وړاندې کړه. لرغونپوه هیو فالکنر ښاغلي ډاروین ته په یوه لیک کې لیکلي:[۱۴]

که د سولن هوفین سرچینې د اګست په امر مدیریت شوې وای، تر څو د ډاروین یوه په زړه پورې څېره رامنځته شي، نو نه یې شول کولای چې تر آرکیوپټریکس غوره امر ترسره کړي.  [۱۵]

انتقالي فوسیلونو ته په خپل حق کې د تکامل د انځورونو په توګه کتل کېږي او ترڅنګ یې د آرکیوپټریکس په څېر د ډاروین د نظریې تایید هم کوي، د بېلګې په ډول د سوېډن د ۱۹۰۴ ز کال دایره المعارف قاموس د فوسیل د ناسم ارکیوپټریکس بیارغونه وښودله (انځور وګورئ).  [۱۶][۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. Freeman & Herron 2004, p. 816
  2. Prothero 2007, pp. 133–135
  3. Darwin 1859, pp. 279–280
  4. Darwin 1859, pp. 341–343
  5. Prothero, Donald R. (1 March 2008). "Evolution: What missing link?". New Scientist. 197 (2645): 35–41. doi:10.1016/s0262-4079(08)60548-5. ISSN 0262-4079. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. For example, see Benton 1997
  7. Prothero, Donald R.; Lazarus, David B. (June 1980). "Planktonic Microfossils and the Recognition of Ancestors". Systematic Biology. 29 (2): 119–129. doi:10.1093/sysbio/29.2.119. ISSN 1063-5157. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Prothero 2007, pp. 133–135
  9. Prothero 2007، ص. 84.
  10. Prothero 2007, pp. 50–53
  11. Isaak, Mark, المحرر (5 November 2006). "Claim CC200: Transitional fossils". TalkOrigins Archive. Houston, TX: The TalkOrigins Foundation, Inc. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Donovan & Paul 1998
  13. Prothero 2007, pp. 50–53
  14. Archibald, J. David (August 2009). "Edward Hitchcock's Pre-Darwinian (1840) 'Tree of Life'" (PDF). Journal of the History of Biology. 42 (3): 561–592. CiteSeerX = 10.1.1.688.7842 10.1.1.688.7842. doi:10.1007/s10739-008-9163-y. ISSN 0022-5010. PMID 20027787. S2CID 16634677. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Williams, David B. (September 2011). "Benchmarks: September 30, 1861: Archaeopteryx is discovered and described". EARTH. ISSN 1943-345X. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ مې ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Leche 1904, pp. 1379–1380
  17. Wellnhofer 2009