Jump to content

انترکتيکا کې اقليمي بدلون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
انترکتيکا کې اقليمي بدلون
عامه معلومات
عمومي معلومات

د انساني فعالیتونو په پایله کې د خپرېدونکو ګلخانه یي ګازونو له امله د ځمکې په ټولو برخو کې اقلیمي بدلونونه رامنځته کیږي، په داسې حال کې چې د انترکتیکا لویه وچه یا سویلي قطب د بلې هرې لویې وچې په پرتله لږ زیان منونکې ده، خو له دې سره هم په دغه لویه وچه کې اقلیمي بدلونونه لید وړ دي. له ۱۹۵۷ زکال راهیسې د هرې لسیزې پر حساب د دغې لویې وچې تودوخې په منځنۍ کچه له ۰.۰۵ سانتي ګراد درجو څخه په لږ زیاته کچه بدلون موندلی، په داسې حال کې چې دغه کچه هم د تعادل په حال کې نه ده. سربېره پر دې د سویلي قطب لویدیځه برخه له ۱۹۵۰مې لسیزې څخه تر ۲۰۰۰مې لسیزې پورې څه باندې ۰.۱ سانتي ګراد درجې ګرمه شوې ده، خو د انترکتیکا ټاپو وزمې یې بیا د شلمې پېړۍ له نیمايي څخه ۳ سانتي ګراد درجې (۵.۴ فارنهایت درجې) ګرمښت لرلی او ورته مهال ختیځې انترکتیکا بیا په ثابت او دوام راوړونکي ډول زیات سړښت تجربه کړی دی. د انترکتیکا په چاپېر کې سویلي سمندر د بل هر سمندر په پرتله زیاته تودوخه جذب کړې او له ۱۹۵۵ زکال راوروسته یې د لویدیځې انترکتیکا په شاوخوا کې د ۲۰۰۰ مترو (۶۶۰۰ فوټه) په ژوروالي یوه سانتي ګراد درجه (۱.۸ فارنهایت درجې) ګرمښت لرلی دی. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

بل پلو د سویلي قطب د قلمروي اوبو ګرمښت د هغو د یخي غونډیو د کمېدو او یا هم بشپړ له منځه تلو لامل ګرځېدلی دی، چې اوس د دغو یخچالونو په سواحلو کې د اوبو پر سر څرخي او د نورو یخچالونو لپاره د اوبو په سړښت کې مرسته کوي. ورته مهال د دغې لویې وچې ډېری طبیعي یخچالونه مخ پر ویلي کېدو دي او کېدای شي په ټول سویلي قطب کې د خالص یخ د کلنۍ کچې د له منځه تلو لامل وګرځي آن په هغه حالت کې هم چې د سویلي قطب د ختیځې یخي پاڼې دننه د یخ زیاتوالي دوام ومومي. پخلی دا دی چې د سویلي قطب د خالصو یخونو ویلي کېدل به تر ۲۱۰۰ زکال پورې په یوازې ځان د سمندر د اوبو د سطحې کچه ۱۱ سانتۍ (۵ انچه) زیاته کړي. ورته مهال د یخي پاڼې نه دوام کېدای شي تر ۲۱۰۰ زکال پورې د اوبو سطحه په لسګونو نورې سانتۍ هم لوړه کړي. د تودوخې په زیاتوالي سره د هغو نه پایښت لا شونی کیږي او کولای شي د ۲۱مې پېړۍ پر مهال د سمندرونو د اوبو د سطحې کچه دوه چنده زیاته کړي. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

په کلنۍ کچه له یخ څخه د ۱۱۰۰ څخه تر ۱۵۰۰ بیلیونو ټنو تازه اوبو ویلي کېدنه د سویلي قطب د لاندنۍ برخې تروې اوبه رقیقې کوي، په دې توګه دغه چاره د سویلي سمندر د بېرته څرخ لاندنۍ هسته کمزورې کوي. یو شمېر څېړنو په ازمایښتي توګه ښوولې ده چې د دغو اوبو د بشپړ دوران له منځه تګ له ۱.۷ سانتي ګراد درجو (۳.۱ فارنهایت درجې) څخه تر ۳ سانتي ګراد درجو (۵.۴ فارنهایت درجې) پورې د ځمکې د تودوخې د زیاتوالي لامل ګرځي، په داسې حال کې چې تمه کیږي د هغو بشپړې اغېزې په څو پېړیو کې څرګندې شي. په دغو کې په نیمايي سویلي کره کې لږ ورښت، په شمالي نیمايي کره کې بیا پریمانه ورښت او د ځانګړو سمندري اکو سیسټمونو په احتمالي له منځه تګ سره په سویلي سمندر کې د کب نیونې د چارو کمښت شاملېږي. سربېره پر دې په داسې حال کې چې لا هم د سویلي قطب ډېری نوعې نه دي کشف شوې، خو اوس مهال د پنګونانو په څېر د بوټو او حیواناتو په نوعو کې زیاتوالی ثبت شوی چې ځانته د مناسب استوګنځي په لټه کې دي. ورته مهال په یخ نه لرونکو ځمکو کې د دایمي یخونو ویلي کوونکې تودوخه نه یوازې دا چې ګلخانه یي ګازونه تولید کوي، بلکې له وړاندې یخ وهلې چټلۍ هم بېرته آزادوي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د لویدیځ سویلي قطب یخي پاڼه بالاخره ویلي کیږي، مګر دا چې تودوخه د ۲۰۲۰ زکال د تودوخې له کچې څخه ۲ سانتي ګراد درجې (۳.۶ فارنهایت درجې) راکمه شي. د دغې یخي پاڼې له منځه تګ له ۲۰۰۰ څخه تر ۱۳۰۰۰ کلونو وخت نیسي، په داسې حال کې چې دغه موده په یوازې څو پېړیو کې د ګلخانه یي ګازونو په زیات تولید سره ۵۰۰ کلونو ته راښکته کېدای شي. که چېرې یخي پاڼه ماته شي خو یخي غونډۍ د غرونو شاته پاتې شي بیا نو د ۳.۳ مترو (۱۰ فوټه او ۱۰ انچه) په کچه د سمندر د اوبو سطحه لوړېږي، خو د بشپړ ویلي کېدو په حالت کې بیا تر ۴.۳ مترو (۱۴ فوټه او یو انچ) پورې زیاتېدلی شي. له یخچالي دورې وروسته لوړېدن یا ایزوسټاټیک بېرته ګرځېدن همدارنګه کولای شي په راتلونکو ۱۰۰۰ کلونو کې د سمندر د اوبو سطحه ۱ متر (۳ فوټه او ۳ انچه) زیاته کړي. د سویلي قطب ختیځه یخي پاڼه بیا تر ډېره ثابته ده او کېدای شي د اوسنۍ کچې ګرمښت د نسبت له مخې د اوبو سطحه یوازې له نیم متر (۱ فوټ او اته انچه) څخه تر ۰.۹ متره (۲ فوټه او ۱۱ انچه) پورې زیاته کړي چې د یخي پاڼې د بشپړ ۵۳.۳ متره (۱۷۵ فوټه) ډبلوالي په پرتله ډېره لږ کچه ده. د شاوخوا درې سانتي ګراد درجو (۵.۴ فارنهایت درجې) تودوخې په زیاتوالي سره د ویلکس حوضې او قطبي شفق یا ارورا حوضې په څېر سیمې کېدای شي د شاوخوا ۲۰۰۰ کلونو په دوره کې له منځه ولاړې شي چې له امله یې د سمندر د اوبو سطحه ۶.۴ متره (۲۱ فوټه) زیاتوالی مومي. د سویلي قطب د ختیځې برخې یخي پاڼه بیا د ۵ سانتي ګراد درجو (۱۸ فارنهایت درجې) تودوخې په زیاتوالی سره بشپړه ویلي کیږي او لږ تر لږه ۱۰ زره کاله وخت نیسي چې په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

په تودوخه او هوا کې بدلونونه[سمول]

سویلي قطب یا انترکتیکا د ځمکې پر مخ تر ټولو سړه او همدارنګه په منځنۍ کچه زیاته ارتفاع لرونکې لویه وچه ده. سربېره پر دې دغه لویه وچه د سویلي سمندر له خوا چاپېره شوې چې د بل هر سمندر په پرتله د تودوخې په جذب کولو کې اغېزمن دی. ورته مهال د کال په اوږدو کې بشپړه سمندري یخ لرونکې لویه وچه ده چې لوړه البډو (انعکاس) لري او د یخي پاڼې د سطحې انعکاس ته روڼتیا او سپینوالی بخښي. انترکتیکا د ځمکې پر سر یوازنۍ هغه برخه ده چېرې چې هر ژمی د اتومسفیری تودوخې بدلون واقع کیږي. په نورو ځایونو کې بیا د ځمکې اتومسفیر خپل تر ټولو ګرم حالت ته په نږدې کېدو دی او د لوړوالي په زیاتوالي سره یخ کیږي. په انترکتیکا کې د ژمي پر مهال د مرکزي انترکتیکا سطحه د اتومسفیر د منځنیو لایو څخه سړېږي. له همدې امله ګلخانه یي ګازونه په منځني اتومسفیر کې تودوخه رامنځته کوي او د هغو جریان د سطحې او همدارنګه د فضا پر لور کموي، د دې پر ځای چې په سادګۍ سره لوړو برخو ته د لاندني اتومسفیر د تودوخې له جریان مخه ونیسي. دغه اغېز د انترکتیکا د ژمي د موسم تر پایه دوام مومي. له همدې امله آن د هوا د حالاتو لومړنيو ماډلونو وړاندوینه کړې چې په انترکتیکا کې د تودوخې بهیر د نورو ځایونو په پرتله ظریف څرګندېږي. [۲۸][۲۹][۳۰]

سربېره پر دې په دغه لویه وچه کې د هواپېژندنې له شلو څخه کم دایمي سټېشنونه شتون لري چې دوه یې په داخلي برخه کې دي، په داسې حال کې چې نور په اتومات بڼه ځای پر ځای شوي او مشاهداتي مخینه یې ۲۰مې پېړۍ ته اړوندېږي. په همدې ترتیب تر ۱۹۸۱ زکال پورې د سپوږمکیو پر مټ د هوا د تودوخې د اندازه کولو چارې پیل نه شوې هغه چې په معمول له وریځو پرته شرایطو ته اړونده چاره ده. له همدې امله د دغې لویې وچې اړوند ټولې شمېرې له شلمې پېړۍ راهیسې وړاندې شوې دي. په دغو کې یوازنۍ استثنا د انترکتیکا ټاپووزمه وه چېرې چې د ګرمېدو موضوع په سمه او جدي بڼه واضحه شوې ده: بالاخره دا څرګنده شوه چې دغه لویه وچه د شلمې پېړۍ له نیمايي راوروسته ۳ سانتي ګراد درجې (۵.۴ فارنهایت درجې) ګرمه شوې ده. د دغو محدودو شمېرو له مخې د ۲۰۰۰مې لسیزې په لومړیو کې څو خپرې شوې مقالې ښيي چې (له دغې ټاپو وزمې بهر) په انترکتیکا کې د بشپړ یخوالي یوې دورې شتون لرلی.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

سرچينې[سمول]

  1. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  2. Steig, Eric; Schneider, David; Rutherford, Scott; Mann, Michael E.; Comiso, Josefino; Shindell, Drew (1 January 2009). "Warming of the Antarctic ice-sheet surface since the 1957 International Geophysical Year". Arts & Sciences Faculty Publications. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  4. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  5. Xin, Meijiao; Clem, Kyle R; Turner, John; Stammerjohn, Sharon E; Zhu, Jiang; Cai, Wenju; Li, Xichen (2 June 2023). "West-warming East-cooling trend over Antarctica reversed since early 21st century driven by large-scale circulation variation". Environmental Research Letters. 18 (6): 064034. doi:10.1088/1748-9326/acd8d4. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Bourgeois, Timothée; Goris, Nadine; Schwinger, Jörg; Tjiputra, Jerry F. (17 January 2022). "Stratification constrains future heat and carbon uptake in the Southern Ocean between 30°S and 55°S". Nature Communications. 13 (1): 340. Bibcode:2022NatCo..13..340B. doi:10.1038/s41467-022-27979-5. PMC 8764023 تأكد من صحة قيمة |pmc= (لارښود). PMID 35039511 تأكد من صحة قيمة |pmid= (لارښود). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Fox-Kemper, B.; Hewitt, H.T.; Xiao, C.; Aðalgeirsdóttir, G.; Drijfhout, S.S.; Edwards, T.L.; Golledge, N.R.; Hemer, M.; Kopp, R.E.; Krinner, G.; Mix, A. (2021). Masson-Delmotte, V.; Zhai, P.; Pirani, A.; Connors, S.L.; Péan, C.; Berger, S.; Caud, N.; Chen, Y.; Goldfarb, L. (سمونګران). "Chapter 9: Ocean, Cryosphere and Sea Level Change" (PDF). Climate Change 2021: The Physical Science Basis. Contribution of Working Group I to the Sixth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change. Cambridge University Press, Cambridge, UK and New York, NY, USA: 1270–1272. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  9. Fox-Kemper, B.; Hewitt, H.T.; Xiao, C.; Aðalgeirsdóttir, G.; Drijfhout, S.S.; Edwards, T.L.; Golledge, N.R.; Hemer, M.; Kopp, R.E.; Krinner, G.; Mix, A. (2021). Masson-Delmotte, V.; Zhai, P.; Pirani, A.; Connors, S.L.; Péan, C.; Berger, S.; Caud, N.; Chen, Y.; Goldfarb, L. (سمونګران). "Chapter 9: Ocean, Cryosphere and Sea Level Change" (PDF). Climate Change 2021: The Physical Science Basis. Contribution of Working Group I to the Sixth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change. Cambridge University Press, Cambridge, UK and New York, NY, USA: 1270–1272. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Nauels, Alexander; Rogelj, Joeri; Schleussner, Carl-Friedrich; Meinshausen, Malte; Mengel, Matthias (1 November 2017). "Linking sea level rise and socioeconomic indicators under the Shared Socioeconomic Pathways". Environmental Research Letters. 12 (11): 114002. Bibcode:2017ERL....12k4002N. doi:10.1088/1748-9326/aa92b6. hdl:20.500.11850/230713. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. L. Bamber, Jonathan; Oppenheimer, Michael; E. Kopp, Robert; P. Aspinall, Willy; M. Cooke, Roger (May 2019). "Ice sheet contributions to future sea-level rise from structured expert judgment". Proceedings of the National Academy of Sciences. 116 (23): 11195–11200. Bibcode:2019PNAS..11611195B. doi:10.1073/pnas.1817205116. PMC 6561295. PMID 31110015. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Horton, Benjamin P.; Khan, Nicole S.; Cahill, Niamh; Lee, Janice S. H.; Shaw, Timothy A.; Garner, Andra J.; Kemp, Andrew C.; Engelhart, Simon E.; Rahmstorf, Stefan (8 May 2020). "Estimating global mean sea-level rise and its uncertainties by 2100 and 2300 from an expert survey". npj Climate and Atmospheric Science. 3 (1): 18. Bibcode:2020npCAS...3...18H. doi:10.1038/s41612-020-0121-5. hdl:10356/143900. S2CID 218541055. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Silvano, Alessandro; Rintoul, Stephen Rich; Peña-Molino, Beatriz; Hobbs, William Richard; van Wijk, Esmee; Aoki, Shigeru; Tamura, Takeshi; Williams, Guy Darvall (18 April 2018). "Freshening by glacial meltwater enhances the melting of ice shelves and reduces the formation of Antarctic Bottom Water". Science Advances. 4 (4): eaap9467. doi:10.1126/sciadv.aap9467. PMC 5906079. PMID 29675467. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  15. Fox-Kemper, B.; Hewitt, H.T.; Xiao, C.; Aðalgeirsdóttir, G.; Drijfhout, S.S.; Edwards, T.L.; Golledge, N.R.; Hemer, M.; Kopp, R.E.; Krinner, G.; Mix, A. (2021). Masson-Delmotte, V.; Zhai, P.; Pirani, A.; Connors, S.L.; Péan, C.; Berger, S.; Caud, N.; Chen, Y.; Goldfarb, L. (سمونګران). "Chapter 9: Ocean, Cryosphere and Sea Level Change" (PDF). Climate Change 2021: The Physical Science Basis. Contribution of Working Group I to the Sixth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change. Cambridge University Press, Cambridge, UK and New York, NY, USA: 1270–1272. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Lenton, T. M.; Armstrong McKay, D.I.; Loriani, S.; Abrams, J.F.; Lade, S.J.; Donges, J.F.; Milkoreit, M.; Powell, T.; Smith, S.R.; Zimm, C.; Buxton, J.E.; Daube, Bruce C.; Krummel, Paul B.; Loh, Zoë; Luijkx, Ingrid T. (2023). The Global Tipping Points Report 2023 (Report). University of Exeter. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Logan, Tyne (29 March 2023). "Landmark study projects 'dramatic' changes to Southern Ocean by 2050". ABC News. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  19. کينډۍ:Cite conference
  20. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  21. A. Naughten, Kaitlin; R. Holland, Paul; De Rydt, Jan (23 October 2023). "Unavoidable future increase in West Antarctic ice-shelf melting over the twenty-first century". Nature Climate Change. 13 (11): 1222–1228. Bibcode:2023NatCC..13.1222N. doi:10.1038/s41558-023-01818-x. S2CID 264476246 Check |s2cid= value (لارښود). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Garbe, Julius; Albrecht, Torsten; Levermann, Anders; Donges, Jonathan F.; Winkelmann, Ricarda (2020). "The hysteresis of the Antarctic Ice Sheet". Nature. 585 (7826): 538–544. Bibcode:2020Natur.585..538G. doi:10.1038/s41586-020-2727-5. PMID 32968257. S2CID 221885420. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  24. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  25. Fretwell, P.; et al. (28 February 2013). "Bedmap2: improved ice bed, surface and thickness datasets for Antarctica" (PDF). The Cryosphere. 7 (1): 390. Bibcode:2013TCry....7..375F. doi:10.5194/tc-7-375-2013. S2CID 13129041. خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۱۶ فبروري ۲۰۲۰. لاسرسي‌نېټه ۰۶ جنوري ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. Pan, Linda; Powell, Evelyn M.; Latychev, Konstantin; Mitrovica, Jerry X.; Creveling, Jessica R.; Gomez, Natalya; Hoggard, Mark J.; Clark, Peter U. (30 April 2021). "Rapid postglacial rebound amplifies global sea level rise following West Antarctic Ice Sheet collapse". Science Advances. 7 (18). Bibcode:2021SciA....7.7787P. doi:10.1126/sciadv.abf7787. PMC 8087405 تأكد من صحة قيمة |pmc= (لارښود). PMID 33931453 تأكد من صحة قيمة |pmid= (لارښود). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. Crotti, Ilaria; Quiquet, Aurélien; Landais, Amaelle; Stenni, Barbara; Wilson, David J.; Severi, Mirko; Mulvaney, Robert; Wilhelms, Frank; Barbante, Carlo; Frezzotti, Massimo (10 September 2022). "Wilkes subglacial basin ice sheet response to Southern Ocean warming during late Pleistocene interglacials". Nature Communications. 13 (1): 5328. Bibcode:2022NatCo..13.5328C. doi:10.1038/s41467-022-32847-3. PMC 9464198 تأكد من صحة قيمة |pmc= (لارښود). PMID 36088458 تأكد من صحة قيمة |pmid= (لارښود). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  29. Sejas, Sergio A.; Taylor, Patrick C.; Cai, Ming (11 July 2018). "Unmasking the negative greenhouse effect over the Antarctic Plateau". npj Climate and Atmospheric Science. 1 (1): 17. Bibcode:2018npCAS...1...17S. doi:10.1038/s41612-018-0031-y. PMC 7580794 تأكد من صحة قيمة |pmc= (لارښود). PMID 33102742 تأكد من صحة قيمة |pmid= (لارښود). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. John Theodore, Houghton, سمونګر (2001). "Figure 9.8: Multi-model annual mean zonal temperature change (top), zonal mean temperature change range (middle) and the zonal mean change divided by the multi-model standard deviation of the mean change (bottom) for the CMIP2 simulations". Climate change 2001: the scientific basis: contribution of Working Group I to the Third Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change. Cambridge, UK: Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-80767-8. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ مارچ ۲۰۱۶ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. Comiso, Josefino C. (2000). "Variability and Trends in Antarctic Surface Temperatures from In Situ and Satellite Infrared Measurements". Journal of Climate. 13 (10): 1674–1696. Bibcode:2000JCli...13.1674C. doi:10.1175/1520-0442(2000)013<1674:vatias>2.0.co;2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود) PDF available at AMS Online
  32. Thompson, David W. J.; Solomon, Susan (2002). "Interpretation of Recent Southern Hemisphere Climate Change" (PDF). Science. 296 (5569): 895–899. Bibcode:2002Sci...296..895T. doi:10.1126/science.1069270. PMID 11988571. S2CID 7732719. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۱ اگسټ ۲۰۱۱ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۴ اگسټ ۲۰۰۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود) PDF available at Annular Modes Website
  33. Chapman, William L.; Walsh, John E. (2007). "A Synthesis of Antarctic Temperatures". Journal of Climate. 20 (16): 4096–4117. Bibcode:2007JCli...20.4096C. doi:10.1175/JCLI4236.1. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. J. H. Christensen; B. Hewitson; A. Busuioc; A. Chen; X. Gao; I. Held; R. Jones; R.K. Kolli; W.-T. Kwon; R. Laprise; V. Magaña Rueda; L. Mearns; C. G. Menéndez; J. Räisänen; A. Rinke; A. Sarr; P. Whetton (2007). Regional Climate Projections (In: Climate Change 2007: The Physical Science Basis. Contribution of Working Group I to the Fourth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change) (PDF) (Report). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۵ ډيسمبر ۲۰۰۷ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۵ نومبر ۲۰۰۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  35. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).